نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
فلم سنيما پښتو او پښتانۀ : وروستی ټوک
ashna
20.07.2007
د پښتو لومړنی فلم ((لېلا مجنون )) په کال ۱۹۳۹ کې جوړ شوی دی چې په کال ۱۹۴۲ کې نندارې ته وړاندې شو چې لارښود یې د خپل وخت میر حمزه شینواري او د ټول فلم کمپوز ویاړ عبد الکریم خان لري هلک او جنۍ یا هیرو او هیروېن پکې حبیب جانه او رفیق غزنوي و دغه فلم لېلا مجنون نه یوازې په پېښور او کوټه کې خلکو لیدلی بلکې د هیند په یوۀ ښار کلکته کې هم خلکو یې ننداره کړې ده او د خپل وخت یو منل شوی فلم دی .
د پښتو دوهم فلم د شل ۲۰کاله ځنډ نه وروسته جوړ شو د یوۀ اُردو فلم نیې کيرن ژباړه ( نوې وړانګه) وه چې په کال ۱۹۶۰ کې جوړ او په ناولټۍ سینما پېښور کې وښودل شو لیکوال یې د خپل وخت میر حمزه شینواري و .
د پښتو درېم فلم چې( تیګه )نوم یې وۀ په کال ۱۹۶۳ کې کوم چې د خپل وخت میر حمزه شینواري جوړ کړی دی .
که څه هم د ۱۹۶۰ نه بیا تر ۱۹۸۰ پورې پښتو فلمونه ډېر په زړۀ پورې فلمونه جوړېدل د دې سره سره فلمي ستوري آصف خان او بدر منیر په دغه پېر کې هغه د پېښوریانو خبره چکلیټي هیروګان وو چې دغه سلسله تر ۱۹۹۰ پورې روانه وه . خو د ۱۹۹۰ نه راپدېخوا فلمونو خپل محبوبیت د لاسه ورکړی دی ځکه چې فلمونو ته پښتنو لاوښونو او جوړونکو شا کړې ده او فلمونه د اغیار لاس ته ورغلي دي چې اوس یې څنګه خوښه وي همغسې یې جوړوي د پښتو کامیاب فلمونه دا دي
یوسف خان شېربانو ، سندرغاړی :کله خزان کله بهار ، علاقه غېر ،آدم خان درخانۍ ، موسی خان ګلمکۍ ،دره خېبر ، عجب خان افریدی ، ټوپک زما قانون ، مېرنی ورور ، د وچې خان ، توفاني شپه ، ښکلې ناوې
دهقان ، بنګړي او هتکړۍ ، وربل ، ناوې او نکریزې ، اوجرتي قاتل ، آب حیات ، اقرار زخمونه ، باغي ، ارمان ، او داسې نور ډېر ............
د حمزه بابا په هکله تر نن چا یوه کرښه هم نده لیکلې چې د پښتو فلمونو تیګه یې ایښې ده خو د هغه نجونو په هلکه به مو ډېرې لیکنې لوستې وي کومې چې د یو څو پېسو لپاره ځینو فلمي ډارېکټرانو د پنجاب د هیره منډۍ نه پښتو فلمونو ته راوستې دي چې اوس مونږ ته دا خبره رایاده وي چې واقعًا پاکستان د معجوزو هېواد دی
په کابل کې هم د یو څو مات ګوډ افغاني فلمونو تر څنګ هالي وډ او بالي وډ فلمونه هم جوړ شوي دي چې ټول جنګي فلمونه دي او په دغه فلمونو کې د هېواد یوازینۍ ژبه پښتو ښودل شوې ده چې یو فلم کې چې کله جېمزبونډ (د هالي وډ ستوری) کابل ته راشي نو افغانان ورته د خپل کلتور سره سم افغاني جامې واغوندي او همدغه شان جنۍ ته هم افغاني کالي په تن پوښ کړي خو چې کله د فلم هلک جېمزبونډجنۍ په افغاني جامو کې وویني نو لږ یو څه مسکی شي او جنۍته په پښتو ووايي :
( ډېر ښاېسته Dyr Shaysta )
چې پدې خبره جنۍ داسې حېرانه شي او ورته وایي چې دا څه مانا چې جېمزبونډ یې بېرته ورغبرګه کړي او ورته وایي چې( اټز مین بیوټېفل
It's mean beautiful)
جنۍ ورته وایي چې تا خو ما سره کله دومره د مینې اظهار ندی کړی دا نن څنګه راته داسې وایې جېمز بونډ یې بېرته ورغبرګه کړي چې ما هېڅ کله ته دومره ښایسته نه وې لیدلې او نن مې په لومړي ځل د افغانان په جامو کې دومره ښاېسته ولیدلې نو ځکه مې درته د افغانانو په ژبه ستا د ښاېست صفت وکړو چې پدې خبره جنۍ هم یو څه مسکۍ شي او د جېمزبونډ د سر نه تر پای د افغاني جامو اندازه وکړي او بیا د ډېره نازه ورته خپل لاسونه غاړه کې واچوي .
میاشت نیمه مخکې په کابل کې یو نړۍ وال فلمي فیسټیوال کې د فرانسې او د جرمني فلمونو تر څنګ د تاج ک ستان او د ایران فلمونه هم نندارې ته وړاندې شوي و چې د پښتو فلم خو څه کړې چې پښتو خبرې هم پکې چا ونکړې خو یو څو پاړسي فلمونه د افغان کلتور یا نوی نوم یې فرهنګ په نوم تېر شول چې د نړۍ والو لخوا بیا داسې تبصرې هم پرې وشوې چې تاجک ستان او ایران نه یوازې د افغانستان سره ګډه پوله لري بلکې فرهنګ او ژبه یې هم یوه ده چې مخکې لدې تاج کستان او ایران د یوې یهودي راډیو چې د لندن نه خپرېږي دا اعلان کړی دی چې افغانستان درېم پاړسي ژبی هېواد دی او پاړسي ژبی هېواد به څنګه نه وي چې پاړسي د پښتو د پاسه لیکل کېږي او یو نیم ځای کې خو بېخي پښتو نه وي یوازې انګرېزي او پاړسي لیکل شوې ده .
نړۍ وال د تبصرو او خبرو نه پدغه فیسټیوال کې داسې ښکارېدل که پس لدې چېرې په افغانستان کې کوم فلم په نړۍ واله کچه جوړېږي نو ژبه او کلتور به افغاني نه بلکې تاج کي او ایراني ډوله وي چې یوه بېلګه خو یې د لندن راډیو ده چې په پښتو څانګه ( ویب پاڼه) کې یې ټلویزیوني نندارې نشته .
[color=white:d284a800d5]را معلومېږي چې ورکېږم
راته په کور کې کشران مشران شونه[/color:d284a800d5]
میوند اشنا