د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتانه بايد دنوي اساسي قانون په وړاندي څه وکړي


ليلماـ الفت
30.10.2003

درنو وړونو اوخوندوسلامتيا دي وي پرتاسي !
داساسي قانون په مسويده (وړاندليکنه)کي ددولت په څلرمه ماده کښي يواځي ليکل سويدي چه:
(((((([color=yellow:b181f6658b]ماده چهارم : ازجمله زبانهای افغانستان پشتو و دری زبانهای رسمی ميباشند[/color:b181f6658b] .)))))اوبس نو زما پښتنو وړونو او خوندو ايا دا به په قانون کي دډيرکيو(پښتنو) او پښتو ژبي سره ظلم او تيرئ نه وي ؟ اوبل
[color=red:b181f6658b]په اساسي قانون مي ملي ژبه اساسي لانجه ده [/color:b181f6658b]ـ خو په قانون کښي دې مادې ته ځای هم نه دئ ورکړل سوئ ـ
نو اصلاٌ سوال دغه دئ _______________________
[color=white:b181f6658b]چه موږ پښتانه بايد داساسي قانون په وړاندي د خپل اوخپلي ژبي دحقوقو دګټلو لپاره څه وکړو ؟ [/color:b181f6658b]
ستاسي دنظر ورکولو په هيله او اميد ــــــــــ ستاسي پښتنه خور ليلما الفت


N
30.10.2003

ګرانې خور لېلوماألفت !
ترسلامونو اونېکوهېلو څخه وروسته تاسوته ددي مهمې خبري دراپورته کولو له کبله
دزړه له کومې مبارکې واېم. راسۍ لومړۍ به ېې له ځانه راپېل کړو. له نېکه مرغه
دأفغان ملت ګوند پدي نظردئ چې پښتوهم باېد دګنګېانو ژبه نه وي بلکې هغې ته په
ملې اورسمې ډول دپه کارأچولو زمېنه برابره شې. له بده مرغه چاچې به داخبره خوﻻپر-
ېږده ان پخپله مورنۍ ژبه پښتوخبري پېل کړي نوسمدﻻسه به دتنګ نظره اولوي
غوښتونکې ټاپه به ترهرچا دمخه خپله پښتنوورباندي ولګوله.نه ښاېې په خپله مورنې
ژبه او ېا خپل قوم اوټبرباندي وشرمېږو. پدي اړوند زه هېله لرم چې پښتانه دملګرو
ملتو په مرسته دداډول دوه ژبو هېوادو وتجربوته پاملرنه وکړي. زماپه اند خبره په پاي
کښې دوګړو وشمېر ته راځې . موږباېدودي کارته چمتو واوسواودپښتنو په تذکروکې
تاجک لېکل دملګروملتو سره په کلکه وڅېړو.
راځۍ چې دکېڼ اوښې افراط ﻻسونه چې قوم ېې دسېاسې اېډېالوژۍ قربانې کړېدۍ ,
لنډ کړو , پښتانه چې هرچېري اوپه هره عقېده وي پښتانه وبلل سې , دپښنې ضد
شمالې ټلوالې څخه را بېل سې او په ګډه دنړېوال دود سره سم خپل حقوق وغواړو.
داکار باېدروښان اندي پښتانه پرخپله غاړه واخلې.په راتلونکې لوېه جرګه کې پښتانه
په کلکه خپل درېځ ښکاره بېان کړي اودپښتو ملې ګڼل وغواړي . په مېنه اودرنښت.


انځورګر
03.11.2003

ګرانو پښتنو پتمونو خوندو نيلو او ليلو سلامونه !



ليلماـ الفت
04.11.2003

د اساسي قانون په نامه د يوې مسودې جوړېدنه؟؟!:

تېره ورځ د کابل ارګ په حرم بڼ کې د اساسي قانون مسوده، د پوهاند نعمت الله شهراني له خوا په رسمي ډول د ملت بابا محمد ظاهر ته وسپارل شوه.
هسې خو دا مسوده څو مياشتې وړاندې د ايرانيانو په ويبپاڼو کې ايښوول شوې وه او يوه کاپي يې بهر ته هم وړل شوې وه، چې د خلکو ورته پام و. خو له بده مرغه چې د ولس پر خوله د ټوپک لاسونه ايښوول شوي وو، د کميسيون غړو هم يوازې د ډالرو لپاره دې کار ته مخه کړه، ګڼې د لېوال په څېر ځوانان چې نه ملي مفکوره لري، نه ملي نظريه، څه حق لري، چې له کومې پوهې او تجربې پرته د مطبوعاتو مشري کوي.
د اساسي قانون د مسودې د سپارنې په غونډه کې جهادي مشران هم راغلي وو او وياند وويل چې د اساسي قانون د مسودې په ليکنه کې د هغو نظرونه هم غوښتل شوي. موږ د کميسيون له غړو څخه دا پوښتو:
هغه قانون چې د قاتلانو په وينو سرو لاسونو ته زيندۍ نه شي اچولای او د قانون په جوړنه کې هماغه لاسونه رادننه کوي، د چا لپاره جوړېږي؟
ايا د يونيم مليون شهيدانو قاتلين به د قانون په منګولو کې ښکېل شي؟
دا قانون به د چا لپاره وي؟
موږ د دې قانون له جوړوونکو څخه په ډېر درنښت هيله لرو، چې دا وخت د قانون جوړونې نه دی، هسې خو هم ملي ژبه لس چنده وځپل شوه، تاسې ولې دغه خواره ژبه نوره هم ځپئ، ملت رښتينی قانون غواړي، نه د لنډه غرو له خوا جوړې شوې کرښې!!
په کابل کې افغان ځوانان
څمره ښه ئې ليکلي دي زه ئې هم تائيده وم


انځورګر
06.11.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !



