نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
وطنمل صاحب! دا هم ښه په غور ولولۍ، ددی مقالی لیکونکی رحیمه ساپۍ ده، بینوا
و.افغان
28.07.2007
د اېران په لومه كې څو ښكيل كسان!!
يو شمېر كسان همدا، چې له حكومتي څوكيو ګوښه شي دولت او په سر كې حامد كرزى په ســـــپـــكو ســــپـــورو يادوي. ددغو كسانو شمېر ډېر دى او ډېرى يې هغه كسان دي، چې د تېرو دېرش كلنو بدلونونو په بهير كې د هرچا، هر ګوند او استخباراتو په دسترخوان ناست دي. نهايت يا سياسي ګوند ته مخ اړوي، يا رسنۍ په لاس كې اخلي او يا هم د ژورناليستانو د ټولنو په نامه سياسي چـــــټـــله سوداګري كوي. د ژورناليستانو د ملي اتحاديې په اړه مې مخكې په يوه مقاله كې يو لړ څرګندونې كړې وې، چې يوازې د يوې سياسي موخې او حربې په توګه جوړه شوې او كارول كيږي. په تېرو دوو كلونو كې ددې ټولنې د غړو او مشر(( فاضل سانچاركي)) دريځونه، ويناوې او مركې كه وځيرئ، دا به په ډاګه شي، چې په رښتيا هم د ژورناليستانو د دفاع ټولنه ده او كه نه د ژورناليستانو په نامه د متحدې جبهې او جنرال دوستم مطبوعاتي دفتر؟.
[img:da37037d10]http://benawa.com/images/uploads/Sanchark.jpg[/img:da37037d10]
د ژورناليستانو د ملي اتحاديې د مشر(( فاضل سانچاركي)) په اړه ويل كيږي، چې د اېران د سپاه پاسداران ډلې غړ او د اېران د څارګرې ادارې اجير و. سانچاركي تر ډېرو كلونو د اېران په (راديو درى مشهد) كې د وياند او شنونكي په توګه كار كاوه او د افغانستان د سياسي مسايلو په اړه به يې تبصرې ليكلې. دده ټولې تبصرې د افغانستان په اړه د اېران د سياستونو ښكارندويې وې. پر ۱۳۷۴ ز كال مزارشريف ته راغى او د محقق په مشرۍ د وحدت ګوند د سياسي دفتر وياند وټاكل شو. وروسته، چې د محقق او خليلي ترمنځ ستونزې پيدا شوې او له اېران سره د حزب وحدت اړيكي خړ شول، سانچاركى د خپلو اېراني اربابانو په غوښتنه له جنرال دوستم سره يوځاى شو او بېرته اېران او بيا په ناقانونه ډول هالنډ ته ولاړ. هغه د طالبانو د واكمنۍ تر نسكورېدو ( ۱۳۸۰) كال پورې په هالنډ كې و. په هالنډ كې د سانچاركي د استوګنې دوسيه له جنګي ډلو او د بشري حقونو له سرغړوونكو سره د مرستې او همكارۍ له امله ونه منل شوه او د جنګي مجرم په نامه بېرته را وشړل شو. وروسته د كرزي په كابينه كې د سوداګرۍ پخواني وزير مصطفى كاظمي په غېږ كې ونيو او د ملي اقتدار اونيزې مسوول مدير يې وټاكه. سانچاركي او كاظمي دواړو دغه مهال د كرزي پر ستاينه خــــــوله پرانستې وه او بيا هغه د ((سيد)) د نامه له بركته د اطلاعاتو او كولتور وزارت معيين شو. سانچاركي پخپله نږدې دوه كلنه كاري موده كې هيڅ ونه كړل او كله ،چې پوه شو نور پر دغه څوكۍ نشي پاتې كېدلاى ، په يوه ناكامه پلمه يې له دندې لاس واخست. همدا عقده وه، چې د كرزي د حكومت مخالف شو او تر ننه پورې په يوه او بل نامه متزلزل دريځونه نيسي.
[color=red:da37037d10]سانچاركي په اېران كې د (( امين)) په نامه يوه اېرانۍ وزمه مجله خپروله. په مجله كې ګردسره سيدان سره راټول شوي وو او لګښت يې (( مجمع اهل البيت خامنه يي)) او (( انجمن تحفظ حقوق سادات)) ور كاوه. ده او د ښځو چارو پخوانۍ وزيرې (( صديقه بلخي)) ته د خامنه يي د دفتر له خوا يو مليون تومان مياشتنى معاش وركول كېده. په امين مجله كې سر تر پايه د كاظمي او حسين فخري پرچمي په ګډون د اېران د اخوندانو او (( شيعه سيد- هزاره)) ګټې پالل كېدې[/color:da37037d10]. [color=white:da37037d10]دده نږدې ملګرې صديقه بلخي سادات هم د اخوندانو له بركته وزيره شوه، ځكه خو يې د خميني د وفات په كاليزه كې وويل، چې موږ د خميني د انقلاب پيروان يو او دغه انقلاب به په افغانستان كې زېږوو![/color:da37037d10]!!!!!
