د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په عراق کی امريکاي چورلکه دمجاهدينوپه ﻻس وغورزول شوه ١٥ هلاک

خاټول
02.11.2003

عراقي مجاهدينو د امريكايي يرغلگرو قواوو په ضد د خپلو كفر ځپونكو عملياتو په ترڅ كي نن ورځ بغداد ته څيرمه د فلوجي په ښار كي يوه چينوك ډوله امريکايي چورلکه په هوايي ضد توغندي وويشتله او را ويي غورزوله. ددغو قهرمانانه عملياتو په ترڅ كي پنځلس صليبي عسكر ووژل شول.لاندي يي عكسونه دټول افغان د درني پاڼي مسلمانو لوستونكو ته وړاندي كوم هيله ده چي ايماني تنده به مو پري ماته شي.والسلام
ستاسي خور بي بي خاټول

[img:beb5f0bf20]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20031102/capt.ans10311021205.iraq_helicopter_ans103.jpg[/img:beb5f0bf20]
[img:beb5f0bf20]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20031102/capt.ans10211021150.iraq_helicopter_ans102.jpg[/img:beb5f0bf20]
[img:beb5f0bf20]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20031102/i/r742911301.jpg[/img:beb5f0bf20]
[img:beb5f0bf20]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20031102/capt.ny11211021124.iraq_helicopter_ny112.jpg[/img:beb5f0bf20]


م ن غروال
02.11.2003

مسلمانې خورې سلامونه مې ومنئ
مونږ افغانان خپله پداسې غميزې او دردونکې رنځ اخته يو چه عراق فلسطين چرچينيا را څخه پاتي دي٠ په عراق کي د امريکائې پوځي يرغل د صدام د سياست نتيجه ده چه خپل ملت ئې پدغه غميزې اخته کړ٠ عراقيانو ته د صدام په مقابل کي جهاد رواه وؤ٠ خو ملت د يوې مطلقې ديکتاتورۍ تورتم کي په کلنو وساتل شو چه پايله ئې نن ګورو٠ دمسلمانو هېواد ته ډير ناوخته دې چه يو اسلام واحد سياست ولري٠ سليم عقل حکم کوي چه زيار د سوکالۍ په لور ټولنې ته مخه ورکړي٠ نه وژنو تباهيو او ورانولو او ملت په فقر او بدبختئ کی ساتلو په لور٠ لکه ښاغلي پاڅونوال ورور چه د عراق په هکله ليکلي ،که د عراق خلکو ديموکراسۍ، دخلکو په رايو وﻻړ حکومت درلودﻻئ، نو نن به دا لړۍ نه وائ٠ دا جګړه د صدام دطرفدارانو لخوا سرته رسيږي چه زه ورته جهاد نشم ويلائ٠ صدام او مسلماني؟ ومنئ خورې چه په يوه قالب کي سره نه راځي٠ باقي ستاسو انګېرنه ستاسو په سياسي نړېولې اخيستنې اړه لري، اما واقعيت نور بل څه دي٠ والسلام



طالب خان
06.11.2003

محترم ورور غروال صاحب سلامونه او نيكي هيلي مي ومنه!
تاسي حق لرۍ چي هري موضوع ته د خپل سياسي او ايديولوژيك اندود له مخي ځواب وواياست مگر تر كومه چي د شريعت او شرعي نصوصو خبره ده نو ورورجانه موږ بايد په دي خبره پوه شو چي په هغه كي موږ دهيڅ ډول مداخلي حق نه لرو.يعني موږ نه شو كولاي دساري په ډول كوم قطعي قراني نص په اصطلاح د خپل سليم عقل په ترازو كي واچوو او بيا دهغي په ناحقه ثابتولو پسي مټي راونغاړو. ستاسي له ليكني نه داسي ښكاري چي د ثابتو ديني شعايرو لكه جهاد او داسي نورو په اړه له حقيقت او اسلامي اصولو نه لري نظر لري. ستاسي به په ياد وي چي تاسي وار دمخه دټول افغان د عمومي پاڼي پر مخ په افغانستان كي د امريكا او دهغي د تالي څټو نوكرانو پر خلاف جگړه هم ترهگري بللي ده په داسي حال كي چي داسي نه ده او دلته زما په گډون زياتره خلك ستاسي له اند او نظر سره مخالف دي.
جهاد يوه داسي پديده ده چي د احمد او محمود خوښي او شخصي راي ته هيڅ اړتيا نه لري بلكي د قراني احكامو له مخي هغه مهال چي د جهاد دپيل لپاره كاري شرايط برابر شي نو قتال پر ټولو مسلمانانو باندي واجب او يا هم فرض شي.په شريعت كي خو ان په ډيرو ځايونو كي دنفير عام اصطلاح هم كارول شويده ياني دا چي ډير داسي شرايط دي چي پر مسلمانانو باندي عمومي قيام او پاڅون فرض شي.په دغسي يوه حالت كي د ځينو شرطونو له مخي له مسلمانانو څخه دخپل اولاد لپاره د نفقي د گټلو مسئوليت هم ساقطيږي او پر هغه باندي لازميژي چي په هر صورت كي چي وي د خداي جل جلاله ددين او كلمي د لوړوالي په مقصد د جگړي ډگر ته ودانگي او د سر او مال قرباني وركاندي. ددي څه په بدل كي بيا لوي خداي جلت عظمته يو خو په دنيا كي مسلمانانو ته لوړوالي ور په برخه كو ي او له بله پلوه دغه ډول مجاهدينو ته په اخرت كي د جنت عظيم نعمت ور په برخه كوي. لوي خداي په خپل معجز كتاب قرانكريم كي په يولسمه سيپاره كي په دي اړه داسي فرمايي: ان الله اشترى من الموء منين انفسهم و اموالهم بان لهم الجنة........صدق الله العظيم.
مانا دا چي لوي خداي پاك له ايماندارو كسانو نه دهغوي ځانونه او مالونه د جنت په بيه اخلي يعني دا څه د خداي او بنده ترمنځ يوه معامله ده چي ايمان لرونكي كس خپل مال او ځان پر خداي پلوري او خداي پاك هغه ته بيا جنت وركوي.
دپورته ټكو په نظر كي نيولو سره دا خبره په ډاگه كيږي چي د امريكايي صليبيانو په مقابل كي د صدام حسين او طالبانو جگړه د قطعي قراني احكامو او الهي فرامينو په رڼا كي مطلق جهاد بلل كيږي او يو څوك كه ترينه انكار كوي نو هغه دي د خپل ايمان دسلامتۍ دعا وغواړي( دا خبره مي شاغلي غروال ته نه ده متوجه بلكي يو مطلق شرعي امر سپينول غواړم)
پاتي شوه دا خبره چي صدام ظالم وو او يا هم طالبانو ځيني نيمگړتياوي درلودي نو ورور جانه دا خبره موږ هم درسره منو. صدام حسين ريښتيا هم يو جابر ديكتاتور وو. د كردستان د حلبچي په ښار كي په كال 1988 يم كي د هغه د رژيم له لوري په پراخه كچه د كيمياوي گازونو كارول له هيچا نه هم نه دي هير او نه هم ښاغلي صدام له دغه ستر او نه بښونكي مسئوليته سترگي پټولاي شي. خو دا بيا په دي مانا هم نه ده چي گواكي د امريكا پر خلاف د صدام له خوا پيل شوي جگړه هم جهاد نه بلل كيږي.كه موږ دغسي فكر وكړو نو سبا به يو څوك راشي او وايي به چي ياره دا حجاج بن يوسف څنگه چي يو ظالم او جابر پاچا وو نو ځكه داسلامي خلافت د لمني د پراختيا او د مسلمانانو د تقويي لپاره د هغه له خوا ترسره شوي كارونه هم له څيلمي سم نه وو. نه دا يو ناروا او غير معقول فكر دي.مسلمانانو ته امر شوي دي چي د يوچا په اړه دقضاوت په مهال د هغه مثبت ټكي په پام كي ونيسي. كه موږ د صدام ظلم يادوو نو دا خبره بيا ولي له ياده باسو چي صدام عراق د انكشاف او پرمختگ هغي كچي ته رسولي وو چي په عرب نړۍ كي يي ساري نه درلود. د عراق كرونده ان د لويديزو هيوادونو په بڼه ميكانيزه شوي وه په داسي حال كي چي د هغه گاونډي هيوادونه سپيري او شاړي دښتي دي. په ټول عراق كي د كوچنيانو نا روغتياوي له يوه مخه له نوغي نه ايستل شوي وي او ان د پنځلس كلنو بنديزونو په مهال هم عراق خپل د احتياج وړ شيان په خپله جوړول.دا توري زه له ځانه نه ليكم بلكي دا د ملگرو ملتونو خپل اعتراف دي چي هغه مهال يي په خپلو راپورونو كي كړي. دابيله خبره ده چي شاغلي بوش بيا د بنديزونو له لگولو سره دوه ميليونه عراقي كوچنيان شهيدان كړل.
زما غوښتنه له وروڼو او خويندو نه دا ده چي قضاوت بايد يو طرفه نه وي بلكي تل بايد ځمكني حقايق په نظر كي ونيول شي.


