نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Peghla Vida Samadzai
Durkhanai
11.11.2003
سلامونه او احترامات،
ستاس د پېغلې ويدا په مورد څه فکر دۍ؟
ډیره مننه د ځوابونو څخه٠
په درانښت،
درخوو
خاټول
11.11.2003
درخوجانې ستړي مشي
ويداخو زما په أند دسي أي اي روزل شوي جني ده اودهغي په هکله به زه څه ووايم خداي دي په اخرت کي دومره رسوا اوذليله کړي لکه په دنياکي چي ئ مونږ درني اوپتمني افغاناني رسوا کړو٠
انځورګر
11.11.2003
سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !
Re: Peghla Vida Samadzai
هيواد شېرزاد
12.11.2003
[quote:71f13c4608="Durkhanai"]سلامونه او احترامات،
ستاس د پېغلې ويدا په مورد څه فکر دۍ؟
ډیره مننه د ځوابونو څخه٠
په درانښت،
درخوو[/quote:71f13c4608]
محترمې دورخانۍ خورې، ستړې مه شې!
تاسې خپله ښه پوهيږئ چې د افغانانو نظر ددې نجلۍ په هکله څه دی، نو د پوښتنې کول يې ماته ډېر ضروري نه برېښي !!!!
نقاد
12.11.2003
پتمنې پښتنې درخو جانې ټول افغان ته ښه راغلاست او هرکله راشئ .
ستاسې د پوښتنې په اړه به دومره ووايم چې : رښتياهم انسا ن يواځې او يواځې ټولنيز نه ، بلکې يوګړی هم دی يعنې فرديت هم لري . صمد ځۍ د خپل فرديت پ ژوبڼ کې يوه بي رنګه، بې خونده ، بې کيف او کيفيته ، بي نومه او بي هويته توکې ده ، او تر دې ځايه پورې يي خپله خوښه اوخپل ميل اوميلان دی چې څه وغواړي هغه وکړي . ولې په مجرد ددې چې د فرديت له ژوبڼ څخه راووځي او افغاني او اسلامي ټولنې او کلتوري کړۍ ته داخل شي ، نو سمدلاسه زمونږ پورتنې ليکنې ، حکمونه او قضاوتونه ، کرکي او غندنې ټولې پر څای او د تائيد وړ دي ، په دې شرط چې نوموړې ﻻ افغاني تابعيت له ﻻسه نه وي ورکړی ، خو که دا کاريې تر سره کړی وي ، او د امريکا تابعيت يې دهمدې هدف لپاره اخيستی وي چې د ژوبڼ ارمانونه وباسي ، نو بيا يې نه ښه او نه بد په مونږ پورې اړه لري . دکرزي حکومت خو له ويدا بي عصمتځۍ څخه فاصله نيولې ده . ولې زه په دې نه پو هيږم چې د وېدا په دې لويه شکرۍ خوله ، کيج مخ ، او ناشو لته پوزه څنګه ښکلاته کانديد شوې وه ؟ والسلام
Durkhanai
12.11.2003
سلامونه٠٠٠
مننه د ځوابون څخه٠
کولۍ شم چه د محترمو ښاغلو څخه ټپوس وکړم، چه زمونږ د ننګ او غیرت شمله چیرته وه او چیرته ده، کله چه ښځې د مزدورې نه بدتر زوند تیروي، په سپکه سترګو لیدل کیږي، دخپل د زوند ملکرې د حوس د ګوتو نانزکه وې، رټل کیږي او زبیښیدل کیږي، د زوند دخوشحلۍ او خپلو حقوقو نه محرومه وي؟؟؟؟
