د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولې پښتانه دنورو خبرې کوي ?

pattang
26.07.2007

"ولې پښتانه دنورو خبرې کوي"
دغه عنوان ډېر کلتوري او رواني س ٠پ ٠ړ٠ښت ته ضرورت لري ، خوزه يوازې ددې
فوروم په حافظه کې ځای ورکوم او غواړم چې يو څو کرښې هم پرې و ليکم :
بيدارو او ځيرکو پښتنووروڼو!
که مونږ دفوروم د غړيواو مېلمنو ليکنې وګورونو اکسريت پښتانه طالبانو ته
بد او رد وائي ،خو له طالبانو مخکې او له طالبانو وروسته حالات يوې خواته
پرېږدي او غټه تيږه پرې ږدي٠ دغه منځنۍ حافظه د کابل ددولت، د ستمي
تاج٠ کي،هزارګي، اوزبکې پاڼو او مديائي پروپاګندې هغه جنګي اله ده چې د هغې
په واسطه دوی پښتانه او د هغوی مادي او کلتوري حقوق وژني او تر پښو ئي لاندې
کوي ٠ يوه ډېره زړه سترا تېږي د غيرې پښتون داده چې د خپلې پروپاګندې په زور
کوم ظلم چې په پښتنو شوې وي هغه پټوي او له خپل ډېر کوچني شي څخه چې دوی
په خپلو منځو کې يوله بل سره کړی وي ،غټ شی جوړوي او په پښتنو يې ورتپي ٠
دمسال په ډول :
دمالک او هزارګانو(حزب وحدت ) جنايت چې 8000 زره طالبان يې بېله کومې
محکمې په دشتې لېلې کې ژوندي خښ کړل هيڅ نه مني ، په ځای ددې ديکولنګ
دجنګ مړي چې د مسعود د طرفداران له خوا شوي دي په طالبانو ور اړوي ( له ځائي
خلکو پوښتنې شوي) ٠ او هلته  يو سورۍ چې په هغه کې د يوه مړي کوپړی
مالوميږي او هويت يې هيڅ مالوم ندی په هره پاڼه او جريدو کې د genocide په نوم
په طالبانو ور تپي٠
يوبل مسال يې دادی :
چې پښتانه هغه دغيرې پښتنو خبرې ، چې په افغانستان کې يواځې ISI لاس لري
شپه او ورځ تکراره وي ، خو هغه نور خلک چې له ISI نه هم غټ لا سونه
په افغانستان کې ئي له اوله ځخه  نه تر اخره پورې لرل هېڅ نه يادوي ٠
چې مسالونه يې : FSB ،MOIS / VEVAK, MIT,MOSSAD, CIA
په داسې ستراتيږي کښې غيرې پښتانه ډېر موفق هم دي٠
نو سوال دادی چې پښتانه ولې منځنۍ حافظه لري چې د نورو له خوا څخه
ډکيږي او تمرينيږي?
پښتون پښتو وايې خو دوی د نه پښتني کلتور په غيږ کې لوی شوي دي او ياپه
کلتوري موبنګ باندې ککړ دي٠ نوله دې کبله خپلې کلتوري ريښې يې
بې ودې،سستې دي او دطفيلي افکارو په ريښو کې بندپاته دي٠ 

ژوندي د وي د پښتنو جنګيالي٠


موضوع

و.افغان
27.07.2007

ډیر محترم، او دلوړ قدر مشر ورور پتنګ صاحب!
السلام علیکم

محترما له هغو پښتون دښمنه پښتنو به څه ګیله وکړو، چی ځینو يي دڅو روبلو په خاطر ټول ژوند کرملین لپاره تسخیر کړی وي، ځینو يي دڅو ډالرو په خاطر ټوله زندګي سپینی ماڼۍ لپاره تسخیر کړی وي، ځینو يي دڅو کلدارو لپاره خپل ځان دآی اس آي لپاره وقف کړی وي، او ځینو نورو يي دڅو ایراني تومانو لپاره خپل وجود په ډیر اخلاص سپاه لپاره ځانګړی کړی وي.
دا خو لا څه کوي، چی ځینی نورو بی غیرتو يي دیو څو مارکو لپاره خپل دین هم بدل کړ، او خپل افغانی کلتور، او د غیرت جیګه پلارنۍ پګړۍ يي دلمانځنی لپاره دښکیلاګرو، یرغلګرو او بد مرغه دښمنانو په پښو کی وغوړوله..
خپل او عزت يي ډیر په اسانه، او ډیر په ارزانه خر څ کړ.

