د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

څنګه کیدی شي د سپکو سپورو مخنیوی وشي ؟

ډاکتر وطنمل
11.07.2007

درنو لوستونکو!
د شرم او خجالت ځای دی چې پښتانه د بحث آزاد او دموکرات شکل خپل نشي کړای . دا څوم ځل دی چې د نوم له راجستر پرته د آزاد بحث فورم د یو څو کسانو له خوا د سپکو سپورو او ناوړو کلماتو د کارولو له کبله تړل کیږي . مونږ کوښښ کوو چې انشا الله په نږدې راتلونکې کې له نامه پرته آزاد بحثونه بیرته پرانیزو، په دې شرط چې د سپکو سپاندو کارونکي کسان به د ټولو له خوا غندل کیږي !
په درنښت او سلامونو!
وطنمل


رښتینی
11.07.2007

سلامونه اونيكي هيلي !

[code:1:d8d47817fc]په دې شرط چې د سپکو سپاندو کارونکي کسان به د ټولو له خوا غندل کیږي ! [/code:1:d8d47817fc]

نو دا شرط به كار ګر وخيږي ؟

ښه خو به وه چي فورم ازاد واي ځكه د ازادي په صورت
كي ګډونوال خورا زيات وي خو ديادي شوي ستونزي د
مختيوي لاري چاري سنجول په كار دي ځكه په داسي حالت
ولا كه دسړي هيڅ زړه غواړي چه څه وليكي او يا ان فورم ته راشي

په مينه



ع کريم حليمي
12.07.2007

ډېر محترم استاد وطنمل صاحب تر هرڅه له مخه ستاسو حضور ته سلام په 
عرض رسوم !
د خوابدۍ خبره ده چه موږ افغانان   آزاد او دموکرات بحث نه زده ، او زغملی 
 ئې هم نه شو ٠ 
او اصلا دا د خوابدۍ خبره ده چه  د سپکو سپاندو بحث مو خورا ښه زده او 
زغملی ئې هم شو ٠ 

زما له پاره دا د خوشحالۍ خبره ده چه يوازي  " ټول افغان " کولی سي 
چه افغانانو ته آزاد او دموکرات بحث  ښوونه وکړي ،هغو خلکو ته چه ازاد 
دموکراتيک ئې نه زده ٠ 
دا زده کړه ئې هغه وخت زده کيږي چه په تکرار سره ئې ليکني ورړنګي سي 
بېله کوم قيد او شرطه تر هغه وخته چه تر څو ئې له سپکو سپاندو لاس نه وي اخستلي ، نو کله چه سپکو سپاندو ئې لاس په سر شي ، نو بيا 
به ئې ليکني په يوه وړه اشتباه نه ړنګيږي ، 
مننه ! داچه تاسو اراده لرۍ چه ازاد او دموکرات  بحثونه بیرته پرانیزۍ 

که ستاسو خوښه وي زه به د ليکونکو ليکني ،ديوې سپکي خبري  په سبب 
ړنکه وم تر څو چه ازاد او دموکرات بحثونه زده کوي ، ليکوال دي په سپکو سپاندو ليکنو يو ساعت وخت ضايع کوي ،موږ به ئې په T ثانيه کښي 
ماله پر تېره کړو !!!

افغانان ليکوال حق لري چه ازاد او دموکرات بحثونه د "ټول افغان " په 
برېښنائي پاڼه کښي تمرين کړي ٠ ازاد او دموکرات بحثونو زده کړه د يو څو 
ورځو لاره نه ده ٠ وخت او زغم غواړي ، "ټول افغان " يعني وخت ، او ان شاالله 
چه چلونکي  به صبر او طاقت ، بردباري او تاب  به ئې راوړي  ، تر هغه وخته چه بعضي ليکونکي د ازاد او دموکرات  بحثونو په ګټه او وټه پوهيږي 
د ازاد او دموکراتي بحث اخلاق ساري دي ، چه ان شا الله د "ټول افغان"
له لاري به د ټول  افغان  دخاوري هر سړي ته ورسيږي ، که خدای کول 

