د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دروژمات دارو

خیریوسی
07.09.2007

دروژمات دارو
پر ښوروا ، مستو او هم دا رنګه دوچی ډوډۍ سره ډیر ښه خوندوره او ګټوره غذا ده

اړین مواد
یو ګیلاس دګشنیز تخم
د ګیلاس دری حیصی غنم
یو ګیلاس سپینه ځیره
لږ څه توره مالګه
لږ څه جوهر لیمبو
یو ګیلاس کونجتیې
یو ګیلاس زعتر ستاسو خوښه

دجوړولو لاری چاری :
»غنم ، دګشنیز تخم او سپنه څیره به دوه ځایه کړی
»هغه نیمه حیصه دغنمو ،دګشنیز تخم او سپینه ځیره ، کونجتې به هر یو جلا جلا وتیۍ
» غنم ، دګشنیز تخم ، مالګه ، جوهر لیمبو او سپنه ځیره ټوله به ښه میده کړی
» وروسته به میده سوی غنم ،دګشنیږ تخم ، سپینه ځیره سره ګډه کړی
» میده مالګه او جوهر لیمبو به لږ لږ وراچوی او ټوله به سره ګډوی تر څو خوند یې ستاسو دخوښی جوړ سی
» تېیل سوی کونجتې او زعتر به ور واچوی او ټول به ښه سره ګډ کړی
دپام وړ : هغه کسان چی ټوخ یې کیږی او یا دسږی التهاب ولری هغوی دی جوهر لیمبو ډیر لږ ورواچوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more