اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
موسيقي داسلام اوطب له نظره
و.افغان
30.07.2007
موسيقي داسلام اوطب له نظره (د منصور ژباړه)
http://www.benawa.com/kandahar.php?id=13222
د اسلام دښمنا نو د مسلما نا نو خصو صاَ د ځوانا نو دبي لا ري كولو لپا ره تر ټولو مهمه وسيله موسيقي ګڼلې اوداگمرا ه كوونكې وسيله يې د تلو يزيون، راديو، كمپيو ټر، انتر نيټ،سينما او داسي نورو عصري وسا يلو پواسطه د مسلمانا نو په اكثرو ټولنو كې عا مه كړې ، تر دې چې په اوسني عصر كې خو زيا تره خلك سا ز او سرود ته د گنا ه په ستر گه هم نه گوري حا ل دا چې الله تعا لى موسيقي په قراّنكريم كې د لهو الحديث(بيهوده خبرو) په نامه يا دوي. او هغه كسا ن چې پدې نا وړه عمل اخته دى هغوى د شيطان پيروان ګڼي او هغوى په سخت او دردوونكي عذاب ويروي.
همدا رنگه رسو ل الله(صلى الله عليه وسلم) فرما يي چې مو سيقي په زړونو كې نفا ق داسې زرغونوى لكه اوبه چې كښت او زراعت ته وده وركوي.
همدا رنگه رسو ل الله (صلى الله عليه وسلم) فرما يي : كله چې زما په امت كې موسيقي او سندرې زيا تى شي نو د خداى (جل جلا له) عذا ب را نا زليدل به پرې شروع شي.
د موسيقي د نيوي اضرار:
(1). موسيقي د اخلا قي فسا د مهم عا مل دى (2).د پرښتو يا ملا يكو د را نا زليدو څخه مخنيوى كوي .
(3). په زړه كې نفا ق زرغونوي(4) د زنا طرف ته د تشويق وسيله ده (5). د خپل نا موس په هكله د بې تفا وتى سبب گر ځې (6). د خد اى (جل جلا له) له رحمت څخه د لري والي با عث گر ځي (7). له كور څخه د خير او بر كت د تلو اومسكينى با عث گر ځي (8). د زړه د سختي با عث ګرځي.
ځيني خلك پديې عقيده دي چي مو سيقي د رو ح غذا ده خو كه حقيقت ته وگورو نو ددوى دا دعوه بى ځايه ده ځكه كچيرې موسيقي د روح غذا واى نو ولې په غرب او اروپا كې د موسيقي له زياتې خپريدو سره سره اخلاقي فساد او عصبي نا رو غى ورځ په ورځ زيا تيږي؟؟؟
همدا رنگه اوس په نړى كې موسيقي د مخدره موادوپه حيث پيژ ندل شوې ځكه هغه كسا ن چې له موسيقي سره
عا دت شوى د هغوى ټول فكر د موسيقى په هكله وىاوددوى په اعصا بو با ندې يو ډول سستي حا كمه وي او بيا دا خلك غير له شهوت، عشق با زى ،ښكلا پرستى نه نور څه نه پيژني او ددوى عقل د مو سيقي پواسطه داسې
محا صره شوى وى چې بيا دوى له عفت اوحيا،عدالت او انصاف ،ورورولى او غيرت څخه خلا صيږي.
[color=white:29753c439a]د موسيقي اضرار دطب له نظره:
(1). د انسا ن په بدن كې د سيمپا تيك او پا را سيمپا تيك په نا مه دوه ډوله اتو مات ( خودكا ره اعصا ب ) مو جود دى چې دواړه د برا برى په حا لت كي دي او ددوى برا بري د بدن د نظم با عث ګرځي،
هر كله چې د خا رجي عوا ملو په نتيجه كې ددې عصبي سيستم نظم له مينځه ولاړ شي نو انسا ن له زيا توجسمي او عصبي ضررونو سره مخا مخ كوي.
يو لدغو عوا ملو څخه چې د دغه عصبي سيستم نظم له مينځه وړي مو سيقي ده.
(2). ډاكټرانو د اثا بته كړې چې مو سيقي د اعصا بو د ضعيفوا لي با عث گر ځي او دډاكټرانو څو اتحا ديوله حكو مت څخه غوښتي چيې په عا مه ځا يونو كښې له موسيقي او كنسرت څخه مخنيوى وكړي تر څو په نړى كې د عصبي نا رو غيو مخه ونيول شي.
(3). موسيقي د زړه د حملې او زړه دريدو با عث كر ځي.
طب وايي چي د زړه ددريدو يو مهم عا مل هيجا نات ( زيا ته خو شحا لى يا زيا ت خفگا ن ) دي او دا چه د موسيقي د اوريدو په اثر په انسا ن كې يو ډول هيجاني حا لت را مينځته كيږي نو ځكه د زړه د حملې با عث گر ځي او ډير ځله ليد ل شوي چې سند ر غاړي د زړه د حملې له امله مړه شوي.
(4) موسيقي د وينې د فشا ر د لوړيدو او ټيټيدو با عث گر ځي.
پدې هكله يو اروپايي پروفيسور خپله تجربې كړي او نتيجه يې داده:
نو موړي ډاكټرد يو مريض د فشار د كتلو پر وخت هغه ته اّرامه موسيقي واوروله نو په تعجب سره يي وليدل چې د مريض د وينې فشا ر د نا رمل حا لت نه ډير ښكته شو.
او كله يي چي سخته يا غليظه موسيقي ورته واوروله ويي ليدل چې د مريض فشا ر د عادي حا لت نه ډير او چت شو.
همدا رنگه يو بل آلما ني ډا كټر دا ثا بته كړې چې موسيقي د سر دردي ، روحي او فكري خستگي با عث هم ګرځي.
(5). ليونتو ب او جنون (6). د عمر لنډوالى (7). د ځا ن وژنې عا مل ده (8). د ليدو او اوريدود حس ضعيفو الى (9). د ظلم او جنا يت سبب ده (10). د استعما رگرانو لخوا دخلكود غلا مولو يوه وسيله ده (11). د خداى (ج) له ذكر اوياد څخه د مخنيوي وسيله ده ځكه په هغه زړه كې چې د شيطا ن فا سد آواز ځاى ونيسي هلته بيا د خداى (ج) ذكر قرا ر نه نيسي او آرا م نه مومي.[/color:29753c439a]د نړى په ځينو ښا رو نو كيې خلكو د مظا هرو او غو نډو په ترځ كې له حكو متو نو څخه و غو ښتل چې د موسيقي او كا نسرتونومخه ونيسي او په ما ليزيا كې د يو ښا ر مسوْ ل مو سيقي منع اعلا ن كړې اووايي چې مو سيقي او سندريې په خلكو كيې د فسا د او فحشا ء با عث گر ځي او د ايټا ليا يو مشهور سندر غا ړى چې اوس يي دا نا وړه عمل پريښى وايي چې موسيقي يوه شيطا ني لو به ده .
نو اى مسلما نه وروره ! اوس چې پدې حقيقت با ندې پوه شوې چې مو سيقي او سندرې زيا ت
تاوا نونه لري او ستا د خوږ ژوندد بر با دى با عث گر ځي نو آيا اوس هم غواړى چې ځا ن پخپل لا س د هلا كت كنديې ته وغورځوى ؟
آيا غو اړى چې ستا په زړه كې د خداى (ج) دذكر په ځا ى د شيطا ن آواز ځا ى ونيسى؟
د هغو بيې دينه خلكو په دروا غجنو شعا رو غلط نشې چې موسيقي د رو ح غذا گڼي حا ل دا چه د موْ من دروح غذا د خداى (ج) ذكر دى .