په احترام او ميني سره  

 


salam
12.07.2007

وطنمل صیب کهء دغیر اخلاقی خبرو لیکنو کونکو ته هیڅوک هم جواب ونه وایی
نو پخپله به ستړی شی .او دا کار دفورم هغه ملګری تر سره کولی شی څوک چې
مسلسل لیکونه کوی .زه پخپله ډیر په ګرا نه وخت اوباسم او فورم ته راشم خو
چې اووینم نو زړه می خفه شی .دکنځلو نور څه وجه نه ده دا دیو بل دنه برداشت ک
کولو څرګنده ونه ده .په افغانستان کې چې دانقلاب نه ورستو تر ننه کوم حالات روان دی دهغی وجه هم دغه عدم برداشت دی . چرته چې دلایل موجود وی هلته
خبره جنګ اوکنځلوته نه وځی.
په درناوی :سلام


larghonay1
12.07.2007

وطنمل صيب كور دې ودان ښه موضوع ده .
مونږ د بيان ازادۍ ته اړتيا لرو چې كلي سره د دې سيالۍ نوښت د ټول افغان وياړ دى خو دا چې ځينې شوم خلك نه غواړي چې افغانان د بيان ازادي ولري يا دا چې نه پوهېږي چې علمي، منطقي او له درناوي ډك ازاد بحث څه ډول وشي . نو د ټول افغان چارواكي بايد دا قرباني وركړي چې هم د ازاد بحث فورم ژوندى وساتي او هم ناوړه ليكنې په كې پرې نه ږدي.
د حليمي صيب ښه مشوره ده چې دوى دې زحمت اوباسي او ناوړه ليكنې دې كوي او مونږ به يې ورته په ټي ثانيه كې ړنګوو.


monir
12.07.2007

وطمل صاحب ډېر ښه نظر دﺉ، چې ( له درناوي ډک، آزاد ، علمي او منطقي بحثونو)
برخه آزاده پرېښودله شی. د مطبوعاتو آزادۍ د رعایت کولو تر څنګ د دې چانس هم زیاتېږي، چې لا په زړه پورې مطالب بحث ته وړاندې شي . د بحث د ښه والي لپاره یو څو وړاندیزونه:
- مونږ باید یو اصل و منو چې د ټول افغان د بحث ګډونکوونکي د یو بل دښمنان نه دی او اکثراً یو بل نه پېژني !
- بحث باید چې پروړاندې شوې موضوع باندې وشي او له شخصی تعرضونوڅخه دې ډډه وشي!
- د را پاروونکو شعارونو له ورکولو څخه دې مخنیوﺉ وشي، ځکه چې بالمثله غبرګونونه را پاروي او نتیجه به یې بیا هماغه سپکې سپورې وي!
[quote:3b951dc53f]که ستاسو خوښه وي زه به د ليکونکو ليکني ،ديوې سپکي خبري په سبب
ړنکه وم تر څو چه ازاد او دموکرات بحثونه زده کوي ، ليکوال دي په سپکو سپاندو ليکنو يو ساعت وخت ضايع کوي ،موږ به ئې په T ثانيه کښي
ماله پر تېره کړو !!! [/quote:3b951dc53f]
- زه د محترم حلیمی صاحب د خبرې په تایید، وړاندیز کوم :
که تخنیکي ستونزه نه وي د سپکو سپورو لیکنو کنترول دې د هغو له خپریدو څخه د مخه وشی!

په درنښت


sabawoon azadkhial
12.07.2007

وطنمل صيب!
لکه چې مکروبونه کله کله په ژوندي وجود حمله کوي اوهغه بیا په انتي بوتيک وژل کیږي او دوجود درملنه کيږي مګر وجود ته نوره سزا نه ورکول کیږي. ټول افغان هم بايد داسي وي چې مکروبونه(دسپکوسپورو) ووژني اونه داچې ځان په بستره کې واچوي او له ازاد فعاليت څخه توبه وباسي. دازاد بحث بندول په اصل کې دغو مکروبونو ته تسليمي او دهغوی بری دی او دهوښيارانو خبره دسپږې له پاره پوستين په اور اچول دي.
نوڅه بايد وشي؟
۱ - دکنځلو ليکنې لکه چې ورته اشاره شوې دستي ړنګې شي.
۲-دکنځلو څخه ډکو ليکنو ته ليکونکي ځواب ورنه کړي. اوخپله مطلقه بې اعتنايی وښايي. سپي به غپيږ ي کاروان به تيريږي. ما په ځني اروپايی سایټونو کې په نورو ژبو هم کنځلي لیدلی خو ورڅخه تراژيدي نه جوړوي. داد انترنیت په مخ کنځلي دي او يو بل سره نه پیژني نوبيا دومره حساسيت؟ سړه سينه اوپراخه حوصيله په کارده اودابايد عادت وګرځي ځکه چې اوس په بيخي يوه نوې نړۍ کې ژوند کوو او په الکترونونو سره ويشتل کووچې په زرګونو ځلې د مخ په مخ کنځلو څخه ښه تره دي.
مننه


