اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
امام ا عظم دشهید محمد حسین مستسعد په قلم
talib
21.08.2007
د پیل خبرې
بسم الرحمن الرحیم ـ
الحمدلله الذی خص الخواص لیتفقهوافی الدین و ینذرو اقومهم اذا رجعوا وصلوة والسلام علی من بشرللذی اذا اراد الله به خیرا یفقهه فی الدین . اذا فقهوا وعلی اله واصحابه الذین بلغوا الدین للغائبین کماسمعوا وعلی من تبعهم با حسان رضی الله عنهم ورضوا عنه
اما بعد ! درنو لوستونکو دغه ستاسو په لاس کې کتاب د امام اعظم ابو حنیفه رضی الله عنه د سوانحو یوه وړه غوندی ټولګه ده ـ
هسی خو امام اعظم رضی الله عنه د لمر په څیر ځلنده او روښانه هستی ده چې د هغوي په اړه به تر اوسه ښایی په زرګونو کتابونه او مقالې لیکل شوې وي لا به هم ډیر څه ولیکل شی ـ
په دې لړکې ما هم هڅه کړې چې د امام شافعی رحمة الله علیه و هغې غو ښتنې ته ځواب و وایم کومه چې هغوی رحمة الله پخپل شعر کې کړ یوه او ویلی یی وو .
اعد ذکر نعمان لنا ان ذکره هو المسک ما کررته یتضوع
د نعمان ( ابوحنیفه رضی الله عنه ) یادونه موږ ته څو څو ځله وکړه . ځکه د هغه یادونه مشک دي چې د هغوی په اړولو را اړولو خو شبویی خپریږی .
هو کې ! امام اعظم رضی الله عنه هغه څوک دی چې لوی خدای ﷻ د هغوي په اړه په قرآنکریم کې خپله رضا اعلان کړې ده .
” السابقون الاولون من المهاجرین والانصار والذین اتبعواهم باحسان رضی الله عنهم ورضواعنه “
امام اعظم رضی الله عنه د ټولو مجتهدینو امامانو له جملې څخه یو ازنی تن دي چې د صحابه کرامو په لیدلو او له هغوی څخه په روایت کولو سره د ” تابعی “لقب لري ...
امام اعظم رضی الله عنه هغه څوک دي چې د هغه په اړه د لوی خدایﷻ وروستی پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم وامت ته د ” رجل من ابناء فارس“ زیرې ورکړی دی .....
هغوي فرمایلی ” که ایمان په ثر یا ( کهکشان کې هم وي نو د فارس له زامنو څخه به یی یو سړی له هغه ځایه ( د امت لپاره ) را کوز کړي ( مسلم)
علامه جلال الدین سیوطی الشافعی رحمه الله وایی چې د همدې حدیث مصداق امام ابو حنیفه رضی الله عنه دي ..........
د امت نور علماء هم د دې خبری تائید کوي ..........
امام اعظم رضی الله عنه ” ما حی سنت دی “ ..............
امام باقر رحمه الله د هغه دیوه خواب د تعبیر په توګه ورته ویلي دي
” انت تحی سنت جدی “ته زما د نیکه صلی الله علیه وسلم سنت را ژوندی کوې او دا خبره وروسته ثابته هم شوه .........
امام اعظم رضی الله عنه د فقهاوو ” معنوی پلار “ دی ........
امام شافعی رحمه الله وایی ټول خلک په فقه کې د ابو حنیفه رضی الله عنه ” عیال “ دی ..........
باالا خره امام ابو حنیفه رضی الله عنه ” امام اعظم “ دي چې اکثره فقهاوو دغه د “ تر ټولو ستر امام “ لقب ورکړی دي .........
زه به د پښتو هغه لنډۍ چې وایی !
ستاد ښایست ګلونه ډیر دی ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
و امام اعظم رضی الله عنه ته په ډالۍ کولو سره دومره ووایم چې ما پخپل دغه واړه کتاب کې د امام اعظم رضی الله عنه د ژوندانه د بیلا بیلو اړخونو یو څو بیلګې د ”مشت نمونه خروار “ په توګه په دې نیت او تلوسه راغونډې کړې چې ګوندی په لوستلو سره یی لوستونکو ته د امام اعظم رضی الله عنه د ژوندانه د لا ډیرې مطالعې او څیړنې شوق او ذوق پیداشي ..........
اصلا دغه کتاب د ” طالبان په افغانستان کې له راشده خلافته تر اسلامی امارته “ هغه ستر او ضخیم کتاب د لومړی ټوک یوه برخه ده د کوم په څیړنه او لیکنه چې زه له کلو کلو راهیسی بوخت یم .........