ليلماـ الفت
06.11.2003

ريشتيا هم ډير په زړه پوري خبره وه ښاغلئ هادي وروره!
پښتو د افغانستان دښارګ مثال لري که په اساسي قانون کي ملي حق ورنه کړل سي نو عواقيب به ئې په ريشتيا هم ډير ترخه وي پښتانه بايد سر د اوسه څه خپل ږغونه پورته کړي او په دې اړه دغه قانون جوړونکو ته داسي سبق ورکي چه بيا په قانون جوړونه کي داسي جرائت ونه کړي که چيري د قانون په اړه هم داسي خبري تودې وې لکه په دا دوو ورځو کي نو هڅکله به دوئ د پښتو ژبه تر پښو لاندي نه کړي .......په درنښت
ستاسي کشره خور ليلما الفت


N
08.11.2003

ډېري ګرانې خور لېلوما ألفت!
زه ستاسو په اجازه ېووړاندېز لرم اوهغه داچې راسۍ ټول مېنه وال دافغانستان د
اساسې قانون دتسوېد کمېسون اوپه ځانګړي ډول وښاغلې موسې معروفې ته دسر-
خلاصو لېکونو, برېښنالېکونو, فاکسونواوتلفونونوپه لېږلو سره دهغوي پاملرنه ودي
خبري ته چې پښتو دي دملې ژبې په توګه وبلل سې, راوګرځوو.
ستاسو اونورو منلو لوستونکو په اند, داڅنګه کاردۍ.؟
په مېنه اودرنښت.


انځورګر
08.11.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !


نقاد
11.11.2003

[color=blue:233031b5d7]
دروند هادي صاحب او منلې خور ليلما الفت او ټولو درنولوستونکوته سلام او نېکې هيلې!
نظر او وړانديزونه ارزښتوم ، او زياتوم : څوک چې ددې ﻻنجې له پاره د کومو مهمو ملي او نړيوالو ساږمانونو او موسسو پستي ادرسونه ، د بريښناليک پتې ، فکس او فون لمبرې لري او يايې ﻻسته راوړلی شي هغه دې دلته په دبيل رليک ﻻندې نشر کړي څو ټول لوستونکې يې ولري او بيا ترې د يوې ګډ ې پتينې (تصميم) څخه وروسته ټول په يوه څل سره کار واخلي .
په عملي برخه کې زه هم يو وړانديز لرم : درنو ورونو او خويندو، مونږ چې هرڅه د وطن له پاره کوو، باد پخپله
له هيواد څخه يې سرچينه نيولي وي ، او هلته د يوې کورنۍ مطالبې ، يوه غږ او اپيل او يا غورڅنګ په توګه وجود ولري او يا رامنځته شي ، نو هله بايد له هيواد څخه بهر افغانان د هغهﻻ ملاتړ ته ور دانګي ، نه برعکس ، چې په مشکوک ډول په بهر کې رامنځته شي و بيا په هيواد کې دننه په خلکو يا تحميل شي او يا هم ترې مرستي وغواړي . زما وړانديز دادی چې دافغانستان خلک دي ته راوبو لو چې د لويې جرګې له پاره په ټاکنو کې وکيلانو ته تر هغې پورې يوه رايه همورنکړي ،تر څو چې يې د ملي ژبې پښتو له پاره د بشپړې مبارزې هوډ نه وي کړی . وکيلان بايد د کانديد کيدو په وخت کې د پښتو د ملي کيدلو له پاره ﻻريونونه تنظيم اواحتجاجي مارشونه په ﻻر واچوي ، له انتخابيدلو وروسته سراسري مظاهرې وکړي ، او بيا په هغه ورڅ چې دلويې جرګې له خوا د ژبو مسئله په لويه جرګه کې مطرح کيږې پ ټولو پښتنو او پښتو غوښتونکو اولسواليوکې يوه متحده مظاهره په يو ځل سره په ټول افغانستان کې ترسره کړي څو لويه جرګه ددغو ﻻريونونو تر فشار ﻻندې ددغه پښتو آو پښتون ضد ملي فساد مخه ونيسې . ددې له پاره د هيواد دننه ملي شخصيتونو او ځلميانو سره تماس نيول ضروري بريښي . دا تماس نيول څه ډول تنظيميدای او نيول کيدای شي ؟ والسلام [/color:233031b5d7]