pattang
12.07.2007

پښتنو وروڼو !
څوک چې قدرت لري بايد خپله خوله د بې قانونۍ ظلم ، ٠٠٠ په مقابل کې پټه
نکړي٠ څوک چې قدرت نلري ، ايمان او غيرت لري بايد همدغسې عمل وکړې
لکه قادره٠ 
زما هغه سوال ته ( داولې لکه ددوبي مچان ورک شول ?) هيچا ځواب ورنکړ٠
زه اوس مطلب ته راځمه :
بحث خو ازاد دی او ازاد ديموکرات بحث خو په راجستر او نه راجستر پورې
کومه اړه نلري .
نو ولې کله چې بحث په سبتېدو پورې وتړل شي انډيوالان ورک شي او کله چې
بي سبته شي نولکه زمريان را پيداشي او کنځلې کوي ?
ددې خبرې علت څه دی ????????
زه ګمان کوم چې دغه انډيوالان په حقوقي او تخنيکي اړخونو ديوې پاڼې او
فوروم نه پو هيږي ٠
سوال دادی چې دوی ولې ځانونه نه سبتوې ?، سبتول او نه سبتول يوله بله
څه حقوقي او تخنيکي توپير لري ٠ ??
څوک چې د ننې خپله  عقيده په يوه شي ونلري نو مجبورول يې غلط کاردی اوکومه
نتيجه نه ورکوي ٠
خو په بي قانونوخلکو بايد قانون عملي شي .
( ديموکراسي په ځانګړې عقيدې او چار پيريال پورې يو تړلی کلتور دی که څوک
يې نلري ، نويوا ځې په کتاب لوستلو او درس وېيلو سړی نشي ديموکرات کېدی )
زه ګمان نکوم چې دا وړۍ د شړۍ شي ٠


shokoor
12.07.2007

ګرانو دوستانو سلام علیکم
وطنمله وروره ښه به وشی که دا بحث آزاد شي. مونږ افغانان په ځانګړيتوګه پښتانه باید دا زده کړو، که د کوم چا نظر مونږ ته د تایید وړ هم نه وي باید چې د هغه نظر ته احترام وکړوو. نه دا چې هر څه مو له لاسه وشي پرې حواله کړوو!
[quote:676d4cd814]زه ګمان نکوم چې دا وړۍ د شړۍ شي ٠[/quote:676d4cd814]
پتنګه وروره ولې پر ځان باندې دومره بد ګمانه یاست! الحمد لله مونږ پښتانه دومره بې استعداده هم نه یو چې له سپکو سپورو څخه لاس واخلو او د بحث نوﺉ کلتور زده کړوو. زه خو پر تاسو او نورو هېوادوالو ټینګ باور لرم !
د بحث د نوي کلتور په هیله !


pattang
12.07.2007

افرين نر سړی يې امريکايانو ته به غټ خدمت وکړې که ما ورته معرفي کړې
او انعام به هم در کړي نو دا کار ولې نکوي ?? ٠

[quote:705c9d12ed]تا خو د يوه سره په الګایده باندي و غوول دا څه خېل اسلام دی چې ته [color=darkred:705c9d12ed]کوستېزن[/color:705c9d12ed] ئې غواړې ؟ ! [/quote:705c9d12ed]

پښتون خپل وار نه پريږدي خو زه به لږ څه حوصله درته وکړم اودومره درته وايم چې
داپورته فاميلي تحفه دبيرته خپل کور ته در واخله ٠ که حقيقت را باندې واېي پردې
بحث کې له تا څخه بل تروريست نشته ، ځکه چې دکنځلو بې ادبه حمله دوکړه٠
که ولي نه يم خالي نيم ، ګومان نکوم چې دا وړۍ د شړۍ شي .!

ژوندي دوي دپښتنو جنګيالي د ازادي په لاره کې
مرګ په اشغالګرواو لاسپوڅيو بيغرتو مايعاتو

[quote:705c9d12ed]ګوره پتنګه !
ته خو مالومېږي چې د الګائیدې غړی يې او دهغوی ملاتړ هم کوې نو داخبره راته روخانه کړه چې الګائیده زموږ په وطن افغانستان کې څه غواړي ؟ په پاکستان کې څه کول غواړی ؟ تا خو د يوه سره په الګایده باندي و غوول دا څه خېل اسلام دی چې ته کوستېزن ئې غواړې ؟ !
په درناوي
_________________[/quote:705c9d12ed]


ملا وزګوړی
14.07.2007

وطنمل صيب
ښې خبرې دې کړې دي!
خو ددې سپکو سپورو او کنځاوو د مخنيوي لپاره بايد څه وشي؟
وروڼو ډيرې ښې مشوې درکړې چې د بحث ګډون وال دې يې نه جوابوي او چلوونکي دې يې ړنګوي او په دې توګه شونې ده چې دا خلک ستړي شي او ياهم په مثبت بدلون سره سړيتوب زده کړي !
خو ددې کار لپاره د چلوونکو ډله هم بايد غښتلې شي ځکه چې يو يا دوه به داکار په وخت سره ونه کړای شي!
او داچې څوک به چمتو شي ؟ توکل په خدای تر ټولووړومبی زه ورته ټټر وهم!
په درناوې


