نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لوټ شوئ ای خلکه !!!
ashna
27.07.2007
[color=blue:c1cab664f4]دې خونې ته خو مېلمانۀ نشي راتلی خو د کوربانونه مې هیله ده که کومه کرښه مرښه لیکي باید چې د لیکنې سره تړاو ولري که نه نو هسې ځان دې نه ستړی کوي ځکه چې دلته خوتل هغه متل دی : ډوله وهم دې کوم ځای او غږېږي دې کوم ځای [/color:c1cab664f4]
(۱ )لومړی ټوک
د یولسم ۱۱ستمبر۲۰۰۱ نه راپدېخوا چې څه سیتمونه او ورانکارۍ راروانې دي ټولې په مسلمانانو ورتپل کېږي او په ځانګړې مونږ افغانانو خو بېخي دا د قسمت او د نصیب لیک ګڼلی دی چې هر څه دي د الله نه مقرر دي .
خو بیا مو دا هېر کړي دي چې دا پیرنګیان زمونږ مشرانوتر هغه وخته پورې پدې پاکه خاوره ندي منلي تر څو پورې چې یې په رګونو کې د وینې وروستی څاڅکی ګرځېدۀ او د دې پاکې خاورې نه یې په وار وار شرمېدلي ایستلي دي خو د یولسم۱۱ ستمبر۲۰۰۱ په جعلي پلمه زموږ خاورې ته پدې اند راننوتل چې زمونږ په[color=white:c1cab664f4] زیرمو ، تیل ګازو نیفتو،یورانیم ،وسایلو، او په شتمنۍ خپلې منګولې ښخې کړي .[/color:c1cab664f4]
د عیسوي کال په اوم ۷ اکتوبر۲۰۰۱ یې زمونږ په لرغوني او سپېڅلي هېواد د تاج کستان او پاکستان نه هوایي او ځمکني بریدونه شروع کړل او پوره د یوې میاشتې خونړۍ بمبارۍ نه وروسته چې بې ګونا افغانان پکې شهیدان شول زموږ هېواد یې یرغمل کړو چې د یرغل نه مخکې یې د تاج کستان او پاکستان په شمول ایران او هیندوستان ته هم خبر ورکړی و او پدې یرغل کې یې ورسره د هر قیسم مرستې ژمنه کړې وه چې اوس هم همغسې ژمن لیدل کېږي پیرنګیانو ته او زموږ په ورکېدو کې او لوټېدو کې ورسره ا وږه په اوږه ولاړ دي .
د یرغل لپاره دغه پیرنګیانو په هیواد کې مسلطه ډله (( چې تر ننه یې ځېلۍ ورانکارو ترهګرو پورې غوټه دي او د خپلې فرعون واکۍ په مهال یې پدې هېواد کې د اسلام د مبارک نوم لاندې هغه نارواوې وکړې چې په قلم یې لیکل په حېث د یو مسلمان زه شرمېږم )) طالبان پلمه کړل چې تر ننه یې دا دی طالبانوسره ډزوي او نه یې ملا عمر او بن لادن ووژل خوخپل یو ګوډاګی دولت یې ځانته پدې اند جوړ کړوچې یوازې خپله ګټه ترې واخلي او د هېواد په لوټ کېدو کې ورسره مرسته وکړي او ذخایر او زیرمې ورسره په ګډا د دې هېواد نه لویدیځ ته انتقال کړي .
یو څو کاله مخکې د دې پاکې خاورې د زیرمو په ویش ورسره د لویدیځ یو شمیر هېوادونه هم د امریکا سره وران شول چې د دغې ډلې نه جرمني او فرانسه په لومړۍ لیکه کې دي چې څه موده مخکې فرانسې افغانستان یو یرغل شوی هېواد یاد کړو او مخکې لدې جرمني هم د افغانستان په هکله د امریکا تګلاره د شک او د شېطانۍ نه ډکه بللې وه خو امریکا د جرمني په تېرو ټولټاکنو کې خپلې سفارتي ( شېطاني) هڅې ګړندۍ کړې او د ښاغلي شولډر ( د جرمني پخوانی چانسلر) واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود او د مېرمن انجیله میرکل واک ته د رسېدو سره یې د جرمني مخالفت چې د افغانستان په هکله یې د امریکا سره درلود د یو څه وخت لپاره یې د مخې نه یوې خوا ته ټېله کړو .
هېواد ته د راتلونه اونۍ مخکې په لومړۍ ورځ د اکتوبر ۲۰۰۱ کې ښېلاکګرو دا خبره وکړه چې په افغانستان مسلطه ډله (طالبان او د دوی پاداران القاعده) ټولې نړۍ ته خطر دی او مونږ پدې خاطر دغې پاکې خاورې ته ورځو چې د دغې ډلو مشران ملا عمر او بن لادن ووژنو او نړۍ ته متوجې خطر په شا وتمبو او د هېواد واک به خپله افغانان په لاس کې واخلي چې ځانته به یو ډموکرات دولت د ظاهر شاه بابا د سیوري لاندې جوړ کړي چې پدې خبره یې د افغانانو ډېری ملاتړ هم تر لاسه کړو.
په ګران هېواد باندې د امریکا د لورې د پوځي ځناورتوب نه ډک بې رحمانه برید ته د یولسم۱۱ ستمبر( نائن الیون ) پېښه پلمه شوه او د بن لادن تنظیم القاعده باندې دا تور ولګول شو چې د امریکا د نیویارک په ښار کې اسمان ته رسېدونکو ودانیو ( ټریډټاورز) سره الوتکې وجنګولې او دغه آسمان بوس ودانۍ یې د ځمکې د سر نه ورکې کړې چې پکې درې زره امریکایان یې هم ورسره د دې نړۍ نه ورک کړل.