كه ته پدې نا وړه عمل ككړ يي نو په ځا ن رحم وكړه ، كه ته د شيطا ن پدې دام كې گير يې نو لديې دام څخه د خداى (ج) د رحمت پرا خه غيږي ته پنا ه يو سه همدا نن لدې نا وړه عمل نه ځا ن و ژغوره او د هغو خا ينو ،فا جرو او نړيوالو فسا د پلورونكو تجا را نو خولې له خا ورو ور ډكې كړه چيې غواړي ستاآرام ژوند په كړاوونو او بدبختيو بدل كړي .
( د اسلا م او مسلما نا نو د سر لوړى او د كفرى نړى د ذلت په هيله)
ژباړه اوټولونه :ډاکټر عبدالوحيد منصور
[color=white:29753c439a]او په آخر کی زه قاضي محمد حسن حقیار صاحب ته وایم، کوم چی دبینوا ویبپاڼه کی دموسیقا دحلالتیا موضوع روانه کړی:
ورته وایم: چی دالله جل جلاله څخه وویریږه، او که خپله دموسیقا شوقي يي، او خپل ځان دی داسلام حکم تطبیقولو په وړاندی کمزوری دی، نو داسی خو مه کوه چی نورو ته دغه موسیقا په ډیر ظلم اوناروا سره حلاله کړي.
تا چی دځینو علماوو اقوال رانقل کړي دي، په ټولو څوارلس سوه کالو کی پنځو شپږو ته يي شمیره نه رسیږي، او خبره دهغو هم غلطه ده.
تاسی ته زه دصحیح بخاري شریف یو حدیث در یادوم، چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم په کی فرمايلي دي:
((سیکون في امتي اناس یستحلون الحر والحریر والمعازف)))
بیشکه چی وي به ځما په امت کی داسی خلک، چی ز.نا، دوریښمو جامی، او ټنګ ټکور به حلال ګڼي.))
حر: ز.نا ته وايي:
نو دی حدیث کی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ټنګ ټکور دز.نا سره یو ځاي ملګری کړی دی، او دا يي ویلي دي: چی داسی خلک به راشي، چی ځآنته به مسلمانان وايي، خو موسیقا ته به حلال وايي، در حالیکه چی دغه موسیقا حرامه ده.
قرآن کی تری تعبیر په لهو الحدیث شوی، او دصحابه وو اکثره مفسرینو ددی ترجمه په قسم خوړلو سره په موسیقا کړی، او دموسیقا اړوند څیزونو باندی.
هیله قاضی صاحب: چی دخپل نظر څخه لاس په سر شی، او دغه دبخاري شریف صحیح حدیث ته غاړه کیږدي.
او دغو پنځو علماوو چی ورته حلال ویلي، دوي دټولو علماوو چی په دی څوارلس سوه کاله کی تیر شوي، دي، دهغوي ټولو مخالفت يي کړی، او همدرانګه دهغوي داجماع مخالفت يي کړی دی، او اجماع په اسلام کی یو قاطع دلیل دی.
اوکه تاسی خپله دغه کمزوري لرۍ، چی له موسیقا مو زړه نه صبریږي، نو تاسی خپله به خداي ته ځواب ورکوۍ، دخپل ځان مسؤول یاست، نو کوښښ مه کوۍ، چی دامت مسؤولیت هم پر خپله غاړه واچوۍ.
.[/color:29753c439a]
درويش
30.07.2007
وروره اورېدلي دې ندي چې موسيقي د روح غذا ده
ماته خو اروايي ناروغان ښکاري چې موسيقي نشي اورېدلى
saleehzai
30.07.2007
سلامونه
وهاج صيب خوراپه زړه پوري ليکنه موکړي ده ،
فکرکوم دموسيقي په حراموالي کښي خوبه دنشت برابرخلکوشک وي ، چي ښايی دقاضي حسن حق يارپه څير ځيني به بيا دتا خبره دټول امت مسؤليت په اخيستني سره
دالله جل جلاله په وړاندي دخپلې زړه ورتياښودلوناکامه هڅه کوي ٠
په درنښت
salam
31.07.2007
پښتنتانهء خو هسی هم ورځ پهء ورځ نوی نوی غمونو سره ورځ پهء ورځ مخ کیږی
اوس پری دِغه مو سیقی هم دچا نهء سود کیږی چې وائ وری که دچا زړهء مړ وی
زندګی ئ خوړلی وی نو پهء نورو څله ژوند اور کوی داسی کسا نو ته زما مشوره ده چې خود کشی وکړی.
و.افغان
31.07.2007
[quote:d49b622368="salam"]پښتنتانهء خو هسی هم ورځ پهء ورځ نوی نوی غمونو سره ورځ پهء ورځ مخ کیږی
اوس پری دِغه مو سیقی هم دچا نهء سود کیږی چې وائ وری که دچا زړهء مړ وی
**دګی ئ خوړلی وی نو پهء نورو څله ژوند اور کوی داسی کسا نو ته زما مشوره ده چې خود کشی وکړی.[/quote:d49b622368]
سلام جانه!
ځما ډیر ژوندی زړه دی، الحمد لله دقرآن پاک له وجهی په زړه کی هیڅ مړاویتوب نه احساسوم، او کله چی لږ څه مړاویتوب احساس کړم، نو یو سورت له ځانه سره تکرار کړم، او یا یو دحدیثو کتاب وګورم، یا یو بل تربیتی کتاب وګورم، نو زړه می خوشحاله او درانه تری کوز شي.
هغه خوشحالۍ چی دقرآن والا حس کوي، هغه دموسیقا والا هیڅ نه شي حس کولۍ، او ددی لپاره تاسی بیا پورتنۍ لیکنه ولولۍ چی ډاکټر عبد الوحید منصور ژباړلی، له طبی نګاه نه موسیقا ډیر بدبد مرضونه پیدا کوي.
دموسیقا والا آکثره وخت غمجن او ویرجن وي، که مسته موسیقا واوري، نو دز.ناګانو طرف ته يي سوق کړي، او که غمجنه واوروي، نو زړه يي ویرجن او غمجن شي، او اطمئنان تری لاړ شي.
لیکن دهغه چا زړه چی دالله جل جلاله په محبت آباد وي، هغه زړه ته هیڅکله خستګي، خفګان، او مړاویتوب لار نشي پیدا کولاي.
تاته زه دا نه وایم چی ته باید خودکشي وکړی، ځکه چی زړه دی داسی تور شوۍ چی دالله ذکر په ځاي دی له موسیقا ډک کړۍ، نه
بلکه دا به درته ووایم: چی دالله دکتاب دویونکو او تلاوتکوونکو باغ ته راشه، نو دهمیش لپاره به دی روح خوشحاله وي، او هیڅکله به خستګي او مړاویتوب ستا زړه ته لار پیدا نه کړي.
[color=white:d49b622368]تاسو ته ډیره ښه معلومه ده، چی دی دنیا کی ډیری خوکشي ګانی کوم ځاي کی کیږي، په امریکا او اروپا کی کیږي.