دغه پښتانه نه دي، او نه يي خټه پښتنه ده، او نه داسلام په هډۍ ورغلی.

مــــــــرګ او لـــــعـنت دی وي په داسی بی ایمانه بی غیرتو.

ورور مو: ساپی


موضوع

و.افغان
27.07.2007

[quote:0bbd39b89d="کوشان"]ريښتيا وايې ښاغلی وهاج

زمونږ دين خو زردوشتيت وو ، او دا چې تا هغو خلګو ته چې خپل دين او کلتور يې د تروريزم د پاره بدل کړ د بېغيرت خطاب کړی ، سل په سلو کې يې درسره منم .

.[/quote:0bbd39b89d]

خبره په دی کی وه، چی هغه څوک می غندلي، چی دپيسو اوناچیزي دنیا لپاره له خپل دین، اوکلتور څخه تیریږي.
خو افغانان چی مسلمانان شوي دي، دپيسو لپاره نه، بلکه اسلام دحقانیت دین دي، او که نه نو په افغانانو يي منل ناشوني وو،

صحي ده، چی داسلام جنګیالیو داسلام لپاره له قربانۍ ډکه، او ډیر په میړانه جګړه کوله،

خو که له دی سره دغه دین کی حقانیت موجود نه وي، نو بیا هم دی دین نه شو کولاي چی خلک په زوره په ځان را مات کړي.

خو ته دا راته ووایه، چی له زردشتیت څخه مخکی دافغانانو دین څه وو، ځکه چی زردشت خو دومره لیري نه دی تیر شوی، او پښتانه خو اووه زره کلن تاریخ لري، نو دافغانانو دین له زره دشتیت څخه مخکی څه وو؟؟

تکړه کوشانه او هغه دین راپیدا کړه، او دهماغه دین معتقد شه؟؟ :lol:

البته اعتقاد پداسی طریقه منځ ته نه راځي، په کومه طریقه يي چی ته فکر کوی.


ايره
29.07.2007

ګوره پتنګه ته هم د پښتون او عربي مسلمان په حيث لوی خن ځېر او ل عين شي طوان ئې . تاسو کومه توره کړېده چې پښتان در سره يو ځای شي ؟ ته خو هم لوی خو ټ ه مار ئې !


درويش
30.07.2007

پتنګه ټول پښتانه په طالبانو بد وايي
دغه ټول پښتانه په مسعود، دوستم او حزب وحدت هم بد وايي
خو په طالبانو يې زيات ځکه وايي چې مسعود، دوستم او حزب وحدت
که په پښتنو ظلم کړى دى نو خپلو خلکو ته يې کارونه کړي دي نو خپل خلک يې
اوس ورته بد نه وايي
خو طالبانو تل خپلو خلکو ته زيان رسولى دى
دوى خپل خلک وژلي، ترور کړي او ذبح کړي دي
دوى د خپلو خلکو د ماشومانو مکتبونه سوځولي او په ماينونو الوځولي دي
دوى ځانمرګي بريدونه او چاودنې د پښتنو په سيمو کې کړې دي
چې زياتره مرګ ژوبله يې پښتنو ته رسېدلې ده
او دوى چې کوم ((جهاد)) کړى دى د هغې په عکس العمل کې
د شويو بمباريو له امله هم زيان پښتنو ته رسېدلى دى
نو طالبان د پښتنو لپاره هسې يو د عذاب او مصيبت نوم يا ګوډى دى
پښتانه ځکه ترېنه کرکه او نفرت کوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more