نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په افغانستان کی دامریکا ثابت قدمي کولاي شي چی له ځانه سره ډیر بدی پایلی راوړي.
و.افغان
27.07.2007
په افغانستان کی دامریکا ثابت قدمي کولاي شي چی له ځانه سره ډیر بدی پایلی راوړي.
محترمو ورونو! که دافغانستان تاریخ ته کتنه وکړو، نو وبه ګورو چی افغانستان همیش ددوه لویو طاقتونو تر منځ ښکیل پاتۍ شوۍ، او هر دافغان حکومت مائلیدل له دغه قوتونو څخه یو قوت ته ډیر بدی نتیجي ورکړي، او افغاني تاریخ دا ثابته کړی، چی دافغانستان حیادیتوب، یا بی طرفه پاتی کیدل دهغه لپاره ډیر ګټور تمام شوي دي، دظاهر شاه څلويښت کلنه دوره يي ښه دلیل جوړیداي شي، خو کله چی دظاهر شاه حکومت سقوط وکړ، او خلقیان حاکم شول،کوم چی مستقیما له مسکو څخه رهبري کیدل، دلته حالات مخ په خرابیدو شو، امریکی هم دا حس کوله چی روسیه غواړی چی ګرمو اوبو ته ځآن ورسوي، او آن په خلیج کی دامریکی ګټو ته دپاي ټکی کیږدي.
المهم دروسيي په ضد افغان جګړه پیل شوه، چی امریکی په کی هر اړخیزه خو غیر مستقیم (غیر عسکري) پوره ونډه واخیسته، چی خلکو دغه دوره په ساړه جنګ ونوموله.
شوروي سقوط وکړ، دخلکو په فکر چی دشوروي دسقوط سره سړه جګړه پای ته ورسیدله، خو اوسني حالات دا وايي: چی سړه جګړه نه ده ختمه شوی، روسيي چی دپخواني شوروي میراث خوره ده، خپل خواره واره را غونډ کړل، او په کوښښ کی ده، چی په منطقه خپل نفوذ کی راولي، او له منځنۍ اسیا څخه دامریکی لاسونه لنډ کړي.
خو امریکا چی منځنۍ اسیا دځان لپاره یو غوښن او خورا غټ ښکار ویني، نو هغه هم غواړي چی دغه منطقه کی په دغو طبیعي زیرمو خپل غاښونه خښ کړي.
ددی لپاره امریکا افغانستان دځان لپاره یوه خورا مهمه استراتیجي او دفاعي منطقه بولي، چی کولاي شي، هلته په عسکري او نظامي اډو جوړولو سره دروسيي او دچین قوت کمزوری کړي.
پاتی دی نه وي، چی چین هم په منځنۍ اسیا کی ډير ګټی لري، او هم کوښښ کوي، چی له هغی برخمنه وي.
نو په دی حال کی به هیڅکله چین او روسیه دا ونه زغمي چی دغه لری خامار امریکا په دغو طبیعي زیرمو غاښونه ورمحکم کړي، او روسیه او چین بیخي نړیوال ډګر څخه وباسي.
ځکه خو چین او روسیه به دهر رنګ وسائلو څخه په کار اخیستنه کوښښ وکړي، چی امریکا له دغی منطقی وباسي، ولو که دغه کار هغوي یو لوي جنګ ته هم اړباسي.
ځکه نو اوس لوي خطر دی، چی روانه سړه جګړه په یوی ګرمی نړیوالی جګړی بدلــــــه شي، او مرکز ددغی جګړی به افغانستان وي، (الله دی نه کوي).
او بیا به همدافغانان له هری خوا په دغه اور کی لولپه کیږي، خو په داسی اندازه به لولپه کیږي، چی مخکیني افغان روس جنګ سره به يي مقایسه نشي کیدلاي.
اوسني روان حالات، دروسيي، چین او دامریکی تر منځ کړکیچن علایق ددی دلیل کیدلاي شي.
خو که مونږ دا هر څه له مخی لیري کړو، او ووایو چی داسی به نه کیږي، او امریکا به وکولاي شي، چی روسيي او چین ته هم په دی سړه جګړه ماتی ورکړي، نو ددی مانا داده، چی افغانستان به یو مستقل دولت نه، بلکه دامریکی یو ایالت وګڼل شي، چی تر همیشه یا تر ډیره ممکنه وخته پوری به يي دلته فوځي لويي آډي شتون ولري، او هیڅ یو افغان به دامریکی له اشاری پرته هیڅ کوم حرکت ونه کړاي شي.
نو دا زما خپل یو فکر او شننه ده، البته دسړی جګړی باره کی معلومات می دښاغلی غمخور صاحب له لیکنی څخه متأثر دي، نو تاسی په کی څه نظر لرۍ؟؟؟؟
ستاسی دنظر په انتظار.
و.افغان
27.07.2007
[quote:b211584c7f="کوشان"]دا ستا خپل فکر او شننه خو په اصل کې د پاسکال بونيفاس چې يو فرانسوی ليکوال دی ، تيوري ده .
هغه په کال 1992 د
قدرت های بزرګ در تلاش بې قدرتي
د کتاب په ليکلو ستاسي دغه پورتني مسايل هر اړخيځ څېړلي دي .
خو دا چې ستاسي پام ورته وروسته له 15 کالو شوی ، د دې ښکارندوی دی چې تۀ سوچه مسلمان يې .خو بيا هم چې دومره وخت دې پيدا کړ چې د افغانستان او د شا و خوا سياسي حالاتو په هلکه سوچ وکړې ،
[/quote:b211584c7f]
له معلومات نه دی مننه، البته کیداي شي چی زما عمر دا ایجابوله، چی زه پنځلس کاله وروسته په دی پوه شوم، ځکه چی پنځلس کاله مخکی زه په ابتدايي مکتب کی دوهم صنف کی وم، خو بیاهم ستاسی له معلوماتو مننه.