د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ولسمشر باید دټولټاکنو که داهل الحل والعقد له خوا وټاکل شي ؟


31.07.2007

دولسمشر ټاکل دعمومي انتخاباتو له لارې د ولس یا ملت اراده ښه تمثیل کیږی،
خو که اهل الحل والعقد هم دعمومی ټاکنو له لارې انتخاب شي نو د پارلمنتاریزم
له لارې د یو ولسمشر ټاکنو ته به ورته او د ولس د ارادې تمثیل به خوندی کړی . خو که ټولټاکنې ونه لري ، د ملت یا اسلامی امت اراده نه تمثیل کیږي . او که څنګه ، تاسې څه اند ګور (نظر) لرئ ؟



ع کريم حليمي
02.08.2007

ډېر محترم او مکرم استاد ځواکمن صاحب او درنو لوستوونکو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
اول به له تاسو  څه مننه وکړم ، چه د اهل الحل والعقد موضع مو د اسلام په 
خونه کښي پرانستل !

بِسمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنت لَهُمْ وَ لَوْ كُنت فَظاًّ غَلِيظ الْقَلْبِ لانفَضوا مِنْ حَوْلِك فَاعْف عَنهُمْ وَ استَغْفِرْ لَهُمْ[color=white:d898afb03f] وَ شاوِرْهُمْ فى الاَمْرِ [/color:d898afb03f]فَإِذَا عَزَمْت فَتَوَكَّلْ عَلى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يحِب الْمُتَوَكلِينَ(159)سوره آل عمران

[color=white:d898afb03f]په کاروبار کښي د دوئ سره مشوره وکړه [/color:d898afb03f]

وَ الَّذِينَ استَجَابُوا لِرَبهِمْ وَ أَقَامُوا الصلَوةَ وَ[color=white:d898afb03f] أَمْرُهُمْ شورَى بَيْنهُمْ [/color:d898afb03f]وَ مِمَّا رَزَقْنَهُمْ يُنفِقُونَ
(38)سوره شوري
[color=white:d898afb03f]او د دوئ کارونه په طريقه د مشورې سره صورت نيسي [/color:d898afb03f]

له پورته اياتونو څه په ښکاره ډول معلوميږي چه دانسانانو ټولني ته ضرور ده 
چه خپل ټول اجتماعي امور په مشوره مخ ته بوځي 

دسوره شوري له ايات کريمه څخه واضع معلوميږي چه حکومتي دستګاه بايد 
شورا ولري ! 
 د شورا خبره يوه طبيعي او قراني قانون دي 
او دوهمه خبره د (وأولى الأمر) ده 
يـَأَيـهـَا الَّذِينَ ءَامَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَ أَطِيعُوا الرَّسولَ [color=blue:d898afb03f]وَ أُولى الاَمْرِ [/color:d898afb03f]مِنكمْ فَإِن تَنَزَعْتُمْ فى شىْءٍ فَرُدُّوهُ إِلى اللَّهِ وَ الرَّسولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَ الْيَوْمِ الاَخِرِ ذَلِك خَيرٌ وَ أَحْسنُ تَأْوِيلاً(59)
[color=blue:d898afb03f]د صاحب امر اطاعت وکړي [/color:d898afb03f]