زما د نیکه شمله وخته ټیټه شوی ده، زما د نیا په لمن لوی داغ ل قرنونو څخه پاتې دۍ٠ زم د وطن میندې او خویندې ډیر عمر ځوریدلې دي٠ کله د اسلام په نوم او کله د کلتور په نوم٠ خو زمونږ انا مونږ ته دا کلتور ن وه پریښۍ٠ نه زمنږ نیکه د دا رقم اسلام جهاد کړۍ وه، چه ښځی په کښې خوارې وي٠
نه نه، زمونږ شمله له اول نه ټیټه وه، ویدا خو هسی ټکان ورګړ٠
زمونږ نارینه چه هر حرام کار وکړي، حلال یې بولي، خو بدبخته ښځو ته د حلال کار حق هم نه ور لوریږي٠
په درانښت،
درخو
تل د وي روښان فکر٠
Durkhanai
12.11.2003
محترم شیرزاد صاحب،
ډیره بښنه غواړم، تاسو اوﻵ زما د وینا په مفهوم سم پوه نه شوۍ، او دویمه دا چه تاسو زما وینا ته یو داسې امیل ور په غاړه کړو چه دیوې ريښتينې پښنې لپاره منل يې ناممکنه ده٠
ستاسو دا غلطفهمي به زه ږر تر ږره له مينځه ویسم٠ همدا اوس اجازه راکړۍ٠
دالله په امان،
درخو
طالب جان
13.11.2003
[quote:6e9f4d6685="Durkhanai"]سلامونه٠٠٠
مننه د ځوابونو څخه٠
کولۍ شم چه د محترمو ښاغلو څخه تپوس وکړم، چه زمونږ د ننګ او غيرت شمله چيرته وه او چيرته ده، کله چه ښځې د مزدورې نه بدتر زوند تيروي، په سپکه سترګو ليدل کيږي، دخپل د زوند ملگرې د حوس د ګوتو نانزکه وې، رټل کيږي او زبيښدل کيږي، د زوند دخوشحالۍ او خپلو حقوقو نه محرومه وي؟؟؟؟
زما د نيکه شمله وخته ټيټه شوی ده، زما د نيا په لمن لوی داغ له قرنونو څخه پاتې دۍ٠ زما د وطن ميندې او خويندې ډير عمر ځوريدلې دي٠ کله د اسلام په نوم او کله د کلتور په نوم٠ خو زمونږ انا مونږ ته دا کلتور نه وه پريښۍ٠ نه زمونږ نيکه د دا رقم اسلام جهاد کړۍ وه، چه ښځی په کښې خوارې وي٠
نه نه، زمونږ شمله له اول نه ټيټه وه، ويدا خو هسی ټکان ورکړ٠
زمونږ نارينه چه هر حرام کار وکړي، حلال يې بولي، خو بدبخته ښځو ته د حلال کار حق هم نه ور لوريږي٠
په درانښت، درخو تل د وي روښان فکر٠[/quote:6e9f4d6685]
ګراني او محترمي خورې درخانۍ : ا لسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
داخبره خو ټول سره منو چي الحمد لله موږ اوتاسي ټول مسلمانان يو نو هره غوښتنه مو بايد له اسلامي دود سره برابره وي کچيري په کوم ځاي کي دښځي په اسلامي حقوقو چا خيټه اچولي وي نو ښځه حق لري چي د خپلو حقوقو دﻻسته راوړلو لپاره هڅه وکړي مګر ددي دا معنا نه ده چي دادي ځان بربنډ کړي بلکه دحقوقو دﻻسته راوړلو لپاره نوري خوندي طريقې هم شته دمثال په توګه ښځه دي اسلامي عدالت ته رجوع وکړي او يا دي هم وکيل وټاکي . ويدا خو دافغانانو سپيڅلي تاريخ بدنا م کړ هغي خو افغاني ميړنۍ خويندي بي عفته کړې ويدا داسلام او مسلمانانو وروڼو او خويندو مجرمه ده .