م ن غروال
06.11.2003

ښاغلئ طالب خان ورور نېکې هيلي او سلامونه ومنئ٠
جهاد که داسې ترجمه کړو چه دکفارو پر ضد جګړه، نو بيا کفار داسلام ددين پر ضد جګړه هم حقه ده٠ جهاد که داسې ترجمه کړو چه که کامل دمسلمانانو هېواد دې تباه او په زرګونو بې ګناه مسلمان اولس دې شهيد شي چه جنت ته ځو، نودمسلمانو تېښته له اسلامه حقه ده٠ او که داسې ترجمه شي چه پکې نه روغه شته او نه جوړه، نه زيان ته پکی غور شته او نه ګټې ته، نه څېړنه شته نه علميت، او که داسې معنی شي چه نه سياست شته نه نړئ او نه هم اقتصاد او نه هم تخنيک، هره بلا او افت چه په مسلمان اولس راځي رادې شي خو جهاد دخدائ ج امر دی، يعنې جګړه دصليبيانو او کفارو پر ضد٠ نو ومنه چه دا نه جهاد کيدائ شي او نه هم داسلام مقدس دين پدا شکل حکم کوي٠ او نه هم جهاد دجګړې معنی لري٠
زه عالم د اسلام نه هم يم او نه هم دعوا لرم٠ اما تر خپل وسه څه چه ککرۍ له دغه دين څخه اخيستي دي په هماغه کچه وايم او ليکم او پخپلې ﻻرې شکمن هم نه يم٠ نو زه جهاد داسی پيژنم :
جهاد: جهاد ډېر غټ ترين مسئوليت، ډيرښکلۍ ډير پرنقشه ډيره اساسه، دنده کار او حرکت، د ډېر واړه خدمت څخه نېولې تر ډير لوئ خدمته، له ،په زړه کی دتېرولو او ياده ولو تر قربانۍ، دانساني ټولنې جوړولو لپاره چه د انسان شرف عزت حرمت کرامت او انسانيت وجدا ن او ايمان او د انسان د اقتصادي او سوکلي او خوښي ضامن دی ، مفهوم پېژندنه او ترجمه او تعبير يې اسلام انسان ته د انسان پېژندنې، دهغه د خلقت فلسفې او د لوئ او ﻻذواله احد بې نياز الله جل جلاله و شان عظمته د خپل ذات د څرګندونې فلسفې دﻻرې پلې کولو ته ، جهاد دی٠
ښاغليه طالب خانه د مسلمان لپاره مرګ غوره دې په تناسب دې ننۍ اسلامي نړۍ٠ افغانستان کي ننې وضع بېشکه مطلقه غير اسلامي ده اما ولې؟ دا د مونږه له اعمالو او وطنپلورنو٠ دا ومنه چه ملت بله هيڅ چاره نه درلوده ٠ اوس پدې ﻻس ته څه نه راځي چه جګړه وکړو او بيا د دربدرئ لور ته مسلمان اولس او هېواد مخ کړو٠ بس دي نور له ډزو سپېږموته راغلي يو او دکونډو او يتيمانو او شهيدانو شمير له خپل حد ډېر زيات افراط کوي٠ اوس له منځمهالې ادارې سره اسلامي علما او ټول کار پوهان لګيا دي چه يو څه وشي٠ شته ستونځې او نيمګړتياوي، اما نه د تېر په کچه٠ دطالبانو پر سر ما له خلکو سره کورنۍ اړيکي شکولي دي او مونږ لپاره د وياړ خبره وه اما محترمه وروره دا ومنه چه په هغه سياست او جهاد کي نه دملت ګټه وه او نه هم داسلام٠ مسلمان له مسلمانئ بې زاره شول٠ خير اوس خو زه په هر حال د جګړې پلوي نه کوم او نه هم جهاد ورته ويلئ شم٠ زما خويندې ﻻتر اوسه پېښور کې ګدايانې دي٠ او بچيان مي هم٠ د وطن د ځمکې ﻻندې د اوبو نلونه او د برق سيمونه او د روغو جنګي الوتکو وزرونه د کباړ په بيه خرڅ شول٠ نور همدا کرزئ او همدا سياسي تګ ﻻره زه يوازنې د هيواد حل ﻻره بولم٠ هيڅ مسلمان هېواد زړه نه راباندې سوئ دې او نه يې هم سوځوي٠ هر يوه خپله شاه کاري وښودله نوره ئې زغم نشته٠ خلکو خپل بچيان جومات ته راوستل چه که څوک ډوډئ ورکوئ شي زه مې بچيان ورته بخښم٠ دا خو ټوکې ندي٠ دا هغه نهايت مجبوريت دې چه دظلم او استبداد نتيجه ده٠ اوس هم څوک نه وائي چه ټول صيح دي په روغه ورورګلوئ په خبرو او په رايو او يو بل ته په احترام سره هر کار چه په هېواد او ولس اړه ولري ، سره مطرح او حل کړو٠ نه د توپک په زور چه جهاد نوم ورکړو٠ نور به پښتانه لدي ايضافه د وچ لرګيو شانته بې ځايه په اور کي نه سوځو٠ نوره ستاسو خوښه٠ پاتې شول نور خويندې او وروڼه، هر څوک خپل انګېرنه ليکلائ شي٠ د هېواد دسولې او يووالې او ابادئ پلور٠ په درناوې٠ ستاسو ورور غروال



