د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

که زه یو خلقی وای مابه اوس هغوی ته څه مشوره ورکړې وای


27.07.2007

ګرانو لوستونکو ته سلامونه !
دوه پوښتنې :

۱ ـ تاسو هر یو د یوې شیبې له پاره تصور او فرض کړئ چې که ته پخپله یو خلقی وای نو اوس به دې د خلقیانو دوره څنګه ارزوله او نورو خلقیانو ته به مو څه مشوره ورکړې وای چې اوس باید څه وکړی ؟ هیله ده پوښتنه کټ مټ ځواب کړئ ، په نورو ډلو ونۀ غږیږئ او نۀ د نورو ډلو سره « خپل» خلقیان پرتله کړئ .

۲ـ همدغه پوښتنه د پرچمیانو په برخه کې هم ځان ته مطرح او ځواب کړئ !
په درنښت


موضوع

و.افغان
27.07.2007

ما به هغوي ته دا مشوره ورکړی وه، چی دلینن او ستالین فلسفه په افغانستان کی نه چلیږي، او نه په دغه رنګ دیکتاتورۍ منځ ته راتلاي شي.
او که راشي نو ډیر ژر به له منځه لاړه شي.
نو که تاسی افغانستان کی دغسی فلسفه پلی کول غواړۍ، نو له دیکتاتورۍ لاس واخلۍ، او په دیموکراتیکه فضا کی دعوت وکړۍ، او دمارکس خونړۍ فلسفه هیره کړۍ،کومه چی په خونړي انقلاب ولاړه ده.


momtaz
28.07.2007

محترم ځواکمن ، ګران ورور وهاج صافی او نورو دوستانو السلام علیکم
که زه ( خدای دې مکړي) خلقی او یا پرچمي وای ستاسو د سوالونو په ځواب کې مې لیکلئ وای، چې زه له نورو هېوادوالو څخه دومره توپیر نلرم ! دا سمه ده چې زمونږ د خلقیانو او پرچمیانو یوه برخه هغه څه ونکړل، چې د ګوند په اساس نامې کې راغلي دي، پدې معنی چې مونږ ډېرې اشتباهګانې وکړې، چې نه باید کیدلې.

خو لکه چې ټول شاهدان یوو، دا نور هېوادوال هم په هره مفکوره چې دي، هغه کار ونه نکوي، چې د هغوی په اصولو یا اساسنامو کې ثبت شوي دي. د مثال په توګه زه دا پوښتنه کوم، چې آیا دغه ګودونه، تنظیمونه، ډلې یا افرادچې د اسلام تر نامه لاندې یې افغان ولس ته دومره ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي، د اسلام له اصولو سره یې عمل کړﺉ ډﺉ؟ زه خو وایم نه هېڅکله نه !!! او یا که ساده یې ووایو آیا هغه پښتانه هېوادوال چېتل د پښتونولۍ شعارونه ورکوي، آیا د دوی کړنې د پښتونولۍ له اصولو سره برابرې دي؟ زه وایم چې نه!!!

دا چې دافغانستان د خلق دموکراتیک ګوندد ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې منحل شو او نور موجود ندﺉ نو زه هم نور ګوندی فعالیت نلرم او که یوه ورځ سیاسی فعالیت هم وکړم، د تېرو اشتباهاتو څخه به مې هرو مرو یو څه زده کړې وي.

نو زه اوس یواځې دومره ویلای شم، که کومه ورځ په افغانستان کې د قانون حاکمیت ټینګ شي او د افغانانو د تېرو دېرشو کلونو جرمی اعمال په یوې منصفې محکمې کې تر پوښتنې او قضاوت لاندې راشي، زه هم دې ته حاضر یم چې د خپل ځواب ووایم.