خولیکوالان او یا ماهرین د لومړۍ ورځې نه دا خبره کوي چې دغه جګې ودانۍ یوازې د یوې الوتکې په ورغورځولو سره د نړۍ نه د ورکېدو نه وې چې د دغه خبرې پخلی د بریګهم پوهنتون( سائنس پوه )پروفیسر اسټیون جونزاوران د خپلو ۷۵ همکارانو سره هم تېر کال په ثبوت ورسوله چې دغه ودانیو په هکله یې یو تحقیقي راپور خپور کړل چې په کې راغلي وو
پدغه ودانیوکې د الوتکو د ورغورځولو نه اونۍ مخکې فولاد ضد مواد (چې فولاد ویلي کړي ) د ودانیو په بېلا بېلو منزلونو کې ځای په ځای کړل شوي وو او د ریموټ کنټرو په مرسته چاودېدلي دي ګینې دا داسې ودانۍ نه وې چې دومره ژر دې سر د آسمان نه په ځمکه ولګوي .
د همدغه راپور نه وروسته ښاغلی اسټیون جونزاوران په جبري توګه د دندې نه ګوښه کړل شوی دی .............. نور بیا
میوند اشنا
http://www.wranga.com/nuke/modules.php?name=News&file=article&sid=318
لوټ شوئ ای خلکه !!! ( ۲)
ashna
01.08.2007
لوټ شوئ ای خلکه !!! ( ۲)
د امریکا په نیویارک ښار کې هغه ودانۍ چې ظاهرًا داسې لیدل شوي دي او ویل شوي دي چې یو څو مسلمان ځوانانو چې سم د الوتکو په الوتلو هم نه پوهېدل خو په یولسم ۱۱ ستمبر ۲۰۰۱ کال کې یې د امریکا امنیتي نظام ته یوه شرمونکې ماتې ورکړه او مسافر وړونکي الوتکې یې د وسلې په توګه وکارولې او په څلور الوتکو کې یې درې په نښه شوي ځائیونو وروغورځولې .
خوله بل پلوه داسې شواهد هم شته چې د الوتکو په ورغورځولو کې دولتي کسان(د بش کابینه) ښکېل وه او دا هر څه په یو سنجول شوي پلان تر سره شوي دي چې دغه هر څه اوس په یوۀ کتاب کې (ډي بونکنګ ،نائن لیون، ډي بونکنګ )
Debunking 9/11 Debunking
کې په دقیقو شواهدو او ثبوتونو سره لیکل شوي دي چې پکې خپله د امریکا د مالي وزیر پخواني مرستیال پال کریګ رابرټسن یوه معلوماتي لیکنه هم خپره شوی ده چې خپله د لیکوال پروفسر ډیوډری ګریفن یو نوښت دی چې ښاغلي ګریفن پکې په ډاګا کړې ده چې د یولسم ۱۱ ستمبر پلټنې په ښه توګه ندي تر سره شوي په دولتي کچه چې څه ښودل شوي دي هغه د همغه سیاسي (شیطاني)موخې یوه برخه ده د کومې موخې لپاره چې دا ټوله ډرامه اوس د نړۍ په سټېژ ښودل کېږي (([color=white:52f9458b87] یانې د ترهګرۍ یا د یولسم ۱۱ ستمبر په پلمه د افغانستان زېرمو تېلوګازو یوارنیمو ته ځان رسول[/color:52f9458b87])) او په دولتي راپور کې هر څه د ګومان او اندازو په بنیاد لیکل شوي دي کتاب کې ښاغلی ګریفن د دولتي تهورۍ هره یوه دعوه په دلایلو او شواهدو سره رد وي د ښاغلي لیکوال په قلم د یولسم ۱۱ ستمبر پېښه د ورلډټریډ سنټر د درې۳ ودانیو تر څنګ د پنټاګون ودانۍ هم په نښه شوې وه خو د نیویارک هغه دوه۲ ودانۍ چې الوتکې پرې ورغورځېدلې وې په همغه ورځ یوه بله ودانۍ چې د wtc 7 په نوم وه هغه هم همغه شان په یوه ورځ د هغه دوه و ودانیو په شان د سترګو په رپ کې د خاورو ډوپۍ شوه په کومو ودانیو چې الوتکې ورغورځېدلې وې پداسې حال کې چېwtc7 په نوم ودانۍسر( هېڅ الوتکه جنګېدلې) څه چې د الوتکې هوا هم پرې نه وه ورغلې .
زما په اند خو ښاغلي ګریفن بېخي د نښې منځ ویشتی دی ځکه چې تر ننه خپله امریکایان وایي چې یوې الوتکې خپله نښه خِطا کړې ده چې ګومان قوي دی یانې د نیویارک همدغه درېمه ۳ ودانۍ یې نښه وه چې پکې فولاد ضد مواد ځای په ځای کړل شوي و چې د الوتکې د ورغوځېدلو نه بغېر پکې د ریموټ کنټرو په زور وچودېدل ښاغلی ګریفن دا غوښته یا پوښتنه هم کوي چې د پنټاګون تر څنګ د هغه دریو۳ ودانیو ملبه د دولتي څارنې نه وروسته څنګه غېبه شوه چې دغې ملبې د اصلي حقایقو په مندلو کې مرسته کوله او د درېمې ودانۍپه نړېدو تر ننه امریکایانو خپلې خولې تړلي دي
ښاغلي ګریفن په خپل کتاب کې د ښاغلي پروفیسر اسټیون جونز په شان په هره موضوع ښه په سائنسي دلایلو غږېدلی دی او دولتي ( د بش د کابینې ) دروغ چې وایي د الوتکو هغه فولادي برخې چې ترې معلوم شوي وی چې الوتکې څنګه وتښتول شوې په ودانۍ د راغورځېدو نه وروسته خاورې ایرې شوي دي او د دوړو لوګو سره په هواکې تس نس شول ځکه چې الوتکې په ډېره تېزۍ د ودانیو سره جنګېدلي دي چې د بلې خوا ګریفن د وژل شوي مسافرو د بدن غوښو ته ګوته نیسي او وایي چې د پنټاګون په ودانۍ چې کومه الوتکه ورغورځېدلې وه هغه الوتنه ۷۷ ( فلایټ نمبر ۷۷) وه د کومو مړو ماینه یا پېژندنه چې دولت د ډي ،این . ای او د وینې په نمونو کړې وه .