طالب خان
07.11.2003

محترم ورور غروال صاحبه يو ځل بيا هم درته خپلي نيكي هيلي او سلامونه وړاندي كوم.
ورور جانه باور وكړۍ تاسي د يوي ډيري په زړه پوري موضوع خواته زموژ پام اړولي دي.دا خبره ريښتيا ده چي د اسلام سپيڅلي دين د سولي، امنيت،ډاډاو ورورگلوي دين دي او نه بايد چي هغه د زورگيري، جگړي او وروروژني د يوه سستم په بڼه تعبير شي.مگر دلته پوشتنه داده چي د كومو عواملو پر بنسټ د مسلمانانو په منځ كي دغه ډول فكر پيداشو؟
زما په اند ددي دوه مهم لاملونه دي. لومړي دا چي همدغه صليبيان دي چي د اسلام پرضد يي دومره منفي او ناروا پروپاگند كړيدي چي نن يي ستاسي په څير يو باعمله مسلمان افغان هم د جهاد له فكر او فلسفي نه انكار ته هڅولي دي.زه پخپله په لويديځ كي او سم او دا هرڅه پخپله وينم او اورم يي.
تاسي سي اين اين وگوري،بي بي سي وگوري.تايم،نيوزويك،نيويارك تايمز او واشنگټن پوسټ او په سلگونو دغه رنگ نور امريكايي او لويديځوال مطبوعات وگوري چي هره ورځ يي داسلام او مسلمانانو پرضد باندي د درواغو او ناحقه تهمتونو څه طوفان جوړكړي وي؟ ددي ډول تبليغاتو په پايله كي دا دي نن ته هم د اسلام له اصلي روح نه ورها خوا خبري كوي او زه يي هم كوم او نور مسلمانان هم په دغه لعنت اخته دي.ستاسي لمړنيو خبرو ته په پام كولو سره ماته د امريكا د باندنيو چارو د وزير كولن پاول بيگاني خبري راپه ياد شوي چي امريكايي مسلمانانو ته يي د روژه ماتي په مهال كولي.ستاسي خبري هم كټټم هغه د خبرو كاپي دي.هغه هم ويل چي اسلام د انعطاف او تسليمي دين دي نه دا چي د جگړي او تروور ايزم. مانا داچي مسلمان بايد تل و بل ته تسليم وي او په خپله بايد چي هيڅكله هم د خپل سرنوشت واك ونلري.
وروره ديوه مسلمان په څير قضاوت وكړه ايا وجداناً ته دا خبري منلاي شي؟
نو كله چي ته پخپله دغه ډول خبري نه شي منلاي نو ولي بيا د خپل سپيڅلي دين د بنسټ د ورانولو په لاره كي سړي بايد د كولن پاول په څير له عقل او پوهي نه دخالي سړي همغژي سي؟
وروره بيشكه اسلام د عدل دين دي.دا خبره تا په خپله كړيده او ډيره دي پر ځاي كړيده.لوي خداي دغه دين ددي لپاره د انسانانو لپاره خوښ كړ چي په ځمكه كي فساد له منځه ولاړشي. ورورگلوي او اخوت راشي او انسانان ديوه او بل سره ورونه شي. دتقوى او له خداي پاك نه ويره او همدا راز سالم بشري اخلاق او ذات البيني برخورد وده ومومي.لوي خداي په دي اړه پخپل معجز كتاب قرانكريم كي فرمايي:
ان الدين عند الله الاسلام( دريم ټوك،سوره ال عمران×اية لمبر19×)
ژباړه: بيشكه د اسلام دين د خداي پرنزد غوره دي.
بل ځاي فرمايي: ومن يبتغ غيرالاسلام دينا فلن يقبل عنه (دريم ټوك ،سورة ال عمران،اية لمبر 85)
ژباړه: او هغه څوك چي له اسلامه پرته كوم دين غوره كړي نو هيڅكله به ورنه قبول نه كړاي شي.
له دغو قراني نصوصو نه په ډاگه شوه چي له اسلامه پرته نور ټول دينونه او اينونه منسوخ او نا حق دي.
نو كله چي لوي خداي پاك موژ د اسلام په غوره كولو او دهغه احكامو او اوامرو ته په غاړه ايښودلو باندي مكلف كړي يو نو خو معلومه شوه چي موږ يو بر حق امت يو او هغه څوك چي له موږ سره په مخالف اړخ كي ولاړ دي هغه پر باطله دي. پس ته ووايه چي ايا باطل به ستا حق ته په اسانۍ سره غاړه كيږدي ؟ په داسي حال كي چي هغوي د زرگونو كلونو لپاره پر خپلو منسوخو اديانو باندي ټينگ هم پاتي شوي وي او اسلام ديوه نوي دين په بڼه نشاءة كړي وي. نه هيڅكله نه. كه هغوي دومره په اسانۍ سره اسلام منلاي نو بيا به د خداي جل جلاله پر نازولي پيغمبر حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم باندي دا دومره زحمتونه ولي راتلل؟ دحبشي او مديني دهجرت پيښي به ولي رامنځته كيدي؟ دطائف پيښه به ولي رامنځته كيدله.هلته چي مشركانو پاك رسول په كاڼو وويشت او په وينو يي لژند بژند كړ.
لوي خداي پاك چي كله رسول الله (ص) ته د پيغمبري اعزاز ورپه برخه كړ نو هغه ته يي امر وركړ چي له خلكو سره نيك چلند وكړي او دخداي دين ته د رابللو په لاره كي له كفارو او مشركينو سره د نرمۍ او روادارۍ ميتود غوره كړي :خداي پاك دغه حقيقت ته په قران كي داسي اشاره كوي:
ادع الى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة ( 14 ټوك سورة النحل اية لمبر125)
ژباره: د خپل رب لاري ته خلك په حكمت او پسته ژبه او نيكه موعظه راوبوله.
مگر خپله قران ددي گواه دي چي كفارو او مشركينو د رسول كريم(ص) دغه دعوت په كوډو، سحر او جادو باندي تعبير كړ او دهغه د امت پرضد يي هغه نادودي پيل كړي چي د بشريت په تاريخ كي يي ساري ډيركم ليدل شويدي. دحضرت بلال بن رباح حبشي او حضرت خبيب رضي الله عنهما د تعذيب د پيښو په اړه تاسي ښايي مطالعه كړي وي.
اسلام دسولي او كرامت دين دي مگر دخشونت، ظلم او جبر لاره خو كفارو ورسره نيولي ده.تاسي فكر وكړي دجهاد له فرضيت نه مخكي ايا كوم مسلمان دكوم كافر او مشرك پر ضد له خشونت نه كار اخستي؟نه هيڅكله نه بلكي كله چي مسلمانان دكفارو دظلم او جبر ترجغ لاندي د نابودي له خطر سره مخامخ شول نو لويي خداي خپل پيغمبر ته دقتال يعني د وسله والي مبارزي دپيل حكم وركر.
وقاتلوا في سبيل الله الذين يقاتلوكم ولا تعتدوا ان الله لايحب المعتدين ( دويم ټوك، دبقره سورة، اية لمبر190)
ژباړه : او جگړه وكړي دخداي په لاره كي له هغه چا سره چي جگړه درسره كوي او تيري(تجاوز) مكوي.بيشكله چي خداي تيري كونكي نه خوښوي.
وروره كه مو پام وي په دغه ايت كي لوي خداي پاك مسلمانانو ته د تيري نه كولو حكم كړيدي او يواځي دهغه چا پرضد يي د جنگيدلو امر كړيدي چي پر مسلمانانو باندي بريد كوي او ورباندي بلوسيږي. ياني دا چي مسلمانانو ته د كفارو د تيري په وړاندي ددفاع حكم شوي دي نه د هغوي پرضد بي دليله ديوه وسله وال اقدام.
مگر كاشكي چي كفارو او مشركينو د مسلمانانو دغه زړه سوي او رحم ته كتلي واي او يا يي هم پر خپل مخلوق باندي د خداي پاك مهرباني په پام كي نيولي واي.هغوي دمسلمانانو له مظلوميت نه نوره هم ناوړه گټه پورته كړه او دمسلمانانو پر ضديي خپلو توطئو ته نور هم زور وركړ تر دي چي لوي خداي پخپله له اسلام او د خپل نفس له عزت او ددين له پرستيژ نه ددفاع په لاره كي مسلمانانو ته دكفارو پرضد د بريد حكم وركړ:
وقاتلوهم حتى لاتكون فتنة ويكون الدين لله (دويم ټوك ،دبقري سورت،اية لمبر 193)
ژباړه: او له يوه او بله وژنه سره وكړي(ياني تاسي يي هم ووژني او ځانونه هم ورباندي ووژني) تر څو چي فتنه پاتي نه شي او دخداي دين له يوه مخه حاكم شي.
ورور جانه له پورته قراني احكامو نه په ډاگه شوه چي جهاد دلوي خداي له لوري دمسلماننانو له مجبوري نه وروسته فرض شويدي او په پيل كي يي بڼه دفاعي وه مگر وروسته چي دكفارو مظالم بيخي له حده ډيرشول نو خداي پاك بيا د اقدام حكم وكړ.
پاتي شوه ستاسي دا خبره چي جهاد جگړي ته نه وايي نو وروره لطفاً توضيح راكړه چي جهاد نو بيا څه مانا لري؟ كه جهاد دقتال او جگړي په مانا نه وي نو بيا دقرانكريم په څلور نيمو سوو ايتونو كي چي دقتال ټكي كارول شوي دهغه مانا به څه وي؟
لوي خداي چي دجهاد لپاره دا دقتال توري كارولي په دي كي په خپله خورا لوي حكمت نغښتي دي او هغه دا چي دقتال په توري سره د غروال او طالب خان په څير د مسلمانانو د فلسفيانه اند ترديد او بطلان وشو.
غروال صاحب تاسي دا هم ليكلي دي چي كله چي موږ دكفارو پر ضد د جگړي خبره كوو نوبيا خو داسلام پرضد دكفارو جگړه هم حقه ده!!!
ورور داسي نه ده! ځكه لكه پورته چي مي قراني ايتونه ياد كړل چي خداي پاك د بشريت لپاره د اسلامدين غوره بللي دي او له هغه پرته د بل دين خوښول يي مردود گڼلي ځكه نو له اسلامه پرته ټول دينونه ناحق دي.كله چي هغه ناحقه شي نو بيا دهغوي ناروا جگړي څنگه برحقه كيداي شي؟
تاسي دا هم ليكلي چي كه جهاد دا مانا وي چي هيواد دي تباه شي او خلك دي ټول مړه شي نو له اسلامه دخلكو تيښته هم حقه ده!!!
وروركيه! كاشكي چي موږ د عقل په ځاي يو څه شريعت ته هم مراجعه كړي واي.لومړۍ خبره خو داده چي دنيا دمسلمان لپاره نه ده بلكي دا د كفارو لپاره ده او دا څه په قران او حديث ثابت دي.البته موږ ددي لپاره دنيا ته راغلي يو چي د اخرت لپاره كاروكړو.ددي مانا نو دا نه ده چي مسلمانان دي بس يواځي لمونځونوته زور وركړي او بل هيڅ كار دي نه كوي بلكي د ژوند په هره برخه كي سالمه معامله د عبادت په ډله كي راځي. كه هغه اقتصاد وي كه سياست وي او كه تخنيك وي ياهم حكومت چلونه اونور........
اوس نو كه په دغسي حالت كي څوك له اسلامه دتيښتي خبره كوي هغه به شريعت پريږدي او دعقل په لاده به گام ږدي. او عقل د شريعت له نوره پرته دگمراهي سبب جوړيږي.
زه ستاسي دا اند سل په سله كي تاييدوم چي دمسلمانانو ننۍ وضع اصلاً دهغوي د اعمالو زيږنده ده. ريشتيا هم كه موږ په دين باندي پوره عمل كړي واي نو نن به موږ د نړۍ ميران واي.
پاتي شوه ستاسي دا خبره او دريځ چي كرزي او اوسنۍ انتقالي اداره د ستونزو او جړو دحل لاره ده او بس.
نو ورورجانه په دي خبره موږ هيڅكله هم له اسلامي مسئوليته نه شو خلاصيداي.
كرزي او اداره يي ولي غوره دي؟ ځكه چي په كابل كي يي دنڅا فحاشۍ او زناكاري كلبونه پرانستي دي؟
كرزي ولي دستونزو دحل عامل دي؟ځكه چي شپه او ورځ دكفر په خدمت كي لگيا وي؟
وروره يو څه انصاف وكړه د ويدا صمدزۍ حالت وگوره او دكرزي ايمان او وجدان پري قياس كړه.


م ن غروال
07.11.2003

ښاغلۍ طالب خانه وروره سلام او احترام مې ومنئ٠
ستاسو له اسلامي ارمان سره که مسلمان وم نو انکار نبايد وکړم٠ د رزيله اخلاقو او نور شرعي کړن ﻻرو عملي کول په صلح او اسلامي تربيي هم کيږي چه خلک داسی وروزل شي چه خپله له غير اسلامي کلتور څخه تېښته وکړي، اما نه د جګړې له ﻻرې٠ جګړه نوره بس ده٠ که په صلح او تبليغ هېواد کی د اسلامي کلتور لپاره کار وکړو دا هم جهاد دي دا هم ډېر ښايسته خدمت دي٠ حضرت رسول اکرم ص لس کاله د وګړو په روزنه لګيا وؤ٠ مونږ وخت ته ضرورت لرو٠ که يوازې د جګړې ﻻر غوره کړو پرته له سوځېدو نور څه ﻻس ته نه راځي٠ مجبور يو٠ دا ننۍ حالت ښه ندې اما چاره څه ده؟ زغم سياست يووالۍ روزل٠ هرکله چه په ريښتني ايمان، مودرن تخنيک او ښه اقتصاد، او اسلامي نړېوالې يووالي سمبال شوؤ، بيا د اسلام نړېوال دښمن ﻻس خلاص٠ بيا دې سرته په b52 نشي ويشتئ، اما اوس له هره پلوه ﻻسونه تش دي ، پرته له تباهۍ نور څه به په ﻻس رانشي٠
د قرأن عظيم الشان متبرک ايات هر مسمان مني ام تعبير ډېر ارزښت لري چه څه ډول ترې اخيستنه کوؤ٠ نور نه غواړو چه د جهاد په نوم د پښتون ککرۍ په بمو وويشتل شي٠ بس دی له حده زيايده قرباني يې ورکړه اخر هم هيڅ٠ راځئ چې د يتيمانو او ګدايانو خويندو او بورور او کونډو خويندو غم وخورو٠ د يو څو رزيله اخلاقو په ليرکولو سره په زرګونو پښتانه په يوه ورځ بايد قرباني ورکړي؟ څومره پښتانه شمال کی په يوه ورځ شهيدان شول؟ نتيجه؟ وروره لږ بايد دهغو ميندو او بچيانو ته پاملرنه وکړو٠ نور نشو کوﻻئ٠ اسلامي اخلاق او سياست بايد داسي وي چه کفار مسلمان شي ، نه چه مسلمان له مسلمانۍ بې زاره کړو٠ ننۍ د مونږ اړتيا ايسف ته د مونږ د سياست او کړن ﻻرو نتيجه ده د مونږ زېږنده ده٠ نو اوس نور څه غواړو؟ وروره ستاسو خو ښه چه هر څه ليکئ خو هېواد جګړه په هيڅ صورت نه غواړي٠ او نه هم د مجاهد په نوم او نه هم دطالب په نوم ٠ هېواد په سره اور سوئ دی او خاورې يې هم اېرې دي٠ او دا خلک نا مسلمانه هم ندي او اسلام هم غواړي٠ اما نه په هغه شکل لکه چه مو ولېدل٠ هليمن يم چه په مطلب وپوهېږئ٠ په درنښت


