نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
معلم صلاح الدین وایي
Anonymous
14.07.2007
تاسی په کوم اند یاست؟؟؟؟؟
معلم صلاح الدین وایی:
وړمه ورځ دلته په کابل کې په يو رستوران کې د ملګرو سره ناست وم او د طالبانو په چاودنو او ځانمرګيو بريدونو کې د ملکي خلکو د وژنې پر موضوع مو خبرې کولې. زما يو ملګرى چې نور سم دم سړى دى خو عقل يې د (جومات) د طالبانو دى، له مانه پوښتنه وکړه چې بهرنۍ قواوې خو هم ملکي خلک شهيدان کوي؟.
دا خبره زياتره خلک کوي. زما په نظر د بهرنيو قواوو د هغو بمباريو چې په ملکي خلکو کېږي چې هر څومره غندنه وشي کمه ده. مونږ پخوا هم دغه بمباريانې غندلې دي، اوس يې هم غندو او بيا به يې هم غندنه کوو. خو که په سړه سينه سوچ وکړو او د خپل خداى راکړي عقل څخه کار واخلو نو پوهېږو چې د بهرنيو قواوو د بمباريو مسئوليت هم په طالبانو راځي. بهرنيو قواوو کله د بمبارۍ پېل له خپلې خوا کړى دى؟ هر ځل بمباري هله شوې ده چې ترهګرو په هغوى بريدونه کړي دي. نو ښکاره خبره ده چې هر چاته ځان خوږ دى او چې کله په هغوى بريدونه کېږي نو ايا هغوى به په ځواب کې ګلونه ورلېږي؟ هيڅکله نه. هغوى به بمباري کوي. اوس دا چې دغه بمباري ملکي خلکو ته زيان اړوي، د طالبانو د هغو خونخوارو تاکتيکونو پايله وي چې دوى يې اسلام بلي، يانې د خلکو د کورونو منځ ته ورتلل، له هغه ځايه بريد کول او بيا د سُورلنډو په څېر تښتېدل. او کله چې بمباري وشي نو که پنځوس پکې ترهګر وژل شوي وي او دوه پکې ملکي خلک وژل شوي وي دوى ژر ژر مطبوعاتو ته تليفونونه کول پېل کړي، خپل بدل نومونه وښيي او وايي چې دلته ناټو بمباري کړې پنځوس ملکي خلک يې وژلي دي. ځانونه ورته د هغه ځاى ملکي اوسېدونکي وښيي. دغسې د درواغو يو پروپاګنډ وکړي او خپل خلک او وطن نه يواځې ويجاړ کړي بلکې درواغ هم ووايي.
رښتینی
15.07.2007
څرنګه چي د معلم صيب لخوا دادووه دري ورځي كيږي چي په ټول افغان كي
ليكني كوي نو دده په اړه به دلته د جمعه ګل بيسيواد صيب ليكنه بيځايه نه وي چي هغه هم په همدي پاڼه كي بل ځاي چا راوړي ده
--------------------------------------------------------
جمعه ګل بېسواد
په اسلام آبادکي مولاناعبدالعزیز چادري څه په سرکړه چي په ټوله نړۍ کي يی دبحث یوپه زړه پوري فورم پرانست.څنګه چي موږددغي سيمي په خيټه کي پراته يوځکه نودابحث دلته ډیرتود اوخدای شته یوڅه خوندور هم دی. تودخوځکه دی چي یو نارينه دښځینه په چادرۍ کي غوښتل له جوماته وتښتي.که څه هم داموږدمولانایوتک**ک هم ګڼلای شو خوکه عرف اورواج ته وګورو نو والله یوڅه عجبه خوده. اودغه بحث خوندور پدې دی چي هرللوپنجو ورباندي شخوندوهي. دمعلم صلاح الدين غوندي ماماهم ورباندي شخوند وهي اودادی ستاسي جمعه ګل بېسواد هم په ژوندکي لومړی ځل ورباندي هغه دچاخبره قلم کاري وکړه. ماچي دمعلم صيب ليکنه وليده او اوس چي داخپلو اوتوبوتو ته ګورم نوهغه ددوو ميرمنو کيسه مي راپه یادشوه چي یونامرده ځوان چي ترمعلم صيب بتره دکور والاوو دیوې ښې نه وو یوه ورځ دځوانانوپه بنډار کي ناست وو.ځوانانوچيلم څکاوه اودغه ځوان يی هم شوق وکړ.دميرمني چي يی ورپام شو نوپه کورکي خپلي اندرور ته ورپه غوږ شوه چي تېندارې! زیری مي درباندي زموږچیخن هم چیلم څکوي.