او څوک يي کوي، ؟؟ هغه څوک يي کوي، چی دالله جل جلاله له یاد څخه غافله پاتی شوي ، او ټول وخت يي موسیقا، ګډا، او لهو لعب ته ورکړی وي، زړه يي تش وي، نو آخر انجام يي په ځانوژنی تمام شي.
.[/color:d49b622368]
و.افغان
31.07.2007
[quote:ad68e9b63e="کوشان"]
خو خير ؛ مګر څنګه چې مالومه ده ، موزيک په انسانو کې د خوښۍ ، خواشينۍ ، خوشبختۍ ، غم ، همدردۍ ، رومانتيک احساسونه تحريکوي .
همداسې کله چې د مسلمانانو او کفارو تر منځ جګړه وي او مسلمانان بری تر لاسه کړي . نو د همدې برياليتوب له امله دوۍ ته د خوښۍ او خوشبختۍ احساس راپيدا کېږي . يا کله چې يوه ښځه او مېړه ، که مسلمان وي او که بل څوک ، سره ويده کېږي ، نو د همدې ملاستې په وخت کې هم سړی د خوښۍ او خوشبختۍ احساس درک کوي .
[/quote:ad68e9b63e]
صحي ده چی میوزیک کولاي شي، چی دیوه ساعت یا دوه ساعتو لپاره په انسان کی دخوښۍ یا ناخوښۍ احساسات را وپاروي.
خو اصلا دغه میوزیک لکه چی پورتنۍ لیکنه کی ذکر شوی دی، کله دانسان دوینی دجیګیدو دفشار لامل ګرځي، او کله يي دټیټیدو دفشار لامل ګرځي، او په دواړو حالاتو کی انسان له خپل طبیعت حالت څخه ووزي، عقلي تر کیز يي کم شي، ځکه خو کله کله دلیوني په شان ځیني حرکات هم اجراء کړي.
دروح لپاره مهم څیز سکون دۍ، کله چی همدغه دمیوزیک ساعت ختم شي، بیا يي په زړه باندی غمونه انبار شي، او سکون لټوي، خو سکون نشي پیدا کولاي، ځکه چی دهغه زړه کی دالله جل جلاله یاد نه وي پاتی،
زړه يي تور سکاره شوی وي، هیڅ قسم اطمیينان زړه ته نشي ورکوزولاي. ځکه چی ددغه انسان زړه دالله دمیني او محبت څخه تش وي،
او له دی له امله په دغه رنګ خلکو کی نا امیدي ګانی زیاتي وي، همدغه رنګ خلک خودکشي ګانی کوي، خپل ژوند له لاسه ورکوي، همیش په خپله ز.ندګۍ کی په ویر ناست وي،
تاسی به لیدلی او یا اوریدلي وي، چی څومره ډمان، ډمی، او فنکاران له خپلی ز.ندګۍ څخه خپله بیزاري اعلانوي، هغوي بل چاته دڅه وخت لپاره یوه خوښي وربخښي، یا يي له دنیا څخه مشغولوي، خو خپله دغم او ویر شپی او ورځي سبا کوي، ډیر زیات له دغو ډمو او ډمانو څخه دګډا او سندرو دویلو په سټیج خپل روح له لاسه ورکړي، څومره نورو يي خودکشي کړی، دا دفیلم سټارانو کی څومره دا قیصي تکراریږي، سره له دی چی نه ورته دموسیقا کمۍ وي، او نه دپیسو.، دغه ټول همدرانګه په خپل ګډ ژوندونه کی ناکامیږي، کورنۍ ګانی يي ړنګیږي، طلاقونه په دغو خلکو کی څومره زیات وي، ښځه دیوه په نوم وي، خو بچي دلسو شلو څخه راوړي، دا هم انسانیت دی!؟
او که له حیوانیت څخه بد تره وحشت دی؟!
بله دغه اوس چی کوم فاجری ګاڼي او سندری ویل کیږي، تاسی ټولو ورونو څخه زه داپوښتنه کوم،
چی آیا دغه فاجری سندری سیده انسان ز.نا ته دعوتوي او که نه؟
آیا دغه فاجری سندری انسان شراب څښلو ته دعوتوي او که نه؟
نورو نشه يي څښاکونو ته يي دعوتوي او که نه؟؟
قبیح، او مردار شیان ورته ښایسته کوي او که نه ؟؟
ډیر خلکو ورسره خپل غیرت، سړیتوب، او شهامت له لاسه ورکړۍ، ځکه خو یوه جلیل القدر صحابي فرمایلي: الغناء رقیة الز.نا.
سندری ویل، دز.نا دم دی.
او نبی کریم صلی الله علیه وسلم بیا دغه ټنګ ټکور له ز.نا سره یو ځآي یاد کړی.
حدیث دبخاري شریف دی، او ما ورته پورته اشاره کړی.
نو څنګه چی مونږ مسلمانان یو، له پوخ اعتقاد او قوي عقیدی له مخی مو په نبی کریم صلی الله علیه وسلم باندی ایمان راوړی، نو دهغه هر امر ته تیار یو، مونږ بیا دا نه کوو، چی هندوانو پسی لاړ شو، او خپل مبارک دین باندی پښی کیږدو، کوم دین چی له ټولو ادیانو، په هره نګاه بالا دی.
او پاتی دا خبره، چی کوشان وايي، هندوان مسالمین دي، نو دا خبره يي په ځاي نه ده، ځکه هندوانو په زرهاوو مسلمانان وژلي دي، او دهغوي په کوبولو کی يي له هیڅ قسم شکنجو څخه دریغ نه دی کړی.
بلکه داوسني پاکستان نړۍ ته راتک یو لوي لامل يي دا وو، چی مسلمان به دهندوانو په چړو روزانه په سلهاوو حلالیدل.
[color=white:ad68e9b63e]
اسلام ډیر مبارک دین دی، او څومره چی نړۍ پرمختګ کوي، نو دغه ټول پرمختګونه به داسلام مبارک دین پر حقانیت شاهدي ورکوي، تاسی پورته یو وار بیا دعبد الوحید منصور لیکنه ولولۍ، اوسنۍ طبابت او ډاکټري په دی عقیدت ده، چی دغه موسیقا زښت زیات روحي او جسماني مرضونه او تکلیفونه منځ ته راوړي.[/color:ad68e9b63e]
salam
02.08.2007
[quote:6134b984ab][color=red:6134b984ab]تاسی به لیدلی او یا اوریدلي وي، چی څومره ډمان، ډمی، او فنکاران له خپلی ز.ندګۍ څخه خپله بیزاري اعلانوي، هغوي بل چاته دڅه وخت لپاره یوه خوښي وربخښي، یا يي له دنیا څخه مش***وي، خو خپله دغم او ویر شپی او ورځي سبا کوي، ډیر زیات له دغو ډمو او ډمانو څخه دګډا او سندرو دویلو په سټیج خپل روح له لاسه ورکړي، څومره نورو يي خودکشي کړی، دا دفیلم سټارانو کی څومره دا قیصي تکراریږي، سره له دی چی نه ورته دموسیقا کمۍ وي، او نه دپیسو.، دغه ټول همدرانګه په خپل ګډ ژوندونه کی ناکامیږي، کورنۍ ګانی يي ړنګیږي، طلاقونه په دغو خلکو کی څومره زیات وي، ښځه دیوه په نوم وي، خو بچي دلسو شلو څخه راوړي، دا هم انسانیت دی!؟
او که له حیوانیت څخه بد تره وحشت دی؟[/color:6134b984ab][/quote:6134b984ab]!
