ټولنه او ټولنپوهنه
ښوول او ښونه که ښودل او ښودنه
      
      01.09.2007
    
په ښول کې که اول  دا د (ول) وروستاړی  لرونکی  مصدر وی وي  نو د ښول ریښه «  ښــ  » اوکه ښودل  مصدر ونیسو چې « ل» لرنکی مصدر  دی  نو له ښودل څخه دلته  ریښه   «ښود» پاتې کیږي !  دلته ریښه سمه  او بشپړه «ښود» ده ،  اود ښول له ریښې   « ښـ » څخه  ډیره  ښه اومعلومه  ریښه ده  ،حال داچې (ښــ) یوه ګنګه اونامعلومه ریښه بریښي. خو که بیا څوک ووایي چې د ښونې ریښه  (ښو) ده خو  دا خدای وهلي یې  مصدر   هسې په یو (و) لیکي  که نه اصلا خو یې مصدر هم په دوه ( وو) سره  (ښوول) لیکل کیږي . بیا نو باید  ښول ، ښونځی او  ښونکی ټول په پیګیر ډول  په دوه (وو)    ښوونځی ، ښوونکی او ښوونه  ولیکل  شی.   
ولې بیا هم د ښوول او ښوونې  وړۍ  نه شړۍ کیږي ،  په ( لار ښود) کې د  (د) شتون ثابتوي چې   په ریښه کې (و) نشته او ځینو لهجوالو  هسې  له خیټې څخه  ورقاچاق  کړی دی .  
[color=white:674f22c373]نو په ریښه کې (د) دی او  ښودل، ښودنه او ښودونکی  سم  شکلونه  دي ![/color:674f22c373]
د ښول اوښونې لهجه والو ته  به دا متل  ښه ځواب  وي چې :
اوښه ! کوم ځای دې سم دی چې پاتې دې شوه .... ؟
 
