د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ټول افغان محترم چلوونکو نه د اسلام په اړوند یوه پوښتنه

ننګيالی زابل
28.10.2007

زما په نظر خو د کوشان ټولې ليکنې په ټوله کې د اسلام په ضد وي ، خوپه دې ليکنه (اسلام د پښتنی کلتور خلاف دی)کې ئي بيا په ځانګړي ډول د اسلام سپکاوی کړی .
د ټول افغان له مسلمانو چلوونکو وروڼو نه په کلکه خواهش کوم چې دا سپين سپيڅلی اسلام مو په داسي مردار خورو غربی لنډغرو مه را سپکه وئ .

کنه نو قربانۍ ته تيار مسلمانان شته چې بيابه ئي په زور درباندي ومني .

په داسي شوخ انداز کې مي ځکه درته وويل ، چې له مودو مودو را هيسي دا کوشان او د ده غوندي نور اسلام دښمنه ګوډاګيان په دې ټول افغان کې د اسلام سپکاوی کوي ، او تاسي چوپه خوله ورته ناست يئ .
هيله ده چې نور ئي علاج وکړئ ، او يا يو معقول ځواب وړاندي کړئ .
پاڼه مو د اسلام په ضد مه کاروئ .مننه


Lotfollah
28.10.2007

ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:d8a4bbff5f] خوپه دې ليکنه (اسلام د پښتنی کلتور خلاف دی)کې ئي بيا په ځانګړي ډول د اسلام سپکاوی کړی [/quote:d8a4bbff5f]
ګرانه وروره ننګيالی زابل صاحب ! فرضا که اسلام د پښتني کلتور ضد هم وي نو دا خو داسلام سپکاوﺉ ندﺉ! که مهرباني وکړﺉ مونږ ته هم یو وار تشریح کړﺉ، چې په پورتنۍ جملې کې څنګه د اسلام سپکاوﺉ شوﺉ دﺉ!

[quote:d8a4bbff5f]کنه نو قربانۍ ته تيار مسلمانان شته چې [color=red:d8a4bbff5f]بيابه ئي په زور درباندي ومني [/color:d8a4bbff5f]. [/quote:d8a4bbff5f]
زما په نظر ښایي د دې جملې له لیکلو څخه پښېمانه شوﺉ اوسې! پر ځای به وي چې بښنه وغواړﺉ!



ع کريم حليمي
29.10.2007

  ننګيالی زابل داسي رامعلوميږي چه د منتقې نوم دی او ستاسو په اسطلاح 
پلازمنه ده ، په چورت کي درته ډوب تللی يم چه سلام درته ووايم که يه !
دا هم رامعلومه ده چه خالي کورته ور داخلېږم سلام عليک ويل سنت فعل دی 
اما داسي څه مي په  كَلَه کښي نه راګرځي
 چه ښار او يا  پلازمني ته سلام ويل سوی که يه

او که ننګيالی زابلي او يا ننګيالی زابلي ئې نو سلامونه مي خپل حضورته ومنه ، خدای دی په ټول روا چارو او کاروبار کي تر دې نور هم ننګيالی 
او بريالی لره ، په زابل او تر زابل د باندي 

[quote:cef971c4cc]د ټول افغان له مسلمانو چلوونکو وروڼو نه په کلکه خواهش کوم چې دا سپين سپيڅلی اسلام مو په داسي مردار .... غربی لنډغرو مه را سپکه وئ [/quote:cef971c4cc]

نن چه مي وکتل د 'ټول افغان ' کار کوونکو تعداد ٢٠٢٤ نفره دي ، 
چه د هغو کار کوونکو او ليدونکو څخه يو ته او کوشان هم ياست ٠ 
او موږ او تاسي يو ، چه 'ټول افغان ' چلوو او چلوونکي يوو 
نو يو اسېوان وبل ته وائې چه غزل راته ووايه ، ته هم د ددې 
ژرندي اسېوان يې ، ته ئې د اخلاقو په چوکات کښي چاره وکړه ٠ 
په مختصرو او اجمالي او لنډو او کوتاه ليکنو اوبحث ئې چاره وکړه 
هغه به کوم علاج وي چه ډاکترصاحب وطنمل ئې کولی سي 
او تاسو ئې نسی کولای ؟ 

[quote:cef971c4cc]او يا يو معقول ځواب وړاندي کړئ [/quote:cef971c4cc]
زه  وکيل مدافع نيم او نه څوک کوشان محاکمې ته غوښتلی سي او نه مسؤلين 
د ددې برېښنايي پاڼي ، چه زه ئې وکيل مدافع سم ٠