م ن غروال
12.11.2003

درنو او معزوز او پتمنو خويندو او وروڼو نېکې هيلې ومنئ٠
پدې هکله زه چه ﻻ تر اوسه پدې پاڼه کي ګورم پتمنه خور الفت ښاغلۍ هادي ورور د نورور په پرتله توجه ډېره لري،ښاغلۍ ثناخيل په پښتو مين ځوان دې، اما نه پوهيږم چه ښاغلۍ ورورمې ولې او چېرته ورپسې ورک دې، خدای ج د وکړي چه روغ رمټ وي٠ د پتمنې خور الفت څخه بيا هم ډېره مننه چه دا موضوع يې بيا را وسپړله٠ ټول دپښتو ژبې ملي والۍ په اساسي قانون کي غواړو، خو اوس چه ﻻناوخته ندې څه وکړو چه چه ددغه ملي خيانت مخه ونيسو٠ په هېواد کی پښتانه حکومتي لوړ چارواکي او سياست پوهان او حقوق الدول پوهان شته، زه تعجب کوم دوئ ولې چپه خوله دي؟ تېره اونۍ بي بي سي ته د اساسي قانون د نيمګړتيا او کمښت په ځواب کي ښاغلي حبيب الله رفيع د پښتو ژبې د مليتوب په هکله اصلا ياده هم ونکړه٠ خدای ج شته چه د زړه له کومې خپه شوم٠
خير اوس څه وکړو؟ پدې هکله ښاغلي پاڅونوال ورور اساسي ترينه ديمکراته او علمي ﻻره غوره کړې او وړانديز يې کړئ دی٠ چه بايد ټول پښتانه وکيلان په کډه او يو غږ د پښتو ژبې يوازې رسمي کېدو سره په ټينګه مخالفت وکړي او د پښتو ژبې د ملي والې غوښتنه وکړي٠ زه هم پوره موافقت ورسره لرم او اصول او عقل هم همداسې حکم کوي٠ چه رايې وګټل شي او د ٤ مې مادې مخالف اﻻرأ ډيره ييز شي ديموکراتيک اصل همدا دې چه پښتو ژبه ملي او رسمي ژبه٠ قانون جوړونکي او حکومتي لوړ چارواکي له مونږه ډېر ښه پدې پو هيږي چه پښتو ژبه ولې بايد ملي شي٠ پدې هکله چه ولې پښتو ژبه بايد ملي شي ما يوه وړه غوندې لېکنه د ټول افغان مقالو په پاڼه کی ليکلې ده چه افغان په خټه او نصب او اصليت پښتون دی٠ دا يوازې د ډېرکيو خبره هم نده ، يعنې که چه نور قومونه له پښتنو ډېر هم شي، نو د پښتو ژبې خپل مليتوب اصليت له ﻻسه ورکړ، نه او هيڅ کله ،
[color=red:bccb3c7c51]ترڅو چه يو افغان وي تل به افغانستان وي٠ [/color:bccb3c7c51]
ما خو بي بي سي ته هم زنګ ووهلو او په ښکاره مې وويل چه افغان٠٠٠ ستان دی يعنی د افغان ټاټوبۍ٠ اوملي او افغاني ژبه پښتو ځکه بايد وي٠ له دغه تاريخي ملي هويت سترګې پټول ملي خيانت او دافغان ورکېدل دي٠ دا نور قومونه بېشکه چه افغان دي، اما په تبعه، نه په قوم او نه په خټه٠ په تذکره کی بايد پښتون ته، پښتون نه، بلکه بايد افغان وليکلئ شي٠ ځکه پښتون او افغان او پټهان درې مختلفې نامې يوه واحد قوم ته کارول شوي دي او په تاريخ کی ثبت دي ٠
دا وړانديز زه هم غواړم عرض کړم، هغه دا چه د افغان ملت ګوند چه اوس هم په حکومت کی لوړې څوکئ لري او هم اکثره پښتانه دي بايد دغه افغاني اصليت ته پاملرنه وکړي٠ د دوئ استازو له ﻻرو، هر بهرني هېواد کی که نه وي نو په اکثره ګڼ شمېرو افغاني مهاجرينو هېوادو کی شته ، خپلې لېکنې او غږ بايد د هېواد مسئولينو ته او وکيلانو ته او نورو پښتنو چارواکو او پو هانو ته ورسوؤ چه جدي پاملرنه وکړي او د يوه مسلم حق په بنسټ ملي ژبه، افغاني ژبه يا پښتو ونومول شي٠ تر څو دا نارواه ٤ مه ماده تغير ومومي٠ په درناوې

[color=blue:bccb3c7c51]دپښتو دمليتوب په هيله [/color:bccb3c7c51]


پښتانه به سترګې پټې اومړۍ غوټې کړي


مجيب انګار
20.11.2003

خورې!که رښتيا راباندې وايي نو غوږ شه!
......................
فخر افغانه جينکۍ به دې ګټينه


م ن غروال
20.11.2003

ګرانه انګاره وروره سلامونه
له تا لکه چه پوره نشوه چه جنکۍ به ئې ساتي، يو، دوهم داهم معلومه نشوه چه دا خور ده څوک ؟ او له ټولو مهمه له چا او څرنګه اود کومو سياسي اقتصادي او اسلامي اصولو پر بنسټ؟ غر خو خو چه هر څومره لوړ وي بيا هم پر سر يې ﻻره وي، خوتا د ﻻرې څه ندي ويلي؟ که مهرباني وکړي پدې هکله رڼا واچوې چه مونږه هم پرې پوه شو٠ په مينه


غروال وروره دسلامونوپه پنډوسکودې ولم٠


مجيب انګار
22.11.2003

غروال وروره دسلامونوپه پنډوسکودې ولم٠
ماځکه ويلي ؤ چې٠٠٠جينکۍ به دې ګټينه٠٠٠چې ښاغلی کرزی صيب يودروندپښتون اوديوه ريښتوني پښتون بچی دی څه يي وکړل؟ دشمال ټلواې ٣٦٠تنوته بې علمه کسانوته يي دجنرالۍ نه لوړې پوځي رتبې ورکړې.
٢-؟؟؟؟؟ته يي دملي اتل (لقب)ورکړ
٣-؟؟؟ته يي دمارشالۍرتبه ورډالۍ کړه٠٠٠٠کرزي چې دغسې په پټوسترګو مهربانۍ کولې دکابينې پښتنووزيرانو خپله افغاني اوايماني دنده څومره ترسره کړه؟کوم پښتون وزير،قامي مشر او٠٠٠غږپورته کړ؟
همدومره بس ده٠٠٠


N
12.12.2003

د**پښتانه باېد داساسې.......**درنولوستونکو ته سلامونه .
دادئ داساسې قانون لوېې جرګې دپرانستلو وخت هم راورسېدئ. پدي هکله
ېوځغلنده نظر :
١_دلوېې جرګې أستازي :پداسې حال کې چې ټوپک وال په ټول هېوادکې واکمن
دي نوګرانه خبره ده چې هغوي دي دخلکو رېښتېنې استازي وګڼل سې.دښځوپرضد
خوپه ښکاره زور اوټوپک کارول کېږي. په ننګرهارکې ټوپکمار حضرت علې دښځو
دوېرولو څخه پښېمانه نه ښکاري, دۍ واېې : ښځې باېد کورته کښېنې.په نورو سيمو
کې حالت تردي هم غم لړلۍ دئ.
٢-ټولواکه ولسمشر ېاغښتلۍ پا رلمان دلومړي وزېر سره ؟: ښاغلۍ کرزئ , دهغه
پلوېان اودنظارشورامشرښاغلۍ فهېم , دغښتلې ولسمشر پلوي کوي, واېې چې
دهمدي موخې لپاره ښاغلۍ ولې مسعود وأفغانستان ته ستون سوېدئ.خونور او
هم دنظارشورا بل غړۍ ښاغلۍ قانونې ددوهمې خبري پلوي کوي.
ويل کېږي چې دملت بابا هم دپارلمانې ډېموکراسئ پلوۍ دئ اودکرزي سره ېې
اړيکې خړي پړي سوېدي.
٣-دملې ژبې , ملې سروود, اسلامې جمهورېت, دښځو درول په هکله هم دأستازو
ترمنځ دنظر ېووالۍ نسته .ځنې أستازي په لويه جرګه کښې دښځو شته والۍ ېوا-
زي دبهرنې فشار پايله بولې اوواېې چې ښځې په جرګه اوسېاست څه پوهېږي؟.
دهغوي ځاي کوردئ.
٤-دنظارشورا غواړي چې دمسعودنوم هم لکه دبابا په څېر په أساسې قانون کې
دملې اتل په څېر, ځاي سې .
زموږپښتانه په څه اخته دي؟ ستاسو دلېکنو په هيله.
په درناوي


