نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په آفغانستان کي دناټو راتلونکي ته کتنه
خاټول
09.08.2007
په آفغانستان کي دناټو راتلونکي ته کتنه
لیک: ډاکټره عفت خاټول، دبون ښار دآلمان فیډرالي جمهوريت
که په افغانستان کي دناټو اوامریکا ماموریت په سړه سینه وڅیړو او ځمکنیو حقایقوته دانصاف په سترګه وګورو، نو هرومروبه دې پایلي ته ورسیږو چي په افغانستان کي دامریکا اوناټو ماموریت ورځ په ورځ خپل دبري چانسونه له لاسه ورکوي، اودخپلو موخوپه لاس ته راوړلو کي په قهقرايي ډول دشاتګ لوري ته ګړندي ګامونه اخلي.
له بده مرغه د۹/۱۱ له پیښو وروسته لویدیز آندوالانو اومفکرينو یاخو دعصبي اوعقلي شاک په حالت کي اویاهم داسلام په وړاندي دړانده تعصب اودښمنۍ له مخي ځيني داسي اشتباهات وکړل چي بشري ټولنه يی له انزجار،نارامۍ اودبې باورۍ له ناورین سره لاس اوګریوان کړه.له شکه پرته په افغانستان باندي تیری اوهلته دخپل ړانده ځواک بې دریغه کارول هم دلویدیزمفکرینو اوچارواکو نه بښونکي تېروتنه ده.دافغانستان معروضي اوځمکني حقیقتونه اودروځ اوبلي په تیریدوسره دمقاومت په کميت اوکیفیت اوهمدار راز په جګړه ایزوتاکتیکونوکي بدلون،په صراحت اوبداهت سره دناټودماموریت دماتي ډنډوره غږوي اوزماپه آندبه څوک هم چي په حقایقو باندي ګروهه ولري له دې حقیقت نه سترګي پټی نکړي.په لاندي ټکوکي به لنډ ډول دناټودماتي لاملونوته نغوته وکړم.سره له دې چي ناټوله یوه ډیرموډرن اوپرمخ تللی پوځي اومادي ځواک نه برخمنه هم ده خوبیایی هم برخه لیک اوراتلونکي له ګواښ سره مخامخ ده:
- معنوي بې انډولي: پخواني اومعاصرپوځي کارپوهان پدې خبره سره یوه خوله دي چي دجګړې په ډګرکي تل هغه لوری ګټونکی وي چي دخپلي جګړې دجوازلپاره له معنوي پلوه قوي اوډاډمنه وي او داایمان ولري چي دجګړې په دواړو صورتونومرګ اوسوبه کي هغه معنوي ذات چي دوی ورته عقیده لري خوښ اودده پرعمل به مکافات اواجرورکوي.ناټو اوپه افغانستان کي دهغوي په وړاندي دمقاومت ډله په معنوي لحاظ هیڅ انډول نه سره لري.
ناټو په خپل مادي اوپوځي ځواک غره ده خوله ایماني پلوه تش لاسي ده.له بله لوري دناټوپرخلاف جنګیدونکي ډله له قوي ایمان اودجنت اودوزخ دشتون دتیورۍ نه برخمنه ده.هغوي دناټوپرخلاف جګړه یوه مقدسه دنده اودخداي تعالی درضالامل ګڼي.دمقاومت دغه تیوري هغه مهال نوره هم ځواکمنه شي چي دجګړې پرډګردخپلو شهیدو انډیوالانو دويني خوشبويي احساس کړي او وګوري چي ددوي مړي دډیرو شپوپه تیریداسره لاهم تر اوتازه وي.بالعکس ددوي پرخلاف جګړه ګونکي یرغلګران اودهغوي لاسپوڅي له وژني وروسته نژدې مسخه شي.مړي يی په ډیره کمه موده کي خراب اوبدبویه شي.
دپورتني معنوي توپیر اوپایلو دشاهدپه ډول غواړم چي دیوه ثقه او وتلي افغان سپین روبي له خولې هغه مکالمه درته رانقل کړم چي دنوموړي اوامریکايي جنرال جان ابي زیدترمنځ ترسره شويده. نوموړی وايي چي په ۲۰۰۶ کال کي دیوه عربي هیواد دسفارت له لوري په عاجل ډول سفارت ته وروغوښتل شوم.دسفارت مخي ته بې سابقې امنیتي ترتیبات نیول شوي وو اوداسي ښکاریده چي سفارت ته کوم خورامهم شخصیت راغلی دی.سفیرزماپه لیدو سره رامخي ته شو اوراته يی وويل چي ته دامريکايي جنرال جان ابي زیدله لوري راغوښتل شوی يی اوهغه غواړي چي له تااوځینو نوروافغان مخوروسره ددغه هیوادپه راتلونکي وغږيږي.زه ددې خبري په اوریدوهک حیران شوم خوچاروناچارمي خپل چمتووالی وښود.له جنرال سره خبروته کیناستلو.هغه سم له لاسه له ماوپوښتل چي کوم لاملونه کولای شي په افغانستان کي زموږدبریالیتوب بهیرګړندی کړي.ماورغبرګه کړه چي په افغانستان کي ستاسي بریالیتوب ناشونی دی.جنرال یوڅه حیران شو اووي پوښتل چي ولي؟ ماځواب ورکړ داځکه چي تاسي معنوي ځواک نه لرۍ اوستاسي پرخلاف جګړه کونکی مقاومت له ایماني ځواک نه برخمن دی.ماورنه وپوښتل چي آیاتاسي له طالب بندیانونه دپلټنوپرمهال، دجګړې په ډګرکي په سپینو آسانو دسپرو جنګیالیو پوښتني ندي کړي؟ جنرال ابي زیدراغبرګه کړه چي هوموږ ډیرځله داسي څه کړي دي.ماورته وويل په هغه خدای سوګندچي زه اوته دواړه ایمان پرې لرو طالبانو ترننه پوري دجګړې په ډګرکي اسان ندي کارولي بلکي داهماغه مانیز ځواک دی چي طالبان ورباندي ټینګ ایمان لري.همداراز کله چي امریکايي ځواکونودطالبانوپرضدجګړه پیل کړه اودطالبانو اوامریکایي سرتیرو اودهغوي لاسپوڅيوجنګیالیوترمنځ دمزارشاوخواسیموکي درنه جګړه روانه وه،دامریکاغږپه ګډون لویدیزو رسنیو پدې خبره حیرانتیاوښودله چي دطالبانو مړي له وژل کیداښایسته ډیره موده وروسته هم سالم اوتازه پراته وي پداسي حال کي چي دامریکایانو اودهغوي دپلویانو مړي ډیرژرخراب شي. هغه مهال ګڼوامریکايي پوهانو نظرورکړچي طالبان یاخو په ژوندیني ځانونه حنوط کړي ترڅويی له وژل کیدا وروسته جسدونه خراب نشي اویاهم دهغوي لوږه اواکم خوراکي دهغوي دجسدونو دتازه پاتي کیدا لامل وي.خوپه حقیقت کي له پورته دوو څخه یوهم دجسدونو دسالم پاتي کیدا لامل نه ووبلکي حقیقی اواصلي لامل يی هغه معنویت وو چي طالبان ورباندي باور اووېسالري اوناټوترې تش لاسي اومحرومه ده!!!