یانې انساني غوښه سهي سلامته پاتې شوه او فولاد خاورې ایرې شول او بیا په هوا کې تس نس شول ؟ ښاغلي ګریفن داسې نورو ډېرو دروغونه هم پرده پورته کړې ده چې په ودانۍ کې د ایسارو خلکو د خولې لیکي چې د الوتکو د راغورځېدنه وروسته موږ د ودانۍ په بېلا بېلو منزلونو کې د چاودنو غږونه اورېدلیدي
ښاغلی پال کریګ رابرټس وايي چې د کتاب په لوستلو سره لوستونکی دې نتیجې ته رسېږي چې امریکا د عراق صدام حسین ته ( داټومي وسلې ) دورغ پلمه کړل چې ددغې نه یې زیات دروغ د یولسم ۱۱ ستمبر په پېښه کې د بن لادن په ککړېدلو کې ویلي دي .
یانې په افغانستان د یرغل کولو هڅه د یولسم ۱۱ ستمبر نه لا ډېر پخوا روانه وه خو د یولسم ۱۱ ستمبر ناتار یې په بن لادن ککړ وروارتولو چې تر ننه یې کوم ثبوت نړۍ ته ورونښود چې بن لادن په دغه پېښو کې ککړ وي او کوم ثبوت چې امریکا ښودلی دی هغه یوه شکمنه وډیوي فیته ده چې په امریکا کې بند لادن ایکسپرټ ( د بن لادن د چارو کار پوهه ) بروس لارنس دغه ثبوت دروغ ګڼلي دي او وایي چې امریکا تر ننه هغه ثبوت چې په دغه پېښه کې دې بن لادن ککړ وي ونښود کوم چې ترې طالبانو غوښتی وو او نه یې کوم داسې ثبوت وښود چې یې په افغانستان یرغل وکړو او د بې ګونا مسلمانانو د وژلو لړۍ یې د لومړۍ ورځې نه شروع کړې ده او دا شپږ کاله دغه غم ځپلی ولس لګیادی په خپلو وینو کې لمبيږي .
زما چې څومره په یاد دي په کال ۲۰۰۱ کې په یوې انګریزي ویبپاڼه (( چې تر ننه پکې ځینې لیکنې پرتې دي ))
What realy happen
کې هم ډېرې داسې لیکنې خپرېدلې چې ترې ښکارېدل دا هر څه یوه ډرامه ده خو پوره شپږ کال وروسته یې لوبغاړي او د ډرامې ترتیبونکي او موخې او اهداف د نورو پرمختلو قامونو ترڅنګ مونږ ازلي ناپوهانو ته هم راوپېژندل شول خو موږ ازلي غولیدلي چې په بینا سترګو ړاندۀ یو په والله که یې ووینو اوس هم ...... نور بیا
میوند اشنا
موضوع
و.افغان
01.08.2007
ګرانه او محترمه وروره: میوند اشنا
ما شاء الله ډیره ښکلی موضوع دی روانه کړی، هیله ده چی نوره يي هم غني کړې، موضوع دی ټوله له حقائقو ډکه ده.
ما هم یوه میاشت مخکی یو کتاب لاس ته راوړ، چی دفرانسی یو مشهور لیکوال او سیاستپوه لیکلۍ دی، چی اریک لوران نومیږي، دغه کتاب ډیرو ژبو ته تر جمه شوی، او ما سره چی کومه نسخه ده، هغه عربي نسخه ده.
دکتاب مؤلف یو ډیر مخور او پیژندل شوی څیره ده، هغه په خپل کتاب کی چی تقریبا دوه نیم سوه مخه لري، هغه څیړنی لوستونکو ته ایښي، چی هغه د یوولسم سبتمبر حوادثو باره کی کړي دي،
دکتاب مؤلف ددغو څیړنو لپاره، امریکا، لندن، اسرائیل، قطر، پاکستان، افغانستان، امارات او نورو دولتونو ته يي سفر کړۍ،
او په هر سفر کي يي ډیرو لوړو پوړو، عسکري، استخباراتي، او سیاسي چارواکو سره لیدلي، سربیره پردی يي لویو لویو تجارانو سره په نیو یارک کی لیدلي دي، چی نوموړۍ دیوولسم سبتمبر حوادث ټول اقتصادي امورو پوری تړي، او ددی هڅه کوي چی ووايي، په دغه حوادثو کی د نړۍ په سطحه لویو لویو تجارانو لاس درلود، او ددی خبری دثبوت لپاره بیا هغه ډیر قوي دلائل راوړي، نوموړۍ دا هم په ثبوت رسوي چی امریکا مخکی له مخکی له دغو حملو هم خبره وه، او هغوي له ډیرو اسلامي او عربي دولتونو څخه راپورونه ورکړ شوي، خو امریکا هیڅ غوږ په دی نه خوراوه، ځکه چی هغی خپله دغه جنایت ته لاره هوراه کړی وه.
که وخت می پیدا کړ، نو له دغه کتاب څخه به هم تاسی سره معلومات شریک کړم، ځکه چی ماته ډیر خطرناک، او دقیق معلومات ښکاري، البته پښتو يي ژباړه څه ستونزي لرلاي شي، ځکه نو لږ وخت ته اړتیا لري.