درويش
14.07.2007

لکه څنګه چې حليمي صاحب او ملاوزګوړي (ډېر ښکلى نوم دى) ويلي زه هم وايم چې د ښکنځلو ليکنې بايد ړنګې کړل شي او په دې کار د ټول افغان څو تکړه غړي وګومارل شي.
مننه


ډاکتر وطنمل
14.07.2007

[quote:157856b7ac="ملا وزګوړی"]وطنمل صيب
ښې خبرې دې کړې دي!
خو ددې سپکو سپورو او کنځاوو د مخنيوي لپاره بايد څه وشي؟
وروڼو ډيرې ښې مشوې درکړې چې د بحث ګډون وال دې يې نه جوابوي او چلوونکي دې يې ړنګوي او په دې توګه شونې ده چې دا خلک ستړي شي او ياهم په مثبت بدلون سره سړيتوب زده کړي !
خو ددې کار لپاره د چلوونکو ډله هم بايد غښتلې شي ځکه چې يو يا دوه به داکار په وخت سره ونه کړای شي!
او داچې څوک به چمتو شي ؟ توکل په خدای تر ټولووړومبی زه ورته ټټر وهم!
په درناوې[/quote:157856b7ac]

ملا صیب وزګوړی مشې ، نیکې هیلې او سلامونه مې ومنئ !

که رښتیا ملا یاست نولږ تر لږه ملایان صاحبان خو به حتماً درباندې درانده او قدرمن وي ، که نه ؟
که درباندې ګران وي نو بیا به د کمعقله وزګوړي خطاب ځان ته د ملا په توګه یا په منفي سمبول سره نورو ملایانو ته څنګه و زغمئ ؟

خو داچې خپل نوم مو هم ورسره نه دی لیکلی او ځان ته اول ملا پخپله او هغه هم ــ بیا وزګوړی وایئ، داسې بریښي چې پر ملا یانو (باندی) د سپکاوي برید مو آن په خپل مستعار نوم کې ورځای کړی دی . نو آیا په دې صورت کې به څنګه وکړای شئ چې په ناپیېلي ډول د نورو سپکې سپاندې ړنګې کړئ ؟
نو ستاسې له ټولو ړومبي چمتو والي څخه په کلکه سره مننه !

نور : په ړنګولو کې مرسته باید لرغوني ۱ د دغه فورم د مسول په توګه کولای، خو متاسفانه چې تر اوسه پورې د هغه ورته هډو پام هم نه دی شوی !

سر بیره پر دې محترم او معظم استاد مولینا حلیمي صاحب د فوروم او افغانانو د خیر له پاره ددغې دندې وعده کړې ده، خو تر څو چې بل حل موندل کیدای شي ، محترم استاد ته دا تکلیف نه ورکوو .

هو، د یوه بل تخنیکي حل فکر هم روان دی، ښايي نه یواځې په دغه فوروم ، بلکې که خدای کول په ټولو فورمونو کې به، آن د ټوکو ټکالو د فوروم په شمول ، نور سپورې سپکې بالکل د پښتنو له قاموس څخه ورکې کړو!
والسلام


ملا وزګوړی
14.07.2007

دروند وطنمل صيب
له سلامونو، نيکو هيلو او ستړي مشې څخه مو مننه!
ډيره پرځای ده چې زما له مستعار نامۀ څخه ستاسو په ګډون ښاغلي لوستونکي ملاصاحبانو ته سپکاوی او توهين وانګېري !
خوالله تبارک وتعالی شاهد دی چې زما په زړۀ کې د ملا او مولانا لپاره څومره احترام او درناوی موجود دی؟
[quote:86384db301] که درباندې ګران وي نو بیا به د کمعقله وزګوړي خطاب ځان ته د ملا په توګه یا په منفي سمبول سره نورو ملایانو ته څنګه و زغمئ ؟ [/quote:86384db301]
د ځان لپاره يي زغملای او منلای شم او پر همدې بنسټ مې خوښ کړی اما د يو ملا پۀ توګه نه! بلکې د خپلې کم علمۍ او بيسوادۍ پر اساس!
خود ملايانو لپاره يي د زغم وړ نه بولم آن د يو ډير کمعقل مسلمان ورور لپاره يي هم شايد ونه کاروم!