په سیاسي ډګرکي: ملګرو ملتونو،امریکا اوناټو آن لادلوبي په پیل کي داسي تیروتني وکړې چي اغیزويی په افغانستان کي ددوي شتون ته جدي ګواښ متوجه کړ.دبن غونډه چي ښايي په یوه ناپېیلي بڼه اوډیموکراتیکه فضاکي دافغانستان دراتلونکي په اړه رول لوبولای وای،دامریکایي اولویاتو اوترجیحاتو اوغوښتنو قرباني شوه اودښاغلي ستارسیرت چي دغونډي له برخوالونه يی دډیرو وېسااوباور ترلاسه کړی وو اوپه اصولي ډول وړوو چي دافغانستان دلنډمهالي پېردمشرپه بڼه راڅرګندشي شاته وغورځول شو اوپرځاي یی ښاغلی حامدکرزی چي دامریکادمرکزي قوماندې دمرکز دپخواني قومندان جنرال ټومي فرانکس په وینا دسي آيي اې دلاس سړی وو دلنډمهالي ادارې دمشرپه توګه وټاکل شو اودافغانستان په سرنوشت وروتپل شو.
همداراز دلويي جرګې ټاکني هم له دیموکراتیکو پرنسیپونو سره نه وې برابري اودتقلب اوجعل کارۍ ګڼ سندونه يی دنړیوالو رسنیوترلاسونو ورسیدل.بل پلو دناټو اواتلافیانوپرخلاف جنګیدونکوطالبانو سیاسي وضعیت پخپله ګټه راوڅرخاوه اودولت او دولس ترمنځ نښلونکي کړۍ يی ماتي کړې.په بل عبارت ټول هغه عناصرچي ددولت او ولس ترمنځ يی دپل بڼه لرله اوپه ولس کي ددولت دنفوذمدارونه ګڼل کیدل یاخودطالبانو لخوا له منځه یوړل شول اویايی هم دولس له لیکوداسي تبعیدکړای شول چي اوس نه دپارلمان غړي اونه هم دولایتي او ولسوالیو دشوراګانو غړي په خپلو سیموکي په خلاص مټ راشه درشه کولاي شي.بلکي داړتیاپرمهال دامریکايي هیلي کوپټرونوترفولادي وزرولاندي په غلادیوڅو ساعتونولپاره خپل کورکلي ته ورشي اوبس!
طالبانوپردې بسنه ونکړه بلکي حکومت په اداري ماشینرۍ کي په کاربوختي پرزې يی هم دې ته اړایستلې چي په کورکيني اوپدې ډول له ښارونونه په دباندي سيموکي ددولت انتظامي ماشینرۍ عملاً له سقوط سره مخامخ شوه چي ګټه يی ټوله طالبانوته ورسیدله.ددولتي ماشینرۍ په فلج کیداسره ددولت او ولس اړیکي وشلیدې خوپه بدل کي يی دطالبان له ولس سره نژدې اوپه تړاوکي پاته شول.
په داسي حالت کي دابدیهي ده چي دولت چي په سیاسي ډګرکي دناټو ممثل اویاهم نانځکه ده پاتي راغی اودښمنان يی بریالي شول.
په اقتصادي ډګرکي: افغانان چي واردمخه له یوه لوري دملګروملتونو له لوري اقتصادي بندیزونو اوپرله پسې وچکالیو ځپلي وو اوله بله لوري لویدیزو رسنیو باوري کړي وو چي ددوي دټولوناخوالو لامل طالبان اودهغوي نظام دی اوکه طالبان نه وي نو لویدیځ به دخپلو بانکونو اوزیرمو بهیرونه په ډیرسخاوت اوفیاضۍ سره دافغانانوخواته راسرکړي اوپه دغه هیوادکي به په یوه شپه کي به دشاتو اوشیدو ویالې وبهیږي. ځکه نوپه لومړي پړاوکي ولس په نسبي ډول دامریکاتېری وزغامه اوله طالبانوسره يی دیرغلګروپه ټکولوکي لازمه مرسته ونکړه،ولي د اوو کلونو په تیریداسره ناټو اوملګروملتونو په افغانستان کي داسي اقتصادي پروژې وړاندي نکړای شوې چي دولس دستونزوپه حل کي مرسته وکړي. نه یوازي دابلکي دافغانستان دویجاړشوي اقتصاددبیارغوني خواته هم وړ پامرنه ونشوه.ددې په ځای چي دافغانستان اقتصادي بنسټ له سره جوړ شي اوداوږدمهالوپلانونوپه جوړولوسره افغانستان په پښو ودرول شي په لوی لاس دافغانستان اقتصادهم دهماغه کاپیټالزم پراصولو ودرول شو.شتمنۍ دګوتوپه شمیر خيټه ورو لاس ته ولویده اودپانګي وېش په غیرعادلانه ډول پیل شوچي په پايله کي یی دعام ولس دپیرودلو ځواک ختم اودفقرترلیکي لاندي ژوندکولوته اړایستل شو.