خلک وهل کېدلی سي ، توقيف او اسيرکېدلی سي ، او وژل کېدلی هم سي 
خو  فکر او اند ته ئې ځنځران  او اتګړۍ نه سي ورلوېدلی !!!!
نو دابه يو غټ احمق ، ابله اند نه وي ؟چه څوک داسي فکر په سراو ککرۍ
 کي شاربي چه: د فکر او نظر ازادي له منځه وړم ،
که ئې بياهم و شاربي کوچ به په لاس ور نه سي ،خو له ککرۍ نه به غړکه 
جوړه کړي ، نو به صرفمير په تيږو ولي ٠  زه په دې فکر يم 
چه ان شاءالله وتعالی تاسو د داسي احمق فکر څښتن نه ياست الحمدالله 

د کوشان په ليکنو کښي مي دايوه پايده او ګټه تر نظر کيږي  
هغه داده چه:ان شاءالله چه د کوشان د ازاد فکر ليکني ، به دافغانانو دا فکري ياغي بڼي ور وکاږي ، 
يعني زغم او د مخالف

فکراو نظر د اورېدو تحمل يا قدرت تحمل به ور وبخښي ٠ 
يعني د يو اوبل خبرو ته به غوږ نيول زده کړو ٠ که څه هم مقابل طرف 
ترکستان ته روان وي ، او يامخ په شاړه اوبه سوې مځکه ور روان وي 
مه ئې ښوروه دئ به تر ځنګنو په خټو ولړل سي ، 
ايا څوک سته چه ادعا وکړي چه : ووايي چه ما! له خدای سره ټېکه او اجاره 
وهلې ، او د الله دين ته کاميابي ورکوم ؟   

او اسلام خو درياب دي وياله نه ده چه مرداريږي ، په درياب کښي 
خو په سلهاؤ زره نهنګان سته که درياب مردارېدلی ، نو به د نهنګانو 
په فضله موادو به درياب  مردار وای ، چه د اودس د تازه کېدو به نن نه وای
درياب ابدا نه مرداريږي ، خپلي ويالې بايد مرداري نه کړو ، يعني 
خپل کړه وړه ، خپل شخصيت ، چه په ډېر لږ څه بدو سره خرابيږي  

 بسمه تعالی -وَ جَهِدْهُم بِهِ جِهَاداً كبِيراً ٠ 
ژباړه -او د قران په ذريعه هغو سره جهاد وکړه لوی جهاد

 شيطان زموږ په غوږنو کي پسهاری راکوي  چه د خلکو څه د خبرو ازادي 
واخلی ،
لاحول ولا قوة إلا بالله  (هيڅوک ساحه نه سي را تنګولي او نه څوک ساحه 
پراخولی سي إلا بالله ) 

هو ! کوشان تر هغه وخته ازادي لري چه د بل ازادي ئې تر ګونډو نه وي 
لاندي کړي 

  
په درنښت 


Re: د ټول افغان محترم چلوونکې دي د اسلام سپکاوی نکوي

و.افغان
29.10.2007

[quote:e6f0a5bcfe="ننګيالی زابل"]
هيله ده چې نور ئي علاج وکړئ ، او يا يو معقول ځواب وړاندي کړئ .
پاڼه مو د اسلام په ضد مه کاروئ .مننه[/quote:e6f0a5bcfe]

محترم ننګیالې صاحب:
سلامونه مې ومنه:
اګر په یوه بله لیکنه کې ښاغلې پتوال صاحب کوشان دیوه شیطان په حیث معرفې کړې دې، چې دټول افغان مسلمانان پرې ایمان تازه کوې، لکه څرنګه چې حاجیان په حج کې په شیطان ویشتو خپل ایمان تازه کوې،
خو زه دغه آند کې ورسره موافق نه یم.
زما په آند د ټول افغان اداره دکوشان غوندې کسانو شتون په دې فورمونو کې ضرور بولې، او دغه ضرورت هغوي دیوه ضرورت په بنا ویني.
ټول افغان غواړې چې دافغان مسلمانانو غوږونه دکوشان غوندې خلکو له خبروسره آشنا کړي، ذهنونه يي ورسره عادي کړي، هغه کینه او نفرت چې يي له کفر سره لري، هغه له مینځه ولاړه شي، کوم چې دهغوي په فکر دتاو تریخوالې، او بې اتفاقۍ سبب جوړیداي شي، او یا جوړ شوې دې.
په دې فکر تربیه شي، چې که یو افغان مسلمان وي، او که عیسوې وي، او که شیعه وي، که ملحد کمیونست وي، او که هره بله بلا وي، هیڅ پروا نه کوي، دهر چا عقیده په خپل زړه پورې اړه لري، او هر یو کس په پراخه پیمانې دخپلې عقیدې اظهار او دنورو دعقیدو سپکاوۍ په آزاد زړه وکولاي شي.