نوموړی دخپل کتاب (LA FACE CACHEE DU 11 SEPTEMBRE) په آخر کی ويلي دي، چی بوش دجنګ په شروع کی وویل: هر څوک چی مونږ سره دی جګړه کی نه دی، نو هغه ځمونږ ضد او دښمن دۍ،
هغه وايي: بوش ته دا پکار وو، چی ووايي: هغه څوک چی ځمونږ مقابل ته او دښمنۍ ته ودریږي، هغه ځمونږ دوستان دي.
موخه يي داوه، چه هغه خلک چی دبوش په ضد ولاړ دي، دیوی لويي ډرامي ښکار شو، کومه ډرامه چی بوش او دهغه یارانو ددی لپاره جوړه کړی وه، چی افغانستان اشغال کړي، او ورپسی عراق ته لاره پیدا کړي، او له دواړو هیودانو څخه طبیعي، اقتصادي، او عسکري ګټی لاس ته راوړي.
ورور مو: وهاج ساپی
ashna
04.08.2007
اسلام علېکم
وهاج ساپی وروره ستاسو نه هم مننه خو باید عرض وکړم چې ما خو په آسمان غوښتئ الله په ځمکه راکړئ مانا دا چې ځان به رانه نه خلاصه وئ په تشه مننه یانې ما غوښتل چې دا لیکنه به داسې لنډه په ناګومان راتاوه کړم خو اوس راته داسې ښکاري چې د آمو نه تر اټکه پکې دا ټول غټ خېټي او تورې څېرې راونغاړم خولیکنه رانه اوږدېږي هیله مې ده چې دې موضو پورې تړلی کوم کتاب چې په لاس درغلی دی مهم ټکي یې دلته ولیکئ چې زما ستونزه تر یوځای حل کړئ .... مننه اشنا مو
په توره جنګ وای ما به وکړی
په پوهه جنګ دی وار خطا پرېشانه یمه
ashna
07.08.2007
اخیر داسې کومه وجه وه چې د نړۍ او په ځانګړې د امریکا په زړۀ کې زمونږ افغانانو لپاره یوه داسې خواخوږي پېدا شوه چې په مونږ دې ((په وینا د امریکا سولیز برید)) پوځي برید وکړي او هغه هم د ناین الیون (یولسم۱۱ ستمبر ۲۰۰۱ ) د پېښې نه وروسته او هغه ډله (طالبان )چې یې امریکا د ورکېدو تش خوبونه ویني چې د خپلې فرعون واکۍ په وخت کې خو یې یوازې په مونږ پسې د پرتوګ نه راویستی وو او اوس یې دا دی ټولې نړۍ ته راویستی دی چې پدې شپږو کالو کې خو ورله چا لنډ نکړو نو پس لدې به یې څوک څه دې دغۀ ته وګوري ځکه چې دغه ډله ورځ په ورځ پیاوړي کېږي او همغه شان یې محکمې او عدالتونه خپلې چارې په مخ بیایي چې د چا غوږ غوڅوي او د چا نه پښه او لاس او ورانۍ او جاړۍ یې هم خپلې عرشم الله ته رسېدلي دي چې دغې ورانۍ او وجاړۍ تر څنګ د ۷ اکتوبر ۲۰۰۱ نه رانیولې تر ننه پورې د امریکا په مشرۍ بې رحمانه ځمکني او هوایي بریدونه لتول، وهل ټېل وهل او غول او بې پته کول هم اوس عادي شوي دي او هغه بمونه چې د دوی ځناور پوځیان یې کله پدې غرونو او ولس غورځوي نو پرې د پاسه لیکي F u ،ck You
یانې ودې غېم د دې فکیوبمو قربانیانو ته یو څه موده ولسي وګړي وېل کېدل خو اوس ورته د کور دننه او بهرني دولتونه طالبان واي چې سربېره پدې هېواد کې بې امني او بداخلاقي او بې حیایي هم د بل هر وخت نه زیاته ده چې دغه طالبان هم د امریکا خپل پېداوار دی خو د خپلو ځانګړو موخو لاس ته راوړولو لپاره یې په دوی د ترهګرۍ ټاپه ولګوله او په ۷ اوم اکتوبر ۲۰۰۱ د یوې میاشتې د خونړۍ بمبارۍ نه وروسته یې زمونږ د افغانانو د سر نه د دغه فرعونیانو سیورې ورک کړو او په همدغه پلمه یې د دې پاکې خاورې په زېرمو خپلې منګولې ښخې کړې او مونږ چې د باران نه پټېدو د باران لاندې مو شپه شوه چې د ځمکې په سر چې مو څه لرل د هغې نه ربانیانو ،مسعودیانو او طالبانو خلاص کړي یو او اوس چې د ځمکې لاندې څه لرو د هغې نه مو لګیادي پیرنګیان خلاصوي .
داخبر چې د امریکا لخوا په طالبانو د ترهګرۍ او د بن لادن د مېلمستیا تور دی او امریکا دې خپل پوځي برید ته قانوني بڼه ورکړي خو د نړۍ یوشمېر قانون ، امن او سوله غوښتونکي اشخاص یې یو ستر ظلم او په مونږ افغانانو یې د امریکا سیتم بولي او پدې اند دي چې د دغه طالبانونه د دغه غم ځپلي ولس د خلاصون بې د پوځي برید نه ډېرې لارې چارې وې خو دا چې امریکا اوس هر څه په (.غ....) وهلي دي چې د دې ټولې ډرامې او لوبې نه ارواښاد ظاهرشاه بابا هم ښه خبر وو ځکه چې د لومړۍ ورځې نه پکې ښکېل وو خو دا چې په خولې یې هېڅ نه ویل نو اوس زمونږ پدې هیله هم خاورې انبار شوي دي چې بابا دې کوم داسې وصیت کړی وي چې د هېواد اوسنۍ وضعه دې پکې انځور شوي وي او که په رښتیا هم بابا داسې کوم لیک او یا کومه وډیوي فیته پرېښې وي د هغې بیا دومره امکان نشته چې هغه خبرې چې بابا د وصیت په توګه ولس ته کړي وي ولس ته دې راښکاره شي او نه د بابا په کورنۍ کې کوم نر لیدل کېږي چې دبابا خبرې ولس ته ورسوي ځکه چې ..........
