د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دشمن

حمزة
19.07.2007

ما ويلي چه غليم دي ننګ او نام را څخه وړي
دښمن دعقيدي دي نوم د قام را څخه وړي
دا غله دميلمنو په نوم څو ځلي دي راغلي
هر وختي دګټلي جنګ انجام را څخه وړي
په نره مو هر وخت غليم له خاوري دي ايستلي
افسوس چه څو خرڅ شوي تل نيك نام را څخه وړي
دميني محبت له تندي وچ حلقونه ګوځو
مونږ وږي تږي ناست يو دوي ډك جام را څخه وړي
په خوله د كور كاليو شعارونه راته وايي
چي خونه يي ره سپيره كړه اوس يي بام را څخه وړي
په تمه تمه ناست يو چه خواړه به اوس پخيږي
درك د لوګي نشته خواړه خام را څخه وړي
په غټو غټو ګورو دزړه حال ويلي نه شو
ديني مقدسات په صبح وشام را څخه وړي
دا غلا دومره ساده اسانه كله څوك كوي شي
دكور دغلو په خوښه يي په يوه ګام را څخه وړي
نه خپله پري پوهيږي نه دبل نصيحت اوري
نښتي زركي څه كړي چه اوس دام را څخه وړي
دخولي لاړي مي وچي شوي سر زوري نه سميږي
دكبر او غرور خاوند اسلام را څخه وړي
ناري خو طلايي په څوڅو ځله داسي كړي
روان خوني سيلاب دي جوړ نظام را څخه وړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more