د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانستان موزیمونه

Bawary
02.11.2003

دوستانو لومړۍ تاسو ټولو لوستونکوته نيکی هيلی وړاندي کوم ٠
دادۍ د وعدی سره سم د افغانستان دموزېمونو په اړه د ډېرلنډ معلوماتی مطلب دليکلو تکل کوم هيله من يم چې ستاسو د پام وړ وګرځی٠
لومړۍ د افغانستان ملي موزيم:
د موزېم بنسټ په١٢٩٧ لمريز کال دباغ باﻻ په ماڼۍکې د{ عجايبخاني} په نوم کښيښودل شو٠ په ١٣٠٣لمرېز کال په رسمي توګه د{موزه}په نوم داعليحضرت امان لله خان په وېنا د ارګ په کوټی باغچي ماڼۍ کی پرانستل شو ٠ په ١٣٠٨ لمرېز کال د حبيب ا لله کلکانې د داړه مارانو په وسيله چور او تاﻻن شو چې د موزېم په تارېخ کې د لومړې تاﻻن په نوم يادېږې ٠ د دې چپاول وروسته دموزېم ځنې مات او وران پاتې شونی په١٣٠٩ لمرېزکال د{کابل موزېم }په نوم ېاد او د بلدېي ماڼۍ ته چې د داراﻻمان ماڼۍ ته نږدی پرته ده وليږل شوه ، او په ١٣٣٦ لمرېز کال د هيواد ټول موزيمونه او له هغه جملې د کا بل موزېم د ښونې او روزنې وزارت پوری اړونده اداره وبلل شوه٠ په ١٣٥٢ کال{ د افغانستان ملی موزېم }په نوم ېادشو او همدا پنځوسمه لسيزه دملې موزېم د ودې پرله پسی کالونه بلل سوېدې٠ په ١٣٥٧ لمرېز کال دافغانستان ملېموزېم د طﻻ تپی د أثارو په ګډون يوازې د نندارې لپاره په خپلو ويترېنونو کې تر سل زره زېات أثاردرلودل، په داسی حال کې چې په لسګونو ز ره نور ارزښتمن أثاريې په خپلو اړوندو زېرمه ځاېونو کې ساتلې وه٠ په ١٣٥٨لمرېزکال د موزېم ماڼۍ دفاع وزارت ته ورکړل شوه او د موزېم أثار دارګ اړوند د نعيم خان ماڼۍ ته وليږل شوه٠ په١٣٥٩ لمرېز کال يو ځل بيا خپل پخوانې ماڼۍ ته وليږل شو او هلته يې خپلو نندارو ته دوام ور کړ٠ له بده په١٣٧٢لمرېز کال د موزېم دتاېخ دوهم چور او تاﻻن تر سره شو٠ دبرها الدين ربانې د واکمنۍ په مهال د ملې موزېم دوهمه غميزه داسی پيل شوه ته وايه کټ مټ دوهمه سقأوې ده٠ همهاغه شان داړه ماران راغلل او يو ځل بيا يې موزېم په داشان چوراو تاﻻن کړ چې د لومړۍ سقاوۍ غله ورته د پا چا سپين چرګان وشميرل شوه٠ په دې تر تيب دافغانستان ملې موزېم په سلو کې ٧٥ ارزښتمن أثار چې د اوېا ٧٠ کالونو په ترځ کی راټول او تر ﻻسه شوې وه د برهان ا لدين ربانی د واکمنۍ په دوو{ ٢} لومړېوکالونو کې چور اولوټ شول٠
په دې ورستی ېو ېو نېم کال کې يو ځل بيا د افغانستان ملې موزېم دفعاليدو هڅې پيل او د يو شمېر مسلکی کسانو په مرسته دښاغلی عمراخان مسعودي تر ﻻرښونې ﻻندی ګړندۍ شوېدی ، د ملې موزېم ټولو زېارکښو اوپه ملی پانګې مينوکار کونکو ته دپوره برې په هيله٠
باوری



طالب خان
06.11.2003

باوري صاحب كور مو ودان خورا په زړه پوري معلومات دي.خداي پاك دي تاسي ده ددغه زيار له امله اجر دركړي. محترمه په وروستيو وختونو كي داسي خبرونه هم خپاره شويدي چي له شمالي ټلوالي سره تړلي ځيني كسان اوس هم د ميوزيم د پاتي اثارو په پټ ډول په پلورلو بوخت دي او په دي كار كي د يونيسكو ځيني پنجشيري كاركونكي هم گومارلي دي او په عين حال كي ځيني تاجكستاني مافيا ډلي هم فعالي دي.تاسي په دي اړه څه معلومات لري؟
بله دا چي تاسي څومره باوري ياست چي ملي ميوزيم اوس په خوندي لاسونو كي دي؟
ايا ددي څه ضمانت شته چي په نژدي راتلونكي دي دميوزيم پاتي اثارو ته څه تاوان ورپيښ نه شي؟
موږ خو لا دا هم اوريدلي دي چي له لويديځ نه راغلي يو افغاني لرغونپوه چي وار دمخه له يوي باندنۍ موسسي سره اجير وو اوس په خورا لوړ معاش په ميوزيم كي په كار گومارل سوي. دا په داسي حال كي چي دغه كس له پخوا نه لا د تاريخي اثارو په غلا قاچاق او خرڅلاو كي تورن وو.بلكي خلك خو لا داهم وايي چي نوموړي په پيښور كي د شمالي ټلوالي د مشرانو لپاره د غميو او پخوانيو اثارو د پلورلو لپاره دلالي هم كوله.
بښنه غواړم! دا خبري زه له ځانه نه كوم بلكي دلته په لاس اينجليس كي زما يو افغاني ملگري دي او دغاليو او غميو كار كوي او په عين وخت كي انتيك فروشي هم كوي.دا ټولي كيسي ماته هغه كړي دي.
زه ستاسي ځواب ته په تمه يم.له ما سره ځيني نور نومونه هم شته چي كيداي شي د بحث په ترڅ كي به يي درسره مطرح كړم. انشا‌الله التعالى .......................ستاسي ورور طالب خان


