د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانه، مېرمن خور، ولور د کور دننه هم په امن ندي

ashna
28.09.2007

[color=blue:7064e2bc85]افغانه مېرمن خور ولور د کور دننه هم په امن ندي [/color:7064e2bc85]
الله تعالی راته وایي چې ای بنده ستا بت مې د خټې نه جوړ کړی دی او بیا مې پکې روح اچولی دی خو معلومېږي چې کوم ‌ذات زما دا د خټې بت جوړ کړی دی د هغۀ خوښ شوی ندی نو ځکه یې ترې خپل روح ویستی دی اواوس زه د خټې یو تش بت یم .
ماته وایي چې الله یاده وه او دا هم وایي چې الله تعالی ډېر مهربانه او رحیم دی او بیا بیا رحم کونکی دی خو ماته داسې ښکاري چې دا بیا بیا رحم کونکی یوازې په هغه چا مهربانه دی چا چې ماته په لاره کې لوی او د غرۀ همره دېوالونه جوړ کړي دي او زما لاره یې بنده کړې ده ،او زه یې یو جاهل او وروسته پاتې افغان پدې دنیا پېژندلی یم او وار په وار راباندې یوخېژي او بل کوزېږي او زما د مرۍ ستونی یې په ګوتو ټینګ نیولی دی هېڅوک مې غږ غوږ نه اوري .
خو بېګا شپه مې د بیا بیا رحم کونکي کتاب برسېره کړو چې پکې دا فرمان مخې ته راغی ،
وویرېږه د هغې ورځې نه چې لمر راکښل شي او ورک شي او ستوري مات او رڼا ورکه شي او غرونه وښوېږي او کله چې ځنګلي ځناور سره یو ځای شي او سمندرونه اور واخلي او روحونه یو ځل بیا په جسمونو ( د خټو په بتونو ) کې واچول شي او هغه نجونې کومې چې ژوندۍ په ځمکه منډل شوي دي ، ترې وپوښتل به شي چې دوی په کومه ګونا ژوندۍ په ځمکه منډل شوې وې ، او وویرېږه د هغې ورځې نه په کومه ورځ چې د اعمالو دفتر پرانستل شي ، او کله چې د آسمان پرده راکښل شي او د دوزخ اور په غرغرنډو شي او کله چې هیبت رانژدې شي بس پوهه به شي هر بنده چې دۀ د ځانه سره څه راوړي دي .
هن ، د دنیا په دوزخ کې سکور شوی افغان د کوم بل دوزخ د اوره ‌‌ډ‌اروي ! که څه هم زه پدې پوهېږم چې دا د کومو نجونو یادونه کوي چې ژوندۍ په ځمکه منډل شوي دي دا ۱۴۰۰ کاله پخوانۍ خبرې دي خو په ما کې دومره جراّت نشته چې د الله تعالی نه وپوښتم چې نن زما د کور نجونو سره کومې لوبې کېږي د دې ګیله زه چاته وکړم ؟ کوم رب ،کوم مشر ، کوم کشر ، کوم پلار ، کوم ورور،؟ نن که نجونه ژوندۍ په ځمکه نه منډل کېږي خو دوی سره چې کومې لوبې کېږي د دې نه بهتره دا ده چې ژوندۍ په ځمکه ومنډل شي .
زما نجونه په کور دننه په اور کې سوځي زما په مخکې یې غزت او پت شهیدېږي او همدغسې راته په کور زړېږي او که کومه یوه وادۀ هم شي بیا یې د ژوند ملګری د دې جوګه نه وي په عمر ترې لوی او پوخ وي ، زما د کور نجونه نن یوازې د جنسي خوند نېځکې دي هر سړی نا سړی پرې د خپل جنسي خوند ځناورتوب د غزل ، شعر، او د ډموکراسۍ په نوم سړه وي چې دا د سره بېخي جرم نه حسابېږي .
کلی وي که بانډه او که ښار هېڅ پته نه لګي چې کله به یو قمندان صېب د خپلو ځناورانو سره زما د کور په لور راوخوځیږي او په کور به مې ماتم جوړ کړي او زما د کوره به نجونې راوباسي او د ځانه سره به یې بوځي او چې زه بیا ورځم ورځم هغه به یې بیا د خپل کوم ځناور کړي وي او زه بیا دغه پاک لمنه د بیا بیا رحم کونکي په رحم او کرم پرېږدم او کله چې د ځناور ځناور توب سوړشي بیا راته واي چې راشه اوس یې کور ته بوځه خو د کور د راوستو پکې څه پاتې نه وي او زما د مخ د لیدو نه کرکه کوي بس ، قمندان یې بیا په زندان کې واچوي او په سبا له د هېواد راډیوګانې او ټلویزیونه دا خبر خپور او ښکاره کړي چې دغه نجونې د خپلو یارانو سره د کوره تښتېدلې وې او اوس یې کورنۍ نه قبلوي نو ځکه په زندانونو کې پرتې دي خو زه یې په اورېدو اور اخلم ویریتیږم او هېڅ کولای نشم هېڅ ویلای نشم .
د بیا بیا رحم کونکي کتاب په لوستلو مې بیا پېل وکړ لیکل شوي وو.......
ووایه هغه (الله ) د دې قدرت لري چې په تا باندې عذاب راولي دپاسه ( د سر له خوا) او د لاندې (پښوله خوا) او یا تاسو په فرقو وویشي او یو بل سره د جنګ په خوند مو پوهه کړي ( سورة الانعام۶۵)
میوند اشنا


ننګيالی زابل
28.09.2007

خدايه د سترګو د ويالو مي په ګريوان کې شپه ده
د فريادونو مي د اښکو په طوفان کې شپه ده
نه مي نسيم ، نه مي سبا پر ژبه زيری لري
د هرګلبوټي ، هر ګلاب مي په خزان کې شپه ده .

ګران اشنا ! نشم کولاي کنه نو په خپلو اښکو به مي څه درته ليکلي واي ،
ته باور وکه ليکنې ته مي دي په ټکو ټکو وژړل . بيا بيا مي پرانيسته ، الله تعالی
دي راباندي رحم وکړي ، ټولو وحشي بلاګانو سيوري په موږ غوړولي ، نه پوهيږم
چې ډير ګناهکار اوکه د الله تعالی ډير نيک بندګان يو .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more