دې غريبي ته خو دخپل میړه ټولي نارينه اي ځانګړ**اوي اونیمګړ**اوي مالومي وې،نويی تمه نه کيده چي میړه دې دځوانانوپه بنډارکي چيلم وڅکوي.
معلمان چي واردمخه يی دهیوادپه تاريخ کي طالبانوپه څیریوه لیونۍ دوره واکمني کړي ده یو وخت خورا شخ بریتونه ګرځیدل.دمعلمانو دشخوبریتونو زمانه دکمونستانو توره دوره وه.په افغانستان کي څنګه چي دکمونیزم نوغی له ښونځیو راپورته شو،ځکه يی نوتابیاهم دمعلمانو په لاس وه.یانې همدا معلم صاحبان دکمونستي آیډیالوژۍ **وریسنان وو.دنورو سيموپه اړه خو ماته له هجرته وروسته پته ولګیده چي والله دهیوادپه هرګوټ کي ددغي فتنې ترشامعلم ولاړ دی خودخپل ولايت ارزګان په اړه خو لاته آن دانقلاب په لومړیو کي معلومات ووچي هغه دفارسیوانانو خبره هرچه فسات کي است ده همي کون معلمها است!!!
داځکه چي زموږپه ولایت کي دخلقي حکومت مخکښان معلمان وو.دصاحب جان صحرايي او عبدالاحد ولسي نوم خوبه تاسي اورېدلی وي.لومړی يی وروسته دخلق ګوند دمرکزي کميټې غړی او آن څو څله وزیرهم شو او دابل يی په لومړي سرکي دغزني والي وو اوپه وروس**و وختونوکي دباندنیوچاروپه وزارت کي مرس**ال وو.دغه ښاغلی زماکلیوال وو اودمجاهدينو په لومړي کال دخپل وراره په لاس ووژل شو.
سره له دې چي معلمانو یوه دوره پاچاهي هم **ره کړه خویوه دوره داسي هم ورباندي راغله لکه دمولاناعبدالعزیز په چادرۍ کي ګرځیدل. زموږپه کلي (ددهراوت ولسوالۍ دصالح زوکلی) کي یوه ميرمن وه چي دډتي په نامه مشهوره وه.ډتي زموږپه ارزګانۍ اصطلاح کي بیځایه ګرځیداته وایي. دغه میرمن چي خپل نوم يی مینا وو هیڅ کله هم خپل میړه ته په کورپه لاس نده ورغلي.آن ډیرځله داسي شوي چي میړه غریب يی جنسي اړ**اهم دګلاب دین کاکاپه باغ کي ترې پوره کړي وه. څوځله خوماګنهګارپخپله دمینا میړه سمندر آکا په پردي باغ کي په دې **ور لیدلی وو.یوه ورځ زموږدکلي یوه بل **ین ګیري ترې وپوښتل چي هلکه دادي څه عادت اخيس** چي غیغۍ هم له کوره دباندي کوې؟؟ سمندرآکا ورغبرګه کړه وروره ددې مورڅه اوڅه کړي.... د******لورپه کورنه پیداکیږي.مجبوره یم چي له کوره دباندي يی ......و...یم.
دسمندرآکاخوهسي نوم سمندر ووخوپه حقیقت کي سمندر ډته ترور وه.په کلي اوشاوخواکي داسي څوک نه وو چي ددې له ساحله يی ځان نه وي خړوب کړی. آن ددايکندي هزاره سوداګرانو به هم کله ناکله ددې تناره ته یوه نیمه پ**ره ووهله.دډتي دخوندخبره خو لا داوه چي خدای پنځه زامن ورکړل چي یويی هم دڅیرې اوکړو وړو له مخي سمندرآکاته نه وو شوی.دتصادف ځای خو لاداوو چي ډتي يی په زامنو دشیراف دین،سیف الدین،شمس الدین،خیرالدین اوصلاح الدین نومونه ایښي وو.بل تصادف يی داوو چي دغه پنځه واړه وروسته معلمان شو اوپه شاوخوا ښونځیوکي په ښوونه بوخت پاتي شو.خلکوچي به دوي سره يادول دايی نه ويل چي دسمندر آکا زامن.بلکي دوي هریو يی په هغه چاپسي تړل چي په کلي یاله کلي دباندي به يی څیره ورته وه.دساري په ډول شیراف دين بيخي هزاره ګانوته پاتي کیده.خلکوچي به سره یاداوه نو دهزاره شیراف په نامه به يی یاداوه.شمس الدين يی دګډي شمس الدین اوصلاح الدین يی دغله صلاح الدین په نامه یاداوه. دغله کيسه بیا داسي وه چي یوه شپه دډتي کره غل ورآوښ** وو.ګهیځ خلکوترې وپوښتل چي غله دي له کوره څه یوړل؟ دې ورته وويل چي نورڅه خو خدای که وو بس همدغه یو شی راپاتي وو غل راته ټینګ وو ما ورکاوه نه.خوبیا يی راته وويل چي څه به وشي کمیږي خو نه چي ته دومره بخيلي پرې کوې؟ هماغه وو چي ماهم ورته ویل سمه ده ځه خپل کاردي وکړه خوپام چي بیاغلاته رانشې. غله چي ځان ورباندي سوړ کړی نو يی ورته ویلي چي که داغلامي په یاد وي والله هره شپه به راځم!!!