د ملی موزیم په اره

Bawary
07.11.2003

ګرانه وروره طالب خانه زما سلا مونه او نيکی هيلې و منۍ!
هغه کسان چې د وطن پلورلو له لاری يي ژوند تأمين شوې او يا يي د هيواد ګټې له ځانی ګټو جار کړې هغه چې هرځاې وې هلته به د هيواد سره په دښمنۍ کې وﻻړ وې او له هره اړخه چې ورته ځانی ګټه رسيږې هغه به يي غواړې ٠ دا حقيقت له بده مرغه په يوشمير کسانو او په ځانګړې توګه د ټلوالې د مشر تابه په ېو شمير ډلګېو کي څرګند دۍ٠خو هغه څه چې ز ما په ليکنه کې ښايي تاسو لوستې وی هغه د ملې موزېم دتيرمهال لنډې يادونې تر څنګ د ملې موزېم دهغه دو ستروغميزو يادونه وه چې لومړۍ غمېزه په لومړۍ سقأوۍ ١٣٠٨ لمرېز کال او دوهمه غميزه هم کټ مټ د لومړۍ سقأوۍ په څير په ١٣٧٢ لمرېز کال پر ملې موزېم وتپل شوی ٠ دملې موزېم د تالان عاميلن څر ګند دې٠
طالب خان وروره! يوشمر کسان چې د چور او تالان نقشې او پلانونه يي جوړول هغه د وخت په اداره او دولت کې ترټولو واکمن وه٠ د فرانسی مرکز پاريس کې د انتيک فروشۍ مغازه د هغو غلا شوؤ أثارو يوه وړوکی بيلګه ده چې د ملی موزېم د أثارو تر پوره لوټېدو يي کامل شهرت خپل کړ٠
وروره! ما دابحث په همدې هېله پيل کړۍ چې نه ويل سوې او نه سپړل سوې واقعې رازونه را څر ګند او بر ملا شې٠يو څو بيلګو ته ستاسې درنو لوستونکو پام اړوم:
1--د ملې موزېم څخه لوټ شوې عاجې أثار { د بګرام له کلکسيونه ١٥ پارچې} د پاکستان بينظير بتو هره ټوټه په سل زره پاکستانې رپيو وپيرودل٠
٢--په ١٣٦٨ لمرېز کال د افغانستان په يوه دولتې اعلاميه کي ايرانې واکمنۍ ته د قاچاق له ﻻرې رسېدلی افغاني لرغونې أثارو شمير اوه زره قلمه ښودل سوې ؤ٠ د ايران مقاماتو به کله ناکله د هغو أثارو دبيرته ورکولو خبرې هم کولې ، خو د هغه ټولو أثارو څخه يوازې { ٢٩٨ قلمه افغاني أثار}د ايران د فرهنګې چارو مسؤل طباطبايي له خوا وحامد کزې ته ور کړل شوه٠
٣--د روسېې کلميکيا خود مختاره ايالت ته تر درې سوه زېات تاريخې أثار د شوروې د واکمنۍ په وخت کې د قاچاق له ﻻرې وړل شوې ،ﻻ تر اوسه هيڅ دولت او حکومت دهغو د بيرته راګرځولو يادونه ونه دکړه ٠د يادونې وړ ده چې دا أثار له هغو طلايي أثارو بيل دې چې د مرنجان غونډۍ نه د افغانې لرغونپوهانو له خوا تر ﻻسه شوې او بياد پخوانې شوروې حکومت په وخت د ماسکؤ دلرغونپوهنې انستيوت ته وړل شوې وه٠
ګرانه وروره ! همدايي وخت دۍ چې غله او داړه ماران په ګوته شې تر څو له يوې خوا زموږ هيوادوالو ته څر ګند شې او له بلی خوا د خپلو أثارو د بيرته ﻻسته راوړلوﻻرې چارې راپيداکړو٠
د يادونې بله خبره داده چې ﻻ تر اوسه دکابل پر محدوده هماغه کسان واکمن دې چې د موزېم د تالان مسلکې ماهرېن دې٠ خو د نا هيلې سره يو ځاې بايد ووايم چې نور هلته داسې أثار چې د غلو جيب ته څو پيسی وروړې نه دې پاته شوې، خو هغه د ډاډ مطلب چې بايد يادونه يي وشې هغه په ملې موزېم کې ديوشميرمسلکی کسانوشتون دۍ چې د خپل مسلک او وطن پالنې په ښه نوم يادسوې او شته ، له هغې ډلي څخه يو هم ښاغلې عمرا خان مسعودې دۍچې دخپل عمر تر څلوېښت کاله زيات وخت يي دهېواد دملې موزېم په چوپړ کې تير کړې اوپه دې ﻻرېې زيات کړاونه هم ليدلې او منلې دې ٠
ګرانه وروره طالب خانه! ستاسو يادونې ماته ډيرې په زړه پورې دی٠ هيله من ېم چې په ګډه د هېواد دتاريخ او کلتور غله او دښمنان رسوا او هيواد والو ته يي وروپيژنو٠
په درنښت
باوری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more