نقاد
17.12.2003

[quote:bf3e754493="Nelly"]د**پښتانه باېد داساسې.......**درنولوستونکو ته سلامونه .
دادئ داساسې قانون لوېې جرګې دپرانستلو وخت هم راورسېدئ. پدي هکله
ېوځغلنده نظر :
١_دلوېې جرګې أستازي :پداسې حال کې چې ټوپک وال په ټول هېوادکې واکمن
دي نوګرانه خبره ده چې هغوي دي دخلکو رېښتېنې استازي وګڼل سې.دښځوپرضد
خوپه ښکاره زور اوټوپک کارول کېږي. په ننګرهارکې ټوپکمار حضرت علې دښځو
دوېرولو څخه پښېمانه نه ښکاري, دۍ واېې : ښځې باېد کورته کښېنې.په نورو سيمو
کې حالت تردي هم غم لړلۍ دئ.

٢-ټولواکه ولسمشر ېاغښتلۍ پا رلمان دلومړي وزېر سره ؟: ښاغلۍ کرزئ , دهغه
پلوېان اودنظارشورامشرښاغلۍ فهېم , دغښتلې ولسمشر پلوي کوي, واېې چې
دهمدي موخې لپاره ښاغلۍ ولې مسعود وأفغانستان ته ستون سوېدئ.خونور او
هم دنظارشورا بل غړۍ ښاغلۍ قانونې ددوهمې خبري پلوي کوي.
ويل کېږي چې دملت بابا هم دپارلمانې ډېموکراسئ پلوۍ دئ اودکرزي سره ېې
اړيکې خړي پړي سوېدي.
٣-دملې ژبې , ملې سروود, اسلامې جمهورېت, دښځو درول په هکله هم دأستازو
ترمنځ دنظر ېووالۍ نسته .ځنې أستازي په لويه جرګه کښې دښځو شته والۍ ېوا-
زي دبهرنې فشار پايله بولې اوواېې چې ښځې په جرګه اوسېاست څه پوهېږي؟.
دهغوي ځاي کوردئ.
٤-دنظارشورا غواړي چې دمسعودنوم هم لکه دبابا په څېر په أساسې قانون کې
دملې اتل په څېر, ځاي سې .
زموږپښتانه په څه اخته دي؟ ستاسو دلېکنو په هيله.
په درناوي[/quote:bf3e754493]

نيلو جان ته سلامونه او نيکې هيلې !
خورکۍ ډير خوښيږم چې ستاسې ليکنې وينم ، کوانده ونډه مو راته ډيره د قدر وړ ده ، څومره به ښه وای چې
ټولې پښتنې خويندې په سياسي مسائلو کې په دې کچ او ﻻ ډيره مينه ښودلای ، د ښځو حقوق دغسې کواندتيا
غواړي . زه دا سمه نه بولم چې ښځې دې يواځې د ښځو استازي توب وکړي ، بلکې د نارينه و پهاسنازيتوب کې دې هم سيالي وکړي حو د ټولنې د برابر او مساوي غړي په توګه يې له نارينه و سره توپير له منځه ﻻړشي . اوس به راشم ستاسو پوښتنو ته ، همدا اوس د لويې جرګې څلورمه ورځ او دنن ورځې د بهير خبرونه يې ﻻ ﻻسته نه دي راغلي ، خو د لومړۍ ورځې په خلاف د ددوهمې او دريمې ورځې بهير رغنده او هيلمن کوونکی برېښيده ، کار د کار ګروپونوته سپارل شوی وګورو چې نن به هلته څه نتيجې رامنځته شي .
داچې فهيم او ولي مسعود هم د رياستي جمهوريت پلوی کوي ، راته ټاکټيکي او په دوه اشخاصو محدوده بريښي ، په داسې حال کې چې پلويان به يې د پټو رايو ملاتړ د پارلماني جمهوريت سره لري . با با خبره ځکه وزن نه لري چې ولې يې په خپله دوره کې د صدراعظم يا حکومت د ټاکنې واک پارلمان ته نه ورکاوه ؟ دغه راز مسعود
که د خپل شکمن رول سره سره زيات ونازول او و ارزول شي ، نو نور ډيرې تورې کرغيړنې تاريخي څيرې به هم دځان سره پر صابون پاکې او سپينې وځلوي ، سبابه ببرک کارمل هم د خلقيانو او امينيانو له منګلو څخه د هيواد
دازادلو د قهرمان او ملت د بابا په توګه راته ونمانځل شي (!) ، بچۀ سقاو خو ﻻ څکی څکی ـ
او هغه څوک چې د ښځينه استازو شته والیپه لويه جرګه کې د بهرني فشار نتيجه بولي ، ايا دا دځان له پاره شرم او خجالت نه بولي ؟ اخر به د شهادت کلمه هم په دوی باندې خارجيان وايي ، افغانيت به هم په بهرني فشار زده کوي او وطن ته به هم د بهرنيانو له ويرې وطن وايي ؟ دوی پخپله نو د څه له پاره او په کوم بنسټ د انسانيت دعوا کوﻻی شي ؟ يو مجرب متل وايي : د ښځو دريځ په ټولنه کې ، د ټولنې دريځ د تاريخ په پړاوونو کې په ګوته کوي ، نو دوی په دې خبرو خپل ځان ته ګوته نيسي چې د تاريخ څومره وروسته پاتې ، پاتې شوني دي او دغسې چې له سکندر څخه نيولې تر نن پورې چې امريکايانو په مخه کړي دي ، د زمانې د هر قدرت د ﻻسه به د نيزوړو په څير د هرپردي سيلاب په څپو کې لاهو وړل کيږي ، ځکه چې د معنويت او مدنيت له ځواک څخه بي ځواکه او بې برخې دي . لوی خدای دې پرې ورحميږي او الله (ج) دې مونږ ټولو ته ايمان رانصيب او د نيکۍ ، ملي اتحاد ، ترقۍ، مساوات او بې فساده ديموکراسۍ هدايت وکړي . امين ثم امين .