تاسي ليکلي چي زمونږ د نيکونو پګړۍ له سره ﻻ ټيټه وه !!! اول خو ستاسي لدي خبري سره زه موافقه نلرم بيا باالفرض که يي ديوې دقيقي لپاره وهم منم نو اوس بايد مونږ او تاسي هغه ټيټه پګړۍ را جګه کړو داسي نه چي د خپلو ناوړو اعمالو په کولو سره هغه پګړۍ نوره هم له خاورو سره خاوري کړو اودا سوچ هم بايد ووهو چي هغه پګړۍ دچا دﻻسه ټيټه شوه هغه هم دويدا په څير ديوڅو بي عفته اوهيواد پلورونکو لخوا ټيټه شوي کچيري ستاسي په اند دهيواد پلورونکو او بي عفته کسانو په کړووړو ګوت نيونه روا وي نو بيا دويدا له بد عملي څخه دفاع څه معنا ؟؟؟ او که دهغوي په کړووړو ګوت نيونه روا نه بولۍ نو بيا له هغوي څخه ګيلې څه معنا ؟؟؟ دخبرو پايله بايد پدي وکړم چي کچيري مونږ اوتاسي دويدا په څير دبي عفتو ځان پلورونکوکسانودکړو وړو ملا تړ وکړو نو لري نه ده چي تاريخ به زمونږ او ستاسي نومونه هم دملي خاينانو په تور ليست کي په ډيرو زرينو کرښو :cry: :cry: او په رو ښانه تورو باندي وليکي
N
14.11.2003
ډېري پتمنې خوري درخو !
دسلامونو او نېکو هېلو تروړاندي کولو وروسته ستاسو برۍ غواړم. نه پوهېږم چې و
ټول أفغان پاڼې ته دي په راتګ خوښې اوکه په مرورتوب دي خواشېنې وښېم.
په هره بڼه اوس خو ښاغلې شېرزاد خپله لېکنه بېرته اخېستې ده نو زما هېله ستاسو
څخه داده چې اوس نوهغه څه چې وېل دي ېې غوښتل په أزاده فضا کښې ولېکه .
زه تاسو باور وکړۍ چې تراوسه سمه په اصلې موخې نه يم پوهېدلې.
پاته سوه داخبره چې موږ پښتانه کله خپل نظر دېوي فتوي په څېر لېکو , خوخېر هغه
ښاغلې ته بخښنه وکړه. داخوبحث دئ اوپه هغه کښې هرڅوک ېوڅه لېکې.
په مېنه اودرنښت. ستاسوخور نېلوفر سنګېن.
نقاد
16.11.2003
[quote:d197f664d3="Durkhanai"]سلامونه٠٠٠
مننه د ځوابون څخه٠
کولۍ شم چه د محترمو ښاغلو څخه ټپوس وکړم، چه زمونږ د ننګ او غیرت شمله چیرته وه او چیرته ده، کله چه ښځې د مزدورې نه بدتر زوند تیروي، په سپکه سترګو لیدل کیږي، دخپل د زوند ملکرې د حوس د ګوتو نانزکه وې، رټل کیږي او زبیښیدل کیږي، د زوند دخوشحلۍ او خپلو حقوقو نه محرومه وي؟؟؟؟
زما د نیکه شمله وخته ټیټه شوی ده، زما د نیا په لمن لوی داغ ل قرنونو څخه پاتې دۍ٠ زم د وطن میندې او خویندې ډیر عمر ځوریدلې دي٠ کله د اسلام په نوم او کله د کلتور په نوم٠ خو زمونږ انا مونږ ته دا کلتور ن وه پریښۍ٠ نه زمنږ نیکه د دا رقم اسلام جهاد کړۍ وه، چه ښځی په کښې خوارې وي٠
نه نه، زمونږ شمله له اول نه ټیټه وه، ویدا خو هسی ټکان ورګړ٠
زمونږ نارینه چه هر حرام کار وکړي، حلال یې بولي، خو بدبخته ښځو ته د حلال کار حق هم نه ور لوریږي٠
په درانښت،
درخو
تل د وي روښان فکر٠[/quote:d197f664d3]
زه په پورتني متن کې دغه ټکي وينم او بس :
کله چې ښځه :
١ــ صرف له يوه مزدور څخه هم بتر ژوند تيروي ،
٢ــ په ټيټه او سپکه سترګه ورته کتل کيږي ،
٣ــ د خپل ميړه په سترګو کې هم د هوس د ګوتو له نانزکې پرته بل څه نه ښکاري،
٤ــ مفت او بې مجرا کار کوي يعنې کار يې د استثمار او زبيښاک ﻻندې تر سره کيږي ،
٥ ــ په دې توګه زمونږ د وطن ( په تيره بيا پښتنې ) ښځې ډيره موده ، پېړۍ پيړۍ ، کله د سلام په نامه (په تيره
..... د جهاد او مهاجرت په وخت کې ) او کله هم ( نه ،بلکې تل ) د کلتور ( پښتونولۍ ) په نامه ځورول شوي ،
..... کړول شوي ، وهل شوي او حتی پلورل شوي او وژل دي .