والسلام


و.افغان
28.07.2007

[quote:5f4e86292c="momtaz"]

خو لکه چې ټول شاهدان یوو، دا نور هېوادوال هم په هره مفکوره چې دي، هغه کار ونه نکوي، چې د هغوی په اصولو یا اساسنامو کې ثبت شوي دي. د مثال په توګه زه دا پوښتنه کوم، چې آیا دغه ګودونه، تنظیمونه، ډلې یا افرادچې د اسلام تر نامه لاندې یې افغان ولس ته دومره ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي، د اسلام له اصولو سره یې عمل کړﺉ ډﺉ؟ زه خو وایم نه هېڅکله نه !!! او یا که ساده یې ووایو آیا هغه پښتانه هېوادوال چېتل د پښتونولۍ شعارونه ورکوي، آیا د دوی کړنې د پښتونولۍ له اصولو سره برابرې دي؟ زه وایم چې نه!!!

[/quote:5f4e86292c]

محترم او دقدر وړ ممتازه وروره!
خبری ښی کوي، خو چی خفه نشي لکۍ يي کږی دي.
دخلقیزم مفکوره دمارکس، او لینن له فلسفی خړوبیدله، دا حقیقت دی، او هیڅوک تری انکار نشي کولاي.
دمارکس او دلینن فلسفه په دیالتیکي لوازمو ولاړه وه، کومو ته چی هغوي داسی لزوم ورکاوه، چی له هغه لزوم څخه پرته يي بل هیڅ نه منل، ځکه خو يي خپل انقلاب ته نه راستنیدونکی انقلاب وایه.

نوڅنګه چی دخلقیزم مفکوره دلینن او مارکس په تقدیس ولاړه وه، او هغوي دواړه ددوي لپاره دالهام یو مصدر وو، او دلینن او مارکس فلسفه په خونړي انقلاب ولاړه وه، ځکه خو خلقیانو له ځانه سره یو خونړۍ انقلاب راوړ، داسی خونړۍ انقلاب چی دهغي دوینی سیلاب لا تراوسه جاري دي، او تر ډیر وخته پوری به يي اثرات پاتی وي، او ځمونږ مظلوم ملت به په کی لولپه کیږي.

تاسی چی کومو شعارونو ته اشاره کړی، اوحقیقت کی په هغو شعارونو کی خودخواهانو خپلی خودخواهۍ نغښتلی وی، دغه خبره داسلامي تنظیمونو باره کی بیخي پرځاي بریښي، او صحي ده، څنګه يي چی شعارونه ورکړ، هغسی يي ونه کړل، اګر که فلسفه يي دینه او اسلامي له انصاف ډکه ښکاریده،

اما دغه خبره په خلقیانو ځکه پوره صدق نه کوي، ځکه چی هغوي له یوی خوا خپلی وعدی پوره نه کړی، او له بلی خوا دهغوي عقیدی او فلسفی له بیخه دغه رنګ خونړۍ انقلاب غوښته،

بلکه دهغوي عقیده دمارکس دفلسفی په اساس داسی جوړه وه، چی پرته له دغه خونړي انقلاب څخه ځمونږ لپاره کامیابي نشته، او دغه خونړۍ انقلاب يي خورا لازم او فرضي واقعیدونکۍ کار بللو.

ورور مو: ساپی.


pattang
29.07.2007

که زه خلقی يا پر چمی وای :
مخ مې په سکرو توراوه په خره څ- ټمخ (س-پ٠رېدم )، رسۍ مې په غاړه کې اچوله ، د (خ-ره) (ل-کۍ) مې په (خ-وله) کې نيوله ،په هغو ګنډو ، يتيمانو به کور په کور ګرځېدم او معذرت به مې ورڅخه غوښت دکومو چې پلرونه ، وروڼه او دکورنۍ نورغړې زما او د نورو خلقي -پرچمي حزبيانو له خوا په نا حقه تور شوي او بيا د خاد
له بنديخانې وروسته نيمه ژوندي په ډله يېزو قبرو کې خښ شوي .
بيا يوه نامالومه ځای ته تلم او دزهرو کاسه مې څښله او خپل ژوند مې په خپل لاس
لنډا وو٠
دوی خو مونږ په پښتو غلطولو او خبر نوو چې دوی پښتو په kgb خرڅه کړې وه٠
نور څه نوايم ، ښه شوه چې دا (غ-و-ل-ن ) چرګ ورک شه او يو درس مو ترې زده کړل او هغه دادی چې د هر بېناموسه دپښتو او پښتنولي په شعار سړی ځان خوشې غلط نکړي٠