دورځنۍ اړتیا وړ شيانوبیی بې کچي لوړي شوې پداسي حال کي چي دطالبانوپرمهال سره لدې چي انفلاسیون بيخي ډیروو خو دنن په پرتله دورځنۍ اړتیاوړ شيانوبيي دهيڅ په حساب وی.ځکه نو دولس لپاره دطالبانو دوره له اقتصادي پلوه هم یوه آیډه آله دوره ګڼل کیږي.ښايي کتونکي به راسره مناقشه وکړي اوپه افغانستان کي دلویو لارو جوړیدل دامریکا اوناټو له قتصادي کارنامو وبولي خوزماپه آندکه څه هم دګوتوپه شمير څو لوی سړکونه په پاخه اواساسي ډول جول شول خوپه حقیقت کي دسړکونو پخیدن دامریکااوناټودجنګي استراتیژۍ دپرمخ بیولو لپاره خورا اړین ووځکه دجګړې ډګروته داکمالاتو رسول تراوږدې مودې پوري له هوايي لارو شوني ندي اودامریکاپرپوځي اقتصادناوړه اغیزه اچوي.ددې لپاره چي په کم لګښت دجګړې ډګرته سړي اووسایل ورسول شي څولويي لاري يی پخې کړې.
دوهم داچي هغه بسپني چي دافغانستان دبیارغوني لپاره ځانګړي شوي هغه په خورا مبتذرانه ډول په انجیوګانوباندي ووېشل شوې.انجیوګاني چي بایدغیرانتفاعي خیریه کارونه يی کړي وای دایسټ انډیا دکمپنۍ په څیرداقتصادي استعمارپه بڼه کي راڅرګندي شوې.دلومړي لاس هغه ټیکې چي باید په ترجیحي ډول افغان ټیکه دارانو ته ورکړل شوي وای،انجیوګانوته ورکړل شوې.دغوانجیوګانو دخپل ډبل کمیشن له اخستلو وروسته هغه فرعي انجیوګانوته ورکړی اوفرعي انجیوګانوبیادميرټ پرځای دځاني شناخت اوعلاقې له مخي غیرمسلکي کسانوته ورکړې اوپدې ډول دبیاودانولو دپروژولپاره ځانګړي شوي پیسې په څوڅو لاسه دکمیشن په بڼه واوښتې راواوښتې چي تاوان يی ټول دولس په خاته کي ولویده.
په تمدني ډګرکي: افغانان دیوه سپیڅلي اسلامي تمدن اوتهذیب پلویان دي.افغاني ټولنه دحیا،عفت اوپاک لمنۍ پراصولو کاربنده ټولنه ده.په افغاني ټولنه کي ښځه یومستور اوباوقارشخصیت لري. هلته فحشا،ګډه نڅا اوډمولی عیب ګڼل کیږي.دشرابوڅښل افغانانوته دکفرپه مانادي.بالمقابل لویدیځه ټولنه یوه مبتذله،بې بندوباره اوچټله ټولنه ده.هلته پاکي اوطهارت هیڅ مانانلري.اخلاق اواخلاقي پرنسپونه،درنښت اوپاک لمنۍ دهغوي په قاموس کي نشته.امریکااوغربي نړۍ چي کله په افغانستان باندي یرغل وکړ نودغوتمدني توپیرونو ته يی ونه کتل اوپه ډیره بیړه يی هڅي پیل کړې چي افغاني ټولنه هم دغرب په څیردبې بندوبارۍ اوبداخلاقۍ په سمندر ورلاهوکړي.
دنڅآګانو اوشپه تيري کلبونه،شراب خانې اوفاحشه خانې پرانستل شوې.دویداصمدزۍ اوشکريه کوهستاني په څیر توري شیشکي يی دښکلادملکې په بڼه رامخي ته کړې.
دځوانانو اوپیغلوپه منځ کي يی دبې حیایۍ اوفحشاتخمونه وشیندل اوآن تردې چي ناخبره پیغلو اوځوانانوته په کلینیکونوکي ددرملوپه نامه دجنسي هیجان دزیاتولو داروورکړل شول ترڅو دهغوي دشهوت اوښ بې مهاره شي اوپه ټولنه کي دمور،خور له توپیره پرته چي هرڅوک په مخه ورشي ورسره مخ تورکړي.لویدیځوالوداهرڅه پدې تمه کول چي وکولای شي دځان پلویان ډیر اودافغانانوملاتړ ترلاسه کړي.ولي دوي په خپلو دغوموخوکي په کلي ډول ناکام اوددوي داکارددې پرځای چي دافغانانو دحمایت موجب شي،بلکي هغه په افغاني ټولنه کي دلویدیځوالوپه وړاندي دولسي کرکي اونفرت دراپارولو عامل وګرځید.