د سر سړی خو نشته مونږ کې اوس
یو دیو نه او بل د بل نه زیات دوس
ashna
10.08.2007
پدې لیکنه کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د لیکوالانو لیکنې یو په بل پسې کرښه په کرښه ژباړل شوي دي د فاضل لیکوالانو نه یوه نړۍ مننه کور یې ودان :
لوټ شوئ ای خلکه !!!( ۳)
په کال ۱۹۹۷ کې د بي بي سي د څلورم دسمبر د یو راپور لمخې(( کوم چې تر ننه د هغوی په ویبپاڼه کې پروت دی )) چې په کې راغلي وو : د طالبانو د مخور مشرانو یوه ډله د نړۍ والې انرژۍ د یوې کمپنۍ یونوکال(Unocal) سره د ګازو په لیکه یا پایپ لاین باندې خبرې اترې کوي چې نوموړې کمپني یونوکال غواړي چې د افغانستان د لارې دغه لیکه د ترکمانستان څخه پاکستان ته تېره کړي . د یونوکال د یوۀ تن ویاند په وینا : هیله ده چې طالبان په سګارلینډ (ټیکساس) کې د کمپنۍ په مرکز ( ځانګړي ځای )کې یو څو ورځې ایسار وي که څه هم یونوکال د پاکستان او ترکمانستان سره تړونونه لاس لیک کړي دي خو خبره بیا دلته ورانه ده چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سره سره د ارجنټاینا یوې کمپنۍ برائیډاس(Bridas)د یونوکال په مقابله کې راغلې ده او طالبان د امریکا د یونوکال تر څنګ د ارجنټاینا د کمپنۍ برائیډاس سره هم خبرې کړي دي چې پدې کار سره طالبان غواړي چې د نړۍ نورو هېوادو سره هم دغسې تړونونه لاس لیک کړي چې بهادر امریکا ته دا کار د منلو وړندی چې دې نه یوه میاشت مخکې د ارجنټاینا فرم برائیډاس دا اعلان وکړو چې برائيډاس د افغانستان د لارې ترکمانستان نه پاکستان ته د ۱۳۰۰ کیلومیټره اوږده ګاز لیکې غځولو لپاره دوه بلین ډالره لاس لیکولو ته نژدې شوی دی او د می په میاشت کې د طالبانو په اشاره چلېدونکی راډیو( دکابل راډیو) هم دا خبر خپور کړی وو چې د ارجنټاینا د کمپنۍ یوه ډله کابل ته راغلې ده او په پایپ لاین به ډېر ژر کار پېل کړي چې د یو څو میاشتو راهیسې د یونوکال او د برائيډاس کارکونکو د کابل نه لیدنه کتنه کړې ده خو په حکومتي کچه لا شخړه روانه ده راپور زیاته وي [color=white:40b680a310]چې د افغانستان د لارې ګاز لیکه غځول او د کیپسین حوزه چې دذخایرو ګودام دی نړۍ واله رسه کشي پرې روانه ده [/color:40b680a310]راپور د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر امیر خان متقي (د نومبر۱۹۹۷ )یوه مرکه راخلي چې ښاغلی پدغه مرکه کې وایي طالبانو د امریکا او ارجنټاینا د دواړو هېوادونو د کمپنیو سره د افغانستان د لارې ګاز لیکه غځولو باندې خبرې اترې کړي دي خو پدې هکله کومه وروستۍ فېصله نده شوې .
یانې افغانستان ،ترکمانستان او د پاکستان استازي به هغه لاره غوره کړي کومه چې دغه هېوادونو ته ګټوره وي خو امریکایي فرم یونوکال د دغه کروړونو ډالرو ګټه د لاسه ورکولو ته کله تیار وو او د دغې ګټې مخکې یوازېنی خنډ طالبان و د فرانسې لیکوالانو په قلم امریکا د طالبانو په حکومت تر هغې غږ غوږ نه کاؤ تر څو پورې چې یې د امریکا لپاره په منځنۍ اسیا کې د ګیس پایپ لاین کې نور څوک ورګډ کړي نه و او آن دا چې د بن لادن په دغه هېواد (افغانستان) کې په شتون یې هم سترګې پټولې ځکه چې د افغانستان د لارې دا کار امریکا ته ارزانه او اسان و چې د منځنۍ اسیا زیرمو ته ځان ورسوي مانا دا چې کله طالبانو د امریکا ترڅنګ یوشمېر نورو هېوادونو ته هم پدغه کار کې خپلې دروازې پرانیستې نو د امریکا قهر او غوسه یې راوپاروله چې اخیر یې د طالبانو د بلډوز کولو تکل په ۷ اکتوبر ۲۰۰۱ کې وکړو چې د یوې میاشت د خونړۍ بمبارۍ نه وروسته یې د ګازو نل لیکې په شمول د یورانیم نفتو او د نورې شتمنۍ یې هم بې دخل کړل چې تر ننه د ورانۍ او ویجاړۍ تر څنګ بې پته کول او وژل دوام لري او خپله اوس امریکا په هېواد خېټه اچولې ده او یو څو کوپړۍ تشي او شرابیان یې په ګدۍ کېنولي دي تر څو د هېواد لوټولو کې ورسره مرسته وکړي او خپل مطلب ترې پوره کړي چې وروسته د دغه کوپړۍ تشو انجام به همدغسې وي لکه نن چې د طالبانو دی
...... نور بیا
میوند اشنا
ashna
21.08.2007
پدې لیکنه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د لیکوالانو لیکنې یو په بل پسې کرښه په کرښه ژباړل شوي دي دفاضل لیکوالانو نه یوه نړۍ مننه کور یې ودان :
لوټ شوئ ای خلکه !!!(۴)
هغه طالبان چې تر نن پدې بدنام او تورن دي چې د خپلې فرعون واکۍ په مهال یې د نورې ورانۍ او ویجاړۍ تر څنګ د دې هېواد سځې هم په لارو او کوڅو کې وهلې او ډبلولې او په حقوقو یې ورختل او هر دولتي او شخصي کار یې پرې د عمر ملا په شریعتي احکامو حرام کړی وو
خو چې کله دوی د امریکا د یونوکال کمپنۍ سره د نل لیکې په سره څه نا څه خبرې وکړې نو د یونوکال له خوا دا وړاندیز هم دوی ته وشو چې پدې پروژه کې مونږ (امریکایان) غواړو چې ښځینه افغان کار کونکي دې هم زمونږ سره پدې پروژه کې مل شي چې په کال ۱۹۹۷ کې بیا د طالبانو لخوا څلوېښت کسیزه ډله د افغان مېرمنو په کندهار کې جوړه شوه او دغه څلوېښت افغانانې یې بیا د امریکایانو په خدمت کې طالبانو ورکړې او د پادار امریکا مخکې یې د عمر ملا شریعت چې یوازې یې د افغانانو لپاره شرم او فساد نه بغېر نور هېڅ نه درلود د امریکایانو په مخ کې ونه چلېد چې پای کې یې امریکایان هېواد تر راولوېد او تر دې دمه دا دی غوبل روان دی .