خاټول
08.11.2003

غروال صيب سلامونه :!:
طالب خان ورور خو خوراپه زړه پوري ليکنه کړي اوداسي دﻻئل ئ وړاندي کړي چه تعبير ئ همدومره ښکاره دي اوزما په أندچي هرچاته دمنلو وړ دي.نوموړي ورور په ښكاره ډول قراني ايات ستاسي مخي ته ايښي وو. پاتي شوه ستاسي دا خبره چي د قراني ايتونو تعبير د هرچا خپل كار دي نو وروره دا خبره په ياد وساته چي قران واضح او ښكاره احكام او فرامين لري او له هرډول تعبير او توجيه نه پاك دي.طالب خان ورور خو د قران ټكي په ټكي ترجمه كړي وه له زانه خو يي كوم شي نه وو ور اضافه كړي.
زه هيرانه و دي ته يم چي موږ ولي بايد د خداي له واضح حكم نه داسي انكار كوو.
تاسي فكر كوي چي ټول مسايل بايد د سياست له لاري حل شي نو بيا خو بايد دا دفلسطين مسئله د وخته لا حل سوي واي.دكشمير مسئله وگوري.دغه رقم په لسگونونوري مسئلي شته.
زه خو دا وايم چي موږ بايدددغه رقم نظرونو نه توبه وباسو.كه داسلام د سرلوړي په لاره كي په سلگونو زره مسلمان له منځه ځي لاړ دي شي.مسلمان زلمي خو داسي نظر نه لري لكه غروال صاحب چي يي لري.
كه ټول زلمي دغه رقم ډارن سي بيا به نو دهيواد او دين دفاع څوك كوي؟ موږ ښځينه !!!
د غروال صاحب لپاره په پاي كي دغه لنډۍ د يوي پشتني خور له خوا د پيغور په بڼه
×××××××××××××××××××××كه له زلمو نه پوره نه سوه
××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××گرانه وطنه جينكۍ به دي ساتينه



ليلماـ الفت
08.11.2003

دنو مسلمانانو وړونو اوګراني خور غاټول لمړئ زما خواري سلامونه هم ومنئ
ليکني مو ددرده ډکي راته ښکاري ولي چه خبره ترپيغوره ورسيده ـ ګراني خور زه ډيره لوستې نه يم او نه هم دګرانو وړونو په څير اسلامي معلومات لرم خو ديو بل دليکنو څه د اجنډا د را يستلو توان لرمه
دطالب خان ورورپه خبره کي خو هيڅ شک او شوبه نسته په سر او سترګو مو منلي دي خو غروال صاحب هم ځني منکيره نه دئ د هغه مطلب دادئ چه دغه دجهاد طريقه سمه نه چه زموږ مسلما نانو ورونو نن ورځ راخستې ده جهاد خو فرض دئ ددين ساتل فرض دې نه په داسي لاره چه دين نور هم له منځه ولاړ سي (مسلمانان زړه ور تور کي )
اول زه داپښتنه کوم چه دغه مقدس دين په طائف کي رحمت العالمين (ص) په زور خلکو ته ورښوئ که په نرمښت ؟
دوهم کله چه خبره دزور سوه او اسلام قوت وموند ايا غازيانو پر ډګر کارنامې پريښي که په غلچکي وارونو؟
خور خبره که هر څمره شندم هغونه سره ځي اصلاٌ زما مطلب دادئ چه اول زه په پاکستان کي د ٥٠٠٠ علماو د جهادفتواته هيڅ عقيده نه لرم ځکه دطالبانو په وخت کي ئې جهاد دفساد پر ضد رواه بلئ ( صحي ده جهاد دفساد پر ضد فرض دئ) او افغانستان ته ئې راځغستل طالبان ئې پر شا شا بدرګه کول ـ دئ دا کار ولي په پاکستان کي نه کوي ايا په لاهور ،کراچي ، پيښاور کي ړنډۍ خانې نه سته يا نه وې شراب خانې نه سته دا سي کوم فساد نه و چه په افغانستان کي و او په پاکستان کي نه وايا زموږ ناموس په پيښاور کي نه لوټيده يا نه لوټيږي دوي ولي څه نه ويل او طالبانو ته ئې ويل چه بيخي ښه کوئ ٨٥ زره بيګناه طالبان قرباني سوه د هغو خو شهادت خدای قبلوي لاکن دا کار او يو پلان کړه سوئ کار ؤ ددې په شروع او انجام دوئ ښه خبر وه زه به يو پوښتنه بله وکړم چه دطالبانو د مقدس تحريک ته بدنامونکي خلګ چا ننه ايسته د اسلام د مقدس دين په نامه دا رزيل حرکتونه چا شروع کړل ـ ولي دتحريک په سر کښي نه وه اوبيل اخيره دطالبانو اسلامي تحريک ته چه دپای ټکۍ کښييوۍ همدغه دپاکستان علما ء ـ ستاسي او دطالب جان ورور به ښه په ياد وي طالبانو خپل مقاومت ساتلئ ؤ کله چه دمولانا محـمد يوسف لس زره کسيزه فوج چه دکمک دعوه ئې کوله دطالبانو په لمړۍ کرښه ننوتل اول خط ئې ورمات کړ
کابل ئې پريښوۍ اخير ټؤله افغانستان ـــــــــــــ لکه څنګه چه مي وويل دا يهودو پلان و په مسلمانانو ئې پر مسلمانانو عملي کړـ د هغو پرمسلماني زه شک لرم نو پرخبره ئې څنګه عقيده وکړم ـ د بودا بت دوه نيم زره کاله راهسي ولاړ و بت و نړول ئې لازمي وه په اسلام کي بت با يد چه دمنځه ولاړ سي ـ زړه مي په دې درد نه کوي چه زما تاريخ ولي خراب سو زړه مي په دې درد کوي چه ولي دا بت طالبانو په دا اووه کاله حکومت کي نه کړ خراب درې کاله مخکي طالبانو باميان نيولئ و ولي ئې نه چپه کاوه سلطان محمود غزنوي چه يو بت شکن و ولي ئې نه چپه کاوه صحابه ؤ چه اسلام راوړي دي هغو نه کړ چپه ايا ملا محمد عمر اخند تر حضرت تميم انصاري او حضرت زبير انصاري رضی الله تعالی عنهما څخه تقواداره ؤ چه باميان ئې فتحه کړ په کابل کي شهيدان سوه ـ نه ګراني خور دا ولي په داسي استراري حالت کي ونړول سو حقيقت ئې ماته معلوم دئ ـ مولانا سمع الحق د کندهار په هوائې ډګر کي و پر ميز ئې داريانا طيارې ټکټ وليدئ چه د بودا عکس و باندي ول ښه تاسي د بوتانو عبادت هم کوئ دونه در باندي ګران دئ چه پر ټکټ مو عکس راوړئ دئ خپل سټلاټ ئې راوکښئ په باميان کي ئې خپل ګوډاګي ملا پير ماد ته وويل چه دا بايد چپه سي هغه پوره تيارئ ونيوئ او چپه ئې کړ خو که ۀر څمره دطالبانو مشرانو ورته ويل چه مه کوئ خو اوبه تر وريخ تيري وې نه سوائ راګرځيدلائ نوم د طالبانو بد سو دا (..........بيخي روژه ده ) دئ ولي په پاکستان کي دا کار نه کوي ټؤل ميوزيمونه ئئ دبتانو ډک دي نه نيسي ئې کولائ ځکه دئ دهغه تنخوا خوره دئ او افغانستان ئې د خپلو بادارانو په وينا چه خرابيدئ خراب ئې کړ نو غروال صيب دغه جهاد يادوي هغه هغه جهاد يادوي د ستمبر د١١ بريد پر نړيوال تجارتي مرکز باندي هغه مرکز چه دورځي ٥٠٠٠٠٠ پنځوس زره کسانو کار پکښي کاوه ٤٥٠٠٠ زره يواځي يهودسرمايه داران وه اوپه هغه ورځ يواځي پنځه زره کار کوني راغلي وه رسمي ورځ وه نهه نيمي بجې وې رسميات معمولاٌ پر اته بجې شروع کيده ـ ښه کچيري داکار اسامه کړئ وي نو هغه لکه چه دا پنځه څلويښت زره يهودو ته خبر ورکړئ و چه زه حمله کوم تاسي مه راځۍ يواځي عيسويان اومسلمانان راغلي وه ٩٣١ کسه مسلمانان او پاته عيسويان مړه سوه چه جمله ٣٦٠٠ کسه کيدل درې کسه يهود مزدور کاران پښکي شامل وه نو که ته وائې چه يا دا کار يهودو خپله کړئ دئ نوهغه د غروال صيب خبره سوه ـ ولي دا کار پر سختدريزو مسلمانان تاوان سو ځکه چه هغه په نړۍ کښي همداسي کارونه کي او دنيا هم ځکه ومنل دهغو طريقې همداسي وې ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ما خو د اسلام يوه داسي غزا نه ده اوريدلې چه هغه دي مسجد نبوي ته نژدې سوې وي نو دا د جهاد طريقه سمه نه ده چه د خوني په دروازه کي ودريږه او پر دښمن وارونه کړه چه هغه راسي هغه خونه وولي چه په هغه کي ستا او زما ښځي او بچان ناست وي که دجهاد طريقه همداسي واې نو خدای به خپل رسول ته د هجرت امر نه وائ کړئ ــــــــــ نوخور داخو ئې يو دوې نومونې دي داسي ډيري سته ګراني خور موږ شکر دئ مسلمانان يو په هر څه پوهيږو که دغه کسان نه وائ نو نن به ولي په امريکا کي ستا پر يو مسلماني خور چه هغه په ستر کي راوتلې ده او پوړنې پر سر کړئ دئ کفار ڼاړي پر توکي ـ پر ما ئې توکړي دي په لس واره په ږيره مسلمان پر هر کونج زهيرول کيږي چه په الوتکه کي ځي دوه مسلح جاسوسان ئې بغل ته ناست وي نو زما په اند جهاد داسلام مقدس دين دپيراخه ولو لپاره دئ نه پر مسلمانانو مځکه تنګولو لپاره ددين ساتلو لپاره دئ نه ددين خرابولو لپاره ـ که فلسطين ته وګو رنو يو شخص ولاړ سي په ځان پوري بم وټري هر څو يهود چه مردار کړي يو دوه يا درې ..........خو هغه راسي بيګنا ماشومان تر ټانکونو لاندي کړي په لس ګونو ژوند واخلي دا به جهاد نه وي که څنګه والله العالم ـ داسي ورځ خو زما په ژوند زما نه پياد کيږي چه د يوه يهودي په جواب کي دي لس فلسطينيان نه شهيدان کيږي ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نو زما ګراني او مهرباني خور پيغور دي بيرته واخله سړئ پيغور بې ننګه او بې وجدانه چاته ورکوي داسي ژر څؤک چاته پيغور نه ورکوي د ميني او ورورولۍ په دې پانه کي زه نه غواړم چه څوک خوابدئ او خفه سي هر څه بايد دتفاهم دلاري حل کړو که ما تيروتنه کړې وي تاسي ئې را په ګوته کۍ بل چا کړې وي بايد موږ ئې ورپه ګوته کو ـ ځکه نه يواځي طالب خان ورور مسلمان دئ او نه هم غروال ورور خو صرف دنظر اختلاف ؤ د دې قابل نه ؤ چه ته پيغور ورکوې ځکه زه يوښځه يم نه ئې سم زغملائ نو هغه خو نارينه دئ او بيا مبارکه روژه هم ده ـــــــــــــــــــــــــــــــــ په خوږه مينه ستاسي کشره خور ليلماالفت