٦ ــ ايا دا ټول حقيقت نه لري ؟ ايا زمونږ نيکونو دغه ډول جهاد او دغه ډول اسلام څخه کار اخيستی دی ،
......هغوی داسې ظلمونو ته موقع نه ده ورکړې ، پلی شملې يې لوړې ساتلي ، خو هغه لوړې شملې اوس په دغو
......ناخوالو رالويدلي او د نيا ګاو په پاکو او درندو لمنو لمسيانو داغ لګولی دی .
٧ ــ هو ، ويدا عصمتځۍ هم زمونږ د نيکونو شملې ته ټکان ورکړ ، چې مونږ يې غندو، خو ګرانو خويندو ورونو
....... د ويدا په ټکان سره بايد خپل دغه پورته ويل شوي خيانتونه او جنايتونه هير نکړو ، که داسې وکړو، نو هغه
........ غله ته به ورته يو چې د ګيريدو په وخت تر نورو دمخه بل ته ګوته نيسي او غږکوي چې :
.........(( دزد است، او را بګيريد !)) . ايا پښتنو ورونو همداسې نه ده ؟
زمونږ درخو خورکۍ په دې توګه غواړي چې د خپلو پښتنو ورونو پام خپلو ځانونو ته راوګرځوي ، چې د خپلو خويندو ميندو او لوټو حقوقو ته د ٢١ ــ مې پيړۍ د غوښتنو سر سم عيار کړو . له دې پرته د درخو پيغام بلې انګيرنې ته اجازه نه ده ورکړې ، مونږ ترې د زړهلهکومې مننه کوو ! والسلام !
نقاد
16.11.2003
[quote:a5e8d65bbd="Durkhanai"]سلامونه٠٠٠
مننه د ځوابون څخه٠
کولۍ شم چه د محترمو ښاغلو څخه ټپوس وکړم، چه زمونږ د ننګ او غیرت شمله چیرته وه او چیرته ده، کله چه ښځې د مزدورې نه بدتر زوند تیروي، په سپکه سترګو لیدل کیږي، دخپل د زوند ملکرې د حوس د ګوتو نانزکه وې، رټل کیږي او زبیښیدل کیږي، د زوند دخوشحلۍ او خپلو حقوقو نه محرومه وي؟؟؟؟
زما د نیکه شمله وخته ټیټه شوی ده، زما د نیا په لمن لوی داغ ل قرنونو څخه پاتې دۍ٠ زم د وطن میندې او خویندې ډیر عمر ځوریدلې دي٠ کله د اسلام په نوم او کله د کلتور په نوم٠ خو زمونږ انا مونږ ته دا کلتور ن وه پریښۍ٠ نه زمنږ نیکه د دا رقم اسلام جهاد کړۍ وه، چه ښځی په کښې خوارې وي٠
نه نه، زمونږ شمله له اول نه ټیټه وه، ویدا خو هسی ټکان ورګړ٠
زمونږ نارینه چه هر حرام کار وکړي، حلال یې بولي، خو بدبخته ښځو ته د حلال کار حق هم نه ور لوریږي٠
په درانښت،
درخو
تل د وي روښان فکر٠[/quote:a5e8d65bbd]
[color=blue:a5e8d65bbd]
زه په پورتني متن کې دغه ټکي وينم او بس :
کله چې ښځه :
١ــ صرف له يوه مزدور څخه هم بتر ژوند تيروي ،
٢ــ په ټيټه او سپکه سترګه ورته کتل کيږي ،
٣ــ د خپل ميړه په سترګو کې هم د هوس د ګوتو له نانزکې پرته بل څه نه ښکاري،
٤ــ مفت او بې مجرا کار کوي يعنې کار يې د استثمار او زبيښاک ﻻندې تر سره کيږي ،
٥ ــ په دې توګه زمونږ د وطن ( په تيره بيا پښتنې ) ښځې ډيره موده ، پېړۍ پيړۍ ، کله د سلام په نامه (په تيره
د جهاد او مهاجرت په وخت کې ) او کله هم ( نه ،بلکې تل ) د کلتور ( پښتونولۍ ) په نامه ځورول شوي ،
کړول شوي ، وهل شوي او حتی پلورل شوي او وژل دي .