د لیکوالانو په ویناکله چې طالبان پدې خبره ټینګ ودرېدل چې د امریکایي کمپنۍ پځای د نل لیکې ټېکه د ارجنټاینا کمپنۍ ته ورکړي نو د همدغه وخت نه امریکاد طالبانو له منځ نه د وړلو تیاریانې پېل کړې چې په یوه غونډه کې چې د ۲۳ جون ۱۹۹۸ کې د امریکا اوسنی مرستیال ولسمشر ډیک چیني (( چې د یوې نړۍوالې انرژۍ (هیلي برټن )مشر و او جارج بش د(اوسني ولسمشربوش پلار)په شمول یوشمېر نور ري پبلیکن مشرانو چې د ډیوموکرات ګوند د واکمنۍ په مهال یې هم د امریکا په سیاست کې مهم حېثیت درلود )) د فرانسې د لیکوالانو په قلم دکېټو انسټیټیوټه د تېلو او ګازو د صنعت په یوۀ سیمینار کې ډیک چیني وایي :
الله تعالی د تېلو او د ګازو ذخائر او زېرمې په هغه جمهوري هېوادونو کې ندي خوښ کړي د کومو سره چې زمونږ دوستانه اړیکې دي چې ځینې وخت بیا مونږ په دغه سیمو کې کار کول غواړو چې په کومو سیمو کې عمومي حالاتو کې ورتګ ناممکن وي خو خېر مونږ هر هغه ځای ته ځو چېرته چې بزنس ( ګټه وټه ) وي ښاغلي ډیک چیني پدغه وینا کې د کیپسین سیمه د یوې نښې په توګه وښودله او زیاته یې کړه چې ما خو دا فکر هم نه کاؤ چې داسې یو وخت به راشي چې د کیپسین سیمه به یو ناڅاپداسې سټراټیژکي بڼه واوړي . یانې امریکا خپل ځان د کیپسین سمندرګي ذخائروته رساؤ او د افغانستان د لارې ورته نل لیکه غځول هم ارزانه او اسانه وه او د طالبانو انکار امریکایي پنګه اچونکو ته د زغملو نه وو
چې د همدغه وخت نه یې په طالبانو د فشار اچولو هڅې ګړندۍ کړې چې په کال ۱۹۹۸ د شلم اګست په شپه په کروزمیزایلو د پاکستان د خاورې نه افغانستان وویشت چې پکې یې تر دېرشو پورې بې ګونا افغانان شهیدان کړل او ورته برید یې په سوډان هم وکړ چې هلته یې یوه د دوایي فابریکه ویجاړ کړه چې وروسته خپل ځان امریکا داسې سپین کړو چې په خرطوم کې مونږ د وسلې فابریکه ویجاړه کړه او په افغانستان کې مو د ترهګرو یو کمپ له منځه وېوړو چیرته چې بن لادن خپله اډه جوړه کړې وه او همدغه شان یې وروورو په طالبانو باندې فشارونه زیاتول او د بن لادن مېلمستیا یې ورته د ژوند او د مرګ لوبه ورګرځوله او د ترهګرۍ سره یې په تړاو ککړ کړل او عملاً یې پرې د کروزمېزایل هم وورولو .
دا د کلنټن د واکمنۍ شېبې وې او ډیک چیني په حکومت کې نه وو خو ډیک چیني د امریکا د پخواني دفاع وزیر ډونلډ رمسفیلډ په مرسته پروجیکټ فار دی نیو امریکن سینچري ؛ (PNAC)په نوم د یوې منصوبې بنیاد ایښی و چې د دې اصلي موخه په یویشتمه پېړۍ کې په ټوله دنیا د امریکا زورواکي یا د امریکا واکمني ده چې دا خبرې بیا د ټوني بلیر په کابینه کې یو وزیر چې مایک میجر نوم یې دی د انګلستان یوې ورځ پاڼې ګارجین سره د۶ ستمبر په کال ۲۰۰۳ کې( دی وار آن ټیررازم از بوګس ) تر عنوان لاندې کوي چې ورځپاڼه یې بیا داسې لیکي :
په کال ۲۰۰۰ کې ډيک چیني ، رمسفیلډ، پال ودلفووټز ،د ولسمشر بوش کشر ورور جیب بوش او د ډیک چیني نورو همکارانو د امریکا د دفاعي پیاوړتیا ( ري بلډنګ آف امریکازډیفنس ) تر عنوان لاندې یوه منصوبه تیاره کړې وه چې په کومه کې د امریکا د زورواکۍ لپاره د نړۍ تېل او نور ذخائر په هر قیمت باید چې د امریکا په لاس کې وي چې همدغه هغه کال دی چې ري پبلیکن ګوند سپینې ماڼۍ ( وائټ هاوس) ته بېرته راځي او جارج بوش دوېم د امریکا نوی ولسمشر او ډيک چیني یې مرستیال او نور ملګري یې هم په حکومت کې کلیدي پوسټونه اخلي .