[img:da37037d10]http://benawa.com/images/uploads/1185586309_Sancharaki.jpg[/img:da37037d10]
په هر حال دا هغه ((ابن الوقت)) كسان دي، چې د سياست په روانه لوبه كې د هرچا تلې ته راتلاى شي. كله، د حزب وحدت،كله ددوستم، كله د كرزي او كله د متحدې جبهې،خو تر ټولو بده او خواشينوونكې داده، چې زموږ بېوزله ژورناليستانو له نامه نه هم سوء استفاده كوي او دسياسي او ګوندي ګټو لپاره مو كاروي.
[color=red:da37037d10]رحيمه ساپۍ، كابل [/color:da37037d10]
بېرته شاته
ښه وطنمل صاحب! تاسی له څخه اوس دا غواړۍ، چی ددغو خائنانو باره کی هیڅ نور ونه لیکم، کوم خلک چی افغانستان لپاره نه ، بلکه ایراني بامبړانو لپاره کار کوي، او دایراني بامبړانو لپاره کار کول دهغوي په عقیدوي تعصب بنا وي، ځکه چی دایران حکومت دبامبړانو عقیدوي متعصب حکومت دی، هغوي دخپل دعوت لپاره په ګرده نړۍ کی، په میلونهاووو ډالر خرچه کوي،
او تاسی له ما څخه په دی یوه وړه ویبپاڼه کی دا خواست کوۍ، چی دهغوي باره کی نور څه ونه لیکم،
در حالیکه هغوي له افریقا څخه تورپوستي دقم ښار ته راو لي، او هلته ورته ســــپین پوستی ښایسته جینکۍ په پوهنتون کی په صیغه او متعه ورکوي، او دپاسه پری پیسی هم ورکوي.
او ډیر هزاره ګان دغه پوهنتون کی درس وايي، بلکه ډیر نور بی وجدانه افغانان يي بوتللي، زه ډیر بی وجدانه پیژنم چی داسلام اباد پوهنتون يي پریښود، او په اسلام آباد کی يي دایراني سفارت پواسطه دغه دیني پوهنتون ته ځانونه ورسول، تر څو پيسه، او ورسره جنیسي متعت په لاس ورشي، او بیا دایران لپاره ښه په پراخه په افغانستان کی کار، بلکه تخریب وکړي.
[color=white:da37037d10]په آخر کی مو یو خبری ته پام را اړوم او هغه دا ده، چی ایران مقابل کی ځمونږ حقیقي تبلیغاتي عقیدوي جګړه ځمونږ له ځانه څخه دفاع ده، له افغانستان څخه دفاع ده،
زه دا نه وایم، چی دا تبلیغاتي جګړه دی حکومت پیل کړي، او یا په حکومتي رسنیو کی دی پری خبر ی وشي، بلکه دټول افغان غوندی آزاده ویبپاڼه او نوری داسی رسنۍ کولاي شي، چی خپله اداره يي نه، بلکه عام لیکونکي يي دغه حقیقي تبلیغات مخ ته بوځي.[/color:da37037d10]
[color=white:da37037d10]او که تاسی اخر ددی اجازه هم نه ورکوۍ، نو وبخښه یوه له حقیقت ډکه، خو ترخه خبره درته کوم، او هغه دا چی زه به ووایم:
دا ټول افغان نه دی، بلکه سیکولر افغان دی.
بلکه بیا له تاسی څخه په درناوۍ هیله کوم، چی دملتپالنی، او اسلام پالنی، شعار بیرته خپلو جیبونو کی واچوۍ، او یواځی دولسواکۍ شعار مخی ته بوځۍ، اګر دغه رنګ ولسواکي هم دهزاره په چوپړ او دافغان په حساب ده،
او که بیا هم تاسی اصرار په اسلام پالنه او ملت پالنه وکړۍ، نو دا به درته ووایم: چی تاسی هم سیاسي اوږده لــــکۍ لرۍ، او دهغی اوږدی لــــکۍ لپاره له دغو اشعارو کار اخلۍ، او زه خپل ځان په حقیقت ددغو دری زرینو ارزښتنونو جوګه بولم.[/color:da37037d10]
ورور مو: ساپی.