په دغه ستر کتاب کې چې د اټکل له مخې به څلور ، پنځه پنډ او ضخیم جلدونه ولري . تر خپله وسه هر هغه چاته چی د ” طالب العلم “ په نوم نومول شوې ځای ورکړل شوې څوک چې د اسلام د مقدس دین له ظهوره را نیولې بیا د اسلام د مقدس دین پر ضد د نړیوال اتیلاف په اورنو کې تر سوځیدلو پوری له ” طالبی “ سره تړاو لری ............
دا کتاب د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د خادم او د مسجد نبوی د ” صفی “ له هغه ” طالبه “ را پیل شوې چې د افغانستان وبلخ ته منسوب او په تاریخ کې د حضرت سفینه مولې رسول الله صلی الله علیه وسلم په نوم پیژندل کیږی ...............
هغه حضرت سفینه رضی الله عنه چې په تاریخ کې د هغه په اړه لیکل شوی چی کله په څنګله کې لاره ورنه ورکیږی او دې د ځنګله و زمریوته ورږغ کړي ! ..............
زه ! د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابی یم ......... لاره رانه ورکه ده .......... ما ته لاره راوښیاست !!! او زمری ............. د رسول الله صلی الله علیه وسلم و دغه خادم او ” طالب “ و خدمت ته را دانګی او هغه ته لاره ورښیی ..............
او بیا دغه کتاب ............ د لیلی د دښتې د هغه ” نوم ورکی “ طالب “ په اړه پای ته رسیږی .... کوم چې د لیلي د د ښتې تر ریګونو لاندې ژوندې او لاس تړلې ښخ کړل شوې ..... خو د ده پر ضد د بشریت د تاریخ د تر ټولو ستر اتیلاف په لسګونو ، سپوږمکۍ ....... په زرګونو پوځیان ....... په سل ګونو څارګر ....... د ” همالیې “ له لمنو بیا د هندوکش او پامیر تر څوکو په لټون بوخت دي ....... پای ته رسیږی ........
په دې کتاب کې د کابل د هغو دوو وړو غلامانو کیسې هم شته چې په جګړو کې نیول شوی ..... مسلمانانو له ځان سره بوولی ...... او بیا هغوی په ازاد ولو سره”طالبان“ کړی دی .......
بیا په تاریخ کې له یوه څخه د ” شام امام “ حضرت مکحول الشامی رضی الله عنه جوړ شوی ...... او له بل نه یی په تاریخ کی ” د مدینی منوری امام “ حضرت نافع مولی ابن عمر رضی الله عنه جوړ شوی دی .......
هغه نافع دی چا په اړه چې د هغوی د بادارانو کور نۍ او د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه لمسې حضرت عبیدالله ابن عبدالله ابن عمر رضی الله عنهم وایی ” لقدمن الله علینا بنافع “ ( پر موږ باندې لوی خدای ﷻ د حضرت نافع مولی ابن عمر په پېرزو کولو سره احسان کړې دی ) .....
په هغه کتاب کې د هغو ټولو مفسرینو ، محدثینو ، فقهاوو او نومیالیو علماوو سوانح او د هغوی علمی ، سیاسی او کلتوری پېښې لیکل شوي چې د اسلام ځلنده علمی ، کلتوري او سیاسی تاریخ یی په یادونه سره فخر کوي ...... هغوی چې د افغانستان د تاریخ په بیلا بیلو پړاونو کې دلته زوکړي ، لوي شوی او یا هم له همدې ټاټوبې څخه پخپله یاد پلرونو او نیکونو له لارې کو چېدلي او نړۍ ته یی خپل علمی ، سیاسی او کلتوری خدمتونه وړاندې کړی دي .......
په هغه کتاب کې د افغانستان هغه ” طالبان “ چې د علم ، فقهی او حدیثو په تر لاسه کولو سره د امام اعظم ابو حنیفه رضی الله عنه ، حضرت عبدالله ابن مبارک ، امام احمد بن حنبل ، امام بخاري ، امام ابوداود ، امام ترمذی او نوروو رحمهم الله ..... په څیر د اسلامی نړۍ د فقهی او حدیثو لمرونه ګرزیدلی دی هم شته ...... او په هغه کتاب کی د افغانستان هغه ” طالبان “ چې د علم او زهد په تر لاسه کولو سره د فضیل بن عیاض ” زاهدالحرمین “ ابراهیم بن ادهم ، علی هجویری ، معین الدین چشتی ، مجدد الف ثانی او نور رحمهم الله ....... په څیر د خپل زهد له کبله د نړۍ د تاریخ ستوري بلل شوی دی هم شته ........
