د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

رباعي

حمزة
19.07.2007

څنګه به سترګي درته جګي نور ځلمي ساتي
چه دوي ژوندي دي او وطن ځمونږ پردي ساتي
ځلمو خو وركړامتحان ګوره پوره يي نه كړ
له دي نه وروسته د ګودر كي سره منګي ساتي
چه دوطن په درد ونه خوري نو په كور د كيني
داسي ځوانان دي په لاسونو كي بنګړي ساتي
دبل دلاس لاندي ژوندون خو مو قانون كي نشته
پښتون خو تل د سر په وينه خپلواكي ساتي
نور دګرځيږي خوشحالي او خنداګاني دي كړي
دوطن غم د تل په زړه كي ناصري ساتي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more