ولس لدې امله هم دلویدیځ پرخلاف جنګیدونکي ډلي دسوچه افغاني ثقافت دساتندویانوپه بڼه استقبال کړل.
دجګړې په ډګرکي: ناټوبې له شکه چي له پیاوړي جنګي ماشين نه برخمنه ده خو بالمقابل طالبان دمقاومت له خورالومړنیو دودیزو وسایلو کاراخلي.خوددې څه سربېره د دواړو خواوو ترمنځ دعدد اوعتادپرتله نشي کیدای.
طالبانو پخپلو دغو کمزوره وسایلوباندي په تکیه سره وکولای شوای چي ناټو له تعرضي حالت نه دفاعي داته اړکړي.دې څه ته وار په واردناټوجنګي قومندانانوهم اشاره کړيده.
دناټودغه سرخوږي بالآخره هغه دې ته اړایستله چي ددښمن اونادښمن ترمنځ توپیرله لاسه ورکړي اودخپلو بې ساریو هوايي بریدونو مخه دولس خواته واړوي.
دهلمندپه باغران کي دتيري اونۍ درنه بمبارۍ اوله امله يی تردوه نیم سوه دزیاتو کسانو شهادت دهغوي ددغي سراسیمګۍ ښه بېلګه کیدای شي.دناټودغو وحشیانه بمباریو عام ولس اوطالبان نورهم سره نژدې کړل.طالبانوهم له وضعیت نه په ګټه اخیستاسره دناټوپرخلاف جګړې ته دطالب اوناټودجګړې پرځای دیوه افغان شموله مقاومت دبڼي ورکولو هڅه وکړه.ګواکي دوی هڅه وکړه چي دغه جګړه دکفراواسلام یوه جګړه شي چي یوه لوري ته يی طالبان او ولس اوبل لوري ته يی امریکا اوناټو وي.
دطالبانو خواته دولس دوراوښتلوپه صورت کي داحقیقت له هیچاهم پټ ندی چي سوبه په پای کي دولسونو په برخه وي.
طالبانو همداراز دالقاعده له ډلي سره دعقیدوي اواستراتیژیک تړاوپربنسټ ځیني داسي جګړه ایزتاکتیکونه خپل کړل چي واردمخه دالقاعدې ډلي غړوپه عراق کي دامریکا اوبرتانیې دپوځونوپرخلاف په بریالیتوب سره کارولي وو.دساري په ډول فدايي(ځانمرګي) عملیات چي په افغان جګړه ایزتاريخ کي يی سابقه نه لرله او اوس په افغانستان کي دیوه وتلي اوبریالي جنګي تاکتيک په بڼه کارول کیږي اوناټوقواوو ته هره ورځ دسردرانه زیانونه اړوي.
یوه بله ستره تیروتنه چي نه پوهیږم څه نوم ورکړم هغه داچي ناټو اوامریکاپه افغانستان کي دقومونو اوقبایلو دطبیعي جوړښت پرخلاف ځیني داسي غیرطبیعي قدمونه واخستل چي هغه په اصل کي دناټو دقواوو دناکامي باعث شول.پښتانه په افغانستان کي اکثریت دي اودتاریخ په اوږدوکي يی دافغانستان په برخلیک ټاکلوکي بنسټیز رول لوبولی دی.نورو قومونو اوقبیلو هم دافغانستان په ټولنیز،سیاسي،اقتصادي اونوروډګرونوکي ښه رول لوبولی دی اوله نیکه مرغه له پښتنوسره يی ښه دورورۍ ګوزاره کړيده. خودافغانستان په سیاست کي دامریکا اوناټو دښکیل کیدا راپدیخواله بده مرغه وضعه په بله واوښتله.اکثریت پښتانه په یوه بل نوم وډارول شول. دواک په ترکیب کي هغوي ته هیڅ دپام وړبرخه ورنه کړل شوه.دهغوي په مقابل کي لږکیان ونازول شول اوراپاڅول شول.که موپام کړی وي دافغانستان په لږه کیوکي اوس دپښتون فوبیا مکروب سرراپورته کړیدی اودهغوي پرخلاف په نظري اوعملي ډول سخت معاندانه کارونه روان دي.
پښتانه محکوم اونورحاکمان شول.له پښتنونه بنسټیزحقونه سلب اونورو داته دحق سربیره په پیخرو امتیازات اومراعات ورکړل شول چي داپه لوی لاس ددې هڅه وه چي دافغانستان واحدملت سره ټوټه ټوټه اودیوه بل سره يی لاس وګریوان کړي.
پوهواوپرملت مینو منورو افغانانو دغه عمل ته دیوه نارواعمل په سترګه وکتل اوله امله يی دمقاومت جبهه نوره هم ځواکمنه شوه.
پایله: که پورتني لاملونه دانصاف په سترګه وګورو اوپه سړه سینه يی وڅیړو نودې پايلي ته به رسیږوچي ناټوپه افغانستان کي په خپلو موخوکي پاتي راغلي اوکه داچګړه دیرش کاله هم اوږده شي بیابه هم وضعه همدغه شان جګړه ایزه وي اوناټوبه لاهم خپل اهداف نه وي ترلاسه کړي.
نوښه به داوي چي لویديځ آندوال خپلو حکومتونو ته مشوره ورکړي چي له خپلو دښمنانوسره دمسلې دحل لپاره یوه جوړجاړي ته ورسیږي اوکه ناټو اوامريکاخپل جګړه ایزسیاست ته دوام ورکوي نوټوله بشري ټولنه به یوه ناورین سره لاس اوګریوان شي اوپه ځانګړي ډول په لویديځه ټولنه به بدي اغېزي وښندي.
