نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ګران رسول الله دخوږی لور دزوګړی ورځ مو مبارک شه. دشیعه ګانو یو پیغام
و.افغان
15.07.2007
د مهربان بخښونکی خداى په نامه
((د خداى ګران رسول (ص) فرمائی: فاطمه زما د وجود ټوټه ده او چې چا دا راضی کړه نو زۀ يې راضی کړم او چې چا زۀ راضی کړم نو خداى پاک يې راضی کړ او چې چا دا ناراضه کړه نو زۀ يې ناراضه کړم او چې زۀ يې ناراضه کړم نو خداى پاک يې ناراضه کړ))
څلورمې خور د مياشتې ٢٠نېټه د خداى د ګران رسول (ص)د خوږې لور او د جنت د مېرمن حضرت فاطمه زهرا (ع) د زوکړې ورځ د نړی ټولو مسلمانانو په خاصه توګه مسلمانو مېرمنو ته مبارک شه.
ډېره به ښه وی چې مسلمانان نور د غېرو قومونو پېروی پرېږدی او په ټوله اسلامی نړۍ کښې دا ورځ د مېرمنو او مېندو نړيواله ورځ ونمانځل شی
له طرفه:
اهلبېت پښتو اکېډيمی
پېښور ( کوزه پښتونخوا )
محترمو ورونو!!
دغه پورتنی دمبارکۍ پیغام می نن دتل أفغان په ویپاڼه کی ولید،چی داهل بیت په نوم یو شیعي ټولګي دغی ویبپاڼي ته رالیږلی دی، نو هسی ددی شیعه ګانو دی نشاط او شیطاني تلبیس ته حیران شوم، چی څنګه دوي پښتو سني ویبپاڼو ته خپل پیغامونه رالیږي او خوریږي، زه دهر پیغام مخالف نه یم، خو کوم چی ځمونږ عقیدی پوری تړاو لري، هغه شیعه پیغامونه او خپرونی باید سني ویبپاڼي خواره نه کړي،
محترمو ورونو! بیله شکه ځمونږ دټولو مسلمانانو دا عقیده ده، چی فاطمة الزهراء رضي الله عنها د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لور ده، ډیره پری ګرانه وه، او دهغی باره کی يي ویلي دي، چی دا فاطمة دجنت دټولو ښځو سرداره ده، خو ددی تر څنګ مونږ ټول مسلمانان دا عقیده هم لرو، چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم دری نوری لوریانی هم لري، چی یوه يي: زینب ده، بله يي ام کلثوم ده، او بله يي رقیه ده، عثمان رضي الله عنه ته ځکه ذو النورین ویل کیږي، چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دوه لوریاني يي په نکاح کړی وی.
البته شیعه ګان دا نه مني، چی دغه دری نوری دی دپیغمبر صلی الله علیه وسلم لوریانی وي، هغوي دا وايي: چی دا انجونی خدیجی ته دکوم بل میړه څخه پآ آتی دي،
او بیا شیعه ګان په فاطمة الزهراء کی دومره غلو او افراط کوي، چی پر ټولو صحابه وو، او نورو پیغمبرانو باندي لوړه بولي، او له هر رنګ وړو او لویو ګناهونو څخه يي معصومه بولي،
شیعه ګان اوس کوشش کوي، چی داهل بیت دمظلومیت دشعار لاندی خپل مذهب خپور کړي، او ځمونږ دسنیانو پښتنو ټولنو کی خپل ویروس خور کړي، هغوي دا وايي چی ټولو صحابه وو، او بالخصوص ابو بکر رضی الله عنه په فاطمة الزهراء ډیر ظلم کړۍ، او ددی له خاطره سهار او بیګاه په ابوبکر او په عمر لعنت وايي، او ددی خبرو لپاره يي درجنونه درجنونه دروغ روایات جوړ کړي دي.
دغه څو خبری می ددی لپاره ولیکلي، چی ځمونږ ورونه باید دغه وایروس ته ویښ وي، ځکه چی اوس دغه وایروس ډیر په تاکتی.کي ډول سره خپل سریان شروع کړی.
خبره داده: چی مونږ مسلمانانو هیڅکله دظلم لاس نه دی اوچت کړی، دنورو مقدساتو ته مو س.پ.کاوۍ، نه دی کړي، همدا نور ظالمان دي، چی ځمونږ مقدساتو پسی يي راخیستي،
مونږ دشیعه ګانو یو امام هم نه دی ښکنځلی، بلی بر عکس هغه امامان مونږ خپل امامان بولو، مګر دشیعه ګانو دامامت په معنا نه.
خو شیعه ګان رالګیږي، ټول صحابه کافروي، ابو بکر او عمر باندی لعنت وايي، عثمان رضي الله عنه ته کافر وايي،
ځمونږ پر پاکی بي بي عائشي رضي الله عنها باندی دزنا تهمت لګوي، ځمونږ قرآن ته ناقص وايي، ځمونږ دثابت احادیثو کتابو ته ددروغو نسبت کوي،
مونږ ته نجس وايي، کافر مو بولي، عوام مو بولي، نواصب مو بولي، خپل جوړ کړي امامان تر ټولو پیغمبرانو بهتر بولي، او ددی خبرو پوره وثائقي اسناد زه لرم، دهغوي په کتابونو کی دغه ټولی خبری درج دي، او دهغوي بامبړان يي تر اوسه پر خپلو منبرونو باندی په تقریرونو کی کوي.
البته دغه رنګ خبری او تر دی سل چنده نوری خبری په لنډو لیکنو بل کی کتابونو کی نشي راټولیداي
هیله ده چی خپلی عقیدی، خپل دین لپاره همیشه ویښ واوسیږو.
محترمو ورونو!!
زه دافغانستان مستقبل دامریکا له اړخه دومره تاریک نه وینم، څومره يي چی دایران له اړخه تاریک وینم،
که چیری امریکا په افغانستان کی په ګنډو شوه، او ایران کومه عسکري ضربه ونه لیدله، نو ایران به په افغانستان کی داسی کارونه وکړي، چی پاکستان ته به بیا سلام وکړو، او ځما لوي شاهد دعراق اوسنۍ حالت دی، سني مسلمانان له امریکایانو دومره نه وژل کیږي، څومره چی دایراني ملیشو په لاس په داخل دعراق کی وژل کیږي،
کیداي شي تاسی وخت په وخت اوریدلي وي، چی دغه کرغیړن په عامه لاره کی موټری ودروي، څوک چی شیعه ګان وي هغوي ته دتګ اجازه ورکړي، او څوک چی سنیان وي نو تر تیغه يي تیر کړي،
ما ته سږ کال دعراق ځینو سني حاجیانو په سرو سترګو ژړل، او ويل يي: چی واړه واړه کوچنیان يي ځمونږ مخته ته حلال کړل، او په سرو غوړیو کي يي وویشتل ،
ولی؟؟؟
ځکه چی ددغه ماشومانو نومونه ابوبکر او عمر وو.
محترمو ورونو! که تاسی وګورۍ نفس دغه کار په افغانستان دایران لاسپوڅیو او ماله څټو شیعه هزاره ګانو تر سره کړ، کوم ته يي چی رقص مرده ویل.
خبری دغمونو ډیری شوي زړه می ډک دی
حیران په دی یم چی شروع له کومې کړمه.
ورور مو وهاج ساپی.