ساپي جانه ستا سي پۀ دي خبره يوه لطيفه را ياده شوه
وائئ چي يو ځايي ته سندر غاړي تلي وو هلته به چرته بد ذوقه خلک ډير وو نو هغوئ دکلي شړلي وو شپه بے چاره ګان به چرته تلۀ پۀ يو جومات ورغلي وو په جومات کښې ورته طالبان را ټول شوي وو او ټوله شپه ئ پري مجلس ګرم کړے وو خو چې څنګه سار شوے نو دوئ ته ايمان ور پۀ ياد شوے او هغوئ ئ وهلي ټکولي هم دي او دموسيقئ الا ئ تري هم مات کړي ـ
ساپي جانه خوږ آواز پۀ ځناورو هم خوږ لګې مګر شرط دا چې ليونے نۀ وي موسيقي هم لۀ دي امله خلک ښوښوي چې خوږ والے وي پکې پۀ سماعت ښۀ لکې دا پيا دهر څاے خپل کلتور وي چې هغه ورسره ګډيږي ياورسره شاعري وائئ پۀ خوږ آواز کښي قرآت هم پۀ دي وجه خلک خوښوي چې پۀ هغي کښې موسيقيت وي پا ته شوه دمغرپي کلچر خپره نو هغي کښې دټولو نه ذيات لاس د عرپو داجنټانو دے ځکه چې دپشتنو نه ئ خپل کلچر تروړلے موسيقارانو باندي تيري کيږي زورول کيږي نو خلک مجپوره دي چې هندي يا مغربي مو سيقي واوري ـ
بله خب ره تاسي د سکون کړي نو مکمل سکون خو صرف مړو ته حا صل دے چې ژوندي وي هغه به پۀ تجسس کښې وي هغه به د پوهي پۀ لټون کښې وي هغه به کله خوشحاله وي کله به خفه وي ـ اوڅوک چې مکمل سکون محسوس کړي نو هغه به يا مړ وي يا به بيخي وحشي وي ـ دژوندي انسان دويني فشار هيڅ وخت پۀ يو حال نۀ شي پاتي کيدی
saleehzai
02.08.2007
[quote:7ea2d9fd92]ساپي جانه خوږ آواز پۀ ځناورو هم خوږ لګې مګر شرط دا چې *****ے نۀ وي موسيقي هم لۀ دي امله خلک ښوښوي چې خوږ والے وي پکې پۀ سماعت ښۀ لکې دا پيا دهر څاے خپل کلتور وي چې هغه ورسره ګډيږي ياورسره شاعري وائئ [/quote:7ea2d9fd92]
سلام جانه ستاپه دي خبرې پسي يوه په زړه پوري قيصه راياد شوه ، هغه داچي وايی يوه ورځ
يوبنګي (چټلې نالئ اوغول پاکوونکی ) ديوعطرودوکان ترمخ تيريدو چي يوناڅاپه بيوهوشه پريوت ،خلکوزر زر ډول ډول عطرراخستل اودهغه پوزي ته ي نيول ترڅودعطروښه بوی له امله دهغه بيوهوشي ختمه کړي ، ګل ګلاب ، ياسمين ،څنځله اوبخور
داسي نورډيرعطرونوورته په پوزه کښي بوی کړل خو کار يی ورنه کړاوبنګي همغسي بي هو
شه پروت دی ،اخرنه وشوه دده يوبل بنګي ملګری راپيدا شو، کله چي په موضوع پوهه شو
نوخلکوته يی وويل چي ماته يی پريږدی زه پوهه شه اوکارمي ، خلکوفکروکړچي ګني دی به
څومره زيات ښه بوی والا عطر ورته راوړي ٠ خوچي وی ليدل دغولو يوه سوټه يی راوړه اود
بنګي په پوزه کښي وربوی کړه ، بيوهوشه بنګي چي دخپلو عطروبوی حس کړنو سمدستي
راوچت اوپه حال شو ٠
نواوس سلام جانه د موسيقي اواز که چاته خوږ وي نو کټ مټ هغه بنګي ته ورته مثال لري
کنه نو الحمد الله په مونږ باندي خو يی بوی له غولوهم بد لګيږي ٠
او يوشاعرهم ښه وايی :
ای جمشيده دګل قدر په بورا وي
ګونګاټان خوګندګئ سره لګيا وي
salam
03.08.2007
چې پۀ تا موسقې بده لګې نو می اوره دیوی سپګی
دپاره څو ک سر ته اور نۀ لګوی٠
ع کريم حليمي
03.08.2007
ډېر ګران د سترګو تور مي (استاد وهاج ) صاحب
السلام عليک ورحمه الله و برکاته !
وروره ! ستاسو له ليکنو داسي راته معلومه سوه ، چه تاسو د ساز او اواز
سره بې اندازې بې علاقې ياست ، لکه حضرت أَبُو بَكْرٍ چه بې علاقې وو
او اما زموږمبارک عليه سلام ، اوخوږ نبي ﷺ داسي بې علاقې نه وو
لکه حضرت أَبُو بَكْرٍ ، مبارک په کور کي سندرغاړو اواز پورته کاوه ، ولې چه
زموږ خوږې مور بی بی عائشې رضی الله عنها سندري خوښي وې
او په اخترونو کښي خو بيا زموږ د خوږ ه نبي ﷺ له ساز او اواز څخه بد نه وړل
استاده ! په دې لاندي حديث کښي څنګه فکر کوې او څه تر زده کولی شو
حَدَّثَنَا أَحْمَدُ، قَالَ حَدَّثَنَا ابْنُ وَهْبٍ، قَالَ أَخْبَرَنَا عَمْرٌو، أَنَّ مُحَمَّدَ بْنَ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الأَسَدِيَّ، حَدَّثَهُ عَنْ عُرْوَةَ، عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ دَخَلَ عَلَىَّ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ تُغَنِّيَانِ بِغِنَاءِ بُعَاثَ، فَاضْطَجَعَ عَلَى الْفِرَاشِ وَحَوَّلَ وَجْهَهُ، وَدَخَلَ أَبُو بَكْرٍ فَانْتَهَرَنِي وَقَالَ مِزْمَارَةُ الشَّيْطَانِ عِنْدَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَأَقْبَلَ عَلَيْهِ رَسُولُ اللَّهِ ـ عَلَيْهِ السَّلاَمُ ـ فَقَالَ " دَعْهُمَا " فَلَمَّا غَفَلَ غَمَزْتُهُمَا فَخَرَجَتَا.
وَكَانَ يَوْمَ عِيدٍ يَلْعَبُ السُّودَانُ بِالدَّرَقِ وَالْحِرَابِ، فَإِمَّا سَأَلْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم وَإِمَّا قَالَ " تَشْتَهِينَ تَنْظُرِينَ ". فَقُلْتُ نَعَمْ. فَأَقَامَنِي وَرَاءَهُ خَدِّي عَلَى خَدِّهِ، وَهُوَ يَقُولُ " دُونَكُمْ يَا بَنِي أَرْفِدَةَ ". حَتَّى إِذَا مَلِلْتُ قَالَ " حَسْبُكِ ". قُلْتُ نَعَمْ. قَالَ " فَاذْهَبِي ".