په هغه کتاب کې د افغانستان د هغو ” طالبانو “ یادونه شوې چې په نړۍ کې د ابن سینا ، الفارابی او ابوریحان البیرونی او نورو رحمهم الله ..... په نومونو د نوی ساینس او پر مختګ مخکښان بلل شوي دی ...... او د هغو ” طالبانو“ یادونه هم شوې چی د کابل شاه افغانی ، شیرشاه سوری ، حافظ رحمت خان او نورو رحمهم الله ...... په نومونو په نړۍ کې د تورې ، عدل او زړور تیا اتلان ګڼل شوي دي .... دغه راز هغه کتاب له لومړۍ اسلامی پیړۍ رانیولې بیا تر یوو یشتمې میلادی پیړۍ پوری هغه ټولې علمی ، سیاسی او کلتوری پېښی او پر مختګونه څیړی کوم چې له افغانستان او نړۍ سره تړاو لری ....
هغه کتاب په افغانستان کې علمی عروج او زوال د افغانستان سیا سی او جغرافیوی پر اختیا او ټولېدا ........ همدا راز پر افغانستان باندې بیلا بیل تا ړاکونه ، یر غلونه او اشغالونه څیړی .....
په هغه کتاب کې د علمی مجلسونو خوندونه ، د طالبانو علمی بو ختیاوی او درسونه ..... دغه راز د وینو بویونه ، د تورو شرنګې او د باروتو لوخړې او د ژوندانه تر ینګلتیاوې هم تر سترګو کېدلاې شي .....
هلته د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د طالبانو علمی ” ذوق “ او د قربانیو ”شوق “ څیړل شوی دي ......
هوکې ! که خدای ﷻ کول هغه کتاب به پر خپل وخت ولولو .....
خو دغه په لاس کې کتاب د هغه کتاب یوه وړه برخه او د افغانستان دیوه ” طالب “ په اړه مطالب پکې را ټول شوي دي . اصلا دغه کتاب د هغه کتاب له لومړی ټوکه را زیږېدلې او هدف پکې دا دی چې د امام اعظم رضی الله عنه په اړه لیکل شوي مطالب لوستونکي تنها د همدوي په نوم ولولي ، ځکه په سترو کتابونو کې د هغوي سوانح په پراخه پیمانه او پاشلې توګه را وړل شوي او لوستونکی ستړی کوي ـ
د دې کتاب په اړوند لوستونکی باید څو خبرې په پام کې ولري .
لومړې ، دا چې دا کتاب د تاریخ او سیرت پر ډول لیکل شوې علمی څیړنو او اختلافی مذاهبو ته ډیره پاملرنه نه ده شوې
دوهم ، دا چې په دغه کتاب کې به لوستونکی له یو لړ اشارو سره مخامخ شی د بیلګې په توګه ” موږ د فقهې په بحث کې د هغه یادونه کړې “ ........ ” موږ د حدیثو په برخه کې هغه ته اشاره کړې “ ..... ” موږ به په راتلونکي کې په دې اړه بحث ولرو“...... ” د لومړۍ پېړۍ په بحث کې مو اشاره ورته کړې “ او داسی نور ټکی هغه څه دی چې لوستونکي باید په همدغه په لاس کې کتاب کې د هغه لټون ونه کړی ، ځکه دا هم د هغه ” ستر “ کتاب ” طالبان په افغانستان کې له راشده خلافته تر اسلامی امارته “ و بیلا بیلو برخو او مباحثو ته اشاري دي لوستونکي باید ورته متوجه وي .
دریم ، دا چې د امام اعظم رضی الله عنه د ژوندانه د بیلا بیلو اړخونو په اړه ما پخپل اند جامع خو مختصر څیړنه تر سره کړې ، که د رانه لو ستونکي په دې اړه کومې غلطۍ او نیمګړ تیاوې راته په ګوته کړي نو دا به یی پر ما او زما پر دغو دواړو کتابونو پیرزوینه او لورینه وي .
څلورم ، دا چې د پېښو په ترتیب او د حوالو په غلطۍ کې که کومې ستونزې تر سترګو شوې نو لوستونکی باید په یاد ولري چې ما هڅه کړې چې د امام اعظم رضی الله عنه د بیلا بیلو سوانح لیکونکو بیلا بیل آثار وګورم او د یوې پېښې په اړه د بیلا بیلو لیکوالانو و څیړنو ته په پیوستون ( تدفق ) ورکولو سره یو داسی څه ولیکم چې په دې اړه د ټولو نظرونو ته مناسب ځای ورکړل شوي وي . نو که کومه نیمګړتیا او ناسموالې ولیدل شی دا به زما د دغه ” نوښت “ نیمګړتیاوی نه د پخوانیو لیکوالانو ـ
په پای کې دلوي خدای ﷻ له درباره په دې هیله تاسو د کتاب و لوستلوته را بولم چې هغه ذات ﷻ موږ ته د دې توفیق راکړي چې په عقیدوی ، علمی او عملی برخو کې د خپلو ټولو اسلافو رحمهم الله په ځانګړې توګه د امام اعظم رضی الله عنه پر راښو دل شوو لارو ولاړ شو ـ وصلی الله علی خیرخلقه وعلی آله و اصحابه ومن تبعهم باحسان الی یوم الدین .