د بوش کابینې خپله لومړۍ ناسته هم پدې خبرو پرانیسته چې د طالبانو مسله یو خواته کړي او په خپله هغه منصوبه کار پېل کړي کومه چې یې د واک تر لاسه کولو نه مخکې جوړه کړې وه او په لومړۍ ناسته کې یې دا پرېکړه وکړه چې د طالبانو سره به خبرې ډېر ژر پېل کړو چې تر د اګست ۲۰۰۱ پورې یې خبرې روانې وې چې په کابل واشینګټن او په اسلام آباد کې د طالبانو او د امریکایانو استازو سره خورا ګرم بحثونه کړي وه چې د تېلو او د ګازو د نل لیکې ناندریزه مسله هم پکې شاربل کېده خو چې کله دغه بحثونه ډېرې جدي شول نو امریکایانو د ( تریک ټو ډپلومیسي ) د عنوان لاندې په یوه ناسته کې بیلکل پاکه وویله :
Either you accept our offer of a carpet of gold, or we bury you under a carpet of bombs
یانې تاسو زمونږ دا د سروزرو باران په ځان ومنئ که نه نو د بمونو باران به درباندې وکړواو د خاورو لاندې به مو کړو چې همدغسې وشوه د اوم ۷ اکتوبر ۲۰۰۱ نه تر ننه دا دی بمونه ورېږي او امریکا خپل بوریګان لګیا ده ډکوي ..... نور بیا
میوند اشنا
ashna
04.10.2007
په هېواد کې د ګازو ،تېلو او د نیفتو د چینو په شمول یورانیمو ته د امریکا لاس د کال ۲۰۰۲ په اخیرو میاشتو کې ورورسېد او په کال ۲۰۰۴/ کې یې یو داسې نیم غږی شانته راپور خپور کړل چې د افغانستان په ځینو سیمو کې یورانیم شته چې د بېلګې په توګه یې د پکتیا سیمه په راپور کې په ګوته کړې وه او د نورو معدونو په هکله لا تر اوسه چپه خولۀ دي خو په هېواد کې د ګازو ،پیټرولو او د نورو سوندو وسائلو چې کوم مسائل پېدا کړي دي دا د دې ښکارندویه ده چې دغه چینو اوس ورخ وړی دی او د امریکا په لور بهیږي .
او د دې هر څه سره سره د سوداګرۍ په نړۍ وال بازار کې هم د افغانستان استازی نشته دا خو دې خدای امریکا سره ښه وکړي چې خپل تجارتي وزارت کې یې د افغان معدن خرڅلاو په نوم یوه څانګه پرانیستې ده که نه نو اوس به مونږ د سوداګرۍ په نړۍ وال بازار کې په شرمونو شرمېدلي وای چې دلته په هېواد کې زمونږ سره د څلوېښتو هېوادونو ګند زما مطلب دی ګڼ شمېر سرتېري پراتۀ دي او په نړۍ وال بازار کې زمونږ مشري یو هم نه کوي .
او تر کومه ځای چې د ګټې وټې خبره ده نو دغه چارې هم امریکا خپله سمبالوي او مونږ یې د یو لوی مصیبت نه خلاص کړي یو خو یوه ځواني هم وکړه چې موږ ته یې د آمو په سیند یو پول پدې اند جوړ کړو چې یو خو به مونږ افغانان تاجکستان ته پیدل اړو راوړواو بل به پرې د امریکا ډکې لارۍ اوړي او تشې به پرې راوړي چې دغسې پول ته روسانو د دوسۍ زما مطلب دی د دوستۍ نوم ورکړی و پداسې حال کې چې امریکا ورته یوازې د ګټې وټې نوم ورکړو چې هغه د چا خبره فرق صاف ظاهر دی .
خو ورسره ورسره د ډیک چیني هغه پلان هم پلي کیږي د کوم پلان وړانديز چې یې د کلنټن د واکمنۍ په مهال کړی وو چې ډیک چیني ویلي وو د ترکمانستان نه د افغانستان د لارې نل لیکه غځولو سره سره به موږ د افغانستان د خاورو لاندې ډېر څه پېدا کړو .
پای
میوند اشنا
ډوکتر څپاند
05.10.2007
محترم د قدر وړ اشنا!