دا ټوله خبري سره راټولي کړو نو بيا خبره د اهل الحل والعقد ته دريږي 
چه څوک دي او يا کوم نفر دی چه د اهل الحل والعقد خاوند دي اهل الحل والعقد خبره يا جمله ډېر وسيع ده او قابل د تغير ده او هم قابل د ترجمې ده 
د زمانې سره  ! د جمله او خبره د سلفو د زمانې ده 
په هغه زمانه کښي دا واضع خبره ده چه د  اهل الحل والعقد خاوند
اصحاب کرام وه ! (ځـکه چې
خوږنبې ﷺ فرمایی [color=cyan:d898afb03f](علیکم بســتنی وسنت الخفأالرشیدین من بعدی ) کــوم
چـې عـــمل اوقـول دی تابعـیـنوده چـې داصــــحابوشــــاګردان دی اود تـــــبع
تـابـعینوچـی داصـحـابودشـاګـردانـو شـاګـردان دی ددوی عـمل او قول
هـم حـق دی )[/color:d898afb03f] 
نو نن ورځ موږ داسي خلګ نه لرو چه هغوي په حديث سره ثابت  د  اهل الحل والعقد خلک وګڼو 
نو کوم خلک چه نن سته هغه د قومونوعلما مشران دي دي او هغوی ته نن د 
د اهل الحل والعقد خلک ويل کيږي اوبس 
علماوو ته په دغه مشخصه موضع کښي تعريف نسته اما تشرح ئې سته 
چه داسي ده  
هره طبقه خلک ځان ته پوهان لري  که خرکاران دي نو په خرکاري کښي خرکار 
سړی پوهه لري ، او په قومي کارونو کښي يو قومي سړی پوهه لري 
او په تکنالوجي کښي يو فزيک پوه پوهه لري ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ 
نو هر يو په خپل مسلک کښي صاحب د اهل الحل والعقد بلل کيږي 

اوپه نن عصر کښي يو بل شئ هم پيدا شوي چه هغه حزبونه دي 
او په حزب او حزب سازۍ يوازي حزبيان پوه لري نه هر څوک نو د احزابو 
مشران هم د حزب له طرفه صاحب د اهل الحل والعقد  دي 

نو زما نظر د ولسمشر د ټاکنو له پاره د اهل الحل والعقد خلک دي 
چه هغوی د احزابومشران دي دغه د احزابو مشران (اهل الحل والعقد )
د وملت ته نفر معريفي کوي او ملت به خپله رايه ورکوي چه کوم يوچه ئې 
خوښ وي هغه به انتخاب کړي د خپل ملک د ولسواکۍ له پاره 
هم د ملت یا اسلامی امت اراده تمثیل کیږي ، او هم به شرغه تطبق سي 
او که د ملت علماوو خوابديږي چه ولي مذهبي علما په کاپې اندازه نسته 
په شورا کښي نو د ظاهر شاه بابا رحمه الله عليه لاره دي هم مخته واچوي 
او لس نفره ديني معروف علما دي په انتسابي ډول و شورا ته ورسي 
او دغه لس نفره به د ولس مشر يعني له  أُولى الاَمْرِ له خوا و شورا ته 
راغوښتل کيږي 

[quote:d898afb03f]د پارلمنتاریزم
له لارې د یو ولسمشر ټاکنو ته به ورته او د ولس د ارادې تمثیل به خوندی کړی [/quote:d898afb03f]
نه ! د پارلمنتاریزم له لاري ملت ته لويه خساره ده ، خارجي مؤسسې کولی 
سي چه درې د شورا سناتوران رانيسي او په هغو درو وکيلانو په زور او رايه 
هغه څوک د ملک ولسمشر کړي چه دوئ ئې غواړي 

څوکاله مخ کښي د اهل الحل والعقد  په باره کښي ما له دانشمند نقاد صاحب 
سره څه بحث کړی ؤ ، فکر کوم چه مکرم نقاد صاحب ته به پته لګېږي ،چه 
ترکوم عنوان به لاندي وو د اهل الحل والعقد بحث

  په ډېر درنښت 


و.افغان
02.08.2007

لومړۍ دګران او دروند ورور ځواکمن څخه یو نړۍ مننه کوم، چی ځما دغوښتنی سره سم يي دغه مهمه موضوع پیل کړه.

او بیا دلوړ قدر خاوند، مولانا صاحب حلیمي څخه ډیره تشکري کوم، چی په خپلی ښکلی او علمي طرحی يي دا موضوع رڼا کړه.