[color=red:e6f0a5bcfe]
په لنډ ډول سره ووایم: چې غواړي هغه دمولانا بلخي غوندې یوه عقیده منځ ته راشي، چې وايي: ټول دینونه صحیح دي، هغه که اسلامیت دې، که نصرانیت دې، او که نور ادیان دي.[/color:e6f0a5bcfe]
[color=white:e6f0a5bcfe]چې ددغې خبرې ضروري نتیجه داده: چې ټول دینونه داسلام په شمول خرافات دي.[/color:e6f0a5bcfe]

موخه مې داده: چې کومې ولسواکۍ ته چې دوي ډنډورې وهي، هغه دداسې ولسواکې په معنا نه ده، چې افغانان دآزادو په انتخاباتو په لړ کې خپل حکومت انتخاب کړې، لکه زه چې پرې غولیدلې وم، بلکه معنا يي داده، چې آفغانستان سوچ سیکولریزم وي،
یا په عربي ژبه کې: فصل الدین عن الدولة.
د دولت څخه ددین جدا کول، لکه اوس چې کوم نظمونه په اروپا او امریکا کې چلیږي.

ما یو وخت دشیعه ګانو په اړه یوه وثائقي موضوع شروع کړې وه، او موخه مې یواځې او یواځې تر ی دا وه، چې خلکو ته دهغوي اصول څرګند شي، کوم چې یواځې او یواځې دنورو مسلمانانو سره په دشمنۍ، او دهغوي په سپکاوۍ بنا دې، [color=red:e6f0a5bcfe]چې شیعه ګان دیته مجبور شي، چې خپلو اصولو کې تجدید نظر وکړي، او دغه مشکلات چې هغوي يي سبب دې، او هغوي منځ ته راوړې، خپله له مینځه یوسې.[/color:e6f0a5bcfe]
ځکه چې دلته مشکل مسلمانانو نه دې رامنځ ته کړې، بلکه شیعه ګانو رامنځ ته کړې.

خو ما ته ښاغلې وطنمل صاحب مخې ته ودرید، سره له دې چې ځما موضوع عامه وه، په هزاره ګانو هم نه راڅرخیده، په افغانستان کې هغوي کمه سلنه لري، او سره له دې چې هزاره مشرانو څو څو کرته دا څرګندونې کړي، چې دخمیني انقلاب به په افغانستان کې زیږوو.

خو دا خلک چې داسې نظر ته (پراخ بنسټه !!!؟؟) ته دعوت چلوي، دیته فکر نه کوي، چې اسلام په دوه لویو اصولو بنا دې،
لومړۍ اصل: ایمان بالله دې.
دوهم اصل: کفر بالطاغوت دې.
ایمان به په الله راوړې، او دکفر (طاغوت) څخه به بیزاري اعلانوې.
الله جل جلاله فرمايي: فمن یکفر بالطاغوت ویؤمن بالله فقد استمسک بالعروة الوثقی.

اسلام خپل حدود لري، هغه حدودو کې چې هر څوک دننه وي، هغه مسلمان وي، او څوک چی ترې ووځې، له اسلامه ووځې، لکه څنګه چې نور ادیان حدود لري.

زه شخصا دمسیحیانو سره په ډیرو مناقشاتو کې کیوتې یم، دپالټاک په کوټو کې، او نورو جالپاڼو کې، ما له هغوي څخه داسپکاوۍ نه دې اوریدلې، کوم سپکاوۍ چې دې فورمونو کې اسلام او محمد صلی الله علیه وسلم پورې کیږي.

کوشان اصولي بحث نه کوي، او نه يي کړې دې، کوشان په څو موضوع ګانو کې ما راټینګ کړې، خو بیا ځان غیب کړې،
کوشان یواځې او یواځې اسلام او مسلمانانو ته شکنځل کوي، او بس.
[color=white:e6f0a5bcfe]که دۍ دحق تابعدار وي، حق لټوې، نو باید دۍ په لاندې طور سره بحث وکړي.[/color:e6f0a5bcfe]

که دۍ الحادي مفکوره ولري، نو دۍ دې دخداي دشتون او نه شتون باره کې بحث وکړي، ځمونږ ډیرو علماوو دا رنګ بحثونو له دهریانو سره کړي، او ما نفس بحث له کوشان سره شروع کړې وو، خو بیا يي ځان غیب کړ، او نورو ملګرو هم موضوع ګډه وډه او په بل طرف بوتلله.