Mazloom
08.11.2003

ټولو دوستانوته سلامونه او نيکمرغۍ .
خاټول خور اوطالب خان ورور ته ځانګړي سلامونه وايم وروڼو ريښتيا هم جهاد يوه داسي فريضه ده چي څومره حالات سختيږي همدومره دجهاد فرضيت زياتيږي حتا چي په اخير کي خو په ښځو اوماشومانو هم فرضيږي ځکه چي دا درب تعالي لخوا يو ازموينه ده او زه دي ازمويني ته هروخت په شپه اوورځ په مال او سر باندي تيار يم که مي پپدي لاره کي سر مال دري اوﻻدونه او کورودانه وﻻړ شي هم دځان لپاره يي فخر بولم په دي باندي ډير وياړ پکار دي چي دکفارو او د هغوي دغلامانو په مقابله شهادت خداي پاک پښتنوته ورپه برخه کړي پښتنووروڼو دا وياړمومبارک پښتنووروڼو دا وياړمومبارک پښتنووروڼو دا وياړمومبارک پښتنووروڼو دا وياړمومبارک .
غروال که له جهاده پښيمانه وي نو دپښتنو متل دی چي په يوه چرګ نه سهار کيږي نو دجهادداکاروانونه غروال ته هيڅ ضرورت نلري دا به دغروال ازلي بد بختي وي چي دحق دﻻري لدي کاروانه ځان وباسي په اخيرکي دي غرواله دپښتني پتمني خور لخوا پيغورونه مبارک شه مبارک شه مبارک شه ځان ووژنه ځان ووژنه ځان ووژنه . ستاسي ملګرې زلمي ښادمن


Mazloom
08.11.2003

[quote:a80f5cbc53="ليلماـ الفت"]دنو مسلمانانو وړونو اوګراني خور غاټول لمړئ زما خواري سلامونه هم ومنئ
ليکني مو ددرده ډکي راته ښکاري ولي چه خبره ترپيغوره ورسيده ـ ګراني خور زه ډيره لوستې نه يم او نه هم دګرانو وړونو په څير اسلامي معلومات لرم خو ديو بل دليکنو څه د اجنډا د را يستلو توان لرمه
دطالب جان ورورپه خبره کي خو هيڅ شک او شوبه نسته په سر او سترګو مو منلي دي خو غروال صاحب هم ځني منکيره نه دئ د هغه مطلب دادئ چه دغه دجهاد طريقه سمه نه چه زموږ مسلما نانو ورونو نن ورځ راخستې ده جهاد خو فرض دئ ددين ساتل فرض دې نه په داسي لاره چه دين نور هم له منځه ولاړ سي (مسلمانان زړه ور تور کي )
اول زه داپښتنه کوم چه دغه مقدس دين په طائف کي رحمت العالمين (ص) په زور خلکو ته ورښوئ که په نرمښت ؟
دوهم کله چه خبره دزور سوه او اسلام قوت وموند ايا غازيانو پر ډګر کارنامې پريښي که په غلچکي وارونو؟
خور خبره که هر څمره شندم هغونه سره ځي اصلاٌ زما مطلب دادئ چه اول زه په پاکستان کي د ٥٠٠٠ علماو د جهادفتواته هيڅ عقيده نه لرم ځکه دطالبانو په وخت کي ئې جهاد دفساد پر ضد رواه بلئ ( صحي ده جهاد دفساد پر ضد فرض دئ) او افغانستان ته ئې راځغستل طالبان ئې پر شا شا بدرګه کول ـ دئ دا کار ولي په پاکستان کي نه کوي ايا په لاهور ،کراچي ، پيښاور کي ړنډۍ خانې نه سته يا نه وې شراب خانې نه سته دا سي کوم فساد نه و چه په افغانستان کي و او په پاکستان کي نه وايا زموږ ناموس په پيښاور کي نه لوټيده يا نه لوټيږي دوي ولي څه نه ويل او طالبانو ته ئې ويل چه بيخي ښه کوئ ٨٥ زره بيګناه طالبان قرباني سوه د هغو خو شهادت خدای قبلوي لاکن دا کار او يو پلان کړه سوئ کار ؤ ددې په شروع او انجام دوئ ښه خبر وه زه به يو پوښتنه بله وکړم چه دطالبانو د مقدس تحريک ته بدنامونکي خلګ چا ننه ايسته د اسلام د مقدس دين په نامه دا رزيل حرکتونه چا شروع کړل ـ ولي دتحريک په سر کښي نه وه اوبيل اخيره دطالبانو اسلامي تحريک ته چه دپای ټکۍ کښييوۍ همدغه دپاکستان علما ء ـ ستاسي او دطالب جان ورور به ښه په ياد وي طالبانو خپل مقاومت ساتلئ ؤ کله چه دمولانا محـمد يوسف لس زره کسيزه فوج چه دکمک دعوه ئې کوله دطالبانو په لمړۍ کرښه ننوتل اول خط ئې ورمات کړ
کابل ئې پريښوۍ اخير ټؤله افغانستان ـــــــــــــ لکه څنګه چه مي وويل دا يهودو پلان و په مسلمانانو ئې پر مسلمانانو عملي کړـ د هغو پرمسلماني زه شک لرم نو پرخبره ئې څنګه عقيده وکړم ـ د بودا بت دوه نيم زره کاله راهسي ولاړ و بت و نړول ئې لازمي وه په اسلام کي بت با يد چه دمنځه ولاړ سي ـ زړه مي په دې درد نه کوي چه زما تاريخ ولي خراب سو زړه مي په دې درد کوي چه ولي دا بت طالبانو په دا اووه کاله حکومت کي نه کړ خراب درې کاله مخکي طالبانو باميان نيولئ و ولي ئې نه چپه کاوه سلطان محمود غزنوي چه يو بت شکن و ولي ئې نه چپه کاوه صحابه ؤ چه اسلام راوړي دي هغو نه کړ چپه ايا ملا محمد عمر اخند تر حضرت تميم انصاري او حضرت زبير انصاري رضی الله تعالی عنهما څخه تقواداره ؤ چه باميان ئې فتحه کړ په کابل کي شهيدان سوه ـ نه ګراني خور دا ولي په داسي استراري حالت کي ونړول سو حقيقت ئې ماته معلوم دئ ـ مولانا سمع الحق د کندهار په هوائې ډګر کي و پر ميز ئې داريانا طيارې ټکټ وليدئ چه د بودا عکس و باندي ول ښه تاسي د بوتانو عبادت هم کوئ دونه در باندي ګران دئ چه پر ټکټ مو عکس راوړئ دئ خپل سټلاټ ئې راوکښئ په باميان کي ئې خپل ګوډاګي ملا پير ماد ته وويل چه دا بايد چپه سي هغه پوره تيارئ ونيوئ او چپه ئې کړ خو که ۀر څمره دطالبانو مشرانو ورته ويل چه مه کوئ خو اوبه تر وريخ تيري وې نه سوائ راګرځيدلائ نوم د طالبانو بد سو دا (..........بيخي روژه ده ) دئ ولي په پاکستان کي دا کار نه کوي ټؤل ميوزيمونه ئئ دبتانو ډک دي نه نيسي ئې کولائ ځکه دئ دهغه تنخوا خوره دئ او افغانستان ئې د خپلو بادارانو په وينا چه خرابيدئ خراب ئې کړ نو غروال صيب دغه جهاد يادوي هغه هغه جهاد يادوي د ستمبر د١١ بريد پر نړيوال تجارتي مرکز باندي هغه مرکز چه دورځي ٥٠٠٠٠٠ پنځوس زره کسانو کار پکښي کاوه ٤٥٠٠٠ زره يواځي يهودسرمايه داران وه اوپه هغه ورځ يواځي پنځه زره کار کوني راغلي وه رسمي ورځ وه نهه نيمي بجې وې رسميات معمولاٌ پر اته بجې شروع کيده ـ ښه کچيري داکار اسامه کړئ وي نو هغه لکه چه دا پنځه څلويښت زره يهودو ته خبر ورکړئ و چه زه حمله کوم تاسي مه راځۍ يواځي عيسويان اومسلمانان راغلي وه ٩٣١ کسه مسلمانان او پاته عيسويان مړه سوه چه جمله ٣٦٠٠ کسه کيدل درې کسه يهود مزدور کاران پښکي شامل وه نو که ته وائې چه يا دا کار يهودو خپله کړئ دئ نوهغه د غروال صيب خبره سوه ـ ولي دا کار پر سختدريزو مسلمانان تاوان سو ځکه چه هغه په نړۍ کښي همداسي کارونه کي او دنيا هم ځکه ومنل دهغو طريقې همداسي وې ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ما خو د اسلام يوه داسي غزا نه ده اوريدلې چه هغه دي مسجد نبوي ته نژدې سوې وي نو دا د جهاد طريقه سمه نه ده چه د خوني په دروازه کي ودريږه او پر دښمن وارونه کړه چه هغه راسي هغه خونه وولي چه په هغه کي ستا او زما ښځي او بچان ناست وي که دجهاد طريقه همداسي واې نو خدای به خپل رسول ته د هجرت امر نه وائ کړئ ــــــــــ نوخور داخو ئې يو دوې نومونې دي داسي ډيري سته ګراني خور موږ شکر دئ مسلمانان يو په هر څه پوهيږو که دغه کسان نه وائ نو نن به ولي په امريکا کي ستا پر يو مسلماني خور چه هغه په ستر کي راوتلې ده او پوړنې پر سر کړئ دئ کفار ڼاړي پر توکي ـ پر ما ئې توکړي دي په لس واره په ږيره مسلمان پر هر کونج زهيرول کيږي چه په الوتکه کي ځي دوه مسلح جاسوسان ئې بغل ته ناست وي نو زما په اند جهاد داسلام مقدس دين دپيراخه ولو لپاره دئ نه پر مسلمانانو مځکه تنګولو لپاره ددين ساتلو لپاره دئ نه ددين خرابولو لپاره ـ که فلسطين ته وګو رنو يو شخص ولاړ سي په ځان پوري بم وټري هر څو يهود چه مردار کړي يو دوه يا درې ..........خو هغه راسي بيګنا ماشومان تر ټانکونو لاندي کړي په لس ګونو ژوند واخلي دا به جهاد نه وي که څنګه والله العالم ـ داسي ورځ خو زما په ژوند زما نه پياد کيږي چه د يوه يهودي په جواب کي دي لس فلسطينيان نه شهيدان کيږي ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نو زما ګراني او مهرباني خور پيغور دي بيرته واخله سړئ پيغور بې ننګه او بې وجدانه چاته ورکوي داسي ژر څؤک چاته پيغور نه ورکوي د ميني او ورورولۍ په دې پانه کي زه نه غواړم چه څوک خوابدئ او خفه سي هر څه بايد دتفاهم دلاري حل کړو که ما تيروتنه کړې وي تاسي ئې را په ګوته کۍ بل چا کړې وي بايد موږ ئې ورپه ګوته کو ـ ځکه نه يواځي طالب جان ورور مسلمان دئ او نه هم غروال ورور خو صرف دنظر اختلاف ؤ د دې قابل نه ؤ چه ته پيغور ورکوې ځکه زه يوښځه يم نه ئې سم زغملائ نو هغه خو نارينه دئ او بيا مبارکه روژه هم ده ـــــــــــــــــــــــــــــــــ په خوږه مينه ستاسي کشره خور ليلماالفت[/quote:a80f5cbc53]
[color=red:a80f5cbc53]ګر انه ددي پورتنۍ ليکني ليکونکيه سلا م دي وي په هغه چا چي دسلام وړ دي هسي خو ستاسي ټوله ليکنه له تيروتنو ډکه ده مګر دبيلګي په تو ګه ﻻندي يو څو ذکر کوم
اول : پورتنۍ ليکني دغروال او طالب خان تر منځ شوي مګر تا طالب جان را ننګولي کوم چي ددي پاڼي ييو بل برجسته کارکؤنکي دی .
دوهم : تاسي تاريخ هم څيړلي داسي معلوميږي چي تاريخ مو له ليري هم نهدي ليدلي ځکه تاريخ واي چي باميان صحابه کرامو هم نه ؤ فتح کړي بلکه دوخت له حکمرانه سره يي صلحه کړي وه نو ځکه هغه ستاسي محبوب هلته هک پک ولاړ ؤ همداراز سلطان محمود غزنوي هم باماين نه و فتح کړي ځکه چي له بهرنيو غزاؤ څخه ور خلا ص نه شو که نه وي سلطان خو د بت نړولو دو مره مشهور کړ نور څه يي ضمني ؤ .
دريم : تاسي ويلي چي پاکستاني ملايان ولي په خپل هيواد کي جهاد نه کوي نو ته دا ګيله له طالبانو ولي کوي بلکه زه هم په پاکستاني ملايانو داانتقادلرم پخپله طالبان به يي هم لري خو داچي هغوي دافغاني طالبانو مرسته اوتاييد کاوه زه يي مننه کوم ځکه طالبان حقؤ حق دي او حق به وي که خداي کول نو هر مسلمان بايددحق پلوي وکړي .
څلرم : تاسي د موﻻنا سميع الحق او په هوايي ميدان کي په ټکټ باندي د بت خبره کړي نو تا خو ويل چي زه ښځه يم او ښځي خو په هغه وخت کي په هوايي ميدانو کي نه وي نوووايه چي تا هلته څه کول همداراز ته وايي چي زه له کيليفورنيا نه ليکني کوم نو هغه وخت خو دکندهار او کيليفورنيا فلائټونه هم نه وو نو تا هلته څه کول ؟؟؟؟ بيا هغه هم د ملايا نو په منځ کي ؟؟؟؟؟ زه ستا دي عقل منطق او استدلال ته حيران يم ستا د پورتنۍ ليکنۍ او د سميع الحق ديادولو اوبيا هلته ستا د موجوديدو په اړه په زغرده وايم چي ستا ټولي خبري همداسي له حقيقت څخه لري دي . موږ نه غوليږو ښه دي پيژنم چي څوک يي او له کومه ځايه ليکني کوي (( بچيم معلوم شد که حاجي نيستي )) .[/color:a80f5cbc53]