اما په بل صورت کې د ديموکراسي د اصل پر بنسټ داحق ښايي هيڅوک هم ونه لري چې زما مخه پردې پلمه ډب کړي چې ګواکې زما له نامۀ څخه د اسلامي ټولنې يو دروند،نجيب او شريف قشر ته سپکاوی متوجه دی!
ځکه چې دا نوم ما د ځان لپاره خوښ کړی او له دې ځايه دبل چاپر شخصيت او اصالت هيڅ تېری نه کېږي!
په درناوي
ملا وزګوړی


shokoor
14.07.2007

درنو دوستانو سلام علیکم
[quote:17ca6d0ea3]هو، د یوه بل تخنیکي حل فکر هم روان دی، ښايي نه یواځې په دغه فوروم ، بلکې که خدای کول په ټولو فورمونو کې به، آن د ټوکو ټکالو د فوروم په شمول ، نور سپورې سپکې بالکل د پښتنو له قاموس څخه ورکې کړو! [/quote:17ca6d0ea3]
ګرانه وطنمله وروره که تاسو ته زحمت نه وي د ښاغلي خیشکي ورور وړاندیز ته چې لیکلي یې وو: [quote:17ca6d0ea3] که تخنیکي ستونزه نه وي د سپکو سپورو لیکنو کنترول دې د هغو له خپریدو څخه د مخه وشی! [/quote:17ca6d0ea3] هم توجه وکړۍ، کیدای شي په دې توګه له هغو لیکنو څخه مخنیوﺉ وښي، چې په بحث پورې مستقیمه اړه ونلري !
والسلام


Anonymous
14.07.2007

ښاغلی شکور خان او درنو لوستونکو ته سلامونه او زیرې ورکوم چې فوروم بیرته آزاد شو.
تاسو لیکلي : ((که تاسو ته زحمت نه وي د ښاغلي خیشکي ورور وړاندیز ته چې لیکلي یې وو:
[color=white:a954a458ff]که تخنیکي ستونزه نه وي د لیکنو کنترول دې د هغو له خپریدو څخه د مخه وشی! کیدای شي په دې توګه له هغو لیکنو څخه مخنیوﺉ وشي چې د موضوع سره اړه و نه لري [/color:a954a458ff]))

وروره دا وړاندیز له پامه غورځوي چې په ټولو بحثفورمونو کې لیکونکی په مستقیمه توګه پخپله خپرونکی هم دی، نو له خپرونی مخکې لیکنه زمونږ لاسته نراځي، نو څنګه به یې کنترول کړو ؟

له  ښاغلي ملا وزګوړي څخه د هغه شک بښنه غواړم چې دده په مستعار نوم وزګوړي راسره پیدا شوی و. ملا صيب  داچې د ملا په توګه نه، بلکې صرف ځان ته مو وزګړی کارولی او دا مو هم خپل حق ګڼلی اوحق مو  هم دی، نو ښه به نه وي چې ملا ترې حزف او يواځې په وزګړي خپل تسل وکړئ؟
په دې توګه به مو هم خپل حق خوندي کړی وي چې حتمأ غواړۍ د غه تخلص وساتئ ، او هم د ټولو ملایانو صاحبانو د ډاډ حق او شکران ، چې د وزګوړي په حیٍث نو په خپلو لیکو کې هیڅ ملا  نه لري !
نوره مو خوښه خپله :خو که څوک ملاهم وي  د ملا پر مفهوم او کلمه چې عامه ده او پر شخصي چوکاټ نشي محدود یدای، د تواضع له پاره هم ښاي څوک د هغې د ناوړه کارولو  حق و نه لرئ ، په تيره بيا پټ او مستعار کسان 
نشي کولای  د مستعار  نوم په پلمه  ځان ته د ملارزيل  يا ملا خيټور ويزونه  وکاروي ٠
په درنښت او سلامونو
وطنمل


Anonymous
14.07.2007

يوه پوښتنه :
ايا په عملي توګه دا کيدی شي چې د ای٠پي٠ له مخې کو م ګډونکونکی دې ؤ فوروم ته د ننوتلو څخه محروم کړی شي؟ که داسې وي، نو هغه معلوم الحاله ميکروب چې پخوا هم دلته د پوچووئيلو / ليکلو مجرم واو وروستی ځلي هم، نو ايا دا به نه وي ښه چه لاتر مخه دې د نوموړي د راتګ لاره بنده کړی شي؟ زما په اند دا به ئې سمه لاره وي٠
زيد


محترم بحث

Anonymous
14.07.2007

د موضوع ټولو ګډونکو ته سلام
ګرانو!
زه هم دزید ورور خبره تاییدووم، او هم دپتنګ ورور خبره،
سوال دادی، چی څنګه دا خلک په یو ځل پیدا شي، او بیا ورک شي، زما شک دادی چی دا چټیات او ښکنځلی دهمدی فورم ځنی ثبت شوي غړي دمیلمه ګانو په نوم کوی
مهمه او س داده:
څنګه چی دهر چا کمبیوتر معلوم وي، د i p له مخی، ولو که هغه په هر نوم لیکنه وکړي، دفورم چلوونکی يي معلومولاي شي، که چیری یو ثبت شوی کس یا غړی، دغسی سپکو سپورو ته خوله واچوي، نو ددغه کس ادرس دی بند کړاي شي، او یا علی الاقل همدغه ثبت شوي کس ته تهدید ورکړ شي، چی دوباره دغه کار ونه کړي، ا و که تری تکرار شي نو په ثبت شوي نوم به يي دلیکلو لار پری بنده شي.