والسلام علیکم ورحمه الله
شهیدمحمد حسین ” مستسعد “
د امام اعظم رحمه الله نسب او پلرنې ټاټوبې
د امام اعظم ابوحینفه رحمة الله تعالی علیه اصلی نوم (نعمان ) دی د ابوحینفه په کینت سره پیژندل کیږی او د امام اعظم لقب د امت د امامانو لخوا نه ورکړل شوې دی .
دهغه د پلار نوم ثابت او د نیکه نوم ” زوطی “ ( د لومړی په پیښ او دریم په زور ) دموسی پروزن بلل شوې دی ـ د اکثرو مورخینو په قول چی د امام اعظم رحمه الله د دوولمسیانو عمربن حمادبن نعمان او اسماعیل بن حماد بن نعمان په خبرو استناد کوی ، د امام اعظم رحمه الله دنیکه زوطی اصلي ټاټوبی یی کابل ګڼلې چی په هغه وخت کې د تخارستان ،غزنی او بامیانو په مینځ کې تر اټکه پوری د یوه سیمه ایزحکومت جغرافیایی نوم و ـ د امام اعظم رحمه الله د نیکه زوطی په اړه د امام رحمه الله دواړه لمسیان بیلابیل نظرونه لری . عمربن حماد وایی چی ابوحینفه نعمان رحمه الله د ثابت زوی دی او د هغه پلار زوطی دبنی تمیم الله بن ثعلبه لخوا له کابل نه نیول شوې او بیا ازاد کړل شوې دی ـ ولې د امام اعظم رحمه الله بل لمسې اسماعیل بن حماد وایی چی زه اسماعیل بن حماد بن نعمان بن ثابت بن نعمان بن مرزبان د فرس له از ادو او حرو او لادو څخه یم په خدای ﷻ مې قسم چی پر موږ کله هم غلامی نه ده راغلې ، زما نیکه ابو حینفه په اتیایم (۸۰) هجری کال پیدا شوې دی او د هغه پلار ثابت په وړکوالی کې حضرت علی ابن ابی طالب رضی الله عنه ته ورغلې وو او هغه و ده او د نوموړی اولادونو ته د برکت دعا کړېوه ، موږ له لوی خداﷻ نه هیله لرو چی د هغوی دعا به زموږ په حق کې قبوله شوې وی ـ اسماعیل بن حماد داهم ویلی چی د امام ابوحنیفه رحمه الله نیکه د نوروز په ورځ و حضرت علی کرم الله وجهه ته ( د هغې ورځې له دود سره سم ) فالوده وړاندې کړېوه او حضرت علی کرم الله وجهه و هغه ته په مننې سره ویلی وو چی ” زموږ هره ورځ نوروز دی )
د امام اعظم رحمة الله علیه د نامه ” نعمان “ په هکله هم ډول ډول نظریات وړاندې شوی دی ، که څه هم اسماء معلول په علت سره نه دی ولی د امام رحمه الله نوم د ځینو مورخینو د بحث وړ ګرزیدلی ځنی ” نعمان “ د وینې د سره رنګ په معنی تعبیر وی او دا چی امام د اسلامی ټولنې لپاره دوینې حیثیت لری چی د هغې په شتوالې سره وجود بقا مومی او یو شمیرنورو هغه دیوه سره رنګه واښه نوم بللی چی هغه ښه بوی لری ، بل څوک یی د عربی د” فعلان “ پر وزن باندی له ” نعمت “ نه مشتق ګڼی او یو شمیر د نعمان ټکې د ارغوان د ګل په معنی اخلی ـ څرنګه چی پورتني تو جیهات ټول د عربی ژبی پر بنسټ توجیه شوی دی دلیکوال په نظر ورستۍ معنی د امام اعظم له نامه سره نسبتی اړخ لګوی ـ هغه داچی د افغانستان هغه سیمه چې د امام اعظم رحمه الله نسبت ورته شوې مور خین یی د کابل په شمال کې د چاریکارو د سمیی په مربوطاتو کې د ” خواجه سیاران “ یاد” سترغچ “ کلې یادوي ـ دا چی د چاریکارو په سیمه کې د پسرلی په موسم کې د هغوغرونو په لمنوکې چی دامام اعظم رحمه الله کلی نژدی ورته پروت دی د ارغوان ګلونه راټوکیږی . او یو وخت خو په آزاد افغانستان کې د سیمی او شاوخوا خلکو د نوموړی ګل د غوړېدلو پروخت د ارغوان په نامه یوه دودیزه میله هم جوړوله ـ د همدې بنسټ له مخې کېداې شی چی د همدې ګل د یاد ګار په توګه دی د هغه کورنۍ د هغوی
نو ربیا