دوهم: که کوشان دخداي په شتون ایمان لري، نو باید دخداي څخه نوموړې خپل تعبیر ښه په صفا الفاظو واضح کړي، چې هغه یهودي تفسیر دې، که نصراني تفسیر دې، که زردشتي تفسیر دې، او که بودې تفسیر دې.
نو دلته دادیانو تر مینځ مقارنه او په دغه ادیانو دحق دین داختیارولو مسئله رامنځ ته کیږي،
هیڅ کله ضرورت سپکو سپورو ته په کې نه لیدل کیږي.
خو چې هر کله هغه ته ددلائلو په بنا په ثبوت ورسیږي، چې دغو ټولو ادیانو کې ښه او برتره دین اسلام دې، نو اسلام دې راوړې، او که نور ادیان ورته ښه معلوم شو، هغه دې غوره کړي، او دعوت دې ورته شروع کړي، اسلام هیڅوک نه مجبوروي، چې څوک په زوره اسلام کې داخل شي،
الله جل جلاله فرمايي: لا اکراه فی الدین.
خو کله چې ده دمحمد صلی الله علیه وسلم دین ومانه، نو بیا ورته پکار ده، چې ټول يي ومني، پوره پوره يي ومني، په هغه مسائلو کې چې غیبي دي، او عقل ورته لاسرسې نلري، هم ومني، خو کوښښ به يي دا وي، چې په هغه څه عقیده ولري، کوم چې دمحمد صلی الله علیه وسلم څخه ثابت، او صحیح وي، نه خرافات.

[color=white:e6f0a5bcfe]په آخر کې دټول افغان دفورمونو مسئولینو ته دا وایم:
که ستاسې موخه چیرې دا وي، چې دافغانانو تر مینځ یوه مسالمه فضا رامینځ ته شي، او دمذهب په نوم تاوتریخوالې په کې نه وي، نو تاسې دا کار دیوه مسلمان قلموال په لاس هم کولاي شې، چې دې فورمونو کې هم ځیني شته، نومونو اخیستو ته يي ضرورت نشته، او په دې مو باید هم پخه عقیده وي، چې صحي اسلام، کوم چې دقرآن او حدیثو او څلور ګونو امامانو په ارشاداتو بنا دې، هیڅکله ټولنې ته بې اتفاقې، تاوتریخوالې، اونور مشکلات نه راوړي.[/color:e6f0a5bcfe]


و.افغان
29.10.2007

[quote:bc0587841f="ع کريم حليمي"]  

د کوشان په ليکنو کښي مي دايوه پايده او ګټه تر نظر کيږي  
هغه داده چه:ان شاءالله چه د کوشان د ازاد فکر ليکني ، به دافغانانو دا فکري ياغي بڼي ور وکاږي ، 
يعني زغم او د مخالف

فکراو نظر د اورېدو تحمل يا قدرت تحمل به ور وبخښي ٠ 
يعني د يو اوبل خبرو ته به غوږ نيول زده کړو ٠ که څه هم مقابل طرف 
ترکستان ته روان وي ، او يامخ په شاړه اوبه سوې مځکه ور روان وي 
مه ئې ښوروه دئ به تر ځنګنو په خټو ولړل سي ، [/quote:bc0587841f]

محترم، دقدروړ حلیمي صاحب:
سلامونه مې ومنه، السلام علیکم.
سره له ډیره تقدیره او احترامه چې تاسې ته يي په زړه کې لرم، تاسې سره په دې خبره کې مخالف یم، او سبب دمخالفت دادې: چې دلته داسلام اصولو، او مقدساتو سپکاوۍ کیږي، او دفکر آزادي هیڅکله دلته مطرح نه ده.
هیڅوک کوشان وغیره له دې نه منعه کوي، او نه يي منعه کولاي شي، چې خپل فکر ته ځنځیرونه ورواچوي، کوشان کولاي شي، چې خپله مفکوره په تفصیلي توګه طرحه کړي، او نور ملګرې يي و رسره وڅیړي، کولاي شي خپل مفکوري ته په معقول ډول سره دعوت وکړي، ځکه چې هغه ته به دا حقه ښکاري، خو هیڅکله دا حق نلري، چې ځمونږ دمقدساتو سپکاوۍ وکړي.
او دهغه چا په زړه کې چې یوه زره ایمان وي، نو دهغه سترګې دا برداشت نلري، چې دغسې سپکاویو باندې يي سترګې ولګیږي.
بلکه مسلمان اومؤمن دا هم نشي تحمل کولاي، چې دپیغمبر صلی الله علیه وسلم باره کې دبل چا دښکنځلو الفاظ را نقل کړي.
علماوو له دې سخته منع کړي، هغوي دا ویلي: چې هر چا چې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم سپکاوۍ وکړ، نو تاسې هغه سپکاوۍ په تفصیل مه رانقلوۍ، او مجردې وايۍ چې شکنځا يي کړي، ځکه دغه نقل هم زړه کلکوي، ایمان له مینځه بوځي، او پرځاي يي نفاق ځاي نیسې.