٦ ــ ايا دا ټول حقيقت نه لري ؟ ايا زمونږ نيکونو دغه ډول جهاد او دغه ډول اسلام څخه کار اخيستی دی ،
هغوی داسې ظلمونو ته موقع نه ده ورکړې ، پلی شملې يې لوړې ساتلي ، خو هغه لوړې شملې اوس په دغو
ناخوالو رالويدلي او د نيا ګاو په پاکو او درندو لمنو لمسيانو داغ لګولی دی .
٧ ــ هو ، ويدا عصمتځۍ هم زمونږ د نيکونو شملې ته ټکان ورکړ ، چې مونږ يې غندو، خو ګرانو خويندو ورونو
د ويدا په ټکان سره بايد خپل دغه پورته ويل شوي خيانتونه او جنايتونه هير نکړو ، که داسې وکړو، نو هغه
غله ته به ورته يو چې د ګيريدو په وخت تر نورو دمخه بل ته ګوته نيسي او غږکوي چې :
(( دزد است،اورا بګيريش !)) . ايا پښتنو ورونو همداسې نه ده ؟
زمونږ درخو خورکۍ په دې توګه غواړي چې د خپلو پښتنو ورونو پام خپلو ځانونو ته راوګرځوي ، چې د خپلو خويندو ميندو او لوڼو حقوقو ته د ٢١ ــ مې پيړۍ د غوښتنو سر سم عيار کړو . هله به مونږ روښانفکره يو او
ددغسې روښانفکره ورونو برياليتوبيې غوښتی دی . له دې پرته د درخو پيغام بلې انګيرنې ته اجازه نه ده ورکړې ، مونږ ترې د زړه له کومې مننه کوو ! والسلام ![/color:a5e8d65bbd]
Durkhanai
17.11.2003
سلامونه اواحترامات،
ګرانو خويندو او ورونو، ګرانو وطنوالو،
تر هر څه نه د مخې د خپل ډير مهربان او محترم ورور پاڅونوال څخه مننه کوم چه زما وېنا باندې يې د لمر رڼا واچوله او زما د وېنا په حقيقي مفهوم پوه شو٠ ډېره زېاته مننه ٠
سره د دې چه محترم پاڅونوال صاحب ډېره ښه تشريح ورکړه، زه به بېا هم د خپل نظر لنډيز وړانډې کړم٠
١- زه د پېغلې ويدا دغه قدم ښه نه بولم او نه هم په دې عقيده ېم چه د ويدا جانې دا حرکت د روښانفکرۍ علامه ده٠ نه، نه، روښان فکر او پېشرفت د ځان لوڅولو او د خپلې ښکلا د نماېش ورکولو نوم نه دۍ٠ زه ځانته د خپلو کوچانو خړو پړو او برګو جامو کې او اوږدو ټيکرېو کې ډېره وړاندې او روشنفکره ښکاېږم٠ ځکه چه ښځه تنها هغه پوستکي ته نه وايي چه پکښې ځلېږي٠ ښځه دننه نور داسې پټې خزانې لري چه که د هغې رڼاته وکتل شي نو د پوستکي ځلا هېرږي٠
٢- زما مغزونه دې ته په جوش کېږي، کله چه زه دهغو خلکود انتقاد ګوتې وينم، چه په ښځو ېې نيسي او په ښځې حلال کار هم حرام کوي او خپله نه د اسلام ﻻر نيسي نه د افغانېت٠ ټک ناست وي چه څنګه د غېبت د ډول اواز شي او دوۍ ورته د خپلو ناوړو مغزونو او ذهنونو سرنۍ وغږوي٠اول خپل ګرېوان ته سر ټيټ کړۍ، خپل ځان باندې محکمه داېره کړۍ٠ زمونږ افغانان ډېرې لوړې نعرې وهي، په دوزخ کښې ناست د جنتونو خوبونه ويني٠ اول به ځمکه جنتماننده کړو بېا به مو خداۍ ته سترګې ټيټې نه وې٠