انځورګر
08.11.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !


N
08.11.2003

ډېرښاغلۍ خالد هادي !
ستاېې کورودان چې ښاغلۍ زلمۍ دي وهڅوئ چې دسپکاوي پرځاي
په پښتنې مېنه, دود او درناوي سره لېکنې وکړي.
کله چې مې دښاغلې زلمې لېکنه ولوستل نو وشرمېدمه اودژغورنې ﻻره
مې بېخې دېوي بلې جوابې لېکنې لېکل وګڼل.
په مېنه اودرنښت.


م ن غروال
08.11.2003

پتمنو او خورا عزتمنو خويندو ليلما الفت او نېلۍ او دروند ورور ښاغلئ خالد هادي٠
نېکې هيلې سلامونه او درنښت مې ستاسو حضور ته تقديميږي٠
بنده له تاسو له هر يوه ستاسو د نېکو لېکنو او ځوابو د زړه له کومې مننه کوم٠ تاسو دومره مينه محبت او خپله خورګلوي او ورورګلوي د خپل نهايت شرافت او انسانيت او خپل افغاني کلتور او کورنۍ تربيې په بنسټ وښودله چه ما د هر يوه حتی کنځل هم دسر په سترګو ومنل٠ زما ايمان او پښتونولي نه پرې زهير کيږي٠
زه به هيڅ کله ونه غواړم چه نور مسلمان افغان ورور د اسلام د مقدسو نومو تر عنوان ﻻندې په B52 وويشتل شي او د کونډو او يتيمانو پر ليکو ورايضافه شي٠ هغه فقر بدبختي اوټول هېواد په کاملې دربدرۍ چه نن غاړې ته رالوېدلئ دئ ، اسلام امر کوي چه د سولې د روغې او جوړې له ﻻرې د سلګنو زرو مسلمان بربنډو، وږو تږو، اواره ګانو د ګدا مسلمانو خويندو او کوچنک بې پلاره بچيانو ژوغورلو ته کار او زيار وکړل سی چه خپله مقدس جهاد دئ٠ زما اند به تاسو عزيزانو پورته له طالب خان ورور سره په بحث کی لوستئ وي چه خدائ ج مکړه هيڅ چاته کومه د ناخوښونکي کلمه نده استعمال سوي او نه هم اړتيا سته٠ ما ليکلي چه ننۍ حالت د مونږه د اعمالو زيږنده ده، ځان مې پکې شريک بللۍ دئ، د کورنۍ غړي مي د طالبانو او مجاهيدينو ورڼو په ليکه کي وؤ او پرته لدې هغوئ ټول مې خپل مسلمان وروڼه بللي دي ځکه د ، مونږ، کلمه مې کارولې ده٠ اوس څه وکړو چاره نلرو٠ څوک به مو پلوي وکړي څوک به مو يتيمانو کونډو او بې وسه مظلومانو ته يوه ګولئ ډوډئ ورکړي٠ خير که قرأن عظيم الشان او سيرت النبي او قصص اﻻصحاب کرام چا لوستي وي څومره د مسلمان اولس د تباهئ او له بد مرغۍ څخه دنجات لپاره د نرمښت او ميني څخه حتی پر اسلام د تيري کونکو او کفارو په وړاندې کار اخيستل سوئ دئ، چه خپله اسلامي سياسي پوهه رازده کوي٠
زه ځان د ټول افغان پاڼې دلوستونکي او ګډونکونکي په حيث ، تاسو ته دهغه له تيريو او افغاني او اسلامي ادابو او اخلاقو وتلو جملو،کوم چه هغه ،چې نوم يې ددې ښايسته پښتو مسلمانې پاڼې ﻻيق نه بولم، پخاطر بخښنه غواړم، په رښتيا چه شرمنده شوم او خپله وينشريکه خور مې سترګو ته ودرېده٠ چه څنګه وجدان دئ چه يوې خور ته دا ډول ادب وکارول سي٠ البته ګرانې او درنې خورې ستاسو شخصيت به هيڅکله زهير نسی او دا هر څوک چې دئ د ده په کورنۍ تربيې اړه نيسي٠ تاسو عجب علمي او اسلامي او اخلاقي ځواب ليکلئ وؤ، چه بنده ستاسو ورور درباندې وياړي٠ او هادي ورور په خپل اخلاقي غژو ويشتئ دئ ورته بس دي٠
په ګران هېواد افغانستان کښی د جګړو دورکېدو په هيله٠ په مينه او درنښت٠ ستاسو ورور غروال