ماته نن سهار څو ملګرو ټلفونونه وکړل، کومو ته چې ما دټول افغان ادرس ورکړې وو، چې استفاده ترې وکړي، هغوي له ما وپوښتل: دا دټول افغان چلوونکې مسلمانان دې او که څنګه؟؟
ويي ویل: دکوشان په دغو خبرو سره ځمونږ غونې زیږ شو، که هر څومره آزادي سړې ورکړي، نو دچا زړه کې چې یو سلنه ایمان وي، نو هغوي دغه رنګ سپکاوي ته اجازه نه ورکوي.

هوکې: د هرچا زړه کې چې یوه زره ایمان وي، هغه ددغه رنګ سپکاوي تحمل نشي کولاي، او دا نه تحمل ددی دلیل کیداي نشي، چې دغه سړې فکري آزادۍ ته ضرورت لري، بلکه دا نه تحمل یواځې او یواځې ددې دلیل کیداي شي، چې دغه سړې داسلام په دائره کې داخل دې او بس.


زده كړيال
29.10.2007

لومړى زابلي استاده سلام
استاده د كوشان د وركولو ګواښ دې كړى، مشوره دې ښه ده، خو دا ګواښ دې والله كه خوند را كړى وي، چې ګواكي داسې خلك شته چې بيا به يې درباندې ومني.
كه داسې تكړه وې نو بيا نېغ په نېغه كوشان لارې ته راولئ. او اسلام پرې ومنه
كوشان زما د شيطانت استاد دى. زه يې خامخا له وطنمل صيب څخه پدې پاڼه كې غواړم. ځكه زه كوشان استاد د اسلام په هكله ډېرو مطالعو ته هڅولى يم او باور وكه چې ماته كوشان ډېره ګټه وكړه. زه بايد د اسلام په هكله دې د هرچا خبرې واورم او بيا زه خپله مطالعه وكړم او د هغې ځواب پيدا كړم. او دا چې اورم زه مطالعه كوم او نور مې هم په اسلام مينه راځي.
استاد زابليه. زه د ټول افغان ډېر پخوانى زده كوونكى يم، ټول ليكوال استادان ښه پېژنم او كله ناكله ځواب هم ليكم. نو كوشان ماته پدې سايټ كې ډېر ښه ښكاري، نو ګرانو استادانو زما په اند نر او تكړه هغه دى، چې د كوشان او يا نورو لپاره منطقي ځوابونه وړاندې كړي. كه خپله كوشان استاد يې مني او كه نه، خو موږ غوندې زده كوونكو ته ډېر ګټور وي.
زابلي استاده پټكي خوند نه كوي، په نړۍ په مليونو خلك دي، چې په اسلام پسې يې را اخيستي خو ستاسې څخه زما دا هيله ده، چې راشئ په غوره او ښه حكمت سره يوازې كوشان نه بلكې په مليونونو كافران نېغې لارې ته سم كړئ
والسلام د ټول افغان زده كړيال


پښتون زلمی
29.10.2007

[quote:b245511a3a="زده كړيال"]لومړى زابلي استاده سلام
استاده د كوشان د وركولو ګواښ دې كړى، مشوره دې ښه ده، خو دا ګواښ دې والله كه خوند را كړى وي، چې ګواكي داسې خلك شته چې بيا به يې درباندې ومني.
كه داسې تكړه وې نو بيا نېغ په نېغه كوشان لارې ته راولئ. او اسلام پرې ومنه
كوشان زما د شيطانت استاد دى. زه يې خامخا له وطنمل صيب څخه پدې پاڼه كې غواړم. ځكه زه كوشان استاد د اسلام په هكله ډېرو مطالعو ته هڅولى يم او باور وكه چې ماته كوشان ډېره ګټه وكړه. زه بايد د اسلام په هكله دې د هرچا خبرې واورم او بيا زه خپله مطالعه وكړم او د هغې ځواب پيدا كړم. او دا چې اورم زه مطالعه كوم او نور مې هم په اسلام مينه راځي.
والسلام د ټول افغان زده كړيال[/quote:b245511a3a]

زده کړیال صاحب:
ښه خبره مو کړې، زه هم درسره موافق یم، خو پکار دا هم ده، چې دا سپکه خــوله دې بنده کړي، سپکه خوله دې نه خوځوي، او نور خو يي فکرې او تعبیرې آزادي خپله ده.