زه زیات څه نه لرم چی ويي، بلکه دا وایم، چی د مولانا صاحب حلیمي نظر دی باره کی ډیر په زړه پوری بریښي،
داسلام له اصولو، او دصحابه وو له عمل سره برابر بریښي.
او په عملي توګه کولاي شي، چی ډیره کامیابي تر لاسه کړي.
او همدارنګه په قدرت کی لري، چی دغه رنګ ټاکنه کی دبهرنیو غربیانو او نورو کفري دولتونو لاسونه لنډ کړاي، شي،
کوم کسان چی داهل العقد والحل له شوری له خوا کاندید شي، او بیا عام خلک په هغوي خپل نظرونه څرګند کړي، نو له دغو کاندیدو شو خلکو څخه هر یو به ددی پوره جوګه وي، چی ولسمشر شي.
دغه کار داسلامي راشد خلافت وخت کی هم شوۍ،
یا دیته نږدی،
او هغه داسی چی کله عمر رضي الله عنه شپږ کسیز لیست مسلمانانو ته ورکړ، چی له هغوي یو خپل خلیفه وټاکي، او دعمر رضي الله عنه ځوي په کی اووم کس شو، چی یواځی یو ناظر بلل کیده، خپله عمر رضي الله عنه دا ویلي وو، چی عبد الله بن عمر به نه کاندیدیږي، او خلکو ته يي وویل، چی بله هفته به په تاسی نه راځي، مګر داسی حال کی به راځي، چی تاسی ځان لپاره یو خلیفه ټاکلی وي.

هماغه وو، چی دغه شپږ کسیز مجلس کښیناست، چی له غړو څخه يي علي رضي الله تعالی عنه، عثمان رضي الله تعالی عنه وو، او عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه وو، طلحة بن عبید الله رضي الله عنه وو، الزبیر بن العوام رضي الله عنه وو، سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه وو، او عبد الله بن عمر دهغوي په مجلس دناظر په حیث ناست وو.
عمر رضي الله عنه مخکی له شهادت څخه هغوي ته وویل: زه غواړم، چی ستاسی مسؤولیت می په ژوندانه له اوږو لری وي، او هم په مړینه، او که الله جل جلاله ستاسی لپاره خیر وغواړي، نو تاسی ددغو شپږ کسو کی، په یوکس راټول کړي.

محترمو ورونو: دغه شپږ کسه ټول دعشره مبشرینو پاتی خلک وو، او دامت بهتر خلک وو.
نو له شوری وروسته داسی کار وشو، چی په دی شپږو کسانو کی هر دریو کسانو رایه نورو دریو ته ورکړه، یعنی عثمان، علي، عبد الرحمن بن عوف، رضي الله عنهم کاندید شول، عبد الرحمن بن عوف وویل: ځان زه نه غواړم چی خلیفه شم، خو اۍ عثمانه او اۍ علي، تاسی خپل واکونه ما ته راکړۍ، چی زه فیصله وکړم، او قسم می دی په خداي وي، چی زه به خپل اجتهاد وکړم، او له تاسی څخه حقداره ته به رایه ورکړم،
عثمان او علي دواړو دغه خبره قبوله کړه، عبد الرحمن بن عوف چی واک واخیست،
نو له دواړو څخه يي قسم او عهد واخیست، که هغه هر تعیین کړ، نو عدل به کوي، او دا بل به يي پوره اطاعت او اوریدنه کوي،
بیايي علي رضي الله عنه ته مخ راواړوه، ورته ويي ویل: اۍ علي، که زه تا خلیفه نه کړم، نو ته به چا ته رایه ورکړی، هغه وویل عثمان ته .
نفس پوښتنه يي له عثمان څخه وکړه، او هغه جواب په علي ورکړ.

عبد الرحمن بن عوف لاړ، دری شپی، او دری ورځی مکمل يي دمدیني له خلکو څخه، دبانډهچیانو څخه، دمسافرینو څخه، او دټولو ښځو څخه، او آن تردی چی له ماشومانو څخه هم وپوښتل، چی څوک دخلافت لپاره غوره کوي، په دی دوه کسانو کی، علي غوره کوي، او که عثمان ، نو ټولو به عثمان ته رایه ورکوله،
په دغه شپو او ورځو کی عبد الرحمن بن عوف ډیر کم خوب کاوه، په څلورمه ورځ راغۍ، او علي او عثمان يي راوغوښتل، او بیا يي له دواړو کلک پیمان او عهد واخیست، چی هر یوه ده تعیین کړل، نو دا بل به يي مشري مني، او اطاعت به يي کوي،
همدغه وو، چی عبد الرحمن بن عوف عثمان رضي الله تعالی عنه ته وویل: لاس دی خلاص کړه، او دخلیفه په نوم بیعت يي ورسره وکړ.
قیصه اوږده ده ما لنډه کړه، په ډیره تفصیلي توګه په البدایة والنهایة کی ابن کثیر رحمة الله علیه راوړی ده، (5/228)رضي الله عن الصحابة اجمعین.

