د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دمیرمنو دقي، باکۍ او سر ګرځیدولو علاج

خیریوسی
23.09.2007

دمیرمنو دقي، باکۍ او سر ګرځیدولو علاج
هغه میرمنی ته چی قي اوباکۍ وهی وهغوی ته ډاکتر مضاد دهیستامین او ویټامین بی 6 ورکوی ددی دپاره چی قې او باکی ونه وهی لاکن ادرک تر درمل هم زیاته ګټه لری کله چی میرمن دخوبه راپا څی باید تر ولاړیدو دمخه یو ګیلاس په اوبو کی ایشول سوی ادرک لکه چای وچښی ( لږ څه ادرک په ابو کی وایشوی په شات (ګبین) خوږ کړی چی لږ څه ګرم وی وچښی او بسکوټ هم ورسره وخوری
اوهره ورځ دډوډۍ خوړلو سره لږ څه تازه ادرک وخوری یا یوه دچایو کاچوغه میده ادرک دری حیصی تقسم کړی دورځی دری وخته وخوری
کیله :
• که میرمن یوه دانه کیله دورځی وخوری دسر ګرځیدل اوقي سموی ولی چی په کیله
کی ویټامین 6 او پوتاشبم وجود لری
• په انګلستان کی بلاربی میرمنی دقي دمنع کولو دپاره دمڼی سرکه یوه کاچوغه په یوه ګیلاس اوبو کی څښی
و میرمنو ته دشات ( ګبین)خوړل څو ګټی لری :
1ـ شات (ګبین) دمیرمنو دبدن معدنی مالګی پوره کوی
2ـ شات (ګبین) قي باکۍ کموی
3- شات (ګبین) دمعدی دخولی کا او درد سموی
4- شات (ګبین)دقبضیت مشکلات ختموی
5- شات (ګبین)جنین دزاریاتو څخه سلتی
6- شات (ګبین) میکروبونه وژنی دنفاسی میرمنی دپاره زیاته ګټه رسوی
7- په شات (ګبین)کی(بروستاجلاندين) ماده چی دماښوم ژیږید اسانه کوی

دماشوم مور باید ددریمی میاشتی په شروع کیدوسره دپیاز او هوږی خوړل شروع کړی ولی چی پیاز او هوږه زیات مکروبونه وژنی
دپام وړ :
دماشوم و مورته اړین ده چی دطبی بوټو خوړلو دپاره درنځپوهانوسره مشوره وکړی
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more