دډتي زامن وروسته ډیري لويي **ي شوې. یو یی په ارزګان کي دخلق دولايتي کمیټې ريیس شو.بل يی په کابل کي دکورنیوچارو وزارت ته ولاړ. دریم يی شوروي ته ولاړ. صلاح الدين يی په کندهارکي په ولایتي شوراکي څه بلاشوه. کلي ته چي به راتلل نویوپوځي کاروان به یې ترمخ بل به یی له شا وو.خوکله چي مجاهدین راغلل نو دډتي دزامنو بخت هم کوټه شو.له کابله يی پسې راواخيستل. مسکینۍ اوغریبۍ پسې راواخيستل اوپه پای کي یی دتاواني هندوانو په څیر زړې خاتې رابرسیره کړې. پټکي يی په سرکړل اوکلي ته يی رامخه کړه.صلاح الدين يی یوه ورځ ګرده پګړۍ وهلي له کوره دجومات په لور رهي وو ناببره له شا ورباندي چاغږ وکړ چي معلم صيب معلم صيب. ده مخ ور واړاو اور ورغبرګه يی کړه چي داد ماغود نوم که دي بياراته واخيست وبه دي غییم.........دا**ینه پګړۍ مي ستادمور د......س لپاره تړلي ده؟؟؟
خبري ټولي ترمعلم صيب صلاح الدين پوري رایادي شوې. پخپله لیکنه کي يی ښه خبره کړي ده چي لس کاله وړاندي يی دطالبانو دسرو لوپټوپه لیدو په پام کي هم نه راتله چي یوه ورځ به خبره له لوپتې چادري ته هم ځي. ريښ**اهم نړۍ څومره پرمختګ وکړ....آخره زمانه شوه. ښځینه وو له ځانه نارینه جوړ کړل اونارینه وو له ځانه ښځینه. خوموږنارینه بیا بایدچي یوبل ملامت نه کړو.مولاناغریب نو څه آسمان راونړید چي بورقه يی واغوستله؟؟ هغه خلک ولي ځانونه نه ګوري چي ږيري يی خرېیلي اوپه لوی لاس يی له ځانه ښځینه جوړي کړي دي. مولاناخوبورقه ښايي دیوه تک**ک له مخي اغوستي وي خوهغوي چي خپل سالم فطرت يی دږيري په خرېیلو سره شرمولی، له خدایه سره کوم تک**ک کوي؟؟؟
هسي خبره ترتک**که رایاده شوه. مولاناچي کله په چادرۍ کي له ښځوسره دباندي راووت نوداسلام آبادښځینه پولیسو وغوښتل دهغه بدني پلټنه وکړي.ملګرو ښځینه وو يی پولیسو ته وويل چي په دې کارمه لره دازموږ مشره آنټي ده.خوکله چي یوې پوليسي دهغې دتلاشۍ پرمهال دورنو خواته لاس وراوږد کړ نويی ناببره چیغه کړه: های رې!!! یه آنټي نهین انکل هې!!!
_________________
لړمون خوړينی
( په ليكنه كي ځيني بي ادبه الفاظ شته بښنه غواړم )
حامد
و.افغان
16.07.2007
ځما دقدر وړ او دروند وروره حامد صاحب!!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
خیر یوسی، او بیا خیر یوسی، چی ډیره مناسبه لیکنه دی او هم په مناسب ځای کی راوړی، الله دی وکړي چی معلم صلاح الدین صاحب ترینه هم ګټه پورته کړي.
Anonymous
17.07.2007
[quote:33bc37c466="وهاج ساپی"]ځما دقدر وړ او دروند وروره حامد صاحب!!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
خیر یوسی، او بیا خیر یوسی، چی ډیره مناسبه لیکنه دی او هم په مناسب ځای کی راوړی، الله دی وکړي چی معلم صلاح الدین صاحب ترینه هم ګټه پورته کړي.[/quote:33bc37c466]
وهابی خان !
تو از قصه مولانای کبیربلخ به مالم صلاح الدین رسیدی.
برو غم همو پقانه ها را بخور که شیخ عربی آمده دختر نو فلپاینی میخواهد.
