د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

قرآني ژبه او مونږ :

ashna
17.07.2007

په حېث د یو مسلمان زموږ بنیاد قرآن مجید دی قرآن د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم د شخصیت مبارک یوه نمونه ده په حېث د مسلمان مخکې لدې چې علاقایي او کورني رواجونه خپل کړو باید د قرآن نه پکې رهنمایي واخلو
د سیرت په کتابونو کې د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې ډېرې واقعې ګانې لیدل کېږي چې د هغې نه معلومېږي چې ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم به یو څو ایاتو نه مبارک ولوست او په اورېدلو به یې خلک مخې سره په اسلام کې داخل شول چې آن مشرکینو به بیا په دې خبرو پېل وکړو چې ګینې ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم نعوذبِاالله ساحر ( جادوګر ) دی هېڅ څوک دې کلام نه اوري او خبرې ته یې غوږ کېنږدئ .
حضرت مصعب بن عمیر (رض) په یثرب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سفیر و چې د یثرب ډېرو خلکو د بن عمیر (رض) په تلاوت باندې ایمان راوړو او مسلمانان شول پدې اند چې دا د کوم بنده بشر کلام نشي کېدلی چې د هجرت حبشه په وخت کې د نجاش په دربار کې هم د حضرت جعفر طیار (رض) یوه خبره هم ډېره مشهوره ده کله چې مشرکینو په مکه کې په خلکو ظلم او سیتم د حد نه زیات وکړو نو ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته حکم وکړو چې هجرت وکړي نو په حبشه کې د مسلمانانو د اوسېدلو په مهال د مکې مشرکینو باچا نجاشي ته یوه روقعه ولېږله چې دې خلکو ته ځای ورنکړي دا زمونږ مجریمین دي او چې پنا ورنکړي نو باچا نجاشي سم دلاسه مسلمانان راوغوښتل او پوښتنې یې ترې نه شروع کړې چې پدغه وخت کې حضرت جعفر طیار (رض) د سورة مریم آیات مبارک ولوست چې د آیات مبارک په اوریدلو سره د باچا نجاشي په سترګو کې اوښکې راغلې او د مکې مشرکینو ته یې رد ځواب وویل او مسلمانانو ته یې ځای ورکړو دا هغه نجاشي و د چا غېبانه جنازه چې ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله کړې ده .
خو دلته بیا همغه پوښتنه چې دلومړي وخت د مسلمانانو په ژبه کې دومره اغېز و چې یوازې په یو څو ایاتونو په لوستلو به یې د خلکو په ژوند کې تاریخي بدلونونه راوستل خو نن د روژې مبارکې په میاشت کې د قرآن کریم ختمونه درې یا څلور ځل کېږي خو اغېز یې د نورو خلکو په ژوند څه چې خپله د هغه چا په ژوند کې هم څه بدلون رانه غلی د چا په سینه کې چې قرآن پروت دی د نن نه پنځوس یا شپېتۀ کاله پخوا په پښتونخوا او په افغانستان کې قرآن په افغاني لهجه لوستل کېدۀ خو د هغې نه راپدېخو چې عربو سره زمونږ سفارتي اړیکې جوړې شوې نو د قرآن کریم په سهي تلفظ ، تجوید او په ترتیب کې یو څه مثبت بدلون راغلی خو زمونږ ژوند همغسې د بد نه بد تر کېږي او هېڅ مثبت بدلون نه مومي او که مومي هغه هم منفي کېدای شي همدا علت یې وي چې مونږ قرآن ته شا کړې او یوازې مو د قسم خوړولو یوه وسیله ګرځولې ده .
رب العالمین دې مونږ ته په قرآن باندې د پوهې د قرآن د سهي تلفظ ، تلاوت او په قرآن باندې رښتینې عمل کولو توفیق راکړي آمین
ميونداشنا



ع کريم حليمي
18.07.2007

مکرم او محترم ميونداشنا وروره او درنو لوستوونکو 
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
مکرمه ستاسو د ليکني  په ليدلو او لوستولو مي زړه روښانه سو 
دا بلکول ښه خبره ده  چه :( په حېث د یو مسلمان زموږ بنیاد قرآن مجید دی قرآن د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم د شخصیت مبارک یوه نمونه ده په حېث د مسلمان مخکې لدې چې علاقایي او کورني رواجونه خپل کړو باید د قرآن نه پکې رهنمایي واخلو)
ستاسو فکر دې خبري ته راګرځوم چه : د چا په زړه کښي چه حب الدنيا وي 
نو زړه ئې بل کوم شئ نه شي منلي ، په کتب کښي راغلي چه (حبّ الدنيا رأس کل خطيئة ) دونيا ده چه خلک ئې لېوني کړي ، هيڅ شئ نه اوري ، خو چه اوري ئې 
هغه د پيسو او ډالرو خبري اوري اوبس ، د مبارک په عصر کښي هم داسي خلک وه چه قرآن ئې نشولی اورېدلی ، ولي چه دوی د دنيا په شان اوشوکت کښي 
ډوب (حنيفي ) وه ، 
 څوک چه د دنيايي حنيفي سو ، نو بل هيځ شي ته ئې فکر نه ور اوړي 
معشوکه (دنيا )ئې ښه ورستايه نو بيا هر څه اوري !!!