N
11.01.2004

ومنلو دوستانوته سلامونه اوښې چاري !
داساسې قانون لوېې جرګې دادئ خپل کار پاي ته ورساوه او پښتو هم دملې ژبې په
توګه ونه منل سوه.
ولې؟ راسئ لږڅه به شاته وګرځواود١٣٨١ کال بېړنئ لوېې جرګې ته به ځېرسو.هغه
وخت چې دهېواد دننه اوبهر پرپښتنو باندي دخپل ړانده سېاست چلولو له کبله دترهګر
توره ټاپه لګول سوې وه, نوهغه لوېه جرګه هم پخپل وارسره دپښتنو پرضد وکارول سوه.
دجرګې جوړونکې شمالې ټلواله وه چې له بده مرغه زموږېوشمېر پښتانه لکه ارواښاد
حاجې قدېر اوښاغلۍ سېاف هم له هغوي سره مل وه. دټولو وﻻيتو څخه چې څوک را-
غلې وه نوموټران ېې ددوهمې سقاوۍ په جنډي اودمسعود عکسونوباندي پوښل سوي
وه, ېوازي ېو موټر دکندهارڅخه په ملې جنډي ښکلۍ اودچا عکس ېې پرمخ نه ؤ لګولئ.
دجرګې په تاﻻر کې دمسعود غټ عکس ځوړند وو چې دغونډي دچاپېر ېال ترجمانې
ېې کوله.
دغونډي پيل ددوهمې سقاوئ په ملې سرودسره چې ېوپښتو تورئ ېې نه درلود, وسو.
هرچا اوهرځاي پښتنوته سپکې خبري کولې, لنډه دا چې کاڼې او بوټې هم دپښتنوپرضد
راوﻻړسوي وه.
نن که ترنوو خبرو ګامرا واړوو او ملې ژبې اوسرودته پام وکړو نولږترلږه ملې سرود خو
خپلې مورنئ غېږي ته راستون سو. پښتنوته چا ترهګرنه وېل اودوي هم دهېواد دلوړو
ګټو ساتلو , پخلاېنې اوهم نړېوالو هڅو ته ددرناوې په څرګندولو سره , ېوګام وخپلو
سېاﻻنو ته رامخکې سول.
که پخپلو کې ېووالۍ سره وساتو نوهغه ورځ هم لېري نده چې پښتو به هم ملې ژبه وبلل
سې اوداارمان به هم ترسره سې.
أېا موږ بله شونې ﻻره هم درلوده؟
په درناوي.


م ن غروال
11.01.2004

څومره ښاسته مو ويلي دي چه بايد د يووالي ﻻسونه سره ورکړو٠
هو درنې او عزتمنې خورې د سلامونو او نېکو هيلو په بدرګه ستاسو د اند په کامل تأېد غواړم وليکم چه د خپلې افغاني اصيلي او دهېواد د ملي ژبې لپاره خپل زيار ته نور هم چټکتيا ورکړو چه راتلونکي اساس قانون کي د ملي کلمه له پښتو سره مل او رسميات ومومي٠ اوس د وطن د سولې د نه زيانمن کېدو په غرض دا بزرګواري د پښتنو وکيلانو او د پښتنو لوړو سياسي چارواکو لخوا شوېده٠ دا ښه شوه چه جوته شوه چه اوس هم ﻻ دتوپک حکمروائې ده چه امنيت ورڅخه هره لحظه کي متضرره کيدائ شي٠ دتوپک په نه درلودو به د خپلو کورنيو جګړو او د ملي شتمنيو چور او چپاول او دزرګونو بې ګناه افغان ولس د وژلو ځواب هم وايي٠


