د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانستان موزیمونه

Bawary
03.11.2003

ګرانو دوستانو زمانيکی هيلی او سلامونه ومنۍ٠
ما د افغانستان د موزېمونو په اړه د لنډ معلوماتی مطلب دليکلو تکل کړېدۍ او په تېره پاڼه کې مې د ملې موزېم په اړه لنډی څرګنده ونې وړاندی کړی ، اودادۍ اوس د هرات موزېم په اړه لنډی ېادونې د درنو لوستونکو لپاره ليکم٠ دېوی بلې ېادونی اړتيا هم وينم چې د افغانستان ملې موزېم په اړه مطالب د سياسی او ټولنيز فورم په لړۍ کی ليکل شوي دي٠ اوس می پام شول چې دا مطالب بايد د فرهنګې فورم په لړۍ کې وليکل شې ٠ هېله د دوستانو ته دا يادونه ز ما دتېروتنې په پلمه دمنلو وړ وګرځې ٠
دو هم دهرات موزېم:
په ډاډمنه توګه د دې ېادونې څرک نشته چې دهرات موزېم په کومه نېټه او دچا په وينا پرانستل شو ، يوازې دا ېادنه شوې چي په هرات کی د شجاع الدوله دواکمنۍ { رئس تنظيمه } پر مهال دهرات موزېم په لمرېز کال ١٣٠٣ کې تأسيس شوېدۍ٠ د دی موزېم د پرانستلو سره سم دهرات اړوندو دولتي ادارو ټول تارېخي اوفرهنګي توکې موزېم ته تسليم او ورسره يوځای هغه أثار چي په لرغونو او تارېخي سېمو کي ساتل شوې او ېا په ﻻس راوړل شوې وه هم موزېم ته وسپارل٠ د امانې دولت دړنګيدو په وخت { ١٣٠٧}د هرات موزېم ور جبرأ پرانستل شو او ېو شمېر هغه أثارچې د پخواني تنظيمه رئس په امر موزېم ته راوړل شوې وه بيرته خپلو پخوانيو ځايونو ته وليږل شوه٠ دبيلګي په توګه هغه مسي دېګ اوېوه ډبرېنه ليکنه بيا د ګازرګاه په نوم زېارت ېوړل شوه ٠ او يوشميرأثار دنائب ا لحکمه له ماڼۍ نه د ښونې وزارت تعمېر ته وليږل شوه٠ په ١٣١٠ لمرېز کال د هرات موزېم دهغه وﻻېت ښاروالۍ ادارې ته وسپارل شو٠په ١٣١٢ لمرېز کال دهرات موزېم د پارک هوټل په نوم نوې ودانۍ ته ليږل شو ٠ په ١٣٣٩ کال د موزېم اداره يوځل بيا د ښونې او روزنې وزارت ته ور په غاړه شول٠ دهرات موزېم زېات شمير أثار دښاروالۍ له خوا پېرودل شوېدي،خو يوشمېر أثار په ١٣٢٥ لمرېز کال د کابل موزېم له خواچې د بګرام څخه تر ﻻسه شوې وه د تحفې په توګه ورکړل٠ د هرات موزېم هغه وخت ﻻ بډای او دپام وړ وګرځېدۍ چي د يونسکو له خواپه ١٣٥٢لمرېز کال رسمأ هرات يوه فرهنګې سېمه ومنل شوه٠ په ١٣٥٧ لمرېز کال د ملې موزېم او هرات موزېم تر منځ د ېوه پرو تو کول له مخې يو او بل ته د ننداره ېزو أثارو د وړلوراوړلو پروژه و منل شوه خو په هرات کې د ١٣٥٧ او ١٣٥٨ کالونو پيښو ددې امکان د پلې کيدو مخه ډب کړل٠ په ١٣٧٢لمرېز کال د ښاغلې اسماعيل خان په وسيله بيا پرانستل شو٠ خو د هرات تارېخي موزېم په دې دوره کې له پامه ولوېد او د جهاد موزېم په نوم نوۍ موزېم د زېاتی پاملرنې وړ وګرځېدۍ٠ په ١٣٧٤ لمرېزکال د هرات موزېم مسؤل ښاغلې عليشاه بهره او په هرات کې د طالبانو فرهنګې مسؤل ښاغلې عبد ا لسلام طيب د هرات موزېم د هڅو او منظمو نندارو ډاډ په هغه سمپوزېم کې چي په ننګرهار کې د سپک مؤسيسې په مرسته داېر شوې ؤ، نړېوالو ته ورکړ٠ په دې سمپوزېم کي د يونان، فرانسې،ايتاليا او سريلانکاسفيرانو هم ګډون درلود٠ د سمپوزېم برخه والو د ښاغلې طيب او ښاغلې بهره څخه د هرات د موزېم د أثارو دساتنې او د موزېم د منظمو هڅوپه اړه ستا ينه وکړل ، په داسې حال کې چي په همدې شپو او ورځو کې د افغانستان ملې موزېم دتاﻻنګرو او داړه مارو توپکيانو له خوا چور او تاﻻن شوې ؤ٠
په دې ورستې يو يو نېم کال د هرات موزېم ته ېوځل بيا پام ګرځېدلۍ دې په دې برخه کې د هرات موزېم مسؤل اوکار کونکواو هم دهرات فرهنګې او مسلکې کسان ښاغلې غنې نيکسېر،او ښاغلې نيکبين اود لرغونپوهنې ادارې مسؤل ښاغلې عبدا لواسع فېروزې ګړندۍهڅې د زېاتې ستاينې وړ دې ،په نېکو هڅو او فرهنګې ملې چو پړ کې ورته دﻻ برېو هيله کوم ٠
باوری٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more