د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دپزی دبندیدلوپه اړه

افغانزاده
18.09.2007

پتمن ورورajaza صاحب ته!سلامونه !
قدرمنه :-پرون ورځ چی ماته مودمخ ددانوپه اړه ځواب ویلی وه یوملګری راسره ناست وه
هغه دپزی دبندی دلوڅخه شکایت لری وای چی تقریبا10 کاله وشول چی چی همدانزله
ده اپریشن می هم کړه خوکارونشو اوس چی روژه مبارکه هم ده بلکل کله کله داسی شی چی دیوشی بوی هم نه راځی مطلب که خلاصه وی اوکه بنده بوۍ نه راځی
هیله که موځواب راکړ مهربانی به موی
په درنښت


خیریوسی
18.09.2007

ګران محترم افغانزاده صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسوو ملګری ته دی رب العالمین شفا عاجل ور په برخه کړی
وروره تاسو خو زما څخه ډاکتر جوړ کړی ته ومنه که زه هیڅ هم نه یم( رنځپوه ، ډاکتر ، لیکوال ، ........ بس دا دټول افغان ویپ پاڼی چلونکی ډیر ښه خلګ دی وموږ او تاسو ته یې دلیک لوست ، ذده کړی موقع راکړی ده او دهر افغان هرکلی په ورین تندی کوی که نه نو زما خو خپله پښتو هم نه ده ذده

وروره ستاسو ملګری دی دغه ساده او اسانه کار وکړی نو به و ګورو چی څه کیږی
اول : دپوزې راسته( ښې) سږمه په ګوته او یا بل شی سره بنده کړه د2- 3 ساعتوپوری تنفس دی دچپې( کېڼې ) سږمې څخه کوی
دوهم راسته( ښې) غوږ دی بندکړی په مالوچو او یا بل شئ سره 6 ساعته بیاتر 12 ساعتوپوری او ږغ دی په چپه (کیڼ) غوږ اوری
دا کار دی څو ورځی وکړی که په پزه کی غوښه نه وی او یا حساسیت نه وی

په درناوی


خیریوسی
19.09.2007

محترم افغانزاده صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ورور ه دبابونه ګل دنزلی دپاره ګټور دی هغه په دی ډول استعمالیږی
دبابونه میده ګل په ایشولو اوبو کی 10 دقیقې کښیږده وروسته پزه په پریوله او یا کافور په اوبو کی راوایشوه کله چی داوبو څخه بخار پورته سی سر پر پټ کړه او بخار یې تنفس کړه

مینه اومننه


مازدیګر
19.09.2007

سلام

شکر دی ....
زه خو وار خطا شوم چه لاندی دا نه وی لیکلی
(چه کله کله دی په کیڼ لاس خوله بندوی او په ښی لاس دی
ډوډۍ غوږ ته ور اچوی :D )


خیریوسی
21.09.2007

ماذ‍ دیګر صاحب وعلیکم السلام ورحمةالله
وروره وارخطا کیږه مه بس په روژه کی دما‍‍ذدیګر وخت هم داسی دی یو شی ورته دوه ښکاری او یایې یوڅه ومخته پراته وی دی یې نه وینی ( ټوکه)

نزله ذکام انفلونزا علاج :
• دزیزفون ګل Linden،توری دانې ( سیاه دانه )دامرت پاڼې ، نعناع ، خواږه ولنی ( بادیان ) ترخې کونډری ، پومبه دانه ، زعتر ، عرقسوس ، دترتیزکو تخم ، کابلی هریړه ټول ایشول کیږی وروسته یې په شات(ګبین ) خواږه کړی دورځی دوه ځله چښل کیږی
• ابن سینا وایې توری دانې ذکام سموی او بلغمی رنځونه سموی
وایې دمزمن رنځو دپاره که توری دانی په سرکه کی یوه شپه خیشتی سی او وروسته میده سی رنځور یې لکه تور نصوار استعمال کړی دسر دمزمن رنځ دپاره ډیره ګټه کوی


دپزی د حساسیت دپاره

خیریوسی
22.09.2007

محترم وروره افغانزاده صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دپزی د حساسیت دپاره لاندی مواد ګټه رسوی :
پیاز او هوږه :
یوه دانه پیاز چی نه غټ وی اونه کوچنۍ یا 2- 5 زوڼو هوږه دورځی وخوړل سی دپزی حساسیت ته ګټه رسوی
البردقوش يا دوش Oregano

یوډول بوټی دی ښه بوی لری پاڼی یې دموږک دغوږ په شان دی عرب یې تازه وچایو ته وراچوی دچایو خوند دښوالی او یا دطبی ګتو په خاطر
ځنی خلګ وهغه ته دوش وایې ددوش چای څښل دپزی حساسیت او التهاب ته ډیره ګټه لری
انناس :
دانناس جوس څښل دپزی حساسیت ته زیاته ګټه رسوی

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more