ﻻس غوټه مو خولې ته راغله

ډاکتر وطنمل
12.01.2004

درنو لوستونکو ، د نيلو تبصره په زړه پورې ده او د پښتنو يوه نسبي او په ډېر زيار ايله ممکن بري ته نغوته کوي چې په شتو شرايطوکې تر دې زيات ښايي نورڅه ممکن نه وو . خو زه به د بشپړوالي له پاره همدومره پرې زياته کړم چې ښايي زمونږ پښتنو استازي بيا هم (( د جګړې ډګرګټه ، خو د سياست بايله)) په روحيه کې ښکيل پاتې شوي وي : داچې شرايط لا خراب وو او مقاومت زيات ؤ، دا يوه خبره ده ، خو تردې ﻻ زياته برحق پوښتنه دا ده چې ايا پښتنو استازو هر څه وکړل ؟، هر څه ته پېشبين وو؟، هر ې ممکنې ستونځې ته يې د حل طرحه لرله؟، د پښتو ژبې مليتوب يې د شتراتيژک هدف په توګه ټاکلی ؤ؟، او اړونده ټاکټيکونه يې په نظر کې لرل؟، او په دې پوهيدل چې د پښتو د مليتوب مخه نيول د مخالفينو له پاره له پخوا څخه يو شتراتيژيک هدف دی ، نه ټاکټيکي ؟ او دا چې ولې او څنګه دوی د پښتو د مخنيوي له ﻻرې د پښتنو سياسي مخنيوی، ګوښه کول او ښکيلول غواړي او د افغان ملت ملي صبغه په دې ډول له پښتنو څخه يا دري او دريوالو ته ليږدول او يا هم له بنسټ څخه له منځه وړل غواړي . که داسې نه وای ، بيا د پښتو د مليتوب دوی ته څه زيان درلوده چې دومره شديد مقاومت يې د هغې پر ضد کاوه چې ګواکې لويه جرګه يې هم پرې ناکاموله ؟ د پښتو ملي توب خو يواځي د فارسي په څېر د پښتو د درسميت د تعميمولو خوندي کول ؤ چې تر اوسه پورې نه دي شوي ، نو يواځې د يوې رسمي ژبې په توګه به يې په راتلونکې کې غير پښتانه نه زده کړي او نه به يې په خپلو سيمو کې تعميم ته پريږدي . که د پښتو سره دا جفا کار د ١٣٤٣ کال په اساسي قانون کې د پښتو د ملي توب سره سره هم شوې ده ، نو اوس به له ملي توب پرته ولې او څنګه ورسره نه کيږي ، ولی هغه وخت ﻻ اقل د ملي توب په نامه د پښتو د تعميم غوښتنه کيدای شوه ، اوس خو دپښتنو استازو د ابد لابد له پاره د خپل قام خوله هم وتړله او په اصطلاح د يوه مجهول ملي وحدت په بيځايه بهانه د ملي غوښتنو څخه تير شول او د خپل مؤکل(انتاخبوونکي) اولس په وړاندې د (( عذر بدتر از ګناه )) سره ستانه شول . اوس به وګورو چې په غير پښتنو سيمو کې به لومړني، متوسط او عالي تعليمات يا تر يوه ځايه په سيمه ييزو ژبو او بيا په دري وي او پښتو به د ملنډوله پاره د يو درسي مضمون په نامه هم موجوده وي او بس . په دی ډول به د ملي او رسمي ژبې ځای دري ونيسي او پښتو به د پښتنو په سيمه ييزه رسمي ژبه د ازبکي، ترکمني، پشه يي ، نورستاني او بلوچي سره برابر ه شي . بيا به پښتانه ځانونه په موقتي ملي سرود تسکينوي ؟ که څنګه؟ ايا په دې صورت کې به په تيره لويه جرګه کې دغه د (( دملي وحدت اتلان )) صرف ( دملي خيانت قهرمانان) ثابت نشي ؟ اياله جرګې نه د ستنيدو سره سم د خپل موکل اولس له خوا دداسې ملي خاينانو سمدلاسه په سولۍ ځوړول نه دي په کار ؟ له دوی څخه دا پوښتنه پر ځای ده چې آيا دوی له سليم عقل څخه کار اخيستی که لهدډبلو ډبلو بډو څخه ؟ دوی خو زمونږ د ﻻس غوټه خولې ته راوړه ، او پرانيستل يې ﻻ پسې سخت کړل ، اوس مونږ نه پوهيږو چې لعنتي پرې ووايو او که بيا هم رحمتی ؟ واسلام .


دپښتو رسميت سيميز او د دري رسميت ملي رسميت شو

نقاد
13.01.2004

وطنمل صيب کور دې ودان ، بچي دې لوی او په قلم دې برکت شه ! سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم .
اصلي ټکی همدا دی چې د پښتو رسميت دپښتنو سيمو او پښتانه پورې محدود او را ټول کاندي او د غير پښتنو او غير تاجکو سيمو له ښوونځيو څخه يې د تدريسي ژبې په توګه وباسي او هلته دري د تدريسي ژبې او په دې ډول د ملي ژبې ځای ونيسي ، ځکه تدريس به له ابتدايي دورې وروسته په يوه رسمي ژبه وي اوهغه به د غير پښتنو قومونو په تړه او ملاتړ يواځې دري وي ، نه پښتو(!!! ). که پښتو ملي ژبه وای ، بيا دوی دا کار نشو کوﻻی چې د ملي ژبې حق تر ښپو ﻻندې کړي . دغه راز به سيمه ييز مطبوعات هم په سيميزه ژبه لکه ازبکي او ترکمني او يوه رسمي ژبه يعنې دري اوسي . هر غير پښتون به يوه رسمي ژبه چې يواځې دري به وي زده کړي اود بلې رسمي ژبې زدکړې ته به نه اړتيا لري او نه به ترې مجبوريت . د خراسان جوړولو مخه اوس پرانيستل شوه او د افغان نوم چې ﻻ په لويه جرګه کې يې هم نه مانه او دا فغانستاني په شکل يې اړول غوښتل ، د پښتو د نه ملي کيدو په وسيله پخپله پښتنو استازو له ﻻسه تر پښو ﻻ ندې شو . هغه دافغان ملت ﻻفې او يوه طرحه چې د پښتو او دري دواړو رسمي ژبو امتحان دې هر افغاني تبعه ورکوي ، هم چا ورځای نه کړه او نه يې د تفاهم په کميسيون کې هغه وخت بيا راياده کړه چې که پښتو ملي کيږي نه نو ﻻ اقل د دواړو رسمي ژبو امتحان دی په اساسي قانون کې ځای شي . نو که تاسو بيا هم د پښتنو په په دغسې استازو رحمتی واياست هغه به ستاسو خپله طبعه وي ، زه او تاريخ دواړه خو پرې له لعنتي څخه پرته بل څه نشوويلای . او بس .


HOTAK-amin
13.01.2004

ګرانو ورونو او خوېندو ،سلامونه او ښې چاري
دګران او قدرمن ورور وطنمل صيب ليکنه مي دومره پر زړه کښيناستل چي لکه زما له اند او سوچ نه راوتلي جملې٠
تاسي پر ځای وېلي چي دافغان ولس د ستونځو حل ئي ،له لاس نه غاښونوته اړ کړ٠ زما نورو ورونو او خوېندو چي خپل سوچ بيان کړۍ دۍ ښه ځايونو ته ئي ګوته نيولی ده،خو زما له انده ،هغوۍ چي داقليتونو د حقوقو غوښتل خپل روا حق ګڼي ،اکسريتو ته اړينه ده چي له خپل حق نه ور تير نه سي٠ د حساب پر بنسټ ،٤٨ په سلو کي پښتانه غړو استازو دپښتنو استازۍ توب کاوه (دا په داسي حال کي چي دشمال،غرب،شرق اوجنوب نه هيڅ يو استازۍ دملت په خوښه او رايه نه دۍ انتخاب سوی بلکه ،دافغانستان داوسني سياسي جوړښت او ټوپک تر سايي لاندي،دا خلګ غوره سول) ٠ نوموړو استازو نه يوازي دا چي ملي هويت ته خيانت وکړ بلکه،د پښتون قام اوپښتو ژبي ورکيدو ته ئي لاره پرانيسته ٠ دتهداب تيږه ئي لا وړاندي ايښودل شوی وه٠ تر هر څه خو لا دا خواشينونکې خبره ده چي د غلو سره دکور مالک مل دۍ ٠ که څنګه؟ په درناوي