بښنه غواړم اوس باېد وﻻړه شم، نور بله ورځ وړاندې وﻻړه شم٠
درخو
Durkhanai
18.11.2003
سلامونه،
٣- زما چرت داسې د فکر ولولې ته ورانېږي، کله چه زه وينم، چه که ېوه ښځه په کور کې د تورو دېوالونو شاته وزبېښل شي، خېر دۍ، خو که دغه ښځه له کوره وه وتله او لږ زمونږ د دين او کلتور ل چوکاټ ن ن تېره شوه، نو که مرمۍ مړه کړي ښه تر ښه، که نه نو د خلکو د سترګو مرمۍ، د ګوتو چړې او د خبرو تلوارونه ېې په حق رسوي٠
@ خټول خورکۍ،
ولې زما په زړه کې داسې بددعاګاې نه ګرځ؟ ولې مې دښمن ته هم داسې بدخواهه خېالاات ن لورېږي؟ ولې دومره کينه او نفرت؟ کله به مونږ د تېرو وينه ناکو حوادثو څخه زده کړه وکړو؟ کله به مونږ دومره سخي شو، او د لوۍ زړه خاوند شو، چه د سوک ځواب په غېږه او د نفرت ځواب په مينه ورکړو؟ د صفا او کامېاب ږوند ېو مهم پرينصيب داسې وايي٠ [color=red:57cd84da74]، څه چه ځان ته لورې/ نه لوروې هغه بل چا ت هم ولوروه/ ملوروه٠ ،[/color:57cd84da74]هيلمنده ېم، چه زما په وېنا لږ غور وکړۍ٠
تر بېا ليدو،
درخو
نقاد
14.07.2004
[quote:f18125a818]ولې زما په زړه کې داسې بدې خيرا وې نه ګرځي؟ ولې مې دښمن ته هم داسې بدخواهه خېالات نه لورېږي؟ ولې دومره کينه او نفرت؟ کله به مونږ د تېرو وينه ناکو حوادثو څخه زده کړه وکړو؟ کله به مونږ دومره سخي شو، او د لوی زړه خاوندان شو، چه د سوک ځواب په غېږه او د نفرت ځواب په مينه ورکړو؟ د صفا او کامېاب ژوند ېو مهم پرينصيب داسې وايي٠ ، څه چه ځان ته لورې/ نه لوروې هغه بل چا ت هم ولوروه/ مه لوروه٠ ،هيلمنه ېم، چه زما په وېنا لږ غور وکړۍ٠ [/quote:f18125a818]
ګرانې خورې درخانۍ اول سلام او بيا دا پوښتنه لرم چې ستاسو لومړۍ ٢ پوښتنې چې په (ولې ؟) مو پيل کړي ، زه نشم ځوابولی، ځکه چې لوستونکو ته راجع نه دي. دا پوښتنې تاسو له ځانه څخه کړي دي او ددې انتظار کيږي چې هغه ځواب کړئ ، څو مونږ لوستونکې ترې هم برخمن شو، که مونږ هم لږ و پوهوې چې دا دومره لوی کمال څنګه کولای شئ چې پر دوښمن دې هم بده نه لوريږي ، د سوک ځواب په غيږه او د نفرت ځواب په مينه ورکولی شې ؟
که ددې راز او اسرار مونږ ته هم لږ وښودل شي ، د حضرت عيسی او ګاندي په ﻻره هم ﻻړ شو ، مونږ پښتنو ته به ډيره ګټه ورسوي.
