د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ټول افغان پاڼې ته سلامونه


فرښته
03.11.2003

لومړی زه د ټول افغان مشر ته او د ټول افغان ټولو لوستونکو ته د زړه له کومي سلامونه وايم .
د دې پاڼې په ليدو سره ډېره خوشحاله شوم . او د الله شکر مې ادا کړچې زمونږ په هېوادوالو کې داسې يو ځلمی هم شته چې زمونږ د پښتو ژبې شمله يې اوچته کړې ده .
ټول افغان ته د لا برياوو په هيله ،



طالب جان
03.11.2003

ګراني اومحترمې خور فرښتي ته د ټول افغان ښکلي پاڼي ته په راتلو سره ښه راغلاست وايم راتګ مو بختور شه .


N
03.11.2003

. ډېري ګرانې خور اغلې فرښتې !
وټول افغان پاڼې ته ستا قدمونه پرلېمو اوسترګو.
هرکله راسې اوستاسو دپه زړه پوري لېکنو په تمه.
په مېنه اودرنښت.
نېلوفر سنګېن.



فرښته
03.11.2003

ډېری محترمی نيلوفرجان او محترم طالب جان وروره لومړې زما سلامونه ومنئ٠
دهرکلي څخه مو ډيره مننه٠طالب جانه وروره اسلامي موضوعات مو ډير په زړه پوری دي٠


ډاکتر وطنمل
03.11.2003

[color=blue:743e6771f4]
ددې پاڼې د بنسټ ايښودونکې ډلې د مشر اومسوول چلوونکي په توګه خوشاله يم چې د رمضان په مبارکه مياشت کې تاسو غوندې يوې پښتنې فرښتې ته په ټول افغان کې هرکلی وايم . رښتيا ده چې ددې پاڼې تخنيکي مسول د تخنيکي مؤسس ( webmaster) په توګه دټول افغان دپاڼې په جوړلوکې بې سارې مرسته کړې اود ډيرې ستاينې وړ ځلمی دی . مونږ ورته ستاسو ټولو په شمول د ملي ژبې ، ملي کلتور اوملي پرمختګ په خدمت کې له الله تعالی څخه ﻻ ډير توفيق غواړو . په مينه درنښت او سلامونو . وطنمل [/color:743e6771f4].



ليلماـ الفت
04.11.2003

ګراني او پتمني خور فرشتې دنور وړونو او خوندو په څير زه هم درته ښه راغلاست وايم هرکله راسئ
د المان څخه اوبيا نوم فريشته ايا دافغانستان د ننګ شمله فريشته لودين خو به نه ياست ؟
ګراني خور داسي ښکاري چه په ټول افغان کي هغه يوه خلاهم اوس په ډکيدو ښکاري چه هغه د ښځينه ليکوالو کمي وه
يوځل بيا درته هرکلۍ وايم ستاسي دښائسته او ښکلوليکنو په اميد ........
..........................ستاسي کشره پښتنه خور ليلوما الفت دکلفورنيا د ايالت څخه



طالب جان
05.11.2003

[quote:6bb3199c05="فرښته"]ډېری محترمی نيلوفرجان او محترم طالب جان وروره لومړې زما سلامونه ومنئ٠
دهرکلي څخه مو ډيره مننه٠طالب جانه وروره اسلامي موضوعات مو ډير په زړه پوری دي٠[/quote:6bb3199c05]
[color=blue:6bb3199c05]ډيري محترمې مکرمې اوبا عفته خورې (( فرښتې )) السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
داچي ځما نيمګړو ليکنوته تاسي د ((په زړه پوري )) صفت ورکړېدې له تاسي څخه دزړه له تله ډيره ډيره مننه کوم .[/color:6bb3199c05]



هيواد شېرزاد
05.11.2003

پتمنې او پښتنې خور پرښتې ته د زړه له کومې سلامونه او د ټول افغان پاڼې ته ښه راغلاست وايم. خدای جل جلاله دې وکړي چې زمونږ سره يوځای ددې پاڼې په ژوندي ساتلو او لا پياوړتيا کې لکه د نورو خويندو او ورونو په شان ګډه ونډه واخلې.



فرښته
06.11.2003

محترمو خويندو ورونو سلامونه مي ومنئ٠
درنی خوری ليلوما جان محترم وطنمل صاحب اودهيواد وروره له هرکلي څخه ډيره مننه٠
ليلوماجانی خوری زه فرشته لودين نه يم ٠که څه هم چی هغه ډيره پښتنه او په اسلام مينه افغانه ده خو فيکر نه کوم
چي پښتو ليک به يې زده وي ځکه چې هغه په خارج کې لويه شوي ٠
په درنا وي ستاسو خور فرښته٠


خورې ستړې مه شې


مجيب انګار
12.11.2003

ګرانې خورې فريښتې! ښې چارې
خورې! ډيرو خويندواو ورونوخودې دروندهرکلی وکړاوښې غوړې غوړې خبرې ئ درته ليکلي خوزه دې يوساده پښتون وروريم ,دغه ډيرې تشريفاتي)خبرې مې ندي زده....دې پاڼې ته دې په راتللو ډيرخوښ شوم هرکله راشې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more