تر دی وروسته دحلیمی صاحب او نورو ملګرو خبری هم دقدر وړ دي، نو دغه چلوونکی ورونه دی هم زیار وباسي، چی دغسی چټی لیکنی او یا په نه اسنادو ولاړی لیکنی وار تر مخه ړنګه کړي.

دا فورم ځای د بحث دۍ سره ددلیل سره، او یا دعلم دحاصلو ځآی دی په پوښتنی سره، که څوک یوه غرضي لیکنه کوي، بغیر دلیله، نو باید لیکنه يي وار تر مخه ړنګه شي.


Anonymous
15.07.2007

ددې فورم له دروازو څخه د غټو قلفونو د لرې کولو مبارکی د فورم ټولو مينه والو ته وړاندې کوم.
کله کله داسې هم کيږی چې په کوربه باندې د ميلمنو زور راشی او هغه يې د سم خدمت کولو توان نه لری، نو په دروازه قلف واچوی. په تیره بيا که ميلمانه او يا په ميلمنو کښې ځينې کسان لږ شوخ او سپين سترګی هم وی نو د کوربه او نورو ميلمنو حوصله تنګولای شی.
په هغه پخوا ورځو کې خو زما په نظر يونفر ؤ، چې ترهغه وخته نايب سالار ؤ چې بحث دده په خوښه پرمخ روان ؤ. خو کله چې بحث دده پرخوښه پرمختګ ودراوه، نو ده هم ځان جنګی ونيو او هغه هم نه له يوه او ددو کسانو سره، بلکې له ټولوسره.
قصد يې همدا ؤ، چې يا به دا بحث دده پرزړه او خوشه پرمخ ځی او يا به دا بحث رټ دريږی. چې همداسې يې هم وکړل او د بحث د تړلو له پاره يې لاره جوړه کړه.

زه به يوازې د يوه ميلمه په توګه يو نظر وړاندې کړم:
دا خو سمه ده چې ددې فورم ټول ګډون کوونکی بايد د قلم عفت، د بحث نزاکت او د مقابل لوری احترام وساتی. خپل نظر وړاندې کړی، خو بل يا نورو ته سپکاوی ونکړی. خو که کوم يو مغرض انسان په ميلمنو او يا هم په کوربنو کښې پيدا شی، چې ددې فورم آزادی نه غواړی او يا دا فورم يې په زړه جوړ نه وی، نو هغه به خواه مخواه تخريب کوی. کله به سکسی عکسونه را استوی، کله به ښکنځل کوی، کله به يو له بله سره په جنګ اچول کوی او کله به هم نورې او نورې نخرې.

نو ددې مغرض هدف به ددې بحث تړل وی. نو که دا بحث بيا وتړل شی، په حقيقت کښې مو د نوموړی مغرض غوښتنه تر سره کړه، هغه مو هدف ته ورساوه او له نورو مو د آزاد فورم د ګډون امکانات واخيستل.

تر هغې اندازې چې دا فورم له سپکو سپورو ساتل کېدای شی خو ښه به وی. او که نه شی ساتل کېدای، نو پرېږدی چې دا ډول کسان خپلې ښکنځلې وليکی او زړونه يخ کړی. موږ خو يوله بله سره د کوڅې او پټيو شريکان نه يو. يو او بل سره هيڅ نه پېژنو، نو یو څوک چې ښکنځل کوی، لکه سپئ چې په انټرنيټ کښې غاپی.

کوښښ به کوو چې هيڅ خيال پرې رانه وړو، او که چا د احساساتو او اشتباه له مخې کوم وارې تندې او ترخې خبرې وليکلې، ورته حوصله وکړو.

