نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دجنایتکارانو، لنډغرانو، قاتلانو، او نړیوال مجرمانو څخه دډکی اداری، دمدافع وکیلانو ته ډالۍ، ولولۍ:
و.افغان
31.07.2007
پر جنرال علیشاه پکتیاوال ملی امنیت ډزې کړي.
دجنايي پيښو او جرایمو دلوی ریاست مشر جنرال علیشاه پکتیاوال باندې نن دملي امنیت دریاست دکارکوونکو له لوري ډزي شوي، ملي امنیت دا ډزې هغه مهال په جنرال علیشاه پکتیاوال وکړې کله چې جنرال پکتیاوال په ډیره ژره توګه نن سهار د ځانــمـــرګي برید ځای ته ځان ورساوه، ښاغلي پکتیاوال دا ډول ویلي چې ملي امنیت پرې ډزې کړی او دده دري ساتونکي یې ټپیان کړي چې ددوو ساتونکو د ژوبلې وضعه سمه نده، هغه ویلي چې ددی پیښې په اړه پلټنې روانې دي، دکورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري دا ډول ویلي چې په جنرال علیشاه پکتیاوال دا برید دملي امنیت له لوري دامنیتي کړیو ترمنځ ناغږې ملتیا څرګندوي هغه وویل چې دا پیښه نور پای ته رسیدلې، جنرال علیشاه پکتیاوال هغه څوک ګڼل کیږي چې په خپل کار کې پراخه حوصله لري او تل خپل کار ته شپه او ورځ ولاړ وي.
د يادونې وړ ده چې دا لومړى ځل نه دى چې ښاغلى پکتياوال تر ډزو لاندې راځي، پر نوموړي د تېرو دوو مياشتو په جريان کې دا دريم ځل دى چې د امنيتي کسانو له خوا ډزي کېږي. نيژدې دوې مياشتي وړاندې هغه وخت چې د کابل په شمال کې لوى څارنوال د جنرال جرئت د کسانو له خوا ووهل شو هم د جنرال پکتياوال پر موټر ١٤ مرمۍ لګېدلي وې، دوهم ځل نوموړي په يوه خبري غونډه کې ويلي وه چې د کابل د اولي حوزې په جوى شير سيمه کې د شپې ناوخته ډزي ورباندي شوي دي، نوموړي ويلي وه چې په ټليفون کې هم په مـــــــرګ ګواښل شوى دى او نا معلومو کسانو له ده څخه غوښتي چې د چمتلې دښت له کيندني څخه لاس واخلي چيري چې د زرګونو کسانو مړي د ده په پلټنه پيدا شول.
رحیم ګل څاروان احمدزی
pattang
31.07.2007
ساپي صيب کور دودان له ما څخه دوار ړومبی که٠
سوال دادی چې صليبي اشغالګر ولې خپل( لاس-پ-وڅی) دولت نه تقويه کوي او
دغسې جنګي جنايتکاران نه محاکمه کوي ، څرنګه چې دوی په بګرام کې خپلې
بنديخانې لري اوله څنګ سره يې داسې عملونه زغمي ?
په طالبانو بمونه اچوي څکه چې هغه دکرزي د حکومت ضد دي اودا نو ر د دولت
پټ او ښکاره مخاليفن سرې سترګې ګرځي ٠
يو له ډېرو شواهدو څخه هم دادی چې صليبيا ن په خپله پروپا ګنده کې هر وخت
خوشې دغه بين الملي ترور په طالبانو تپي او افغانستان د ترور زانګو بولي،
خواصلي هدف يې کلتوري جنګ او داسلام ضعيفه ول دي٠
که دوی رښتيا په منطقه کې ارامي غوښتی نو اول يې بايد يو اولسي او فني دولت
په افغانستان کې په پښو درولی وی او زمينه يې ورته برابره کړې وی٠
زه کمان کوم که په افغانستان کې ارامي راشي نو بيا د اشغالګرو شپې لنډيږي
اولدې سره هم دنويو اصلحو امتحانول اود نورو سترا تيژيکي هدفونه دروازه
يې هم تړل کيږي ٠
پښتنو ته دخدای پاک له پوهې سره قدرت ور کړي ، چ-ټل صليبيان اوس کوزي
پښتونخوا ته هم دا خل شول او چ-ټلو پنجاپېانو اجازه ورکړې ٠ کوزهم پښتانه
مري بر هم پښتانه مري ،څو تنه (بي-نا موسه) پښتانه يې په چو کيو ناست دي
هغوی ددوی په غم کې ندي ، په دا لرو خپل جيبونه ډکوي٠
مر-ګ په خائنانو او دپښتنو په دښمنانو٠