---------------------
حَدَّثَنَا عُبَيْدُ بْنُ إِسْمَاعِيلَ، قَالَ حَدَّثَنَا أَبُو أُسَامَةَ، عَنْ هِشَامٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ عَائِشَةَ ـ رضى الله عنها ـ قَالَتْ دَخَلَ أَبُو بَكْرٍ وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ مِنْ جَوَارِي الأَنْصَارِ تُغَنِّيَانِ بِمَا تَقَاوَلَتِ الأَنْصَارُ يَوْمَ بُعَاثَ ـ قَالَتْ وَلَيْسَتَا بِمُغَنِّيَتَيْنِ ـ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ أَمَزَامِيرُ الشَّيْطَانِ فِي بَيْتِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَذَلِكَ فِي يَوْمِ عِيدٍ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم " يَا أَبَا بَكْرٍ [color=white:35c366a5b1]إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا، وَهَذَا عِيدُنَا "[/color:35c366a5b1]
دغه د مزاميرو خبره حضرت ابو بکر کړې ده ( دساز آلې ئې د شيطان مزامير
و بلل ) خو خوږ ه نبي ﷺ په داسي خبره ور رد کړه چه : [color=white:35c366a5b1]د هر قوم اختر وي ، او نن
زموږ د خلکو اختر دی [/color:35c366a5b1]
له پورته جملې څخه داسي ښکاري چه مبارک او خوږ نبي ﷺ د ابو بکر خبره په
ډېر ښايسته الفاظو ور رد کړېده (مه وايه چه د نبي په کور کښي أَمَزَامِيرُ الشَّيْطَانِ )
هو ! خوږ ه نبي ﷺ هيڅ وخت شرم نه کاوه د دين او شريعت په باره کښي
او الله هم ،چه فرمايي : إِنَّ اللَّهَ لا يَستَحْىِ
هو ! تاسو ته ښه معلومه ده کله چه د امت مور کومه پرده په بازار کي اخيستې
وه او تصوير پر باندي وو ، مبارک او خوږ نبي ﷺ کورته نه ور داخل کېدلی
تر هغو چه هغه تصويري پرده ئې اول ګوښه کړه او بي بي ته ئې هم نصحت
وکړ ، چه تصوير مه راوړه کورته .
-------------------
بِسمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَ مِنَ النَّاسِ مَن يَشترِى لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سبِيلِ اللَّهِ بِغَيرِ عِلْمٍ وَ يَتَّخِذَهَا هُزُواً أُولَئك لهَُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ
ژباړه -بعضي له خلکوڅخه هغه څوک دي چه اخلي بيهوده او باطلي خبري ،
چه د جهل او نادانۍ له لوري خلګ ګمراه کړي ، او چه آيات الهى په استهزا
اومسخرو راواړوي (وَ يَتَّخِذَهَا هُزُواً )، نو و هغوته خوار،سپکوونکی غذاب سته
شاءن نزول :
بعضى له مفسرانو ويلي چه پورته آيات دنضر بن حارث په باره کښي نازل شوی
دئ د کفارو څخه وو او تاجر ؤ او ايران ته به ئې سفرونه کول ،نو له ايران څخه
به ئې د نقلونو کتابونه راوړل ، نو د شپې به ئې بانډارونه جوړول او خلکوته به
ئې د روستم نقلونه کول ، او ويل به ئې چه : محمد د عاد او د ثمود نقلونه درته
کوي ، زه هم د پاچهانو او عجمو نقلونه درته کوم
(په آيات الهى ئې ډرۍ وهلې )
او بعضي علماوو ويلي چه دا آياتونه د يوه سړي په باره کښي نازل شوي
دې سړي يوه مينځه په پيسو اخستې وه او ښه اواز ئې درلودی ، نو بادارئې
٢٤ ساعته ناست ؤ ، د مينځي و اواز خانۍته ، ژوند کاراوبار
او عبادت ترې پاته وو ٠
نو دغسي غنا ته د د شيطان دام ويل کيږي !!!!
په آيات الهى کښي لفظ د لهو الحديث راغلی نه د غنا
لهو الحديث ډېر يو وسيع مفهوم لري يعني هر ساز او اواز ،ټوله مسخرې ټوکي
ټکالي ،ټول اشعار ، د تنزليکني،چه څوک ګمراه کوي او له عبادت نه ئې غافله
کوي (ټول بد دي د فقهي له نظره )
په حواله د لاندي حديث
حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ مُوسَى، أَخْبَرَنَا هِشَامٌ، أَنَّ ابْنَ جُرَيْجٍ، أَخْبَرَهُمْ قَالَ أَخْبَرَنِي ابْنُ شِهَابٍ، عَنْ عَلِيِّ بْنِ حُسَيْنِ بْنِ عَلِيٍّ، عَنْ أَبِيهِ، حُسَيْنِ بْنِ عَلِيٍّ عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ ـ رضى الله عنهم ـ أَنَّهُ قَالَ أَصَبْتُ شَارِفًا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فِي مَغْنَمٍ يَوْمَ بَدْرٍ قَالَ وَأَعْطَانِي رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم شَارِفًا أُخْرَى، فَأَنَخْتُهُمَا يَوْمًا عِنْدَ باب رَجُلٍ مِنَ الأَنْصَارِ، وَأَنَا أُرِيدُ أَنْ أَحْمِلَ عَلَيْهِمَا إِذْخِرًا لأَبِيعَهُ، وَمَعِي صَائِغٌ مِنْ بَنِي قَيْنُقَاعَ فَأَسْتَعِينَ بِهِ عَلَى وَلِيمَةِ فَاطِمَةَ، وَحَمْزَةُ بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ يَشْرَبُ فِي ذَلِكَ الْبَيْتِ مَعَهُ قَيْنَةٌ، فَقَالَتْ أَلاَ يَا حَمْزَ لِلشُّرُفِ النِّوَاءِ. فَثَارَ إِلَيْهِمَا حَمْزَةُ بِالسَّيْفِ، فَجَبَّ أَسْنِمَتَهُمَا، وَبَقَرَ خَوَاصِرَهُمَا، ثُمَّ أَخَذَ مِنْ أَكْبَادِهِمَا. قُلْتُ لاِبْنِ شِهَابٍ وَمِنَ السَّنَامِ قَالَ قَدْ جَبَّ أَسْنِمَتَهُمَا فَذَهَبَ بِهَا. قَالَ ابْنُ شِهَابٍ قَالَ عَلِيٌّ ـ رضى الله عنه ـ فَنَظَرْتُ إِلَى مَنْظَرٍ أَفْظَعَنِي فَأَتَيْتُ نَبِيَّ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَعِنْدَهُ زَيْدُ بْنُ حَارِثَةَ فَأَخْبَرْتُهُ الْخَبَرَ فَخَرَجَ وَمَعَهُ زَيْدٌ، فَانْطَلَقْتُ مَعَهُ، فَدَخَلَ عَلَى حَمْزَةَ فَتَغَيَّظَ عَلَيْهِ فَرَفَعَ حَمْزَةُ بَصَرَهُ وَقَالَ هَلْ أَنْتُمْ إِلاَّ عَبِيدٌ لآبَائِي فَرَجَعَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُقَهْقِرُ حَتَّى خَرَجَ عَنْهُمْ، وَذَلِكَ قَبْلَ تَحْرِيمِ الْخَمْرِ.