یعنې زه د ډير کنترول او پاکولو طرفدار نه يم. خو بياهم دکوشان صاحب په خبره، زه دومره مهم نه يم.


pattang
15.07.2007

[quote:c1bc9fb60a]ددې فورم له دروازو څخه د غټو قلفونو د لرې کولو مبارکی د فورم ټولو مينه والو ته وړاندې کوم. [/quote:c1bc9fb60a]
ميلمه وروره نه د دې لپاره چې بحث اوږدکړم ، بلکي دخپلې پوهې لپاره چې له تا
څخه يې زدکوم ،دا پوښتنې لرم :
دغه غټ قلفونه څه شی دي ?
څرنګه ، کومه ګټه او کوم نقص يې لاره ??
پر دې ډول اداره او جوړښت څه ګټې لري ?
که زما سوالو ته ځواب راکړې ډېره مرسته به مو وي .


Anonymous
15.07.2007

که پورته ټولو نظرياتو ته پام وکړو نو څرګنده به شي چې يوازې پتنګ اويوبل ورور [i:cd47077832]وهاج سعودي پال[/i:cd47077832] د دازاد فورم مخالف دي. دليل يی دادی چې دوی خودبنیاد ګرايی په ناروغۍ اخته دي اوداسې خلک خو په سرشت کې دانسان له پاره انساني ازادي نه مني. دوی مذهبي ټاپي په لاس په يو اوبل يی وهي. کنځلي او سپکې سپورې کاروي په خولو دپښتنو ملاتړکوي خو په عمل کې چې شعوري به وي او که غير شعوري په موږ باندې دعربي کلچر اوپاکستاني واکمنۍ دلاتسلط له پاره کار کوي. تاسې که ددوی ليکنې وګورۍ يواځې په مذهبي پروپاګندولاړې دي کوم ژورعلمي درک اومنطق په کې اصلا څرک نه لري. دوی ترهغې ازاد بحث درسره کوی چې ددوی په خوښه وي خو که يو څه دې ددوی دمزاج په خلاف وویل بس نو داسلام په خلاف کمونست اوخلقي شوې اودغربيانو نوکردې نوموي خودايی هیر دي چې همدې غربیانو دوی په پاکستان کې وروزل او تراوسه هم دهمغوی دډالرو په زور دقدرت خاوندان دي.


pattang
15.07.2007

وروره وهاج ساپي خو دلته ، پر دې هکله څه ندي ليکلي نودابنيادي
تربګينت اودروغ څه مانا لري ٠
په دلا ئلو مې قانع کړه ،پروپاګنده نتيجه نورکوي٠

[quote:97fdfed82f]که پورته ټولو نظرياتو ته پام وکړو نو څرګنده به شي چې يوازې پتنګ اويوبل ورور وهاج سعودي پال د دازاد فورم مخالف دي. دليل يی دادی چې دوی خودبنیاد ګرايی په ناروغۍ اخته دي اوداسې خلک خو په سرشت کې دانسان له پاره انساني ازادي نه مني. دوی مذهبي ټاپي په لاس په يو اوبل يی وهي. کنځلي او **کې **ورې کاروي په خولو دپښتنو ملاتړکوي خو په عمل کې چې شعوري به وي او که غير شعوري په موږ باندې دعربي کلچر اوپاکستاني واکمنۍ دلاتسلط له پاره کار کوي. تاسې که ددوی ليکنې وګورۍ يواځې په مذهبي پروپاګندولاړې دي کوم ژورعلمي درک اومنطق په کې اصلا څرک نه لري. دوی ترهغې ازاد بحث درسره کوی چې ددوی په خوښه وي خو که يو څه دې ددوی دمزاج په خلاف وویل بس نو داسلام په خلاف کمونست اوخلقي شوې اودغربيانو نوکردې نوموي خودايی هیر دي چې همدې غربیانو دوی په پاکستان کې وروزل او تراوسه هم دهمغوی دډالرو په زور دقدرت خاوندان دي[/quote:97fdfed82f].


و.افغان
16.07.2007

[quote:1a654b63ab="جی"]که پورته ټولو نظرياتو ته پام وکړو نو څرګنده به شي چې يوازې پتنګ اويوبل ورور [i:1a654b63ab]وهاج سعودي پال[/i:1a654b63ab] د دازاد فورم مخالف دي. دليل يی دادی چې دوی خودبنیاد ګرايی په ناروغۍ اخته دي اوداسې خلک خو په سرشت کې دانسان له پاره انساني ازادي نه مني. دوی مذهبي ټاپي په لاس په يو اوبل يی وهي. کنځلي او **کې **ورې کاروي په خولو دپښتنو ملاتړکوي خو په عمل کې چې شعوري به وي او که غير شعوري په موږ باندې دعربي کلچر اوپاکستاني واکمنۍ دلاتسلط له پاره کار کوي. تاسې که ددوی ليکنې وګورۍ يواځې په مذهبي پروپاګندولاړې دي کوم ژورعلمي درک اومنطق په کې اصلا څرک نه لري. .[/quote:1a654b63ab]