انشاالله چه خدای به داسي نوی ځوانان پېدا کړي چه قران به اوري ، په تاريخ 
کښي داسي څو واره پېښه سوې ، داسي انسانان ئې پېدا کړي چه هر څه چه ئې 
کول  نو اصول ئې الحب في الله والبغض في الله‏ وه 

حبّ الدنيا  وال به راځي اوځي او بيا به الحب في الله راځي دا به تکرارکيږي 
تر يوم القيام پوري 
په درنښت 


ashna
20.07.2007

حلیمي صېب اسلام علیکم
غواړم چې لږه یې ورپسې نوره هم وغځومه :
دالله تعالی خوښیږي چې انسان د خپل حلال رزق د پېدا کولو لپاره او د خوشحاله ژوند تېرولو لپاره خپل ورځنی مهلویش داسې جوړ کړي چې دورځې د معاش په فکر کې وي او دشپې د آرام ؛
په قرآن کې الله تعالی وایي ورځ مې د حلال رزق لپاره ټاکلې ده (النباء ۱۱)
حدیث شریف دی
مسلمانانو ! د مځکې په پټ ځایو کې خپله روزي ولټوئ
د قرآن او د حدیثو په رڼا کې که څوک د حلال رزق لپاره د خپل اقتصاد د ښه کولو لپاره دیته اړ شي چې خپل ښار یا کلی پرېږدي او یا خپل ګران ټاټوبی پرېږدي او د حلال رزق لپاره کوم بل بهرني هېواد ته سفر وکړي دغه کار ته د جهاد همره درجه ورکړ شوې ده مسلماني ټولنه باید د مسلمانۍ ترڅنګ په ګټه وټه کې هم یوه مضبوطه ټولنه وي
خو مونږ ته یو څو د ګوتو په شمېر علماو دا نغاره غږولېده او لګیا دي غږوي یې چې دا دنیا خو د کفارو لپاره ده او مسلمانانو لپاره مخکې په بله دنیا کې جنت الفردوس دی او دلته خو عارضي ژوند دی خېر دی که مونږ دلته ذلیل او شرمېدلی ژوند کوو او د اقتصاد له نظره که هم د برمه وغورځیږو هېڅ خبره نده او هغه چې زکات نوم یې دی باید تل په ټولنه کې داسې غریب او مفلس خلک وي چې زکات ورکوو ځکه که ټولنه سوکاله او د ګټې وټې نه پور ماموره شوه بیا خو مونږ د زکات د ثواب نه محرومه کېږو بیا به موږ دا زکات چا ته ورکوو که څه هم خپله ګران رسول الله صلی الله علیه واله وسلم کله چا ته یوه ټنګه هم زکات کې نده ورکړې چې د هر چانه لومړی په هغۀ مبارک باندې د الله تعالی حکمونه پلي کېدل چې زمونږ په پښتو کې هم دا متل شته چې یو لاس دې خدای بل ته نه محتاجه کوي
چې اوس به د دې علماو کرامو د لاسه د چا هغه دادا دا خبره وکړي دواره پرې د کفر فتوی ورکوي ځکه چې دین او دنیا دواړه د دوی په لاس دي چې څنګه وغواړي او چا ته وغواړي د کافر لېبل پرې ټکوهي اوهمدغه متعصبو خلکو اوس ولس او مسلمانان په شیعیه او سوني ویشلي دي
ای خداوند ثواب و ناثواب
از صحبت آدم شدم خراب
علامه اقبال (رح


موضوع

و.افغان
20.07.2007

ډیر محترم ورور میوند آشناته، او دموضوع نورو درنو ګډونکوونکو ته سلامونه وړاندی کوم، السلام علیکم

محترم اشنا صاحب!! ستاسی له ښکلی لیکنی یو جهان مننه،
او زه ستا دخبری په تایید یو بل څه هم ور زیات کړم، او هغه پیغمبري حدیث دی، چی له عبد الله بن عمرو رضي الله عنه څخه روایت شوی دی، چی فرمايي:
((« أحزر لدنياك كأنك تعيش أبدا ، واعمل لآخرتك كأنك تموت غدا »

بغیة الباحث فی زوائد مسند الحارث 1/327.

ژباړه: دخپلی دنیا لپاره داسی کار وکړه، لکه ته چی دهمیش لپاره ژوند کوی، او دخپل آخرت لپاره دی داسی کار وکړه، لکه سبا چی مړ کیږي.

نو محترمو ورونو! ددنیا کارونه او دآخرت عمل، او دالله څخه ویره هیڅکله یو له بله سره تضاد نه لري، بلکه دیو بل پوره کوونکي وي.

ځکه خو اسلام دهیڅ قسم پرمختګ مخه نیوونکی نه دی، او نه اسلام ددنیا په امورو کی تدخل کوي، مګر هغه کار کی تدخل کوي، چی نظام عام پوری تعلق ولري، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: انتم اعلم بامور دنیاکم،

ژباړه: صحابه وو ته خطاب کوي، چی تاسی دخپلی دنیا په کارونو ښه پوهیږۍ، په هغی کارونو کی زه تدخل نه کوم.

الله جل جلاله دی مونږ یو معتدل، وسط، له افراط او تفریط څخه لیري ژوند را په برخه کړي.

ورور مو: ساپی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more