د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دزړه خبری

مازدیګر
30.09.2007

بيا می ټول په ز ړه راټول دی بيګانی
څه یادونه څه دردونه پخوانی
چه زما درنځ پوښتنه کړی له بله
راشه ګوره داشنا مهربانی
خپل زړګیه ګیلی مه کوه له نورو
سبق زده کړه له دی خپلی نادانی
چه دغم سيلاب ته پراخ شی لکه بحر
افرين دی شه په دی قهرمانی
يو دخدای ويره کوه دبل چا مکړه
ژوند به تیر شی په خندا په اسانی
الله ستا دنیا به څومره ګلالۍ وای
که پکی دمحبت وای پریمانی
بیا پری څه کړو که يی هر سهار اختر وی
چه موږ کوچ وکړو له دی دنيا فانی
[color=yellow:9978203ae4]په خوږه پښتو می ولیکۍ په قبر
(نور)له دی جهانه تللی ارمانی [/color:9978203ae4]
٠٥/٠٩/٢٠٠٧


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more