وطن پال او نور ګټور شعرونه
توره تياره
      حمزة
      19.07.2007
    
حيراني ده بلو شوو سرولمبو ته
                                                           بي ګناه انسانان لويږي زندانو ته
نه مجرم او نه جرمونه معلوميږي
                                                           ټيل وهل دي دزندان تورو تمبو ته
په شخصي اغراضو خلك نيول كيږي
                                                             ننوځي نا محرم  پردو كورو ته
چي يي كړي بدي چاري نن پرون دي
                                                              نه ګير شوي نه لويدلي زولنو ته
په غلطو تورو يو بل تورنيږي
                                                           نه دپاي چا كيښود دي تورو ته
چي رښتيا درواغ تر پايه معلوم نه شول
                                                              يم حيران دا بي اساسه راپوروته
كه دننګ ناموس خبري ته پام نه شي
                                                              تاريخي پيغور به جوړشي ښو شملو ته
چي د حق او حقيقت سپينه رڼا شي
                                                              منتظر دي طلايي هغو شيبو ته