اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دخلاصـــون لار
talib
10.08.2007
دخلاصـــون لار
دادشیخ الحدیٍث مولوی عبدالعلی دیوبندی صاحب دهغو پروګرامونو یو برخه د چی دکابل دشریعت غږ رادیو له لاري يي داوریدونکو پوښتنو ته ځوابونه ویل.
کسيټ نمبر - ٧٢
پوښتنه: که دسهاريا ماسپښين په لمانځه کښي سړى په داسي وخت کښي مسجد ته ورسيږي چي ملاامام دلمانځه په اخري رکعت کښي ولاړ وي. سړى به په جمع کښي داخليږي اوکه به سنت کوي؟
جواب : بـسم الله الرحمن الرحيم نحمده و نصلي على رسوله الکريم.
حضراتو! ستاسوسلام ته وعليکم السلام وايو.اما دسهار او دماسپښين لمونځ دا فرق لري چي دماسپښين په لمانځه باندي که امام ولاړ وي که تاسي راغلاست ، بيانو اول يادوهم يا دريم يا څلورم رکعت ته انتظار مکوئ. يو دم په صف کښي داخل شئ. له امام سره په لمانځه کښي داخل شئ. يعني هغه څلور رکعته سنت به وروسته کوي. له دي جهته په ماسپشين کښي داشروع په سنت مکوي چي دماسپښين سنت تاسي له فرضه راګرځوي .اماپه دغه کښي اختلاف دى چي اوس نو داڅلور رکعته له مخه کيږي که دوه؟ دماسپښين هغه څلور رکعته سنت هغه تاسي چه به دفرض لمونځ له مخه کوئ اوس چه ته راغلي، قامت شروع دي. يا وخت يوه دقيقه يا دوه دقيقي پاته دى. تاته داوخت معلوميږي چي زه داسنت نه سم رسولي. نو تاسو انتظار کوي، هرکله چي جماعت ودريدى، تاسي هغه سنت پري ايښي دي. تاسي به دامام سره ګډ سئ چي امام لمونځ ختم کړي، فرض مو وکړئ. څلور رکعته اول وکړي. هغه دوه رکعته وروسته وکړي. لکه عالم ګيري چي وايي.
خودماسپښين په لمانځه کښي اشکال نسته او دسهار لمونځ چه تاسي راسئ. که امام په اخر رکعت کښي وي دا وتاسي ته معلومه ده چي دسنت په کولوامام لمونځ ختموي يعني دوهم رکعت هم راڅخه تيريږي. نوحضرراتو په دغه کښي کتاب وايي: دغه سنت مو پريږدي. له امام سره په لمانځه کښي داخل شي. هغه يو رکعت به ورسره ونيسئ. بيا چي امام سلام وګرځوي ته به ولاړشي له سره به سبحانک اللهم ،اعوذبالله او بسم الله ووايي اوخپله فاتحه مبارکه او سورت شريف به ووايي او رکعت به وکړئ. ولي په سهارکښي دادجماعت فضيلت زيات دي تردا سنتواوهغه دوه رکعته سنت چي پاته شول هغه نوپاته دي بيا نسته .عام طورکتابونه زموږ وايي بيا وروسته قضا نه سته، نه راګرځي اوکه لمر راختلى وي اوکه نه چي د سهارفرض مووکړل اوسنت پاته شول .په دغه وخت کښي يي پريږدي چي ته راشي اوخپل فکردي وايي چه که زه سنت کوم دالمونځ راڅخه تيريږي نوشروع په سنتوباندي مهکوي. بلکي په لمانځه کښي ورسره داخل شئ اوسنت دي پاته شي. والسلام .
پوښتنه :زه موږ پيغمبر محمدصلى الله عليه وسلم به په خپله څرنګه کلمه طيبه ويله؟ ايا خپل اسم مبارک به يي پکښي ذکر کاوه که څنګه ؟
جواب :حضراتو !ستاسو وسلام ته وعليکم السلام وايو.
دحضرت رسول خدا صلى الله عليه وسلم څه دکلمه طيبه دواړه قسمه نقل دي: لااله الا الله محمدرسول الله اوداکلمه هم راغلي ده: اشهدان لااله الاالله واشهداَني رسول الله چي عليه السلام مبارک ويل زه په دي ګواه يم چي الله واحد لاشريک دي او زه ګواه يم چي يقيناً او قطعاً زه رسول دخداي او پيغمبر دالله يم.
نو دعليه السلام مبارک څخه دواړه قسمه تعبيرات عبارات کلمات مقدسه ثابت دي او هم به يي محمدرسول الله ويل. يعني محمد صلى الله عليه وسلم يقينا او قطعا رسول دالله دي اوهم دغه عبارات اَني رسول الله يعني اشهداني رسول الله يعني زه ګواه يم چي زه يقينا رسول دخداى يم.
خوموږ او تاسي مکلف په دغه يو چي دعليه السلام مبارک نوم به اخلواو په هغه به کلمه وايو. ايمان به په راوړو.
اشهدان لااله اﻻالله واشهدان محمدعبده ورسوله .
لااله الاالله محمدرسول الله .
والسلام.
نوربیا
ننګيالی زابل
22.09.2007
طالب جانه ! الله ج دي ژوندی او په خپلو اسلامي ، اخلاقي او ټولنيزو
خدمتونو کې بريالی لره ، عمر دي ډير او قلم دي خلاص .
الله ج دي وکړي چې ستاله همدې نشراتو نه خلګ استفاده وکړي .
حوصله دي ژوندۍ . نور دې په خداي سپارم .
نيکمرغه اوسي ، ورور دي ننګيالی زابلی .