په دغه ورځ نو تَحْرِيمِ الْخَمْرِ اياتونه نازل سوه اما د ساز او اواز په باره کښي
څه نازل نه سوه ، چه دلته څه حکمت وو ، په دې مجلس کښي هم شراب ،
کباب او ساز او اواز شروع وه اما يوازي شراب ناروا سوه
روا او حلال کار او بار کول چه سړی له فرض عبادت څه په راګرځيدلی وي هم
بد او خراب کاروبار دي (ناروا عمل سي )
هره غنا او اواز خانې چه سړی وشهوت ته هڅوي ناروا فعل دی يا که ئې
انګېزه د بدهوسي وه او انسان ئې و فساد ته ټېله کاوه ، لکه دحضرت حَمْزَةُ
دمجلس په ډول ، نو طبعا ناروادی
په ډېر درنښت
mehman
04.08.2007
سلام دوستان عزیز!
[color=blue:175a46b764]چیز های که برادر ما وهاج صاپی از عربستان مینویسد پیاده نمودن همان خاطرات جاسوس انگلیس همفری است که توسط آقاي سيد احمد علم الهدي از عربي به فارسي ترجمه و تحت عنوان «وهابيت ايدهي استعمار» در سال 1360 شمسي انتشار يافت.که هدفش تخریب اسلام از داخل است.[/color:175a46b764]
فکر نکنید که شادی مطابق سیره ی نبوی (ص) نیست در ((دعائم الاسلام)) نوشته شده است: روزی پیامبر (ص) از کنار گروهی از زنگیان که مشغول طبا لی و آواز خوانی بودند می گذشت.. آنان با دیدن پیامبر ساکت شدند. پیامبر (ص) فرمودند: به کارتان ادامه دهید تا یهودیان بدانند که در دین ما آسانی و آسایش و شادی است. امام محمد باقر (ع) پنجمین امام شیعیان فرموده است که: روزی پیامبر از محله ی بنی زریق عبور می کرد صدای موسیقی شنید فرمود: چه خبر است ؟ گفتند ای رسول خدا فلانی ازدواج کرده پیامبر فرمودند: پس دینش کامل شده است. این ازدواج است نه زنا. ازدواج نباید مخفیانه باشد باید دودی به آسمان برود {منظور اسپند} یا صدای دایره ای بلند شود. فرق زنا و نکاح به نواختن دایره است. ودر ادامه حکایت می کنند که شب عروسی حضرت علی (ع) اولین امام شیعیان با فاطمه (س) پیامبر (ص) صدای دایره شنید پرسید: این چیست ؟ ام سلمه گفت: ای رسول الله این اسماء بنت عمیس است که دایره می نوازد وبا این کار می خواهد فاطمه را شاد نگه دارد که مبادا احساس بی مادری کند. پیامبر (ص) دستش را به سوی آسمان بلند کردند و فرمودند: خدایا همانطور که اسماء دخترم را خوشحال کرد در قلب او شادی افروز. در روایت دیگر می فرمایند: رسول خدا وارد مدینه شدند موج شادی مدینه را فرا گرفت مردان و زنان انصار به استقبا ل آمده بودند هر کدام می گفتند: به منزل ما بیایید پیامبر (ص) فرمودند: شتر را به حال خود واگذارید شتر به خانه ابی ایوب زانو زد. دختران طایفه ((بنی نجار)) در حالی که دف می نواختند از منزل خارج شدند و این شعر را می سرودند: نحن جوار من بنی النجار/ یا حبذا محمد من جار/ یعنی ما دختران بنی نجاریم /محمد چه همسایه ی خوبی است... وامام محمد باقر (ع) در روایت دیگری بیان میکنند: هنگام ازدواج رسول خدا با حضرت خدیجه (س) هم زنان ساز ودف می زدند و می خواندند سپس بانوان دایره هایی آوردند و آن را بر خدیجه (س) می نواختند...
با تقدیم حرمت
و.افغان
04.08.2007
[quote:efa9cc2bbd="mehman"][color=red:efa9cc2bbd]امام محمد باقر (ع)[/color:efa9cc2bbd] پنجمین امام [color=white:efa9cc2bbd]شیعیان فرموده است [/color:efa9cc2bbd]که: روزی پیامبر از محله ی بنی زریق عبور می کرد صدای موسیقی شنید فرمود: چه خبر است ؟ گفتند ای رسول خدا فلانی ازدواج کرده پیامبر فرمودند: پس دینش کامل شده است. این ازدواج است نه **ا. ازدواج نباید مخفیانه باشد باید دودی به آسمان برود {منظور ا**ند} یا صدای دایره ای بلند شود. فرق **ا و نکاح به نواختن دایره است. ودر ادامه حکایت می کنند که شب عروسی [color=red:efa9cc2bbd]حضرت علی (ع) اولین امام شیعیان با فاطمه (س) پیامبر (ص) صدای دایره شنید پرسید: این چیست ؟ ام سلمه گفت: ای رسول الله این [/color:efa9cc2bbd]اسماء بنت عمیس است که دایره می نوازد وبا این کار می خواهد فاطمه را شاد نگه دارد که مبادا احساس بی مادری کند. پیامبر (ص) دستش را به سوی آسمان بلند کردند و فرمودند: خدایا همانطور که اسماء دخترم را خوشحال کرد در قلب او شادی افروز. در روایت دیگر می فرمایند: رسول خدا وارد مدینه شدند موج شادی مدینه را فرا گرفت مردان و **ان انصار به استقبا ل آمده بودند هر کدام می گفتند: به منزل ما بیایید پیامبر (ص) فرمودند: شتر را به حال خود واگذارید شتر به خانه ابی ایوب زانو زد. دختران طایفه ((بنی نجار)) در حالی که دف می نواختند از منزل خارج شدند و این شعر را می سرودند: نحن جوار من بنی النجار/ یا حبذا محمد من جار/ یعنی ما دختران بنی نجاریم /محمد چه همسایه ی خوبی است...[color=white:efa9cc2bbd] وامام محمد باقر (ع) در روایت دیگری بیان میکنند: [/color:efa9cc2bbd]هنگام ازدواج رسول خدا با حضرت خدیجه (س) هم **ان ساز ودف می زدند و می خواندند **س بانوان دایره هایی آوردند و آن را بر خدیجه (س) می نواختند...
با تقدیم حرمت[/quote:efa9cc2bbd]
برادر ګل مهمان جان:
په صفا يي ووایه، اخوا دیخوا ولی تاویږی راتاویږی.
صفا ووایه: شیعه یم، دوازده امامي یم،
نو بیا له تاسی هیڅ ګیله نشته، که تاسی میوزیک جايز وبولۍ، دا یوه وړه عادي خبر ده نسبت نورو ته ،
ځکه چی ستا ایراني بامبړانو دامام باقر، او امام علي، او حتی دپیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ډیر دروغجن روایتونه دصیغي په باره کی راوړی،
هغه صیغه چی مطلقی زنا ده.
دا تور پټکي ایراني بامبړان ددوي اکثریت دصیغي بچي دي، ددوي پلار نه دی معلوم، او دوي کی چی کوم یو له صیغي پیدا شي نو هغه سید کړي، او تور پټکۍ ورپسر کړي، او بیا له خلکو خمس یعني دخلکو دمال پنځمه حصه هم اخلي هر کال.
نو له دوي خلکو څه ګیله ده، دا خو په شهوانیت کی له اروپایانو هم بدتر دي، هر چیرته يي دصیغي په نوم دزنا کارۍ هډی جوړي کړي، اومشر يي روحاني وي،
دی مدینه منوره کی یوه ورځ یوه ایراني په خپله راته وویل: زه نهه اویا ۷۹ ښځي له صیغي څخه لرم،
دا دی شیعیت
دادي دایران بامبړان.