هغه بدي اغیزي به څه وي؟داچي ناټوپه افغانستان کي ناکامه شي نوطالبان به دیوه عادلانه اوټولوته دقبول وړنظام په تشکيل کي بریالي شي؟ داداسي پوښتني دي چي یوڅه انتظارغواړي چي دافغانستان حالات کومي خواته مخ په وړاندي ځي؟
پاي
pattang
09.08.2007
خاټول خورې د دوکتورا د اخيستلو مبارکي درته وايم ، اخيستې تا ده خو په
کاليوکې زه نه ځا ئيږم ، خدای پاک دې ټولو پښتنو خوندو ته همداسې قدرت
ورکړې لکه چې تاته ئي پردې پردېسۍ کې در کړی دی ٠
يوه داسې ښکلې اکاديميکې ليکنه ، لکه تا خور چې کړې ده نشم کولی ،
خوغواړم خپل مطلب په ساده جملو در ته بيان کړم :
- دغربيانو اقصادي رقيب سوسياليزم وو ، هغه يې په مسلمانانومات کړ او
پخپله يې په جنګ او جدل کې هيځ برخه وا نخيسته ,ارامه له لرې ورته ناست وو
اوخپلې تماشې به يې کولې٠
- اوس دوی يواخلاقي اوکلتوري سخت رقيب لري چې هغه د اسلا م مبارک دين
دی او ددوی د (چ-ټلو) اخلاقو ، انساني مناسباتو سره ډېر فرق لري او په ټولنه کې
کلکې ريشې لرې او هغه داسې رهنمائي کوې او په لار ه ئي بيايې لکه چې سړی
په توره شپه کې په لګېدلي چراغ پسې روان وي ٠
په غرب کې اخلاق کومه مانا نلري ، يواځې قانون دی چې په هغه کې د حاکمې طبقې
اسودګي ساتل کيږي او انسانا ن د کار يوه اله او يا هغه مواد دي چې کار ترې
اخيستل کيږي ( means of production / resource ).
مقصد مې دادی چې د ترور تيوري هسې يوه پلمه ده، کوم افغان ترور کړی او کوم
تروريست له افغانستانه وتلی او راغلی ? چا د طالب لاس ليک له تروريستانو
سره ليدلی ? دعراق ئي له ترور سره څه ? داخوشې پلمي دي ، کرزی د امريکايانو
(ببرک کارمل) وائي چې اسامه په افغانستان کې نشته ، نو چې نشته ولې
امريکايې عسکرو ته ځوا ب نور کوي او ولې افغانان وژني ? ولې دافغانستان په
داخلي کارو کې مداخلت کوي ?
بل کوم هدف نشته : ===> دخپل (چ-ټ-ل ) رژيم (اکس-پورت) ( export ) دی
چې اسلامي نړۍ پرې مکروبي کړي او اسلام له پښو پرې واچوي ٠
له نور و تشرېحاتو څخه تېريږم خدای پاک دنورهم توفيق درکړي. چې لا نوره
زمونږ دپښتني وياړ سبب وګر ځې ٠
په پښتني مينه ،مشر ورور مو پتنګ
momtaz
10.08.2007
درنې او معززې خور ډاکتر صاحبې عفت خاټول اسلام علیکم
آزادۍ د خدای لوی نعمت دﺉ، که تاسو مکرمې خورې د جرمنی په نسبتاًآزادې ټولنې کې ژوند نه وای کړای، ښایي د ښځینه انسان په توګه دا د خدای نعمت تحصیل مو هم نکړای شوای !!!
که امریکایان او لویدیځه نړۍ مو نه خوښېږي بله خبره ده ، خو که د طالبانو په واکمنۍ کې مو په افغانستان کې ژوند نه وي کړﺉ ، لطفاً تاسې یو وار د همغو طالبانو فرمانونه ولولۍ او بیا دهغو در راتګ په ارمان کې و اوسۍ:
[color=yellow:c9e5e1323d]د امرباالمعروف و نهی عن المنکر اداری د اجراآتومقرره ( ۳۰ تر ۳۸ مخ)[/color:c9e5e1323d]
http://law.moj.gov.af/OfficialGazette/0701/OG_0783.pdf
که ریښتیا عرض وکړم، کله چې ما ستاسو لیکنه تر پایه پورې ولوستله را ته یوه اساسی پوښتنه را پیدا شوه، چې څنګه کیدای شی یوه پښتنه، افغان او مسلمانه ښځه په دې نسبی اوږدې لیکنه کې د اوسنی حالت ډېرې برخې د طالبانو له واکمنې سره په تفصیل سره مقایسه او د طالبانو ښېګڼې په ګوته کوی، خو د یوې ښځې په توګه د(طالبان کرام !!) له خوا د کوریایی ښځو یرغمل نیولو په هکله یوه کمله هم نه لیکي؟
د دغه سوال ځواب یواځې هماغه ستاسو خپله خبره [color=white:c9e5e1323d]ړوند تعصب [/color:c9e5e1323d]کیدای شی او بس!!
[quote:c9e5e1323d]په تمدني ډګرکي: افغانان دیوه **یڅلي اسلامي تمدن اوتهذیب پلویان دي.افغاني ټولنه دحیا،عفت اوپاک لمنۍ پراصولو کاربنده ټولنه ده.په افغاني ټولنه کي ښځه یومستور اوباوقارشخصیت لري.[/quote:c9e5e1323d]
افغان هو ! خو د طالبانو په استازیتوب د قاری یوسف احمدی له خوا دکوریایی ښځو په سر د روان تجارت ځواب باید تاسې ووایۍ!
تاسو پخپلې لیکنې کې څو ځلی د [color=green:c9e5e1323d]حقایقو او انصاف [/color:c9e5e1323d]خبره کړې ده ، خو تاسې هم باید چې له حقیقت څخه سترګې پټې نکړۍ.