N
17.01.2004

ودوستانوته سلامونه اوښې چاري.
ښاغلو, ستاسوپوښتنې پرځاي اوګېلې موهم دستر پرسترګوخو دژغورنې ﻻره زه ستاسو په لېکنو کښې
نه ګورم.هو, دپښتوژبې دتعمېم په هکله ټول حکومتونه ناکام اوملامت دي. دکلونوراهيسي اودهېواد په
ټولو اساسي قوانينوکښې دغه ټکۍ ليکل شوۍ چي پښتو اودري دهيواد رسمې ژبې دي, خوددولت معا-
ملات په سلوکښې پنځه هم په پښتو نه اجراکېږي.
په اساسي قانون کښې بيا داخبره ليکل سويده خوهيڅ ډول سپارښت ندئ سوئ چې دپښتو دکارولولپاره به دولت څه کوي؟ ښاغلۍ عزيزالله واصفې هم دمېوندله مجلې سره په خپله ېوه مرکه کښې وايې چي دپښتو دپرمختګ کوم چې د١٣٤٣ کال په اساسي قانون کښي ورته په پام کښي نيول سوئ وو مخه ځکه
ډب سوه چي ځنوبهرنيو هېوادوپه تيره بېا ايران اودننه په هيوادکښې ځنې ډلو خپل مخالفت دهغه سره څرګند کړ.
نو اوس چې ١٣٨٢ کال دئ او هيواد دنشتوالې له ګواښ سره مخامخ دئ, ددي مخالفت کچه به څومره وي؟زموږ پښتانه واکمنان لکه أعليحضرت, ارواښادداؤدخان په پښتو خبري نه سوي کوﻻي نو دنوروڅخه څه ګيله سته ؟ ارواښادډاکټرنجيب الله که څه هم په پښتو خبري کوﻻي سوي خو دري ئي ښه ايسيده اودپښتنوضد کړيو په منځ کښې بند پاته وو.
اوس ستاسو په اند څه بايد وسې چي پداډول نازکو شيبوکښي دپښتو پرمختګ ډب نه سي؟
په درناوي.


نقاد
17.01.2004

پتمنې خور نيلي او درنو لوستونکو ته سلامونه !
د ملي مسائلو زيان ډير دروند او بي جبيرې تماميږي ، ځکه خو څوک په کې معامله ګرۍ حق نه لري او حساسه
ساتنه او حراست غواړي. د لويې جرګې پښتنو استازو چې هر څه وکړل او هر څه يې (د رشوت په ډول) و خوړل ، اوس د پښتو د ملي ژبې پر حق باندې د پښو ايښودلو د ډيرو ناوړو پايلو د مخنيوي له پاره بايد يو لړ غوښتنې دسر خلاصي ليک په توګه د افغانستان د ولسمشر ښاغلي کرزي په ادرس کابل ته واستوو ، دوستان په ننګرهار ، کندهار، پکتيا ،کونړ ، کابل او نورو خواو کې د همدغو غوښتنو په ملاتړ مظاهرو اولا ريونونو ته را وبولو . هغه وخت چې ﻻ لويه جرګه روانه وه، په ننګرهار کې محصلانو دوه ځلې مظاهرې وکړې ، ددې انتظار کيده چې په کندهار او پکتيا کې هم غسې مظاهرې تر سره شي . که دا کار شوی وای ، باورلرم چې د لويې جرګې په ا ستازو او نورو مقاماتو اغيز څو ځله زيات شوی، دد غه ستر خيانت مخه نيول شوې او دﻻس غوټه مو خولې ته نه راتلای ، نو اوس به تر هر څه د مخه په کندهار او پکتيا کې پښتانه ځوانان مظاهرو ته راوبولو . ددې له پاره چې هڅې بي اغيزې پتې نشي ، مونږ بايد د ټولو لوستونکو غوښتنې او نظريې د رسمي ژبې پښتو په هکله را ټولې کړو ، په سر خلاصي ليک په توګه يې په ملي جريدو کې نشر ته وسپارو . نو ګراتو لوستونکو ، دا ګز او دا ميدان، تاسو خپلی غوښتنې او نظر يې په ټول افغان کې څرګندې کړئ ، څو په سر خلاصي ليک کی ځای پر ځای شي . په درنښت او سلامونو .



