د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

غوښتنه


doctor
13.08.2007

زما يو څو لاندې غوښتنې او سفارشات دي هيله ده چې غور پرې وشي:
۱- كه ځېنې اسلامي كلمات په خپل اصلي بڼه وليكل شي نو ښه به وي ځكه چې هم به ثواب وي او هم به خلك د خپلو اسلامي كلماتو د ليكلو سره اشنا شي لكه د هركار يا هر څه په شروع كې بسم الله الرحمن الرحيم وليكل شي نه داچې څوك يې داسې وليكل )دلوي څښتن په پاكه نامه( يا نور.
۲- د جل جلاله ، صلى الله عليه وسلم ، رضي الله عنه او رحمة الله عليه او يا رحمه الله الفاظ پوره ليكل نه داچې )ج( ، )ص( ، )رض( او يا هم )رح( وليكل شي. خلك به پوه شي ليكن ثواب په پوره ليكنه كې دى.
۳- همدارنګه ځېنې خلك د السلام عليكم په ځاى داسې وايي چې سلام كوم او يا هم لكه اكثر د كابل تلويزون د خبرونو په سر كې وايي چې د سلام په وړاندي كولو سره دادې ددې ساعت خبرونه وړاندې كوو كه ددې پرځاې په اسلامي طريقه وويل شي چې السلام عليكم و رحمة الله وبركاته او بيا خبري شروع شي نو له يوه پلوه به يو سنت طريقه وي او له بله پلوه به ثواب هم حاصل شي.
ستاسو ورور
ډاكټر


ghafar
13.08.2007

ډاکټر صاحب السلام علیکم
اوریدلي به مو وي چې ډېر خلک هله د خدای په یاد شی، چې ناروغ شي او یا کوم بل ناورین ور پېښ شي!

ډاکټر جانه کوم ځای مو خوږېږي چې داسې پوښتنې مو مطرح کړې؟ ځکه تاسو تر اوسه پخپلو لسولیکنو کې یواځې یو ځل لیکلي دي چې:" السلام علیکم" !
خدای دې روغ کړه ! ( ټوکه وه)

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more