زه دا منم چې دبېلابېلو لاملونو له امله د بیا ودانولو په چارو کې کارونه هسې چې باید کیدل ندی شوي، خو لدې څخه هم سترګې نشو پټولای ، چې د خلکو د یوه سوکاله ژوند په لاره کې ډېر بنسټیز کارونه شوی دي چې نتیجه به یې په منځمهاله او اوږدمهاله تر لاسه شی. د ساری په توګه د ښوونې اوروزنې او دلوړو تحصیلاتو په برخه کې :
د ښوونې او روزنې په برخه کې:
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/story/2007/04/070401_v-afghan-new-school-year.shtml
لوړو تحصیلاتو
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/story/2005/07/050710_v-afghan-education.shtml
د کرهنې په برخه کې
http://www.bbc.co.uk/persian/interactivity/yourphotos/story/2007/08/070809_rm_crop_thu.shtml
او یواځې : په ١٣٨٥کال کي د افغانستان د کړو وړو او برياليتوبونو لنډيز
http://www.president.gov.af/pashto-dari/statements_press_releases/29hoot85-pressrelease.mspx
دا یې یو څو بېلګې وې !
والسلام
monir
16.08.2007
د بحث ګډون کوونکو دوستانو سلامونه!
[quote:28f0c08462]دپورتني معنوي توپیر اوپایلو دشاهدپه ډول غواړم چي دیوه ثقه او وتلي افغان سپین روبي له خولې هغه مکالمه درته رانقل کړم چي دنوموړي اوامریکايي جنرال جان ابي زیدترمنځ ترسره شويده. نوموړی وايي چي په ۲۰۰۶ کال کي دیوه عربي هیواد دسفارت له لوري په عاجل ډول سفارت ته وروغوښتل شوم.دسفارت مخي ته بې سابقې امنیتي ترتیبات نیول شوي وو اوداسي ښکاریده چي سفارت ته کوم خورامهم شخصیت راغلی دی.سفیرزماپه لیدو سره رامخي ته شو اوراته يی وويل چي ته دامريکايي جنرال جان ابي زی***** لوري راغوښتل شوی يی اوهغه غواړي چي له تااوځینو نوروافغان مخوروسره ددغه هیوادپه راتلونکي وغږيږي.زه ددې خبري په اوریدوهک حیران شوم خوچاروناچارمي خپل چمتووالی وښود.له جنرال سره خبروته کیناستلو.هغه سم له لاسه له ماوپوښتل چي کوم لاملونه کولای شي په افغانستان کي زموږدبریالیتوب بهیرګړندی کړي.ماورغبرګه کړه چي په افغانستان کي ستاسي بریالیتوب ناشونی دی.جنرال یوڅه حیران شو اووي پوښتل چي ولي؟ ماځواب ورکړ داځکه چي تاسي معنوي ځواک نه لرۍ اوستاسي پرخلاف جګړه کونکی مقاومت له ایماني ځواک نه برخمن دی.ماورنه وپوښتل چي آیاتاسي له طالب بندیانونه دپلټنوپرمهال، دجګړې په ډګرکي په سپینو آسانو دسپرو جنګیالیو پوښتني ندي کړي؟ جنرال ابي زیدراغبرګه کړه چي هوموږ ډیرځله داسي څه کړي دي.ماورته وويل په هغه خدای سوګندچي زه اوته دواړه ایمان پرې لرو طالبانو ترننه پوري دجګړې په ډګرکي اسان ندي کارولي بلکي داهماغه مانیز ځواک دی چي طالبان ورباندي ټینګ ایمان لري.همداراز کله چي امریکايي ځواکونودطالبانوپرضدجګړه پیل کړه اودطالبانو اوامریکایي سرتیرو اودهغوي لاسپوڅيوجنګیالیوترمنځ دمزارشاوخواسیموکي درنه جګړه روانه وه،دامریکاغږپه ګډون لویدیزو رسنیو پدې خبره حیرانتیاوښو***** چي دطالبانو مړي له وژل کیداښایسته ډیره موده وروسته هم سالم اوتازه پراته وي پداسي حال کي چي دامریکایانو اودهغوي دپلویانو مړي ډیرژرخراب شي. هغه مهال ګڼوامریکايي پوهانو نظرورکړچي طالبان یاخو په ژوندیني ځانونه حنوط کړي ترڅويی له وژل کیدا وروسته جسدونه خراب نشي اویاهم دهغوي لوږه اواکم خوراکي دهغوي دجسدونو دتازه پاتي کیدا لامل وي.خوپه حقیقت کي له پورته دوو څخه یوهم دجسدونو دسالم پاتي کیدا لامل نه ووبلکي حقیقی اواصلي لامل يی هغه معنویت وو چي طالبان ورباندي باور اووېسالري اوناټوترې تش لاسي اومحرومه ده!!! [/quote:28f0c08462]
ګرانې خاټول خورې داسې ښکارې د لنډو کیسو په لیکنو کې ښه استعداد لرﺉ!
که دا ستاسو مقوله سمه وي، نو د امریکایانو د یرغل په وخت کې څه پېښ شول، چې دا دپېریانو او ښاپېریانو لښکرې طالبان ،که له ځینو استثناو څخه تېر شو،
لاس په سر افغانستان یې پرېښود او پاکستان ته لاړل او اوس هم له همغه ځایه د افغانستان په دننه ورانکارۍ تنظیموي.
نه خورې د دې خلکو ستره برخه هغه بې وزله نا پوهه او لېوني خلک دي، چې د پاکستان د جهنمی استخباراتو ښکار شوي دي.