ليلماـ الفت
24.01.2004

ګرانو وړونو او پتمنو خوندو سلامونه او او د زړه پېرزويني
د هيواد دراتلونکي انتيخاباتو په اړه خو هم دا اوس اوس لا بعضي مؤسيسې او دولتي اورګانونه او يا هم نړيوال مطبوعات خبردارئ ور کوي چه د نوم ثبتولو چاري چه د هيواد په شمال کي تر سره سوي او يا هم جريان لري د هغو دريمه برخه په جنوبي او جنوبي لويديزو ولايتو کي نه ده ثبت شوې ايا دا د پښتنو په خپل لاس زوال نه شم ګڼلائ
ځکه زه په کندهار کي ومه دوې اونۍ مخکي نو زه چه کله د نوم ثبتولو دفتر ته ورغلم نو هغه مامور را ته وويله چه تاسي لومړنۍ ښځينه کس ياست چه ځان مو په دې دفتر کي راجستر کۍ _ سبحان الله ـ زموږ پښتانه چه کښېني نو د امريکايانو ،ازبکانو ،او پردي فارسيوانانو څه ګيله کوي ـ خو ځان ته ئې نه دئ پام چي په خپله ئې خپلي لمني ته اور اچولئ دئ ـ ايا دا کفر دئ چه په خپله ښځه بوغره وکي تر لاس ئې ونسي او په خپله ورسره ولاړ سي هلته فارم ور ډک کي او خپل د کور غړي راجستر کي که دئ وائې چه زما ښځه څنګه دپردي نارينه سره خبري وکي ؟ او څنګه هغه ته مخ ور ښکاره کي ؟ حال دا چي هلته کي دا پوښتنه هم نه کوي چه خوري دا مخ خو دي راښکاره که ـ نه چه تاسي دوه ځله نوم ثبت کړئ نه وي
هلته کي ښځينه کار کونکي په دفتر کي لري هغه د ا پوښتنه نه کوي چه خوري موري تاسي خو دا مخ پوره راښکاره کئ
نو بيرته هغه پخوانئ خبري ته راځمه چه تر څو پښتون خپله را ويښ نه سي ، خپله و لاړ نه سي او خپله يو څه ونه کي تر هغوبه پښتون ټبر جوړ نه سي ، تر هغه به پښتون قام را ژوندئ نه سي او تر هغو به پښتون خپل اکثريت ثابت نه کي ، ځکه دا د خوشحال ، ميرويس او احمد شاه ښاغلي او نازولي زامن چه پلرو او نيکه ګانو به ئې د خپل ټبر لپاره په کلو کلو شپې پر خپل نغري نه کولي او تر هند،چين ،بخارااو سمرقنده به ئې پښې په مزلونو ټناکي وې دوئ اوس په خپل کور کي د خپلو ښځو سره پر فالنګ ناست دي او د نورو څه ګيله کوي چه ولي ئې پښتو رسمي ژبه نه کړله ، دا خو نو امريکا دلاسه دا خو د کرزئ کار و پلانده بستانده ......... داسي خلګ هم اوس دپښتون ټبر نارې وهي او پښتون قام او د هغو د اکثريت نارې وهي ـ
خو داسي پښتنو ته به د دوئ پر دې مړاوي وجدان او احساس دا زېرئ ور کمه چه که قانون و و او که انتخابات دا ټوله يو قيسم د سطرنج لوبه ده هر هغه به پيښږي ، هر هغه به اولس مشر کيږي چه سپيني ماڼۍ او CIA وختي پلان کړي وي او اوس ئې منظور کي ځکه زموړ هيواد اوس اوس يو مستعميره هيواد ګڼل کيږي ـ
په پښتنه او کليواله پښتنه مينه
_____________________ستاسي خور ليلما الفت


Ghairat
25.01.2004

ليلما الفت خور او درنو لوستونکو ته سلام!
د ليلما جان په دغې ليکنې کې د وطن ،قام او ملت درد ،مينه او الفت بلې لمبې وهي او دښځو سرنوشت هم په انتخاباتو کې د هغوی د ګډون سره تړلې بولي . ما شألله، لږ خو دې زمونږ پښتانه دې ته هم متوجه شي چې د مهاجرت په لسيزو کې يې په ګاونډي پاکستان کې پخپله د سر په سترګو وليدل چې ښځې په څادرونو، برقو او حجاب کې پټې هم نتخاباتو ته تللې ، د رايو په صندقونو کې يې رايه ورغورځوله ، ستر او حجاب يې خوندي ؤ.
زه دا اند نه کوم چې ګنې ښځې په ټاکنو کې برخه خيستل نه غواړي ، بلکې برعکس دا يې د کور واکمن سړي دي، چې ددوی مخه نيسي و دا خالص له هغې ناپوهۍ او جهالت څخه چې د ټاکنو او رايو د اکثرت او اقليت په ګټه او تاوان نه پوهيږي او په ملي مسوليت نه دي خبر ! رښتيا خبره ده چې آزادي او ديموکراسي لکه د موسيقي هارمونيه ده چې د ژوند خوږي نغمې پرې غږيږي ، خو چې څوک پخپله هارمونيه نشي غږولی ، هغه دا نغمې هم اورېدلی نشي ، نو په دې صورت کې د هارمونيې موجوديت او لرل هيڅ ګټه نه لري . پښتانه بايد و ننګول او وهڅول شي چې او ملايان بايد توظيف شي چې په جوماتونو او د جمعې د ورځې د لمانځه په وخت خلکو ته د ښځو ګډون په ټول ټاکنو کې د اسلامي ټولنې يوه ضروري غوښتنه او وجيبه وبولي، ملي او پښتنې غيرت يې را وپاروي او د ښځو په ګډون سره د هيواد په سرنوشت ټاکنه کې کوانده برخه واخلي ، که نه خدای مکړه د پښتنو بېړۍ چې د جهالت طوفان پسې راخيستې ده، د ملي سعادت ساحل ته پورې نه وځي او له پير روښان څخه نيولې آن تر نجيب الله پورې به د پښتون قام ټولې هڅې پر ديموکراسۍ باندې د نه پوهيدو او بيړا توب په سيند لاهو شي . هو، ديموکراسي د هيواد کورني ژوند او بهرنيو اړيکو کې د سولې،عزت او وقار جامه ده، خو کوم قام او هغه څوک چې د کميس او پرتوګ په اغوستلو هم پوه نشي، هغه به همداسې بي پرتوګه او شرميدلی پاتې کيږي .
والسلام .


said
25.01.2004

وروڼو او خويندی اسلام عليکم ٠
څنګه چه لويه جرګه ځينو وړو"" پارازېتو "" ته ډير اهميت درلود،نو د پښتنو لپاره که غواړي بيرته خپل هويت جګ او د ادارې واک بيرته لاس ته راوړی ،او د اوسنۍ جګړه مارانونه ،روسې مزدورانونه او د ځينی لمبر بدل جمهوري رئيسانونه ځانونه وساتي ،نو راتلونکی انتخابات ډير مهم او لوړ چانس دي ,چه بايد ټول پښتانه- نارينه او ښځې د قانون سره سم په انتخابات کی ونډه واخلي !!!! که ددې وخت نه استفاده ونکړي،د پښتو او پښتنو بيړۍ به ډوب شې،حتي څوک به ددی توان ونلرې چه پښتو يادکړي، ]او يووارې بيا به د شمالي والان بيرغ به پورته شې،او په حقوقي او منطقي له لاری د نړۍ په مرسته به د پښتنو تاريخ تر پښو لاندي کړي لکه همدا نن چه حالت راوان دۍ٠مع السلام٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more