[color=yellow:f18125a818] ته زمونږ مخکښه شه مونږ درسره کش که....ټول افغان ته راشه بيا، نور جدايي بس که ![/color:f18125a818]
که نه نو دا خو درسره بيا مونږ هم نشو منلی چې دوښمن ته غيږ ورکولی شې، ولې مونږ چې دې خويندې ورونه يو ، زمونږ له پاره زمونږ ګډکور ګوټي (ټول افغان) ته سر هم نشې راښکاره کولی؟؟؟
[color=blue:f18125a818]دا ولې دومره ظلم او دا ناروا ؟؟؟ په دوښمن هومره پيرزو او پر مونږه دا؟ [/color:f18125a818]
Durkhanai
14.07.2004
سلامونه ډېر محترم وروره،
ډېره زېاته بښنه غواړم چه درکونه مې ورک شول٠ د ژوندون مصروفېتونو او ستونځو لار رانه ورکه کړې٠
انشاالله ژر تر ژره به بېا ېوغږ د ېونوي بحث په جامو کې را وچت کړم٠
الله پاک مو مل شه٠
[b:e893931ac2][color=yellow:e893931ac2]درخو[/color:e893931ac2][/b:e893931ac2]
ويدا صمدزۍ
Kliwal
15.07.2004
ټولو محترمو ته سلامونه او پېرزوينې:
د (ويداصمدزۍ) پرنامه خبرې پيل او په آخر كې خبره سم بحث او د واقعيتونو ذكر كولوته رسېدلې:
[color=red:401e03771f]۱[/color:401e03771f]- له پورتنيو خبرو نه جوته شوه چې چې په پښتنه ټولنه كې ښځه مظلومه ده او ناسم چلن ورسره كېږي زما په آند دا خبره بلكل سمه ده. خو راځئ دېته لږ ځير شو چې پښتانه مسلمانان له ځانه سره تر ښځې زيات ظلم كړى، له پخوا نه يې را واخلئ:
..... په وطن يې وينې وركړې ترڅو پكې څوك آرام شي؟؟؟؟ دوى پخپله او كه نور؟؟.
......ښه پوهېږي چې علم فرض او د هرې ټولنې د سعادت او نېكبختۍ، پر مختګ او ترقۍ، يووالي او ورورۍ ضمانت كوي خو دوى يې ټول په ضد نه دي؟؟
.....تل يې ځان د نورو بې وفايانو قرباني نه دى كړى؟؟؟
..... آيا نه پوهيږي چې اتفاق او اتحاد ديو قوم د بقا او پياوړتيا ضامن دي خو دوى ديو او بل وينې ته ناست نه دي؟ د يو او بل سيوره په ټوپك نه ولي؟ دښمن ته يو او بل نه تړي؟ د يو او بل پښې نه وهي؟؟؟.
..... هر بيرونى مشكل هره ټولنه ويښوي خو:
..... خو وږي، تږي او خاورې په سر څوك دي؟ هر غم د چا په سر را غورځي؟ توطئې او چلونه چاته جوړېږي؟؟
دا ټول په مونږ كې شته: چې ښځه خواركۍ هم راسره اوبه اوبه او ولې ولې شوه.
[color=red:401e03771f]۲-[/color:401e03771f] دا خو ښكاره خبره ده چې ( نارينه وا ښځه د يو مرغه د وزرو په مثال دي) غم، درد، ښادي او خوشالي يې يو انډول ده. په همدې فكر بايد ورسره چلن وشي نو ښځه بايد اول د افغاني او اسلامي دود سره تربيه او بيا دټولنې په جوړولو كې را شريكه شي.
[color=red:401e03771f]۳[/color:401e03771f]- پورته ياده شوې چې (( زمونږ د نيکونو پګړۍ له سره ﻻ ټيټه وه !!!)) خو كه ټيټه نه وه اوس خو بايد هرومرو ومنو چې ټيټه شوه! هغه داچې:
....خپلې بې عزتۍ ته مو (څوك) خپل كور ته ندى را بللي؟؟
....ويدا خو پرېږده د امريكې نه ميدان ته را ووتله بېرته هملته لاړه راشه په كابل كې په سلګونو ويدا ګانې نشته؟؟ او كه مو باور نه راځي نو باګرام ته ورشئ چې په ( قاپ) كې د( مېوې) په ډول يې د هر امريكايې مخ ته پاكې سوتره وګورئ
..... د اتو تنو ترجمانانو خبره هم مه هېروئ اويا فوځيانو پرې ځانونه ستړي كړل. او داسې څه يې ور واړول چې اوس يې ډاكتران هم په ژبه نه پو هېږي.