د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاڅونوال صيب که دی زمونږ اونورو خويندو اووروڼو ته ډيموکارسي

خاټول
17.11.2003

ګرانه وروره پاڅونوال صيب روژي او تراوي دي قبولي شه
که دی زمونږ اونورو خويندو اووروڼو دﻻزيات معلوماتو په غرض د ډيموکارسي تاريخ دعملي کولو ﻻري چاري ئ اوبنسټونه ئ ښه مفصل توضيح کړي مننه به دي کوو


Re: پاڅونوال صيب که دی زمونږ اونورو خويندو اووروڼو ته ډيموکارسي

نقاد
17.11.2003

[quote:2fcf32404a="خاټول"]ګرانه وروره پاڅونوال صيب روژي او تراوي دي قبولي شه
که دی زمونږ اونورو خويندو اووروڼو دﻻزيات معلوماتو په غرض د ډيموکارسي تاريخ دعملي کولو ﻻري چاري ئ اوبنسټونه ئ ښه مفصل توضيح کړي مننه به دي کوو[/quote:2fcf32404a]

پتمنې خور خاټول ته سلامونه !

رښتيا هم ديموکراسي يوه ډير اړخيزه مو ضوع ده او پوره فرصت غواړي ، په تيره بيا چې تاسو يې تاريخ او دپلي کولو ﻻرې چارې هم غواړۍ ، نو د روژې مبارکې په مياشت کې به ورته ﻻسرسی ونشم کړای ، او خورکۍ تاسو خو دامريکا په کليفورنيا کې اوسئ ، که مو هلته د امريکايي ښوونځي څخه د پرهيزګارۍ له کبله هم ډډه کړي وي ، نو ښايي انګليسي مو پوره زده وي چې دديموکراسۍ په اړه د کتابخانې څخه يو کتاب ولولئ ، هلته د جانﻻک ، ژانژاک روسو ، کانټ ، ولټير او نورو نظر يې د اولسواکۍ په هکله له نظره تيرې کړئ . دغه راز د افغانملت په جريده کې په دې اړه پخوانۍ خپرونې يا د مجاهد اولس په جريده کې د پروفيسور رحمت ربي زيرک يار مضمونونو په دې هکله تر بسه پورې معلومات وړاندې کړي دي . د افغاني ديموکراسۍ له لسيزي څخه هم ډير د معلوماتو ډيرمنابع پاتې دي چې په دې اړه ترې کار اخيستل کيدای شي . خو که تاسو په ديموکراسۍ کې ځينې برخې وينئ چې په افغانستان کې نه د پلي کيدو وړ وي او نه پلي کيږي ، نو هغه مونږ او نور ډير ليکوالان هم وايي ، بيا هم تاسو يې دلته د بحث له پاره ازادانه مطرح کو لی شئ . مونږ ليبراله (غربي) ديموکراسي ردوو ، خو د اولسواکۍ يو شمير طلايي اصول او پرينسيپونه بي قيدو شر طه رمځته کول او پلي کول غواړو : په لنډول لکه داچې :
١ ــ د دولتي قدرت او [color=blue:2fcf32404a]واکمنۍ سر چينه [/color:2fcf32404a]او حامل بايد پخپله افغان [color=red]اولس[/ color] ، نه خان ، ملک او ملا صيب او نه پانګوال ، سوداګر او نه جو لا صيب . خو که اولس ملا صيب و تټاکه او که جو ﻻ صيب ، که پانګوال ، فيوډال او که ملک صيب يا بل هر څوک يې خپل مشر وټاکه ، هغه بيا مشر دی .
٢ ــ د واکمنۍ انتقال بايد سوله ييز وي او د وسلې زور د د ې هدف له پاره ابدأ ختم شي . يعنې د ازادو او مخفي رايو له ﻻرې چې د جمعي معقوليت او جمعي تفکر ﻻر ده قدرت انتقال و مومي . قدرت د اولس امانت دی او د اولس تر کتترول ﻻندې د لنډ وخت (٥ کالو) له پاره ژمنو سياتوالو ته سپارل کيږي .
٤ ــ قوه به مستقله وي او دحکومت پورې به د وابستګۍ په اړيکه کې ښکيل نه وي.
٥ــ د بيان و نظر ازادي به خوندي وي .
٦ ـ د اقليتونو د حقوقوحفاظت ، د فردي يا بشري حقوقو حاظت ، د ښځو د حقوقو حفاظت ، د کار او تعليم د حق تأمين د نر او ښځو له پاره ، دټولو اتباعو (نر او ښځو) مساوات د قانون په وړاندې او داسې نور او نور بايد تضمين شي . دغه يو هم د اسلام د مبارک دين سره مخالفت نلري ،بلکې يو ارګانيک پيوند او پوره ډ ډه ورسره لګولیشي . والسلام.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more