[color=blue:28f0c08462]دوی تر هغه حده غولول شوي دي، چې آن د خپل جهاد په بریالیتوب هم ایمان نلري، که نه نو دوی به ځانونه نه وژل او په دې تمه ژوند کاوه چې د بریالیتوب په صورت یوه ورځ ووایي، زه په دې جهاد ویاړم!!![/color:28f0c08462]
په درنښت
pattang
16.08.2007
حقيقت داسې دی :
http://i189.photobucket.com/albums/z270/Kabir_07/106.jpg
pattang
16.08.2007
http://i189.photobucket.com/albums/z270/Kabir_07/31.jpg
pattang
16.08.2007
http://i189.photobucket.com/albums/z270/Kabir_07/33.jpg
monir
16.08.2007
طالبانو له يوتن څخه دجاسوسۍ په تور سر غوڅ کړ
غزني
د زمري ٢٥مه، پژواک خبري آژانس
طالبانو د زمري په ٢٥مه، د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې له يو تن څخه د جاسوسۍ په تور سر غوڅ کړ .
د طالبانو يوتن وياند قاري يوسف احمدي له يوه ناڅرګند ځاى څخه د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري آژانس ته وويل چې ياد شوى تن ګل مير نومېده .
هغه زياته کړ ه چې نوموړى تېره ورځ نيول شوى و او ددوى دمحکمې لخوا د هغه د وژلو حکم وشو .
د اندړو ولسوال عبدالرحيم ديسيوال پژواک خبري آژانس ته وويل چې ګل مير د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکى و .
د هغه په وينا، نوموړى د خپلو شخصي دښمنانو لخوا وژل شو ى دى .
ديادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په غزني ولايت کې د طالبانو لخوا دولت او امريکايي ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور د خلکو د وژنې لړۍ چټکه شوې ده .
[color=blue:1709399fc9]په تېرو دوو مياشتو کې په دغه ولايت کې شاوخوا ١٥ تنه په دې تور وژل شوي دي .[/color:1709399fc9]
شېراحمد حيدر
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=red:1709399fc9]لعنت الله دې وي د افغان اولس په دغو وحشی قاتلانو[/color:1709399fc9]
pattang
16.08.2007
http://i189.photobucket.com/albums/z270/Kabir_07/102.jpg
http://s189.photobucket.com/albums/z270/Kabir_07/th_40.jpg
http://s189.photobucket.com/albums/z270/Kabir_07/th_41.jpg
http://s189.photobucket.com/albums/z270/Kabir_07/th_42.jpg
ځينې خلقو شرم ، انسانيت او ميړانه له لاسه ورکړې دي ، او يو حيواني شکل يې
نيولی او هميشه دغسې حيواناتود افغانستان په تاريخ کې په انسانانو ظلمونه کړي
دي ، نو د داسې حيواناتو سره د حيواناتو ژبه په کاردی ، څکه چې په بله ژبه دوی
نه پوهيږي٠
د افغانستان ننی دولت د پښتنو د قاتلانو او جنګي جنايت کارانو هغه ټولګی دی
چې دصليبي اشغالګرو له خوا څخه تقويه کيږي او يو له بل سره پټې معا هدې
او قرار دادونه لري او په دې برخه کې په سلګونو شواهد او اسناد وجود لري ٠
اشغالګر و د خپل ريتوريک او پرو پاګندې مسکه ( مخپټی ) دافغا نستان بيا
ابادول او جوړول ګرزولي خو په حقيقت کې دوی خپلې اقتصادي اوسياسي ګټې
په نظر کې نيولې دي اود بدې ورځې ملګري يې دغه جنګي جنايت کاران او د
فاشستي اقليتونو استازي دي ٠
د افغانستان او لس ددې صليبيانو ګډه حمله اشغال بولي ځکه :
- هيڅ افغان داشغالګرو دروازه نده ور ټکولې.
- هيڅ افغان له هيڅ يوه تروريست سره دمرستې لا سليک ندی کړی
اونه څوک داسې سبوت پرې لري٠
- هر مملکت بايد خپل داخلي مسائل په خپله حل کړي .
نو لدې کبله ددوی په مقابل کې پاڅون د هر مسلمان او افغان ايماني وظيفه ده
کله چې د جرمني فاشستانو يوګوسلا ويا ، او فرانسه اشغال کړل نومارشال تيتو
او مارشال دوګول ،خپلو پارتې-ز-ني قواؤ ته امر وکړ ، چې هر څوک له فاشستانو
سره يوځای کارکوي اويا مخبري ورته کوي نو سمدستي ئي په م-ر-ګ محکوم کړی
دهيواد خرڅونکي او مخبر جزا يو نوی طالبي کلتور ندی بلکې
په اروپا او امريکا په زرګونو وارې عملي شوی تکراري کلتور دی ، چې په اسلامي
نړۍ کې هم رواج لري ٠
زه ګمان نکوم چې ټول مر-ګ-ونه به د طالب له خواوي ، زمونږ په ولايت کې
دځانګړيو دښمنيو په سر ( دوه سړي ، يوه ښځه ) له منځه لا ړل ، خو طالب لدې
څخه داسې ګټه کوي ، که له دولت سره څوک کارکوي او يا مخبري کوي نو حال به
يې داسې شي ، نو په داسې قضيو کې د لا س-پوڅي پنجشېري دولت ناکامي وينم
چې اولس ته امنيت اوساتنه نشي ورکولی
monir
17.08.2007