ليلماـ الفت
09.11.2003

ګرانه وروره غروال صاحب !ښې چاري او درانده سلامونه
زه د ښاغلي او منلي استاد خالد هادي دهيلي او غوښتني سره تر هرڅه تيريږم خو ستاسي د داخبري په اکتفا وايم چه تا ويلي وه هرڅه دهغه ........... په کورنۍ تربيه اړه لري ـ
زه دپښتو په دې سپېڅلې پانه کي هر ګډونکونکي ته ديو ديني ورور په سترګه ګورم او الفت ورسره لرم اوتاسي (غروال) ،ښاغلئ خالد هادي او ښاغلئ طالب جان زه خپل لارښونکي او استادان ګڼم ځکه ما ستاسي هر يوه څخه ډير څه زده کړل که څه هم زه ډيره لوستې نه يم خو دالف او بې دجنګولو توان مي په ګوتو کي سته ـ دا چه هغه ...... هرڅه ويلي دي ماته کوم زيان نه رسوي خوهغه ...... دخپل فاميل او کورنۍ داخلاقو څخه پرده پورته کړه او دا ئې څرګنده کړه چه هغه .... ته خپل مور ، پلار او نژدې چاپيريال څنګه تربيه او روزنه ورکړې ده د پښتنو نوم دغه (...) سي تشو کوپړيو وربد کړئ دئ ځکه پښتون که ريشتيا هم پښتون وي (نه لکه دا ګيډړان ) نو هغه ديو مسلمان ورور او مسلماني خور دعزت او عفت دخوندي کولو په لار کي تر سر هم تير دئ البته پښتون هره پښتنه ښځه خپله خور او هر پښتون سړی خپل ورور ګڼي نو هر کله چه داد آخوت بڼسټ تاسيس سي نو پښتون دبل ناموس خپل بولي او پر هغه باندي ئې تيرۍ وجدان نه سي زغملائ خو داسي خلګ لکه دغه (....) وجدان پيژني هم نه ـ ځکه دئ دخپل خور او بد چلني تر منځ توپير نه سي را ايستلائ او پر دې کار دده پورتني اخلاق ضمانت کوي خير په هر صورت که دئ په ريشتيا نارينه وي نو هم دادي وزغمي ـــــــــــ ګرانه وروره غروال صيب پر زړه مي ډير څه داسي نور راتلل خو دعزتمند ورورهادي ليکنه مي نه پريږدي او دا يو خبره په زغرده کوم
......................................په ښه خوی د بدخواهانو بي پروا يم
.....................................په نرمــــــي لکه اوبه داور ســـــــــزا يم
دروند وروره ليکنه مو ډيره سنګينه وه نژدې و چه له افسوسه اوښکي پر توې کړم رشتيا هم زه د هغه اولس خور يم چه د يتيمانو شمير ئې په سلو کي پنځوس دئ دکونډيانو شمير ئې په سلو کي پنځه ويشت او دمعيوبينو شمير ئې په سلو کي شل دئ محترم استاد ه که زما څه په ليکنه کښي ګستاخي سوې وي نو راته بخښه وکړه ځکه دا خلګ په (من صمتَ ظفر) نه پوهيږي............................ په پښتنه مينه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ستاسي کشره خور ليلما الفت


م ن غروال
09.11.2003

پتمنې خورې بيا هم درناوۍ او سلامونه ومنئ٠
خدای ج دې نکړي چه تاسو ګستاخي کړي وي او بخښنې ته څه کوچنکه غوندې اړتيا ولېدلۍ سي٠ بياهم ستاسو خورا کور ودان٠ الله تعالی دې تاسې له جمله ځمکنيو او اسمانو افاتو او بلاياتو سره دې جمله مؤمنو خويندو پخپل امن اوامانت کی وساتي٠ او تل با عفته او سرلوړې اوؤسئ٠ امين٠ د ورورګلوئ په نهايت درنښت


انځورګر
10.11.2003

افرين دي وي ليلما خور ستاسي پر غيرت او حوصلې دواړو ـ


نقاد
10.11.2003

درنو لوستونکو ته سلام .
په داسې حال کې چې د زلمي ورورپه لهجه کې دمطبوعاتي او ليکواليزه درنښت او درناوی رنجه نه ليدل کيده ، په تيره بيا د ښځو په وړاندې يې له خبرو څخه د څارنواليزه ګرويګنې بوی راتلو ، د ګرانو او درنو ورونو طالب جان صاحب او غر وال صاحب او پتنې خور ليلما الفت د ليکنو تر منځ وحدت مې ډير خوښ شو ، په دې معنی چې جهاد په مسلمانانو باندې په ټاکلي وخت کې فرضيږي ، لکه څنګه چې طالب جان هم په ايت شريف ښودلې ده ، ولې د جهاد په شرايطو ، د هدف په تضمين ،د رهبرۍ سوچه والی ، عواقب ، سازماندهي، د مجاهدينو وحدت ، وروري او تفاق او د هيواد د ټولو مسلمانانود هر اړخيزه خير بايد په کې روښانه وي او دهغوی مصلحت او
مشوره په کې دخيله اوسي ، يعنې خودسري ، قدرت پرستي او د مسلمانانواو په تير بيا د مجاهدينو په منځ بايد نه ډلې ټپلې وي او نه د ډلو ټپلو تر منځ په کې قتل او قتال موجود وي . د جهاد په يوه برخه کې هم د ګاونډيو يا نورو اسلامي هيوادونو سياسي ﻻسوهنې او واکچلونې موجودې نه وي او د اول نه تر اخره پورې ترې څوک هيڅ ډول ناوړه ګټه ( سؤ استفاده ) پورته نشي ړای . د پښتنو اولس مجاهد ولس دی ، خو ﻻ پخواني جهادونه يې د انګليسانو پر ضدهم د جهاد په موازينو پوره برابر نه دي تر سره شوي : د ساري په توګه : که د ميوند د جګړې مجاهدين په دې خبر وای چې د جهاد نتيجه به يې د امير عبدالرحمان خان په څير د يوه انګليسې ﻻسپوڅي په ﻻس کې لويږي او هيواد به دازادۍ پر ځای د غلامۍ کندې ته لويږي ، نو ايا دغو صادقو مجاهدينو به ددغسې يوې نتيجې له پاره له ژوند مال او سر څخه دانګلی وای ؟ که احمد شاه با با پوهيدای چې زامن او لمسي به دده ﻻسته راوړنې داسې بربادوي او د خپلو کورنيو جنګونو څخه به يې قربانوي ، نو دادومره پښتانه به يې د لوی افغانستان د جوړولو له پاره قرباي کړی وای ؟ د استقلال د جګړې غازيانو به ددې له پاره دومره شهيدان ورکړی وای چې وروسته بيا امان الله خان يې نتيجه د يو څو سطحي او احساساتي ريفور مونو لکه خارج ته د تحصيل له پاره د نجونو په بي سرپرسته ډول ليږلو لپاره په اوبو ﻻ هو کړه او سقاوي رامنځته شوه .؟؟؟ هو زه دا نه وايم چې جهاد به هيڅکله هيڅ ډول ناکامي هم ونه لري ، خو هيڅکله بايد دا ناکامي د سياسي رهبرۍ د ضعف او نيمګړتياو ، ظلم ، خيانت او جنايت له کبله نه وي او د مجاهدينو په سياست کې بايد کيفي نيمګړتياوې نه وي ، که نه نو يوه بي مسوليته رهبري به لري ، او د بي مسوليته رهبرانو تر مشرۍ ﻻندې د جهاد په څير له مسوليته ډکه دنده تر سره کول فرض کيدای هم نشي. په تيره بيا د محمد (ص) له وخت څخه ١٤ پيړۍ وروسته بايد د جهاد سياست نور هم زيات متکامل او پراخ و پراخ بعاد ولري ، حال داچې زمونږ د مجاهدينو او طالب واکمنو سياست د ان حضرت د سياست په زرمه برخه نه و ، بلکې په اسلامي جهاد او سياست ملنډې وې .
که له حقيقت نه څوک سترګې پټې نکړي ، د شورويانو او ملحدانو پر ضد جهاد هم امريکايانو را وهڅاوه ، په پيسو او وسلو ، تبليغ او سياسي ملاتړ يې برياليتوب ته ورساوه ، د جهاد سياسي رهبريو د امريکايي ډالرو ، وسلو او د واکمنۍ په طمعه او بيا د پاکستان د ګوډاګيانو په توګه د ای اس ای د مستقيمې رهبرۍ ﻻ ندې د جهاد غږ پورته کړ ،کومو چې د لوېديزو ويسټرن فيلمونو سره هيڅ تو پير نه درلود ، نتيجه يې هم داشوه چې
د شوروي سره د جګړې پر وخت دومره تلفات افغانانو نه و ورکړي لکه څومره افغانان چې قدرت ته د مجهاهدينو له رسيدو ورسته بي ګناه ووژل شول . همدغسې طالبان هم د امريکا په مټ او پاکستان په ﻻ س رانځ ته شول او بيا يې د خپل قدرت او يوه عرب له پاره د قام وطن اولس او ان اسلام د سرنوشت سره لوبې وکړې ، ايا داسې بي مسوليتي به اصحابانو کرامو کړی وای لکه د پښتنو مجاهدينو مشرانو چې تل کړي دي ؟ ايا دوی په سياست چې په اسلام کې ورته دحکمت ډګر ويل شوی ، پوهيدل ؟ دوی چې په څه پوهيدل ، هغه صرف قتل و قتال و ، او هر قتال نه جهاد دی او نه فرض . که نه مهرباني دې وکړي او د مسلمان اولس قضاوت ته دې تسليم شي او د رايو د اخيستلو له ﻻرې دې ثابته کړي چې د دوی جهاد ته د ا فغانستان مجاهد اولس جهاد وايي اوکه ددغه مؤ من مجاهد اولس دجهاد او پنځه ميليونو شهيدانو ، مهاجرينو او بي کوره شويو افغانانو سره خيانت يې بولي . په مينه درنښت او سلامونو !


