طبیعي علوم او ریاضیات
دزخم علاج
خیریوسی
22.09.2007
دزخم علاج :
*هغه زخم چی التهاب وکړی و رنځور ته یوه کوچنې ټوټه هریړه ورکړی چی ویې خوری دزخم التهاب جوړوی
* 3 دمستو کاچوغی میده سپینه ځیره د3 ګیلاسه اوبه په دیګ کی واچوی پر اور یې کښیږدی تر ځو ښه وایشیږی 10 دقیقې یې داسی پريږدی چی ساړه سی صاف یې کړی رنځور ته یې دری ځله دورځی ورکړی که چا حجامت کړی وی او ټپ یې خراب سی هم داسی دی وکړی
دزخمونو علاج :
که څوک دزخم څخه پریشانه وی زوړ یانوی لوی اویا کوچنۍ زخموی او زخم نه جوړیږی یاد شکری نارغي ولری په سبب شکری دناروغي نه جوړیږی نو په لږ څه شات (ګبین) مُر ګډ کړی تر څو چی معجون ځنی جوړ سی وروسته ټپ په غوړ کړی
په عربی روغتونو کی دغټ ټپ او ملتهب ټپ درملنه په شات ( ګبین ) او مُرکوی
دغه پورتنی نسخه ما د دیوه دوست پر ټپ تجریبه کړی ده 22 ټکه افریشن سوی ټپ التهاب وکړی دپورتنی نسخې سره جوړ سو
مُر یو ډول ترخې کونډری دی یو یې سپینی اوبل یې نصواری رنګ لری هغه نصواری رنګه کونډری یې ښه دی
که غواړی چی مُر ښه وپیژنی په وړیا درملتون کی یې وګوری
alkozay,blogspot.com
شات (ګبین) زخم جوړوی :
انګلیزی ډاکتر میخایل بولمان دنورفولک په روغتون- نورویتس - دمیرمنی دتې دسرطان تر عملیات وروسته ټپ په راټولولو کی دشات ( ګبین ) څخه کار واخستی او ډیره ښه نتیجه یې ورکړه
دپټۍ خاسه په شات (ګبین) کی کی خیشته کړی او پر ټپ یې کښیږدی او رنځور ته شات ورکړی چی ویې خوری
په درناوی