[quote:6b55674969]زه ګمان نکوم چې ټول مر-ګ-ونه به د طالب له خواوي ، زمونږ په ولايت کې دځانګړيو دښمنيو په سر ( دوه سړي ، يوه ښځه ) له منځه لا ړل ، خو طالب لدې
څخه داسې ګټه کوي [/quote:6b55674969]
پتنګ آشنا ته له حقیقت څخه تښتې او د حدث او ګمان په نړۍ کې ژوند کوې! یو ځل دا هم ولوله او بیا د شورای نظار د [color=yellow:6b55674969]مقاوت [/color:6b55674969]شعارونه ورکوه:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښاغلى قدرمن مجاهد صيب : اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته
ملاابوعبدالله المنصور
٢١ / ٥ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-08-12 م
hmd_fghn@yahoo.com
ښاغلى قدرمن مجاهد صيب : اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته : هيله ده روغ اوجوړاوسې :
ګران مجاهد صيب : زه يوله هغوكسانوڅخه يم چې دتحريك له پيله ترپايه دتحريك غړيتوب لرم اوپه غړيتوب يې افتخاركوم : كله چې په لومړي ځل داميرالمومنين په مشرۍ تحريك رامنځته شو په هركيلومترپرمختګ يې خلكوته نوې هيلې پيداكيدلې اوورته خوشحاليدل خوله بده مرغه داځل يې په هرمترپرمختګ سره خلك له ويرې سره مخ كيږي اوداځكه چې په لومړي ځل تحريك خلكوته دسولې پيغام ليږداوه خوداځل تحريك خلكواوپه ځانګړي ډول پښتنوته دوحشت پيغام راوړي ددوى په سيموكې خلك ځان خوندي نه احساسوي : يوچاچې يووخت په پوله اوپټي له چاسره لانجه كړې وي نومقابل طرف هغه وژني اوبيايې تاسوته داعلان په موخه خبردركوي اودرته وايي چې اعلان يې كړۍ ځكه چې دغه كس امريكايانوته جاسوسي كوله زه دلوګرولايت اوسيدونكى يم با[color=blue:6b55674969]كله چې دتحريك خلكوپه ميدان ښاركې دبهيرپه نوم دخصوصي ساختماني شركت انجنيران دماين په ذريعه ووژل نوسمدلاسه يې تاسواعلان وكړچې هغوى سره يوتن خارجى موجود وو اوجاسوسي يې كوله حال داچې هغوى زمونږ دسيمې خلك ول مونږ پيژندل دهغوى اوس هم په شمشتوكې كورونه ول دحزب اسلامي له متعهد و مجاهدينوڅخه ول كله چې مونږ دهغوى دجنازې لمونځ ادا كاوه [/color:6b55674969][color=white:6b55674969]وروكړه چې داسې كس نه وو چې دهغوى په( م ر ګ ) يې( ا و ښ كې ) نه تويولې اوددغه( م رګ ) په ( ع ام ل ي ن و) يې ( ل ا ن ت ) نه وايه[/color:6b55674969] : ښه اوس ته قضاوت وكړه چې مونږ اوپه ځانګړې توګه زه چې هره ورځ خلكوته دتحريك ښيګڼې بيانوم نوپدا ډول حالت كې به څنګه هغوى ته ځواب ووايم : ګرانه باوروكړه چې زمونږ په لوګركې [color=blue:6b55674969]خواكثره هغه كسان اوس دشپې دتحريك دمجاهدينوپه نوم ګرځي اكثرداسې خلك دي چې شراب خوري ، لواطت كوي ، غلاكوي [/color:6b55674969]اولدې ټولوڅخه لابد چې اكثرويې مخكې ددولت د ستخباراتوغړيتوب هم لرود نواوس څه معلومه كه دوى لااوس هم ددولت داستخباراتوغړي وي : [color=yellow:6b55674969]ددولت ملكي مامورين په بيلابيلونومونوځورول كيږي حتى وژل كيږي [/color:6b55674969]راځه ته فكروكړه اوس خودكمپيوتردوردى سباتحريك حكومت ونيواواميرالمومنين بيادامارت اميروټاكل شوآيامامورينوته اړتيانلري [color=yellow:6b55674969]دپښتنومامورينوپه ستوني خوهره ورځ دجاسوس په نوم چاړه راښكل كيږي اوبيايې سي ډيانې دپيښورپه بازارونوكې دخلكودې ويرولولپاره بازارته وړاندې كيږي [/color:6b55674969]: فارسي بانانوخودليلې دښته په طالبانوباندې ډكه كړه هزارګانوخوپه باميانوكې خپل زړه ورباندې يخ كړ ازبكانوخودكندز په كانتينرونواودمزارپه جنګي كلاكې خپل زوردر وښود آخرلږ فكروكړۍ تاسوخوهغه كسان اوهغه قوم وژنۍ چې داولادونوپه وينويې لااوس هم دليلې دښتې ترخې زرغونې دي : ګرانه په زړه كې مې ډيرڅه دي خوويلى يې نشم زه هره ورځ دجهاد غږ ويب پاڼه لولم نوهيله ده پدغه هكله چې له عاموخلكوسره كوم تشويش دى نوهرومرو دتحريك فعلي سياست راته څرګند كړۍ ترڅوخلك وپوهيږي چې دغې كړنې دطالبانودي ، دغلودي ، د دولت دي اوكه څرنګه : مكتب سوځول كيږي تاسووايي چې دولت وسوځاوه اودولت يې پرتاسودراړوي معلم وژل كيږي ملكي مامورين وژل كيږ ي آخرعام خلك حق لري چې پدې اړه خپل تشويش اظهاركړي نوهيله ده حتما خپل نظرپه پورته ايميل آدرس چې درته ليكم يې راوليږۍ اوهيله ده چې دهرچادوژلوپړه په غاړه مه اخله ځكه چې خلك خپلې عقدې ترسره كوي اورنګه پكې دتحريك بديږي :
ومن الله التوفيق
ملا ابو عبدالله المنصور
دلوګرولايت اوسيدونكى اودجهاد غږ ويب پاڼې دايمي لوستونكى