د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان : زده کوونکی دی په ارام زړه ښوونځیو ته لاړ شی

pattang
28.07.2007

طالبان : زده کوونکی دی په ارام زړه ښوونځیو ته لاړ شی
دننگرهار په پچيراگام کښې دتورې بو ړې دعمومي محاذ طالبانو له ښوونکيواو زده کوونکيوغوښتي ،چې خپلو درسونوته دې ادامه ورکړي .
د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کښې د تورې بوړې د جهادي محاذ له لورې په ټولو ښوونځيو کې داسې پاڼې وېشل شوي، چې په کښې له ټولو زده کوونکيو غوښتل شوي خپلو زده کړو ته دې په هوسا او ارام زړه دوام ورکړي او خپلو ښوونځيو ته دې په پوره ډاډ سره ځي. همدا ډول په وېشل شويو پاڼو کښې ښوونکو ته ډاډ ورکړل شوی ،چې ځايي طالبان به له ښوونکو او زد کوونکو سره سره تر خپله وسه مرسته کوي. پچير اګام ولسوالۍ ځايي اوسېدونکی ګلاب شاه ويلي مونږ سيمې ته د طالبانو په راتګ لومړی اندېښمن و، چې زمونږ مکتبونه به د جګړې د پيل له امله په ټپه ودرېږي، خو که طالبانو د مکتبونو په اړه د سيمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ نو د سيمې اوسېدونکي هم ډاډمن شول او اوس ټول زده کوونکي په سيمه کې لېسو اومکتبونو ته په ډاډاه زړه ځي . دمکتبونو د ودرېدو وېره له سيمه ييزو او سېدونکيو سره هغه وخت رامنځته شوې وه، چې نږدې درې مياشتې مخکې تورې بوړې او د سپين غر نوروسيمو ته په زرګونه طالبان د(د تورې بوړې جهادي محاذ) په نوم وختل.
د سيمې امنيه قومندان هم دا منلې، چې سيمه ييزو طالبانو دا ډول پاڼې خپرې کړي


ghafar
30.07.2007

[color=blue:b4a0b9610b]دهيواد دجنوب په و لايتونو كي دوه سوه دوه شپيته ښوونځي له فعاليت څخه پاتي دي .[/color:b4a0b9610b]

نیټه : Jul 30, 2007
منبع : BAKHTAR

دغه ټكي په كابل كي ديوناما ددفتر مطبوعاتي مسوولي نيلاب مبارز نن په يوه خبري كنفرانس كي څرگند كړ زياته يي كړه .دغه ښوونځي دهلمند ، ارزگان اوزابل په ولايتونو كي دي اوددغوښوونځيو زده كوونكي دناامني اود ترهګرو دگواښ له امله نه شي كولاي ښوونځي ته لاړشي .دي وويل په تيرو شپږو مياشتو كي په ښوونځيو باندي ديرش بريدونه چي داور اچوني اوچاودني پيښي وي دهيواد په بيلابيلو سيمو كي ثبت شوي اوپه همدي موده كي څلور ميرمني وژل شوي اوشپږتنه نوري ميرمني چي ياښوونكي وي اويا يي هم په نورو ارگانونو كي كار كاوه ټپياني شوي دي.


momtaz
01.08.2007

پتنګه ولې دې د خپله لیکنه ړنګه کړه؟؟؟


Anonymous
01.08.2007

د يو پوهه پالونكي مجاهد څېره او كړه وړه
هغه چې تاسو ئې پوه مجاهد بولۍ نو هغه پخپله لوی جناور او خنځير وو . ستاسو پر هماغه پوه مجاهد دي د خدای لعنت وي چې ديوه سره د آی ايس آی او د عربستان ګوډاګيان وه او زموږ وطن ئې د هغوی په ښوونه را برباد کړ. وردګه پر تا دي هم د خدای لعنت وي چې دجنايت کارانو او د امريکايانو خوټه مالانو ته مجاهد واياست او شجرې ورته جوړوی . دغه مجاهد واقعي شيطانان او مفسدين فی الارض دي !


pattang
01.08.2007

[quote:163c9d7905="momtaz"]پتنګه ولې دې د خپله لیکنه ړنګه کړه؟؟؟[/quote:163c9d7905]
انډيواله لکه چې ځان د بخار کوي ، ته هم د تبرز-ن-ګ والا ؤ څخه يې
( د عيني او ذهني فلسفې تيوريسن ) دومره خو به تخنيکي مازغه لرې ?، سړی
کله خپل ليک ړنګولی شي ? سړی کوی شي خپل تکست ته تغير ور کړي
خو:
userid and timestamp ) <==:File ) نشي ړنګولی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more