ستاسو ليکنه د هغه تر خه واقعيت څر ګندونکي دي چه ددي واقعيت
د پټولو لپاره په سلګونو انټرنيټي سايټونه،تلويزيونونه،راديو ګاني
او هغه وګړې چه ځانونه پښتانه،افغانان،وطنپاله،مسلمانان اونور او نور بولي،شپي او ورځي زيار کاږي او ډالر تر لاسه کوي٠
05.10.2007
باید وویل شي چې د یونیکال او ارجنټایني کمپنۍ د رقابت په تړاو د طالب رژیم د را پرځوړلوپه اړه د ښاغلي شریف بهاند د مقالو لړۍ تر ټولو مخکې [color=white:a3c8280309]ټول افغان [/color:a3c8280309]خپره کړې ، نو دا ټولې خبرې اوس نوې نه دي ، صرف د بحثفورم ته چا نه وې راانتقال کړې ، دازاړه خو معتبرحقایق دی او د امریکا دومخیزی او څومخیزی سیاست په ډاګه کوي ! [color=white:a3c8280309]اوس باید دا پوره رسوا شي چې القاعده او طالبان دواړه د امریکا په دستورلګیادی زمونږ وطن ورانوي او یو پر بل یواځې پښتانه وژني او بس ![/color:a3c8280309]
shokoor
05.10.2007
درنو دوستانو سلامونه
[quote:38fe6d8ead]په هېواد کې د ګازو ،[color=green:38fe6d8ead]تېلو[/color:38fe6d8ead] او د نیفتو د چینو په شمول یورانیمو ته د امریکا لاس د کال ۲۰۰۲ په اخیرو میاشتو کې ورورسېد او په کال ۲۰۰۴/ کې یې یو داسې نیم غږی شانته راپور خپور کړل چې د افغانستان په ځینو سیمو کې یورانیم شته چې د بېلګې په توګه یې د پکتیا سیمه په راپور کې په ګوته کړې وه او د نورو معدونو په هکله لا تر اوسه چپه خولۀ دي خو په هېواد کې د ګازو ،پیټرولو او د نورو سوندو وسائلو چې کوم مسائل پېدا کړي دي [color=white:38fe6d8ead]دا د دې ښکارندویه ده چې دغه چینو اوس ورخ وړی دی او د امریکا په لور بهیږي .[/color:38fe6d8ead] [/quote:38fe6d8ead]
ګرانه میوند آشنا وروره زړې کیسې ټولوې، چې ځینې یې آن د لسو کلونو نه همزړې دي .لکه چې زړې کیسې خلاص شوې ، چې غیر مسلکی ادعاګانو ته مو مخ اړولﺉ دﺉ !
افغانستان ګاز اونفت لری خو تیل نلری، ځکه تیل ( ډیزل، پطرول، بنزین) د نفتو د تصفیه کیدو په نتیجه کې لاس ته راځي. دا چې مونږ د نفتو تصویه خانې نلرو، نو تیل هم نلروو.
بل دا چې یورانیم تریاک ندي، چې خلک یې په جیبونو کې واچوي او له ځانه سره یوسی!
یورانیم د غرونو د تیږو او کاڼو یوه ترکیبی برخه ده چې په عمومی ډول د کانو صفر اعشاریه صفر یو په سلو( 0,01 % ) برخه ده ، چې ځانته ډېرې پېچلې فابریکې لری.
مونږ ښایي داسې یوه فابریکه هېڅکله ونلروو!
امریکا ته د نفتو او ګازو د بهیدو کیسې باید تاسو هغه وخت کولې، چې مونږ لږ تر لږه د نفتو یو پایپلان درلودلای وای، چې بیا دغه مواد وبهېږي !
تاسوته خو دا څرګنده ده چې نړیوال شرکتونه آن د طالبانو د واکمنۍ راهیسې هلې ځلې کوی، چې د ترکمنستان ګاز او نفت د افغانستان له لارې نړیوالو بازورونو ته
صادر کړی، خو څنګه چې ټول پوهېږي تر اوسه ندي بریالي شوي!
[quote:38fe6d8ead]او د دې هر څه سره سره د سوداګرۍ په نړۍ وال بازار کې هم د افغانستان استازی نشته[/quote:38fe6d8ead]
څوک چې نړیوال بازارونو ته یورانیم، ګاز او نفت نه صادروي نو د څه لپاره په نړیوال بازار کې استازی ولری؟
که څوک وخت لری دا زړې کیسې په لاندې آدرسونو کې هم لوستلای شی:
http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/west_asia/37021.stm
Monday, June 2 1997
Unocol, Bridas wooing Taliban for $4.5bn Pak gas pipeline
________________________________________
Islamabad, June 1: Even as the Talibans are still fighting to establish complete control over Afghanistan, three multinationals, including two American, are trying to woo the Islamic militia for its support to the proposed multi-billion dollar oil and gas pipelines to be laid through the country.
The highly lucrative two pipelines one for oil and another for natural gas would be laid from Turkeministan to Pakistan via Afghanistan at a combined cost of $4.5 billion and the multinationals are leaving no stone unturned to win the coveted contract.
US multinational, Unocol and Argentinian Bridas, fought a bitter fight over the $2 billion gas pipeline and according to media reports here Unocol has already established an edge over its rival for the 1,300 km-long pipeline which would be up to the Pakistani city of Multan.
But Bridas has reportedly entered into a `deal' with the Talibans thus making it difficult for Unocol to implement the project as a major portion of it would pass through Afghanistan and hence Bridas has to be made a party to the contract.
The fate of the more attractive $2.5 billion oil pipeline, however, is yet to be decided and the latest entrant into this cut-throat competition is Global Data Communication (GDC), another US multinational.
GDC, it seems, has thrown everything behind winning this coveted contract and that is why its president himself flew down to Kabul last week to meet Taliban government minister for industries and investment Mulla Ahmad Jan, according to reports reaching here.
GDC has reportedly made a highly luring offer of $1 billion per annum to the Taliban adminstration as transit fee for the safe passage of oil through Afghanistan.
Jan had conceded during an interview with a local daily that out of the three companies the terms and conditions offered by GDC were most suitable.Apart from offering an annual transit fee the GDC has also proposed to lay down railway track, road and provide electricity along the pipeline and setting up police post at every 20 kms to be manned by Taliban's men.
The taliban minister has said that they are yet to take a final decision in this regard and would prefer the company which comes up with the most attractive offer. The Unocol and Bridas are yet to make an offer for this project.
The project, for which Paksitan and Turkeministan have signed a MoU during the `eco summit' in the second week of last month, envisages laying of the 1,700 km pipeline up to a Pakistani port in the Arabian Sea.
The project also includes setting up of an oil terminal at the port. The idea is to export oil to a third country in the region.
The implementation of this ambitious project, however, entirely depends on the political situation in Afghanistan as the Taliban are yet to bring under their control some of the strategic areas in the central and northern Afghanistan where war was still raging.
Copyright © 1997 Indian Express Newspapers (Bombay) Ltd.