د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خاد که ملي امنیت؟!؟!؟!؟!؟!؟!؟

Anonymous
19.07.2007

http://www.benawa.com/kandahar.php?id=12995

کړول د کابل یوه ځانګړتیا (د ډاکټر نثاراحمد صمد ژباړه)

دبندیانو څخه د اوټاوا د تفتیش معامله څرګندوی چي هغه د افغانستان د جنګ څخه څه ندی زده کړی

اریګ مارګولیس ــ ټورنټو سن ورځپاڼه

ژباړن ـ ډاکټر نثار احمد صمد

څنګه کاناډا یعني په نړی کي قانون ته وفادارترین هیواد، په افغانستان کي د بندیانو کړونکی او د جینوا د کنوانسیون تر پښو لاندی کونکی سو ؟

دا کیسه د ۱۹۷۹ یعنی پر افغانستان باندی د شوروی اتحاد له یرغل نه راپيلیږی . د شوروی کي جي بي د خپل افغان ګوډاکي حکومت لپاره یو متشابه پټ پولیسي جوړښتون ایجاد کړ چي خاد نومیدﺉ . زه ځکه پدې هکله خصوصي معلومات لرم چي د خاد ګومارلو تر تعقیب لاندی نیولی وم .

ظلمونه :

خاد هڅه کول چي د کمونیستانو ټول مخالفین له منځه یوسي . هغوي يو تربیوي سیسټم او مذهبي اداره هم مخته بیول .

خاد ډیر ژر آن په مشهوره ظالمه ټولنه کي بدنامه سو .

ټول سیاسي بندیان ــ یعنی هر هغه څوک چي د کمونیسټانو مخالفت یي کاوه ، له یو مخی کړول کیدل . پدې کړاوونو کي د وهلو بیلا بیل ډولونه ، د ګوتو د نوکانو کښل ، په اوبو کي غوټه ورکول او برق ته ورکول او نور ظالمانه اعمال شامل وو .

د بندیانو څخه په ژوندون د بدن پوست کښل کیدﺉ، ګوګړو په تیزابو کي اچول کیدل، سترګی ور ړندې کیدې، په ژوندونی ښخیدل، په ایشیدلو تیلو سره سوځول کیدل ، او په کنګل سوې خونه کي ورو ورو یخی کیدل .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ[color=white:06275c4cb6]

خاد هڅه کول چي د کمونيستانو ټول مخالفين له منځه يوسي . هغوي يو تربيوي سيسټم او مذهبي اداره هم مخته بيول .

خاد ډير ژر آن په مشهوره ظالمه ټولنه کي بدنامه سو .

ټول سياسي بنديان ــ يعنی هر هغه څوک چي د کمونيسټانو مخالفت يي کاوه ، له يو مخی کړول کيدل . پدې کړاوونو کي د وهلو بيلا بيل ډولونه ، د ګوتو د نوکانو کښل ، په اوبو کي غوټه ورکول او برق ته ورکول او نور ظالمانه اعمال شامل وو .

د بنديانو څخه په ژوندون د بدن پوست کښل کيدﺉ، ګوګړو په تيزابو کي اچول کيدل، سترګی ور ړندې کيدې، په ژوندونی ښخيدل، په ايشيدلو تيلو سره سوځول کيدل ، او په کنګل سوې خونه کي ورو ورو يخی کيدل .[/color:06275c4cb6]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

حیاتي کړاوونه هم د کي جي بي په مشرۍ د خاد لخوا عملی کیدل لکه خوب ته نه پريښوول، په تیاره کي د اوږدې مودې لپاره یوازی اچول، ډیر وهل کوټل، په ملنډو سره وژل، د دماغي اختلال دواوی ورکول او نور . کټ مټ همدا کړاونه د « متزایدو تحقیقاتو » په نوم همدا نن هم د سي آی اې لخوا په عادي ډول مخته بیول کیږی.

کونیسټانو هلته دوه میلیونه افغانان ووژل ، خو کاناډا شا ور وګرځول او دشوروي نیونی پر ضد يي د مجاهدینو د جګړې څخه ننګه ونکړه. په ۱۹۸۹ کي د شورویانو تر وتنی وروسته د طالبانو نوي ایجاد سوی تحریک پاته افغاني کمونیسټان د هیواد شمالي کونج ته وشړل چي نن د شمال ایتلاف په نوم سره نومول سوی دی .

د امریکې یرغل :

په ۲۰۰۱ کي امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، دشمال ایتلاف سره ملګرﺉ سو، او طالبان یی راوپرزول. لاس کښینولی حامد کرزی یی واکمن کړ، خو اصلي واک د کمونیسټ مسلطه شمال ایتلاف په لاس کي ورغی .