29.07.2007

درنو لوستونکو، زما د پوښتنې یو مهم جز ته مو پام را اوړم :
[quote:870aea6755]هیله ده پوښتنه کټ مټ ځواب کړئ ، په نورو ډلو ونۀ غږیږئ او نۀ د نورو ډلو سره « خپل» خلقیان پرتله کړئ .[/quote:870aea6755]
د « که زه خلقي یا پرچمي وای» له فرضیې څخه مطلب دادی چې هر سړی دې له يوې خوا په ځان راولي که خلقی وای په خپله برخه کې به یې قضاوت څنګه و ، او بیا د ټول دغه مالومات سره چې د خلق و پرچم د ګوند په اړه یې د غیر خلقي ، مخالف یا بیطرفه افغان په توګه نن لري په هغه صورت کې ددغه ګوند ښې او بدې کارنامې څنګه ارزولي وای ؟ لنډه دا چې :
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي
..........................................................سره بیل به د بل آس او خپل ټټوکړې ؟؟

ورته پوښتنې به وروسته انشا الله د مجاهدینو او طالبانو په اړه هم مطرح شي .
هغه قضاوت چې ښاغلي پتنګ کړی بی ساری ښکاري ، خو اصولا ًناممکن نه دی، ځکه :
اصیل افغان همغه دی چې د خپل قام او ولس په وړاندې د خپلو تر سره شوو تیریو او جنایاتو بښنه په همدغه شکل له خپل قام څخه وغواړي او ځان ته له هغه وروسته د ژوند حق ورکړي چې ولس یې وبښي ، نۀ داچې په شورا کې د نوروپخوا دوښمنو جنایتکارو ټوپکسالارانوسره غاړه یوه کړي او د مظلوم ملت پر ضد
ځانونو د بښولو دسیسه په تصویب ورسوي .
څه ښه یې ویلي چې : چپ او ښي افراطیون په لفاظیو کې سره بیل او په عمل کې سره یو دي !


shokoor
29.07.2007

د بحث ګډونکوونکو ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:a05645882e]که زه یو خلقی وای مابه اوس هغوی ته څه مشوره ورکړې وای[/quote:a05645882e]
که عادلانه قضاوت وشی، دا پوښتنه سم ځواب نلری. ځکه لدې پوښتنې څخه نورې پوښتنې پیدا کېږي! کوم خلقي؟ آیا دا سمه ده چې د خلقیانو له رهبرۍ څخه نیولي د هغو تر صفوفو پورې ټول په یوه تله وتلل شی؟ آیا محترم ځواکمن صاحب په فردي مسئولیت باور نلری چې داسې عامه پوښتنه مطرح کوی؟

والسلام


ايره
29.07.2007

که زه خلقۍ يا پرچمۍ يا نجيبۍ وای نودغه شيطاني او ابليسه د پردو ډال خوره بې پدره او بې مادره جهادي اوطالبي د اوه ګوني او اته ګوني اسلامي ډلو مشران مې په خوټو ځړول او ددې کوستېزنانو په نامه مې داسلام د زوال ناره ږغول .
تو لانت دي سي پر دغو د شيطانانو پر اولادو او لارويانو باندي !
تو لانت دي سي پر دغو  ټروريسټانو!


pattang
29.07.2007

[quote:d880d81e9f="ايره"]که زه خلقۍ يا پرچمۍ يا نجيبۍ وای نودغه شيطاني او ابليسه د پردو ډال خوره بې پدره او بې مادره جهادي اوطالبي د اوه ګوني او اته ګوني اسلامي ډلو دعربو مشران مې په خ وټ و ځړول او ددې ک وس ت ې ** انو په نامه مې داسلام دب د ن ا می ن اره ږ غ وله.
ت و ل انت دي سي پر تاسود شيطانانو پر اولادو او لارويانو باندي !
ت و لا ن ت دي سي پر تاسو ټروريسټانو د ع ر بو ګوډا ګ ي ا نو مفت خورو غلو او بې ن ا م و س ا نو![/quote:d880d81e9f]
له ايره (ايرې ) څخه څه شی نشي جوړېدی ،څکه چې د کار عناصر يې له منځه تللي
اوځای يې ډېران دی ٠ د يوه مضمون څلور وارې ليکل لودګي په طاقت د څلورو ده٠