میلمه جانه! دلته ته دی بیا دخپلو کلمو نریوالی واضح کړی، ما بیخي غوښتل نه چی دی موضوع لاندی څه ولیکم، خو ستا افتراءاتو دیته اړ کړم،چی دا څو کرښی درته ولیکم.
ګرانه!! مخکیني بحثونه اوس هم ثبت دي، تاسی وګورۍ چی ما کوم کس ته ښکنځل کړي، بر عکس ډیرو لیکونکو په یوه نوم او بل نوم، زما شخص ته مستقیما ښکنځلی کړي، داسی پوچی ښکنځلی چی دباوجدانه انسان په سوچ کی هم نه تیریږي.
او له دی سربیره بیا دغو ښکنځل مارو ما سره یو بل میتود هم چلاوه، او هغه دا چی ښی ډیری ښکنځلی به يي وکړي، بیا به يي ولیکل، ښاغلی وهاج وايي:
مطلب چی دا ښکنځلی زه خپله خپل ځان ته کوم.

خو خیر، ما هغوي ته پوره حوصله کړی، او بیا به هم حوصله کوم، زه هیڅکله دازاد بحث مخالف نه یم، او دغه په ثبت شوو نومونو چی تر سره کیږي، دا هم آزاد بحث دی، اکثره ملګري يي په مستعار نومونو مخ ته بیايي.

ما همیشه ټول ملګري دموضوعي بحث او څیړني فضا ته راغوښتي، دلیل او استدلال ته می راغوښتي، او که تاسی ځما لیکنی لوستلی وي، نو دغه څیز به مو ضرور تر سترګو شوی وي.

پاتی دا چی، مونږ هر یو بل ته مجهول يو، ځمونږ فیصلی به په لیکنو او موضوعاتو وي نه په اشخاصو، زه خپله په دری زرینو اصولو ایمان لرم، او هغه اسلام پالنه، وطن پالنه، ولسواکي ده،
نه دعرب لپاره کار کوم، او نه می کړي، او نه یو بل قومي تعصب لپاره، او نه سعودي پال یم، دسهار له لوري خپل درس وایم، او پس له وخته یو ځای کی دقرآن کریم تدریس کوم، او ددغه تدریس حلالی پیسی لاس ته راوړم، او دخپل ژوندانه نفقه يي ګرځوم.
نه می بی غیرته ډالرو ته ضرورت شته، او نه می بی پته روبلو ته،او نه بې عزته کلدارو ته.
او هیله لرم چی آینده ټول ژوند می په دغو لږو حلالو پیسو تیر کړم.

بله دا هم ولوله: چی دعقیدی، اسلام، او کلچر تر منځ باید فرق وکړي، په لنډ ډول کلچر عبارت دی، دیوه قوم له ژبی نه (محور دی)، کالیو نه، دناستی پاستی دطریقی نه، دمیلمه پالنی له طریقی نه، دښځو دګاڼی نه، رسم او رواج نه، او دیته ورته نور څیزونه....
خو اسلام بیا یو دین دی، اسلام دهیڅ ډول کلچر مخالف نه دی، او نه اسلام په افغانستان کلچر له مینځه وړی، او ددی خبری ډیر ثبوتونه زه لرم، دا لیکنه يي ځای نه دی، هو اسلام هغه رسم او رواج ردوي، چی پر ظلم ولاړ وي، په تیري ولاړ وي،

مثالونه يي ځمونږ پوښتنی ټولنه کی ډیر دي،

لکه ددښمنۍ ختمول په س.و.ره باندی، دخپلی ښځی وژل په مجرد تهمت باندی، ددښمنۍ په حال کی له قاتل څخه بغیر دهغه نور اړوند خلک وژل، لور ا وخور په زوره چاته په نکاح کول، او دیته ورته نور ډیر مسائل دي، چی په دی دلالت کوي، چی ځمونږ مجتمع کی جهل موجود دی، او اسلام په پوره معنا هلته نه دی کوز شوي،

نو څنګه بیا وویل شي، چی اسلام ددغه مجتمع رسم او رواج له مینځه وړی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دا خو ډیر بی انصافي ده، او په بوسو کی اوبه بوتلل دي.

ورور مو وهاج ساپی.


Anonymous
16.07.2007

دا بلرام هماغه جنګی نایب سالار دی چی دچټیاتو دروازه ورته بیا خلاصه شوله
نه پاړسو سمه لیکی او نه پښتو بس خدای شرمولی انسان دی


Anonymous
16.07.2007

ټولو وروڼو اوخویندو سلامونه اونیکی هیلی
زه فکر کوم دپتنګ صاحب خبره بیا د دوبی مچان پیدا شول چی دخپل عادت سره یی ورانی شروع کړ
الله دی هدایت ورته وکړی !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more