نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امريکا د بګرام پوځي اډه پراخوي
      pattang
      07.10.2007
    
امريکا د بګرام پوځي اډه پراخوي
 امريکا په افغانستان کې د شپږ کالو شتون سره سره  او س په نظر کې لري د بګرام د پوځي اډې په غزولو سره د يوې اوږد مهالي مودې لپاره په دې هيواد کې پاتي شي .
د آسوشيېټډ پرس خبري آژانس  خبرورکوي چې  د بګرام پوځي اډه  چې په لومړي سر کې د امريکا د پوځي ځواکونو د حملې دپاره د يو موقتي ځای په توګه په نظر کې نيول سوې وه  اوس دادی د خپل ځان د پراخېدو نيت لري .
ددې ګزارش پر اساس، امريکا  همدا اوس په دې هيواد کې ۲۵ زره پوځيان لري او د هغه نورو ۲۵ زره د ناټو د غړو هيوادو د ځواکو سره چې په افغانستان کې مېشته دي نو دا په څلورو کلو کې د نورو هيوادو د ځواکو په پرتله  درې ځله زيات دي .
ګزارش زياتوي چې په روان کال کې ۸۷ امريکايې پوځيان په افغانستان کې وژل سوي دي
      pattang
      07.10.2007
    
که دغه پورته خبره وا قعت ولري  نو:
ددې اعلا ميې  ځواب بايد هغه کسان  په منطقي ډول سره ورکړي چې دلاسپوڅي 
دولت پلوي کوي ، طالب يواځې  له القاعدې او پنجاپي پورې تړي .
امريکايانوخواوس خپل وخت تر القاعدې پورې  نتړي  بلکې غواړي چې بې
شرطه په افغانستان کې پاتې شي  ٠ 
 نو دلته به  د افغان اولس ځواب څه شی وي  ?   څوک  به داولس دازادۍ او دهغه د
ارادې  استازيتوب کوي ?  ملګري ملتونه به څه وايې  ?
اوکه اشغالګر به  د افغان  د اولس هر پاڅون  د ترور په ريتوريک  تل    وژني او 
 حقيقت به پټووي ??٠
      زده كړيال
      08.10.2007
    
استاده تاسي به ډير پوهيږي، خو زه په خپل فكر وايم چه امريكا دلته د يوه پلان له مخي راغلي ده. چي دا پلان يي ډير پخوا جوړ كړي وو. د ليكوالو او سياستوالو خبرو ته چه ګورو نو طالبان هم د همغه پلان يوه برخه وه.
 