دولسمشر دټولټاکنی لپاره عام انتخابات ډیر مــفـــاســد لري، او بیلی لويي لیکنی ته ضرورت لري، چی اوس يي زه نشم کولاي.

ورور مو: وهاج ساپی.



04.08.2007

له معظم اومکرم استاد مولینا حلیمي صاحب او محترم ورور ښاغلي او منلي وهاج سافي صاحب له اندګورنې څخه مننه کوم او له تودو سلامونو وروسته عرض کوم چې :
د خبرو د حل او غوټې خاوندان رښتیا هم د ولس پوه کسان وي ، کوم چې حلیمي صاحب په ګوته کړي دي، دوی په ولسي سیمه ایزو جرګو کې هم رابلل کیږي ، لانجې حلوي او خبره غوټه کوي . که د ولسوالۍ په کچه ټاکنې کیږي، له شک پرته به
دغسې ټاکنو ته د حل او غوټې وړ پوه او مجرب مشران معرفي کیږي او د هغوی له منځه به د ټاکنو ګټونکي ضرور د حل او غوټې د خاوندانو په توګه پیژندل کیږي . او ښایي په اوسنیو شرایطو کې تر هغو ډیر بهتر وي چې د یوه (مشر) کس یا یوه کمیسیون له خوا نوماند (کاندید) کیږي . په دې ډول د ملي شورا استازي د حل او عقد بهترین خاوندان بللی شو !
اوس خبره دا پاتې شوه چې آیا د حل او عقد دغه خاوندان( د شورا وکیلان) دې
دولسمشرۍ له پاره څو کسان کاندید او په څو دورو رایګیریو کې دوه تنو کاندیدانو ته ورسیږي او بیا دې په وروستي ځل ددوی ترمنځ یو په اکٍثریت سره وټاکي ! دې ډول ټاکنو ته چې ولسمشر په مستقیمه توګه نۀ، بلکې د پارلمان له خوا د پارلمان یو وتلی غړی ټاکي د پارلمانتاریزم لار وایي او د اهل حل او عقد له خوا د ولسمشر د ټاکنې سره په اصل او پرینسیپ کې یو شی راځي یا په اوسنيو پیچلو شرایطو هماغه د خلیفه د ټاکلو د لارې په (لا) ښه توګه د پلي کولو ټاکنتوګه بللی شو!
که د اهل حل او عقد په خاوندانو د بهرنیو یا داخلي سرچینو پیسې تاٍثیر نشي غورځولی نو د شورا په غړو چې باید د اهل او عقد لا ښه خاوندان اوسي، څنګه او ولې به رشوت او پیسې پرې تاثیر غورځوي ؟، او که يې غورځوي، نو ولې بیا
ددوی په نسبت په هغو کسانو رشوت تاثیر ونه غورځوي چې له ټاکنو پرته د د اهل او عقد خاوندان بلل کیږي ؟
څومره چې يو هیواد پرمخ تللی وي، ولسواکۍ پرمختګ کړی وي د پارلمتاریزم دغه سیستم ډیر ښه ګڼل کیږي !

بله لار جمهوري لاره او پرینسیپ دي، چې اولسمشر په مستقیم ډول د ولس له خوا په ټولټاکنو کې ټاکل کيږي . د ملي وحدت د ساتنې او پالنې له پاره دا ښه سیستم دی، خو پر حکومت د پارلمان د کنترول اغیز پرې د پارلماني لارې په کچه لوړ نه وي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more