[color=white:06275c4cb6][color=#444444]شمال ایتلاف چي کله کابل ونیوی، نو خاد په ملي امنیتي اداره سره بدل سو او ډير ژر بیرته مستقر کړای سو اوپخواني کمونیسټي کړونکي يو ځل بیا فعال سول . همدا نن اټکل ۶۰٪ دغه امنیتي استخباراتي پرسونل د پخواني خاد ګومارلی دی . کاناډايی او امریکایی ځواکونه د افغانستان په جنوب د غلی کولو په خاطر نیولی خلک او اشتباهی کسان د ملی امنیت دغو پټو پولیسو ته ورسپاری چي دا د جینوا د کانوانسیون څخه ښکاره سرغړونه ده . دغه کثیف محرمانه اسرار باالاخره د ګلوب اینډ میل د ګرویږنی په برکت کاناډایانو ته رسوا سول . دې کار د اوټاوا هغه د کوچنیانو غوندی ادعاګانې ښه رسوا کړی چي دافغان کمونیسټي پټو پولیسو یعنی هغو لخوا چي په لسګونو قربانیان یي وژلی یا معیوب کړی دی ، د بندیانو سره د انساني رویی ډاډ ورکول سویدی . پوښتنه دا ده چي کاناډا څنګه پدې چټلیو کي راونغښته ؟ ځواب دا چي په اوټاوا کي محافظه کارو سیاست پوهانو د « خبیثو» مسلمانانو پر ضد په یو کوچنی غوندی جنګ کي د متعصبي هیواد پالنی له مخی د نوو رایو د ګټلو یو فرصت مشاهده کاوه .[/color:06275c4cb6][/color]

ځګر ټکونکي جنرالان مخکی لدې چي لیدل سوی وی پورته پورته غورځیدل . په واټاوا کي هغو کسانو چي کاناډایان يي پدې شومه جګړه کي نور هم ښه وردننه کړل ، د افغانستان ، د هغه د قبیلوي سیاست، یا تاریخ څخه کوم معلومات نلرل . هغه لوړ چاری مامورین او سیاست وال چي ادعا کوی چي هغوی په دې خبر نه وو چي بندیان هلته افغاني استخباراتو ته د کړولو په خاطر ورکوی ، اصلاْ لمر په دوو ګوتو پټوی او یا هم دا چي درواغ وایی .

زما په فکر هغوی د « رودیارډ کیپ لنګ » هغه مشهوره انتباه نده لوستی چي په افغانستان کي يې ټپي سوو برتانوي پوځیانو ته ورکولې یعنی : « خپله وروستۍ مرمۍ د ځانو لپاره وساتی »

ما یعنی دغه لیکوال چي په آسیا، افریقا، او منځنۍ امریکا کي مي ډير چریکی جنګونه لیدلی، پدې وروستیو څو کالو کي پرله پسې اخطا‎ر ورکړی چي هر څومره موده چي کاناډايي پوځيان په افغانستان کي پاته سی په هغه اندازه به زیات وحشی صفته او په جنګي جنایتونو کي ملوث سی . هو ، د ټولو چریکی جګړو فطرت اصلاْ همداسی وی . نو آیا په اوټاوا کي هیچا هم الجزایز، لبنان یا ویتنام نه و مطالعه کړی ؟

درواغجنه کیسه

هغه کاناډایان چي تر اوسه هم پدې غولو نکې قصه باور کوی چي وايي زموږ پوځونه په افغانستان کي « هیواد جوړونه » کوی او یا هم په عام المنفعه کارونو لګیا دی ، باید نور نو د هغو بندیانو شوم برخلیک منعکس کړی چي د دوی پوځیان یې هلته افغاني استخباراتو ته په لاس ورکوی .

دغه اوونۍ هلته د استخباراتي ادارې د بندیانو د احوال څخه د کتنی په هکله د اوټاوا او کابل اړونده معامله د شرم او سرځوړۍ وړ ده . ځکه خاد هم په ۱۹۸۰ لسیزه کي دبشری حقوقو له څانګې سره دغسی تش په نوم « قرار داد » کړﺉ و .

ډیره ناوړه خو لا دا چي د کاناډا پوځونه د افغانستان هغه جنګسالاران ساتي چي د هیروینو غوړیدلی صنعت مخته بیایی . نن نن خو او ټاوا د کمونیستي ګوند د مجربو کړونکو سره لاس یو کړی دی .

واه ، ډیر ښه کوې ، اوټاوا !