Mazloom
10.11.2003

ګرانه پاڅونوال صاب سلام دي وي په تا . ما پخپله ليکنه کي دهيڅ کومي خور په وړاندي ګستاخي نه ده کړي ليلماالفت خورنه بلکه وروردي نه پوهيږم چي کمي NGO مقرر کړي چي ته پدي پاڼه کي د ښځو په نام ليکنه کوه تر څو خلک دا ګمان وکړي چي افغاني خوندي د جها د مخالفي دي ماته قار پدي راځي چي دي ولي پخپل نامه مانا داچي دنر په نام ليکنه نه کوي . دوهم داچي که ځما ليکنه له ادبه لري ده نو ددوي ګوهر افشاني خو هم لږ وګوره چي ښه يي ښکنځلي يم [color=red:1938909212]{ خير [/color:1938909212]}زه بيا هم په ډيره سړه سينه ددوي له ښکنځلو مننه کوم خداي دي ددوي په {دي نيکواخلاقو } کي برکت واچوي . نيکي هيلي ټولو ته


نقاد
11.11.2003

ګران ورور منلی زلمی صاحب ، عليکم سلام !
له ليکنې څخه مو مننه کوم ، او باور څر ګندوم چې تاسو هم غواړئ چې زمونږ او ستاسې دغه بريښنايي
وېبسايت دې يوه درنه ، له افغاني ورورولۍ ډکه، يوه ادبي، علمي ،فلسفي ، او د لوړ افغاني او اسلامي کلتور
تمثيلونکې پاڼه اوسي . دا غوښتنې مونږ هم له ځان څخه او هم د هر بل ګډون کوونکي څخه لرو ، په تيره بيا
هغه څوک چې دلته نوی دا خل او لومړۍ ليکنه کوي ، د خپل تياري او هوډمنتيا په توګه به ټول افغان ته ددغه
لوړو ارزښتونو د مراعاتولو ډالۍ له ځانه سره راوړي . که هر څومره نظري اختلافات دلته ډيريږي او سختيږي ،
همغومره بايد د مقابل درناوي کړۍ پراخه او د ورورولۍ ژبه نوره هم خوږه شي ، څو يو بل د خپل نظر په بېطرفۍ
و پوهوو، او په واقعي معنی يو نوي څه وړاندې کړو چې بحث او د افکارو تبادله يو ګام پر مخ لاړه شي ، نه دا چې
د تيريو او تجاوزونو له کبله پنچره شي . که زه څه وليکم او بل يې ومنې او هيڅ په کې ونه وايي ، نو يا به مي دومره ساده حقايق ليکلي وي ، چې نور يي څوک اوريدلې نشي او بي ضرورته تکرار به وي ، او يا به دومره غير جالبه مو ضوع وي چې دچا د ژوند او علاقي سره به تړاو نه نيسي او ورته به پردۍ وي . نو زما د نظر خلاف اظهارات بايد ماته د قدر وړوي ، هو څومره چې منطقي او پر دلايلو درانده وي ، هومره به راته جالب وي ،که نه نو دلته به له ليکنو او لوستنو څخه ګټه هم پورته نکړای شو . نو ددغسې ګټې دتضمين له پاره د مخلف نظر په ورين تندي استقبال او ځاوند ته يې درناوې لومړنی شرط دي او بس . مونږ اوتاسو ته دې خدای ددغسې درناوي او ورورګلويزه صميميت ﻻ ډېر توفيق را په برخه کړي. په ډېره مينه او درناوي .


م ن غروال
12.11.2003

ښاغلۍ پاڅونوال ورور سلامونه او نېکې هيلې ومنئ٠
هو! ډېر زيات په خواښينۍ سره داسی که نه وؤ، نو څه ډول وؤ؟ دا خو پاڅونوال صاحب عرض وکړم چه د سترګو ليدلي پروني حاﻻت دي٠ ما ﻻ پردغه حقايقو يو تورۍ هم ندې ليکلۍ ، يوازې د سولې غوښتنه مې کړې ده ٠
په اسلام مينو تنکيو ځلميانو څخه د هېواد دښمنان (( پاكستان )) ناوړه ګټه پورته کول دي٠ دپښتنو په سيمو کی به نه سړکونه جوړ شي او نه هم ښوؤنځي، نه روغتونونه او نه هم کلينيکونه ! له نور زياتې ليکنې ډډه ځکه کوم چه چه لېکنه دې سليم مؤمن عقل ته کافي بولم٠لنډه دا چه داسې ليکنه دې کړې ده چه مطلقه په اسلامي ارمانو وﻻړه ! الله تعالی دې يې اجر درکړي٠بريالۍ اوؤسئ٠ په درناوې


ښکرماتوښې چارې


مجيب انګار
13.11.2003

يارانو دلته خو سمه (ريسلينګ)روانه ده،دچاغاښ مات دي اودچا ښکر ...ډير دشرم ځاي دی چې ځوانان دجهاد سپکاوی کوي.....


Re: ښکرماتوښې چارې

نقاد
13.11.2003

[quote="انګار"]يارانو دلته خو سمه (ريسلينګ)روانه ده،دچاغاښ مات دي اودچا ښکر ...ډير دشرم ځاي دی چې ځوانان دجهاد سپکاوی کوي.....[/
quote]

نه نه انګار صيب ، هيڅکله نه ! سلامونه مې ومنئ او بيا :
باور وکړئ چې د جهاد په سپيڅلې کلمه او د افغانستان په مجاهد اولس [color=red:2ee19c39d4]بحث نه دی [/color:2ee19c39d4]، بلکې خبرې اترې د مجاهدينو په سياسي رهبريو ، د تنظيمونو اوطالبانو پر مشرانو دی ، چې يو هم د مجاهدينو د رهبرۍ حق ،وړتيا او صلاحيت نه درلود ، چې د نوموړو ډلو سياسي مشري په غاړ واخلي ، د ټول افغانستان سياسي رهبري خو ﻻ څکی څکی . له ملا عمر نه نيولې ترحکمتيار، خالص ، سياف، محمد نبې ، پير او حضرت صيب پورې يو هم نه دا حق ، نه وړتيا ، نه محبوبيت ، او نه دا صلاحيت درلوده چې د مجاهدينو او يا ټول د هيواد سياسي رهبري په غاړه واخلي . خو هر يوه ددې هدف له پاره په زرګونو افغانان د مرګ خولې ته غورځولي دي .
که تاسو له نوموړو څخه د يوه دسياست هم دفاغ کوﻻی شئ ، دلته يې [color=blue:2ee19c39d4]سياسي کارنامې[/color:2ee19c39d4] دفاع کړئ و السلام


Mazloom
14.11.2003

د انګار صاب له ليکني مننه دپاڅونوال صاب له هري ليکني سره دخلکو موافقه ضروري نه ده که له دي کسانو څخه بعض درهبري وړ نه وايي نو ايا دا په ميليونونو افغانانو کي دو مره څوک هوښيار نه و چي دوي يي مسترد کړي واي طالبان ملت نه امريکي مسترد کړل نو ځکه دا خبره نه شو زغملاي چي طالبان ګواکي ملت شړلي په عوامو کي دهغوي لپاره اوس هم نيک احساسات او ځاي شته دليل يي په کاميابي سره دطالبانو دوباره راتلل دي .


نقاد
14.11.2003

[quote:4d150b0636="زلمي"]د انګار صاب له ليکني مننه ، دپاڅونوال صاب له هري ليکني سره دخلکو موافقه ضروري نه ده که له دي کسانو څخه بعض درهبري وړ نه وايي نو ايا دا په ميليونونو افغانانو کي دو مره څوک هوښيار نه و چي دوي يي مسترد کړي واي طالبان ملت نه امريکي مسترد کړل نو ځکه دا خبره نه شو زغملاي چي طالبان ګواکي ملت شړلي په عوامو کي دهغوي لپاره اوس هم نيک احساسات او ځاي شته دليل يي په کاميابي سره دطالبانو دوباره راتلل دي .[/quote:4d150b0636]

[color=blue:4d150b0636]ګران او منلي ورور زلمي ته درانده سلامونه !
د نظر له رنګينيو څخه مو مننه ، په مخالف دليل او استدﻻل موخوښ کړم ، رښتيا هم تر اوسه پورې د مجاهدينو يو مشر هم خلکو يا اولس نه دی شړلی . خو ورورجانه ، دا (نه شړل) يو ډير خوار او ډنګر دليل نه دی؟ په داسې اساس خو خلک يا اولس صرف د يو کار چانس او ازادي لري، چې يا به يو سړی حتمأ شړي ، او که شړي يې نه او يا يې شړلی نشي نو بيا به يې حتمأ خپل پادشاه يا ولسمشر په توګه مني ؟ له خپله انده ، يا د وسلې په زور سياسي مشري او دولتي قدرت نيول مشروعيت نه لري او بايد حرام اوسي . په ازادو ټاکنو کې طالبان څه چې اخوانيان هم د فعال ګډون حق لري ، څو اولس ورته خپله ائينه او عملنامه په ﻻس ورکړي . له دې کبله بايد ازاد انتخابات دهر مسلمان اوهرې اسلامي او جهادي ډلې غوښتنه ، ﻻر او حکومت ته درسيدو طريقه اوسي . ولې تر اوسه خو يوې اسلامي يا جهادي ډلې ، د کرزي او امريکايي حکومت نه مخکې ، ازادو او ديموکراتيکو اتخاباتو ته غاړه نه ده ايښې، او په دې ظالمه توګه يې ملت ته دا چانس هم نه دی ورکړی چي دوی د ( طالب، مجاهد اوکمونست) او داسې نور ديکتاتوران مسترد کاندي . البته له دوې څخه يوهم ملت په دغو دندود نه دی انتخاب کړی ، بلکې دغه دندې اومقامونه وو، چې دوی هر يو په خپل وار ملت په خپل سياسي يرغمل کې ښکيل کړی ؤ . که نه نو ټول زمونږ ورونه دي او د ورورۍ په قانون بايد د قدرت له پاره خپلې روا هلې ځلې وکړي او ديموکراسۍ ته تن کيږدي او خپله راتلونکې په ديموکراسۍ ولټوي . ځکه دا ټول يو ضد ديموکراتيک ناورين ؤ،
چې د ١٩٧٨ څخه يې د طالب تر راپرځيدو پورې دوام وموند او بد عواقب يې هم تر اوسه پورې ﻻ په پښتنو تحميليږي . نور بايد د اسلام په چوکاټ کې ناورين رامځته نشي ، بلکې د ديموکراسۍ په چوکاټ کې د
اسلام د سپيڅلي دين فضيلتونه ، او دهغه ديني او دنيوي نعمتونه پلي شي . اسلام له ديموکراسۍ پرته سياسي
ژوند ته نه شي داخليدای ، او ديموکراسي له اسلام پرته د منلو وړ نه ده ! زمونږ نجات او د ټولو پروبلمونو حل د اسلام او ديموکراسۍ دواړو په يو ارګانيک ترکيب پروت دی ، او ددغې ترکيب موندل له مونږ څخه استعداد ،
عقلي او سياسي توانايي غواړي . والسلام[/color:4d150b0636]


خاټول
14.11.2003

ګرانه وروره [color=red:f0cc327a87]پاڅونوال[/color:f0cc327a87] صيب [color=orange:f0cc327a87]روژي[/color:f0cc327a87] او [color=brown:f0cc327a87]تراوي[/color:f0cc327a87] دي [color=blue:f0cc327a87]قبولي[/color:f0cc327a87] شه
که دی زمونږ اونورو خويندو اووروڼو دﻻزيات معلوماتو په غرض د ډيموکارسي تاريخ دعملي کولو ﻻري چاري ئ اوبنسټونه ئ ښه مفصل توضيح کړي مننه به دي کوو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more