چی مهمانجانه ته دهغوي روایات په دی پاڼه کی رانقلوي، کومو چی سوچه په زرهاوو روایات دروغ امامانو پسی تړلي.
ورځ دی نیکمرغه.
13م ميلمه
09.08.2007
http://www.youtube.com/watch?v=3peA4s2mMnI&mode=related&search=
پورته کليک کړئ :!:
وهاجه!
دا کافی ده چې پوه شې دا پورته ليکنې دې مازې غرتې دې او نه دلته نه په عربو او نه په کوم بل اسلامي هېواد کې نه چليږی - دا يو حقيقت دی چې ثبوت ته اړتېا نلري٠
موزيک څنګه بندېدای شي؟ وه خدای دې خوار مکړه بابا، طالبانو چې څه موده په زور بنده کړې وه، نو تا خو وليدل چې د هغو له ورکېدو سره سم په هماغه ورځ خلکو ساز سرود( موسيقا :D :D :D ) بيا شروع کړه ، او د طلبه وو د ورکيدو له امله ئې په جشنونوښه په زورهم شروع کړه!!!! هو، خلک خو شاله وو!
د [color=red:88a8f0280b]وهابيت د ايډيالوژی[/color:88a8f0280b] او د اسلام پرک بايد وشي،
رښتيا، ايا د سعودی په ټلويزيون او راډېو کې، موزيک يا ستا په خ-وله موسيقا :D بلکول بنده ده؟؟ او يا داچې سعودی نظام هم کاپر دی؟
ځکه که دوی ( سعودی نظام )له ح-رامه انکار وکړي، خو بيا ستاسو په خپله مفکوره دوی کاپران دي، نو بيا ولې له دوی سره جهاد نه دی روا ، چې افغان مسلمان په خلاف روا، دی؟
ځکه ځانوژونکي بريدونه، وبښئ، ستاسو په مقوله [color=red:88a8f0280b]استشهادی[/color:88a8f0280b] :!: :!: :!: [color=yellow:88a8f0280b]بريدونه[/color:88a8f0280b] خو اکثرا بيګناه افغانان وژني، ستا دا بل عنوان : بهترین شهادت (فدایی حمله) د talib تر نامه لاندې خو همدا ايډيالوژی خوروی،
هو، ما ته ياد کړی ئې ځکه دا نوی نوم چې په اول د اګسټ را پېدا شوی، کټ مټ ستا د ليکنو محتوا لري! نو ماته دواړه يو ئې٠
mahboob
10.08.2007
13لمبره دلته هم ستړی مشی ; تاسي طالب ته ويلي چي ته فلانی يي نو وروره دادنيټ نړۍ هم عجبه ده هيڅوک هم نه پکي مالوميږي چي څوک څوک دی ؟؟ شوني ده چي ته دي هم کوشان يي ځکه ستا په ليکنو هم دکوشان افکار غالب دي ، نو که ته کوشان يي نوبيا به طالب اووهاج هم يو وي اوکه نه نو زما په اندخودليکني ورته والی دچا په يووالي دلالت نکوي ٠
13م ميلمه
10.08.2007
[quote:19a6d3cf9e="mahboob"]13لمبره دلته هم ستړی مشی ; تاسي طالب ته ويلي چي ته فلانی يي نو وروره دادنيټ نړۍ هم عجبه ده هيڅوک هم نه پکي مالوميږي چي څوک څوک دی ؟؟ شوني ده چي ته دي هم کوشان يي ځکه ستا په ليکنو هم دکوشان افکار غالب دي ، نو که ته کوشان يي نوبيا به طالب اووهاج هم يو وي اوکه نه نو زما په اندخودليکني ورته والی دچا په يووالي ***ت نکوي ٠[/quote:19a6d3cf9e]
محبوب خانه ته دې هم بياستړی مشې،
ما خو ته بيخي نه وې ېاد کړی، نو د ا ته ولې د وهاج & Co . ته مخ شوي
سوالونو ته ځواب ورکوې، په حقيقت کې ځواب دې هم نه دی ورکړی ځما په ليکنه کې اصلي مطلب بل شې دی که دې خوا نه بديږې، خو په هر حال، که ته هم دوهاج بل نوم نه ئې، نو بهتره ده ځان دې څه ګوشه کړه، فعلا تا سره مې کار نه و :lol:
رښتيا : زه کوښان نه ېم، زه صرفا 13م ميلمه يم، که خپه کېږې نه :!: :!: :!:
دلته اصله خبره په موسيقا کې وه ، نه ستا سره د حاشيې ناندرېو،
خبره بلې خوا ته مه کښوه ، دا ښه کار نه دی، او بيا خو د تا ئې پې څه ؟ ما چېرې په ېادندي چې ستا ګلالی نوم مې دلته اخيستی وي٠
13م
mahboob
11.08.2007
13لمبره داچي له بحثه مو زمادشړلوناکامه هڅه کړي دبخشني ده غوشتلوترڅنګ مو مننه کوم ، خودومره شايي هوشيار و اوسې چي ټول افغان دچا ذاتي ملکيت ندی چي ته به پکي ډنډورې وهې اونوربه له بحثه شړې ، کچيري ستا او وهاج تر منځ له پېژندګلوي وروسته څه ذاتي دشمني وي نو سم ژغ وکړه بيا به نو موژ په شاشو په هغه مهال ته پوه شه او هغه خو که وطنمل خبرشوچي تا په بحث کي ذاتي دشمني راخيستي نو بيا به دي يوه ليکنه هم پاتي نشي ٠
په هرحال داراته ووايه چي دا ستا نوم 13لمبره ولي دی ؟ ايانورنومونه درختم شوکه څنګه ؟
saleehzai
04.09.2007
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
دموسيقي اوغنا په اړه لاندي لينکونه تفصيلي معلومات لري
http://www.islamweb.net/ver2/Fatwa/ShowFatwa.php?lang=A&Id=74214&Option=FatwaId
http://www.islamweb.net/ver2/Fatwa/ShowFatwa.php?Option=FatwaId&lang=A&Id=35708
http://www.islamweb.net/ver2/Fatwa/FatwaCategory.php?lang=A&CatId=886
Nazar
06.10.2007
وهاج ساپی صاحب سلامونه درته وړاندی کوم
-------------------------------------------------------------------
ستاسو ليکنه ړنګه سوه ، په دې سبب چه هيڅ کټه ئې نه درلوده او الا بېله
د زړنو له ازاره ،
[color=cyan:0dbacc1803]درنو وړونو ! کله چه ليکنه ولولۍ ،نده ضرور چه جواب وليکۍ
او بلخصوص بيا که په دغه ګړي کښي ،په ککرۍ څه نه وي درسره [/color:0dbacc1803]
په درنښت
حليمي
Hazrat jan Rahmatzai
08.10.2007
سلامونه !!! او ډیره بریا زه خپل تکړه ورور وهاج ساپی ته وړاندی کوم
ګرانه وروره ستا دا مناسبی په اسلامی اوصلو برابری لیکنی په پشپیړه توګه تاید اوم ..................................