29.07.2007

محترم شکور خان ، ستاسو له دې پوښتنې څخه مننه چې لیکئ :
[quote:e1dd47959b]آیا محترم ځواکمن صاحب په فردي مسئولیت باور نلری چې داسې عامه پوښتنه مطرح کوی؟ [/quote:e1dd47959b]

بوښتنه عامه ده، خو د « زه» په وییز سره چې ویل شوی ( که [color=yellow:e1dd47959b]زه [/color:e1dd47959b] خلقي وای نۀ بل څوک ) هر ځانګړی فرد ته دهغه د فردی مسولیت سره ځانګړې شوې ده او هر لوستونکی یې د خپل فردی مسولیت له مخې باید ځواب کړي .که تر ټولو دمخه دغه پوښتنه ګوندیان ځواب کړی ، ټولو ته به ډیر ه ګټوره پرېوځي .
ښاغلي ایره هیره کړې چې ټول افغان د ښکنځلو ځای نه دی ، خو د نوموړي له ښکنځلو او عصبانیت څخه داسې بریښي چې ته به وایې کوم اور غورځونکې خلقی و، اوس ایره شوی او دادی اوس یې نور د خپل عصبانیت او ښکنځلو سیلۍ هواته پورته کوي .


Ghairat
01.08.2007

داسې بریښي چې د ځواکمن صیب د دغه ډول پوښتنې د مطرح کولو موخه له یوې خوا خلق او پرچم ته د اړینو مشورو ورکول او له بلې خوا ددوی په برخه کې د خلکود قضاوت مالومول وي ! که داسې وي نو زما په اند خلقیان باید لږ تر لږه له خپلو پخوانو مشرانو څخه ځانونه وشلوي ، دکمیټّه مرکزي له پخوانو غړو سره دې د تل له پاره په مخه ښه وکړي او د ددغه ګوند تیر سیاست او ایدیالوژي دې په کلکه وغندي ! که دوی په رښتیا خلقیان وو، نو باید د خلکو دوښمنان ، قصابان، ملي خاینان او د پردیو ګوډاګیان پرې نږدي چې ددوی مشري او رهبري وکړي او نور یې هم د افغانستان د مظلو خلکو په ضد استعمال کاندي .
د خلک مشرتابه د افغانستان خلک، په تیره بیا خلقیان د رښتینې دموکراسۍ په ضد وکارول او دیکتاتوري یې رامنځته کړه . حال داچې دموکراسي تر هر چا زیاته د خلکو په ګټه ده او د خلکو قدرت له بل هر رژیم څخه په دموکراسۍ کې ریات وي !
نو ددموکراسۍ له منځه وړل، یایې مخه نیول او د هغې پر ځای دیکتاتوري رامنځته کول که څه هم هغه د خلکو په نامه دیکتاتوري وي تر بل هر چا په خلکو سخت ګوزار دی .
همدا رنګ ملتپالنه هم تر ټولو زیاته د خلکو په ګټه ده، خو د شوروي په تعبد او پرستش او ګوډاګیتوب سره د خلک او پرچم دګوند سیاسي مشرتابه د ملي خیانت اتلولي وګټله . ددوی د غندلو او محاکمه کولو وروسته بیا ګوندیان کولی شي سیاسي فعالیت له سره پیل کړي . دا کار د اروپا د کمونستي ګوندونو غړو کړی ، له پخواني مشرتابه او مرکزي کمیټې له غړو څخه څوک په نوې رهبرۍ کې نه لري او پخوانۍ ایدیالوژي او سیاست یې له لاسه ورکړی دی .
تر څو چې دغه ګام یې نه وي پورته کړی له ډیرو قانوني امتیازاتو څخه به بې برخې او له خلکو څخه ګوښه پاتې شي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more