Anonymous
17.07.2007
[quote:79cd810324="قایم المقام"][quote:79cd810324="وهاج ساپی"]ځما دقدر وړ او دروند وروره حامد صاحب!!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
خیر یوسی، او بیا خیر یوسی، چی ډیره مناسبه لیکنه دی او هم په مناسب ځای کی راوړی، الله دی وکړي چی معلم صلاح الدین صاحب ترینه هم ګټه پورته کړي.[/quote:79cd810324]
وهابی خان !
تو از قصه مولانای کبیربلخ به مالم صلاح الدین رسیدی.
برو غم همو پقانه ها را بخور که شیخ عربی آمده دختر نو فلپاینی میخواهد.[/quote:79cd810324]
او لوده!!
او بی حیا، کم زره شر م کن، اګر به خدا ایمان نداري، از وجدان بشرم، اګر ضمیر در بدن باشد،
همه برادرها کوشش کردند، ووعده کردند کی حرفهاي زشت، دو زده نشود،
لیکن تو جنګی نمیفهمم چی وخت اصلاح میشوید،
تو چه قسم دیمکرات هستي، که به دست خود دیموکراسي را از بین میبريد،
توجه برادر ګل!
انسانیت بیاموز، آدب بیاموز، اګر انسانیت را یاد نداري پرسش بکن، مردمی در این فورم هستند که ترا بدهند.
خدا ترا به راه حق هدایت کند، اګر انسان شدي، ادب را آموختي، به سر وچشم برادر ما هستي، و تیار هستیم که هر قسم بحث را به بسیار خوبي به پيش ببریم.
چطور برادر محترم؟؟؟
این یک عرض مسکینانه من را قبول کن، و از خدا بترس، یا از ضمیر خو بشرم،
آیا تو این طاقت را داري که در خانواده ء خود به مادرت و خواهرت بګوييد، که من در سایت تول افغان اینقسم حرفها را مینویسم.؟؟؟؟؟؟!!!!
امید دارم که جواب معقولانه را بدهيد.
شاد وباد باشي.
Anonymous
17.07.2007
بچشم دانش جان عزيز
برادر محترم !
من خاموش میمانم بعد میبینیم
با احترام
درويش
17.07.2007
د مېلمه ګل پوښتنې او د مولانا حامد و مولانا سراج الوهاج ځوابونو زما دا نظر نور هم تاييد کړ چې ملا له اولې ورځې څخه د هر ډول پوښتنې ځواب د منطق او دليل پر ځاى په ښکنځلو ورکړى دى. يانې دلته پوښتنه په افغانستان کې د کېدونکيو بمباريو او د هغوى د مسئولينو په اړه شوې خو ملايانو صاحبانو خپلې له زهرو او غولو ډکې خولې د پوښتنې د مطرح کوونکي په مور او خور پسې پرانستې دي. دا ددې نظر د تاييد وړ ګرځي چې وايي ملايان د نړۍ تر ټولو زياته ناپوهه او فضول طبقه ده او دوى چې په پښتنه ټولنه کې څومره زيات دي همدغومره پښتنه ټولنه غرقه او په درياب لاهو ده. ګواهي دغه پورته پوښتنه او د هغې ځواب دى.
Anonymous
17.07.2007
[quote:f03892df85="درويش"]د مېلمه ګل پوښتنې او د مولانا حامد و مولانا سراج الوهاج ځوابونو زما دا نظر نور هم تاييد کړ چې ملا له اولې ورځې څخه د هر ډول پوښتنې ځواب د منطق او دليل پر ځاى په ښکنځلو ورکړى دى. يانې دلته پوښتنه په افغانستان کې د کېدونکيو بمباريو او د هغوى د مسئولينو په اړه شوې خو ملايانو صاحبانو خپلې له زهرو او ***و ډکې خولې د پوښتنې د مطرح کوونکي په مور او خور پسې پرانستې دي. دا ددې نظر د تاييد وړ ګرځي چې وايي ملايان د نړۍ تر ټولو زياته ناپوهه او فضول طبقه ده او دوى چې په پښتنه ټولنه کې څومره زيات دي همدغومره پښتنه ټولنه غرقه او په درياب لاهو ده. ګواهي دغه پورته پوښتنه او د هغې ځواب دى.[/quote:f03892df85]
درویش محترم!!
میلمه ګل زه یم، او ما هم دا پوښتنه له مګلریو کړی، خو زه ویم، دمعلم صلاخ الدین سره همدغسی جواب مناسب دی ، کوم چی حامد جان را نقل کړی، ځکه چی معلم صلاح الدین هم لږ بی پرتوګه ګړیدلی.
که څنګه؟!