تا ته نور زیات بریلیتوب غواړم
Lotfollah
08.10.2007
ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:bdc4cc8cf9]موسيقي داسلام اوطب له نظره (د منصور ژباړه)[/quote:bdc4cc8cf9]
پورتني عنوان لاندې لیکنه له تعصبه ډکه او غیر علمی لیکنه ده :
ددغه څه ریښه چې مونږ نن ورته موسیقی وایو په اصل کې هماغه خدایي توان او استعداد دﺉ چې خدای خپلو بندګانو ته ور په برخه کړې ده. د ننۍ موسیقی ساده بڼه د انسان غږ دﺉ، چې د بیلا بیلاو حالاتو لپاره د انسان له حنجرې څخه ووځي.
کله په یوه ټاکلي غږ سره چې د انسان له حنجرې( سندرې) او یا له شونډو( شپېلۍ) څخه ووځي، په نورو انسانانو کې د ویر اوغم احساسات تحریکوی او کله بیا انسانانو ته د ښادي او خوشالی احساسات ور بخښي . د قاریانو ښه آواز او له هغو له خواد قرآن عظیم الشان قرائت هم له همدې عمله دﺉ، چې د مسلمانانو احساسات وپاروي او د قرآن د قرائت له اوریدو څخه خوند واخلي!! د ملا د آزان ښه آواز هم پر انسانانو باندې ډېره اغیزه لری. او یا د اتڼونو سندرې چې د جنګیالیو جنګی روحیه لوړوي. لنډه دا چې موسیقی کوم بد شی ندی، دا انسانانو پورې اړه لری چې له هغه څخه په څه ډول کار اخلی. انسانان باید ځانونه اصلاح کړی، نه دا چې پر موسیقی باندې د بدي ټاپه ووهل شی !
[quote:bdc4cc8cf9]د موسيقي اضرار دطب له نظره:
(1). د انسا ن په بدن كې د سيمپا تيك او پا را سيمپا تيك په نا مه دوه ډوله اتو مات ( خودكا ره اعصا ب ) مو جود دى چې دواړه د برا برى په حا لت كي دي او ددوى برا بري د بدن د نظم با عث ګرځي،
هر كله چې د خا رجي عوا ملو په نتيجه كې ددې عصبي سيستم نظم له مينځه ولاړ شي نو انسا ن له زيا توجسمي او عصبي ضررونو سره مخا مخ كوي.
يو لدغو عوا ملو څخه چې د دغه عصبي سيستم نظم له مينځه وړي مو سيقي ده. [/quote:bdc4cc8cf9]
دا خبره سمه ده ، خو بشپړه نده، ځکه دا هم په طبابت کې ثابته شوې چې موسیقی د نارغیو په تیراپي کې Music Therapy کارول کېږي.
[quote:bdc4cc8cf9](3). موسيقي د زړه د حملې او زړه دريدو با عث كر ځي. [/quote:bdc4cc8cf9]
که څوک ډېره ډودۍ وخوری هم زړه درد کېږي!
[quote:bdc4cc8cf9](5). ليونتو ب او جنون (6). د عمر لنډوالى (7). د ځا ن وژنې عا مل ده [/quote:bdc4cc8cf9]
هسې لیوني خو نور هم کم ندي، چې د خپل عمر لنډوی او هره ورځ ځانمرګی بریدونه تر سره کوي !!!
[quote:bdc4cc8cf9](10). د استعما رگرانو لخوا دخلكود غلا مولو يوه وسيله ده [/quote:bdc4cc8cf9]
دا نو موسیقی او طبابت پورې څه اړه لري؟
kabuli
08.10.2007
برادر محترم لطف الله جان،
سلام به شما، وبه همه مشترکین این بحث جالب.
برادر محترم:
ضرور است بفهمیم که اوامر و نواهي شرعي به دو قسم تقسیم شده است، یک قسم: اوامر ونواهي معقول المعنی است، یعني ما انسانها میتوانیم که علت آن اوامر ونواهي را به عقل خود درک بکنیم.
و قسم دوم اوامر وونواهي شرعي غیر معقول المعنی است، یعنی ما نمیتوانیم که علت آن را به عقل خود درک کنیم، لیکن وقتیکه ما به وجود خداوندي وپیامبري محمد صلی الله علیه وسلم یقین وایمان آوردیم، به طور ضرورت لازم است که آن معتقد آن اوامر ونواهي غیر المعقول المعنی شویم، لیکن در حالات زیاد انسان ضعیف میشود، وانتهاک حرمت اوامر را مرتکب میشود، لیکن عقیده اش به ثبوت وقبول آن اوامر استوار میباشد.
مثال:
خداوند جل جلاله از دروغ ګفتن، زنا کردن، خیانت کردن، ودوزدي کردن نهي کرده است، این یک نهي معقول المعنی است.
خداوند جل جلاله به راستګويي، احسان کردن، اخلاق خوب امر کرده است، این یک امر معقول المعنی است،
لیکن خداوند جل جلاله مارا به وضوء کردن امر کرده است، در حالیکه ریح از جاي مخصوص بیرو میشود، وما مأمور به شوییدن اعضاء چهارګانه جسم میشویم، این یک امر غیر معقول المعنی است،
خداوند جل جلاله امر کرده است، که از کعبه طواف کنید، این یک امر غیر معقول المعنی است، لیکن وقتیکه خداوند جل جلاله این کارها را عبادت شمرده است، ومارا به آن امر کرده است، ما میګوییم که آمنا وسلمنا.
چیزهاي زیادې خداوند تبارک وتعالی در زمین پیدا کرده است، بعضی آنها حرام، بعضی آنها حلال است، اګر که قاعده شرعي این است که الأصل فی الأشیاء الاباحة،
یعنې اصل در چیز های اباحت است، لیکن وقتیکه محرم از شکار کردن ممنوع میشود این یک امر غیر معقول المعنی است، براي ازین که خداوند جل جلاله مطیع را از عاصي جدا سازد.
ودنیا دار امتحان است.
به مقصود اصلي میاییم:
اګر حرمت موسیقي شرعا از کلام خداوندي وأحادیث نبوي به اثبات رسانده شود، براي لازم است، که به این حکم تسلیم شویم، وبګوییم: آمنا وسلمنا، وعقل خودرا با نصوص شرعي مصادم نسازیم.
با احترام:
بردار مسلمان شما: کابلي.
Lotfollah
08.10.2007
ګرانو دوستانو سلامونه
[quote:0726b82ec9]اګر حرمت موسیقي شرعا از کلام خداوندي وأحادیث نبوي به اثبات رسانده شود، براي لازم است، که به این حکم تسلیم شویم، وبګوییم: آمنا وسلمنا، وعقل خودرا با نصوص شرعي مصادم نسازیم. [/quote:0726b82ec9]
ګرانه کابلی وروره د ټول افغان د بحثونو فوروم ته هر کله راشې، ته دې خپل تعبیر کوه ، خو هغه څه چې د ویلو وو ما پخپلې تېرې لیکنې کې لیکلي دي یواځې دومره درته وایم چې زما عقل دا منلئ نشي، کله چې یوه مور په ډېره مینه د خپل ماشوم په غوږ کې د " للو للو سندره " زمزمه کوی چې ماشوم یې آرامی احساس کړي او ویده شي او پاک الله د هغې مور دا عمل د هغې په ګناهانو وشمېري!!!
یوه پوښتنه:
آیا ته پخپله موسیقی نه اورې؟ او تلویزیون نه وینې ؟
د ریښتیا ځواب په هیله !
والسلام