سمندر صاحب: تا هم خه څه راوړي، خو ځما له لیکنې څخه وروسته يي یو وارته بیاهم ولیکه.::: :lol:


mehman
29.10.2007

دوستان عزیز سلام بر شما
[quote:ce2cb771f6]زده کړیال صاحب:
ښه خبره مو کړې، زه هم درسره موافق یم، [color=blue:ce2cb771f6]خو پکار دا هم ده، چې دا سپکه خــوله دې بنده کړي، [/color:ce2cb771f6]سپکه خوله دې نه خوځوي، او نور خو يي فکرې او تعبیرې آزادي خپله ده. [/quote:ce2cb771f6]

چه مشورۀ خوب آقای افغان پشتون ! به مفاد همه ما خواهد بود که فرهنگ بحث را بیاموزیم و صاحبان نظرات مخالف را هر کسی که باشد توهین نکرده در چوکات ادب نظر خود را ابراز نمائیم.
با طلب پوزش از آقای افغان پشتون، من ایشان را به خاطری مخاطب قرار دادم که ایشان هم گاهگاهی عفت کلام و ادب را در نوشتار خو رعایت نمیکنند، به گونۀ مثال:
اقتباس از نوشتۀ آقای افغان پشتون
[color=yellow:ce2cb771f6]كو(شا) نيه: پښتانه غیرتي خلک دي، با پته خلک دي، او ځمونږ مشران ځمونږ ملي اتلان او قهرمانان دي.
ته خو يي دانګریز بچۍ يي، چې لږ څه پښتو لیکل دې یاد کړي، او یا خو له پته او عزته څخه خلاص یو څلور پښې ځناور يي، خپل ناموس دې په انګریزانو پلورلې، [/color:ce2cb771f6]

با تقدیم حرمت


saleehzai
29.10.2007

[quote:ce220d1f8b]كوشان زما د شيطانت استاد دى. زه يې خامخا له وطنمل صيب څخه پدې پاڼه كې غواړم. ځكه زه كوشان استاد د اسلام په هكله ډېرو مطالعو ته هڅولى يم او باور وكه چې ماته كوشان ډېره ګټه وكړه. زه بايد د اسلام په هكله دې د هرچا خبرې واورم او بيا زه خپله مطالعه وكړم او د هغې ځواب پيدا كړم. او دا چې اورم زه مطالعه كوم او نور مې هم په اسلام مينه راځي[/quote:ce220d1f8b]

کوشانه که په دي ويب پاڼه کښ ځان غواړي اوکنه ټولې لارې دپرمخ خلاصې دي ، ټول افغان
ستاسوپه خدمت کښ دی زمونږ ګران قدرپيغمبرصلی الله عليه وسلم خلاف نازيباالفاظ دچي
څومره په وس پوره وي مهراباني ، چل چلاکي خو ددومره زياته چي که يوځل دکوشان په نوم
کنځل وکړي نوبياپه بل نوم راووزي چي يره دکوشان کنځلوخومونږ ته ډيره فايده وکړه مونږ
يی داسلام مطالعې ته وهڅولو، يا که کوشان داسلام سپکاوی وکړ نودا زمونږ په ګټه ده
او مونږ بايد داسلام سترپيغمبرصلی الله عليه وسلم سپکاوي په هکله له زغم څخه کار واخلو اودا برداشت ولرو چي اسلام ا و رسول الله صلی الله عليه وسلم ته سپکاوی څه دومره
غټه خبره نه ده ،مسلمانان بايد نوره ددي سره عادت شي چي اسلام ته سپکاوی باندي قيامت
نه راځي اويوعادي کاردی ،
کوشانه ستاسوددي مقصد لپاره ټول فغان ښه زبردسته وسيله ده ،که نروي همدا دموقع ده 
کاراوباسه اومقصد ته ځان رسوه ٠
منم چي کله کله دحليمي صاحب غوندي  شخصيتونه هم ملاتړوکړي،نوردکه څوک ملا
تړکوي اوکنه ټول افغان دشاته ولاړدی څوک به درته کاږه هم ونه ګوري ٠

 ژوندتيريږي


پښتون زلمی
29.10.2007

[quote:cf7f644811="mehman"]دوستان عزیز سلام بر شما

چه مشورۀ خوب آقای افغان پشتون ! به مفاد همه ما خواهد بود که فرهنگ بحث را بیاموزیم و صاحبان نظرات مخالف را هر کسی که باشد توهین نکرده در چوکات ادب نظر خود را ابراز نمائیم.
با طلب پوزش از آقای افغان پشتون، من ایشان را به خاطری مخاطب قرار دادم که ایشان هم گاهگاهی عفت کلام و ادب را در نوشتار خو رعایت نمیکنند، به گونۀ مثال:

با تقدیم حرمت[/quote:cf7f644811]

هو، دغه خبره مې کړي، او که هرکله کوشان ګستاخي کوي، نو دغه رنګ ګوذارونه به خوري، نورو هغو ورونو ته هم وایم، چې داسلام درد يي په زړه کې دی، له کوشان سره بحث کول، بې فایدې دې، او نه هغه بحث پیژني، او نه پرې پوهیږي، هر کله چې هغه ګستاخي وکړي، نو دغه ځما تګلاره ورسره اختیار کړۍ، دغه يي ډیر ښه حل دې، په ډیراني بحث دهغه زړه آزاديږي، تاسې کوښښ وکړي، چې زړه يي له ګنګیو همدغسې ډک پاته شي.
خوکه هر کله يي مسئله په ښه طور طرحه کوله، په یوې څیړنیزي توګې، نو بیا تاسې هم ورسره بحث وکړۍ، که بیا پرتوګ دبحث په منځ کې وکاږه نو بیا ورسره بحث بندوۍ، او ويي رټۍ.
[color=darkred:cf7f644811]بله دا که داسلام درد په زړه کې لرۍ، نو تکړه شۍ، خپله ښې ښې اسلامي موضوعګانې ولیکۍ، په اسلام هر اړخیزه وغږیږۍ، او کوشاني سره وخت مه ضایع کوۍ،[/color:cf7f644811].


زده كړيال
31.10.2007

صاحلزيه سلام
ياره پام!! زه كوشان نه يم، زه له كوشانه دوه كاله وړاندې دې پاڼې ته راغلى يم،
زه د كوشان له نامه، فكر او نظرياتو څخه په كلكه بري يم،
زه اسلاميت، پښتونولى او د خپل هېواد مثبتو عنعناتو ته ژمن يم.
زه يو ځل بيا وايم، زه د كوشان او دېته ورته نظرياتو څخه بري يم.
خو ته زما نه دا واوره، چې د كوشان په څېر زرګونه خلك شته چې په اسلام پسې يې را اخيستې، نران شئ له اسلام څخه په دليل، بحث او با حكمته خبرو دفاع وكړئ.
په پاى كې د افغان پښتون جمله درته ډالۍ كوم، هيله ده چي په ځير سره يي ووايي او عمل پرې وكړې:
[color=brown:c01e92623b]بله دا که داسلام درد په زړه کې لرۍ، نو تکړه شۍ، خپله ښې ښې اسلامي موضوعګانې ولیکۍ، په اسلام هر اړخیزه وغږیږۍ، او کوشاني سره وخت مه ضایع کوۍ،.[/color:c01e92623b]
په درناوي


saleehzai
31.10.2007

هغه متل دی چي وايی :
که ته حال نه وايی ګوډه پښه دهم حال وايی
اوس که ته حال نه وايی نوله کوشان څخه ستادفاعي ليکنه هم حال وايی ، دامهمه نه ده چي ته
له هغه څخه دوه کاله ورسته يا مخکښي راغلی يی ، که څه هم کله کله يونيم وارپه ځان (کوشان ) باندي هم وکړي ، ځکه دکوشان مقصد ډيرې ژورې او پلان شوي ريښي لري چي دوی کولای شي دملګروډيرښت لپاره څوکا له مخکښي اويا وروسته ځان لپاره بيلا بيل نومونه وټاکي ، يومسلمان داسلام په هکله دکوشان ليکنو دوه فيصده ملاتړ جرئت هم نه شي
کولای ته خو لا داچي ددي ليکنو مطالعې ته مجبورکړي ، تعجب بس تعجب
پاتي شو داچي مونږ بايد اسلامي ليکنې وکړواودلا ئل وړاندي کړو نوبياهم تعجب په دي چي دا شوي ليکنوباندي ملنډي اومسخرې وهل کيږي هره مسله کښي کوشان نامناسب سوالونه کوي اواخرخبره داسلام سپکاوي ته وره سوي ،
کوشان څخه ستاسوملاتړددي ثبوت دی چي تاسوپخپله کوشان ياست کنه نوپه ټول افغان 
دکوشان يوملګری هم نشته پرته له هغه نومونوچي کوشان ځان ته غوره کړي ٠