Anonymous
19.07.2007

نثار احمده وروره!
په افغانستان کې د دې دېرشو کالو غميزه هم بايد پاکستان ته، هم ايران ته او هم روسيې ته له يوه طرفه او هم امريکا ا دهغه متحدينو او تاسو غوندي د هغوی کورني ډنډورچيانو او مزدورانو ته بايد داسبق ورکړی وي چې لاسپوڅۍ، مزدور، اجير او ګوډاګۍ که روسی وي، که امریکا يي وي، که ايرانی وي، که پاکستانی وي او که عربی وي نو که ئې د افغانانو ګټي د نورو په امر تباه کړي وي ، سر ئې څه خېل د پرې کېدو دی ؟
نثار احمده ته خو اوس د کاناډا د جاسوسی د حلقاتو لخوا نازولی شوی افغان ئې، لږ شاني د يوه ليکوال په حيث با وجدانه قضاوت وکړه چې زموږ دوطن په هکله چا څه کول او د اطلاعاتي او امنيتي ادارو دنده په ټولو هيوادو کې د څه دپاره او څه خېل ده ؟ د ابو غريب او ګوانټانامو مثال چې ستا د پروني بادارانو مثال دی په هغه کې هم سوچ وکړه !
دا به شايد هغه جنابان وي چې تاسو ئې تر پرونه په خدمت کې واست خو اوس مو بل شاني پوړنی پر مخ غوړولی او کاناډا ئې ډالرومو سترګي در ړندې کړي دي ! تاسو بايد ددې يوې نيمي لسيزي د پېښو قضاوت په افغاني ايمانداري سره وکړی او د پرون او نن پر حالاتو د يوه افغان په حيث قضاوت وکړی نه دهغو پر څه چي تاسو ئې تر پرونه په خدمت کې وی او نن ئې خبري ژباړی !! يا پر هغو چې تاسو ورباندي سودا کوی او ذهنيتونه ئې اغفالوی !
په درناوي
نور علي بينا


Anonymous
19.07.2007

ت ړياره بنا
ته خونه يوازې ړوند يي بلکه دعقل اوتفکر له لوري هم مفلس يې ،.ځکه څوک چه غلط کاروکړي اوبيا په هغه افتخار هم کوي هغې ته سرتمبه او سوډر ويل کيږي .خوعاقل اوهوښيار خلک په ډيره ميړانه دخپلې تيروتنې بښنه غواړي اودجبران پور يې ادا کوي .په اوسنئ فاشيستي مزدوره اداره کې که ځان خبر کړی همغه د ک،ج ،ب اجيران اوستاسوپه اصطلاح اشراردبوش په لمن ناست دي اودوطنفروشئ بساط يي غوړولئ دئ .جنايت،جنايت دئ،که هرچاکړئ دئ ،که دترقئ ترنامه لاندې شوئ اوکه داسلام ترپردې لاندې .يوجنايت بل جنايت نه شي توجيه کولائ .
په افغانستان کې ټولوډلوچه سياسي قدرت ترلاسه کړئ،بيله وحشت څخه يي بله تحفه نه ده راوړي ،په داسې ډلو افتخار کول يوازې هغه څوک کوي چه لاسونه يي دخلکو په وينو سره وي اويايي دعقل کوزۍ سورئ وي .


Anonymous
19.07.2007

بېطرفه وروره !
ګوره د حق طرف به ضرور نيسې .
زه هم هم همدارنګه چې تاسو د ژباړي برخه غوره کړېده همد ا غندم او هم اګسا او هم دا اوسنی په اصطلاح امنيت ملی. هم آی ايس آی غندم او هم وطني ګوډاګيان . هم کاجي بی غندم او هم د ايران د خمينانو استخباراتي شبکه د سی آی اې سره خو يو څه بايد په ډاګه کړم ددې نه پرته چې د يوه هيواد دولتي جوړښت څه خېل دی هغه د خپل حکومت د حکومت کولو دپاره خپل مخالفین خاصتاً بیا مسلح مخالفین نه زغمي . په دې کې هيڅ استثنا نشته . خو يو څه چې بې طرفانه بايد وويل شي هغه دا چې د نجیب خاد هغه مخالفین ځپل چې اوس ناټو او امريکايانو پسې را اخيستې ده . دغه غله اوبی ناموسه مجاهد او دغه وحشي طالبان خو پرون هم ځپل کېدل او نن هم ځپل کيږي نو دا دومره د کوني څرېدنګ د څه دپاره وو ؟ صرف به شايد ددې د پاره وو چې شوروی ولاړشي او پر ځای ئې ناټو کښېني!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more