په درنښت 


زده كړيال
31.10.2007

صالحزيه صيب له وروستي ټكي (په درنښت) څخه دې مننه
۱ - ما خو له ايمانه درته وويل چې زه كوشان نه يم
۲ - فكر كوم چې د (بري) كلمې په مانا پوه شوي نه ياست، په بله وينا درته وايم، چې زه د كوشان له نظرياتو څخه پنا غواړم.
۳- د كوشان له نظرياتو دفاع بلكل نه كوم. خو ما يې له شتون څخه دفاع كړيده، دا ځكه چې:
ما او تا غوندې غافل خلك له خوبه را پاڅو، ويښ شو، ووينو چې خلك له اسلام نه بېل بېل ډول اخيستنې (برداشت) لري. تورونه پسې لګوي، خلك بې لارې كوي.
صالحزيه د مستشرق كلمه به دې اورېدلې وي: دا هغه لوېديځوال دي، چې د اسلامي نړۍ هرڅه (قرآن، حديث، سيرت، تاريخ، توكمونه او ...) په دومره لوړ معيار زده كوي، چې ما او تا د هغوى شاګردان هم نه شو كېداى، هغوى پدې پورتنيو شيانو كې ځانونه دومره واردوي، چې له ځانه پكې منفي ټكي را پيدا كړي، د هغو په هكله دلايل پيدا كوي او پدې سره د خلكو ذهنونه مغشوش كوي،
نو ګرانه صالحزيه دا يې حل نه دى، چې خلكو ته پټكې كوې، ستوغې او سپورې ورته وايې، ځوانه را تېر شه، چې زه او ته همداسې قانع كوونكي او غاښ ماتوونكي ځوابونه ورته پيدا كړو، كوشان به ټول افغان څخه وشړې، پدې به نو څه وشي، خپل نظريات بل چېرې هم خلكو ته څرګندولاى شي.
صالحزيه ځان او تا ته د افرقيا د ستر ديني عالم احمد ديدات د پېژندلو او مبارزو د مطالعو كولو توصيه كوم.
مننه
له نورو درنو استادانو څخه هيله كوم، كه مې په نظر كې څه غلطي وي، نو د هغوى لخوا سمون په ليمو منم
زده كړيال


ډاکتر وطنمل
31.10.2007

درنو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته !
دیني مسایل د اسلام په فوروم کې وړاندې کیږي . په منطقي بحثفورم کې یو سیکولریست هم لیکنې کولی شي په دې شرط چې نه د چا شخصي او نه کوم د چا عقیدوي مقدساتو ته سپکاوی وکړي !خو درناوی نه کول سپکاوی نه دی، یو سیکولریست چې د یو دین سپکاوی نه کوي یقینا دهغه دین د درناوي معنی هم نه لري، نو همدغسی برعکس که یو تن ددین درناوی ونکړي د هغه دین د سپکاوي معنی هم نه لري .کوشان به هم کیدی شي د یوه ایماندار مسلمان غوندی نه وي چې ددین درناوی و لري ، خو که د اسلام سپکاوی هم نه کوي، او په لیکنو کې د ادب له چوکاټه نه وځي او مسایل يواځې پۀ  سیکولري توګه څیړي نو بیا ؟ نو ورونو،
تاسو باید هغه جملې راکاپي کړئ چې دین ته یې په کې خدای مکړه څۀ  بدرد ویلي وي، او که کوم نظر یا پوښتنه لري، نو د نظر اوپوښتنو ، فکري ازادۍ او فکر د بیان حق  خوهر سړی لري  ، باید څوک ترې ونه ویریږي او د نر غوندې یې ځواب ورکړي!
پاتې شودکوشان د سیګولري لیګنو اٍثر :
آیا تر اوسه پورې تاسو یو لیکونکی لیدلی چې د اسلام په ضد یې د کوشان یو نظر
هم منلی وي او یایې نه وي تنقید کړی؟ دومره بد رد او سپکونکې کلمات چې د ثواب له پاره په ټول افغان کې کوشان ته ویل کیږي، چاته به هم چیرې ویل شوئ نه وي :
نو کوشان په ټول افغان کې ښه دی چې د ثواب له پاره د اسلام د مقدس دین په سر تل دږل کیږي ، که بل سایت ته لاړ شي شاید هلته یې د همفکرانو له خواقدر وشي نو نور به هم له اسلام څخه لیرې شي او مونږ به پرې ونیول شو . برعکس که نوموړی په ټول افغان کې په صدق سره اسلام ته راوګرځي دیو پښتون په توګه به د هغه د معلوماتو غټه پانګه هم ځای ونیسي او ثواب به هم پرې وګټو . او که نه متل وایي چې :
[color=blue:4f962b8df5]نغری له دوښمنانو ډک ښه دی، نه له دوستانو خالي ![/color:4f962b8df5]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more