اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
هيله ده ددی ایت شریف تفسیربه راکړي
افغانزاده
11.07.2007
اولاً محترم
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
ثانیاً مهربانه دی دی ایت شریف تفسیرکه راته واضیح کړي
ستاسوبه یوخاص لطف وی
ایت شریف داده
ان الله شترامن الموئمنین اموالهم واولادهم بان لهم الجنته
افغانزاده له کراچي څخه
Re: هيله ده ددی ایت شریف تفسیربه راکړي
و.افغان
11.07.2007
[quote:79ebb5e5f5="افغانزاده"]اولاً محترم
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
ثانیاً مهربانه دی دی ایت شریف تفسیرکه راته واضیح کړي
ستاسوبه یوخاص لطف وی
ایت شریف داده
ان الله شترامن الموئمنین اموالهم واولادهم بان لهم الجنته
افغانزاده له کراچي څخه[/quote:79ebb5e5f5]
محترما وروره! اول دي راتګ ته هرکلۍ وایم، او بیا ستاسی ځواب په لاندی ډول دی:
لمړۍ: تاسی چی آیت څنګه لیکلی دی، آیت دغسی نه دی، بلکه دآیت الفاظ داسی دي:
((ان الله اشتری من المؤمنین أنفسهم وأموالهم بأن لهم الجنة، یقاتلون فی سبیل الله فیقتلون، ویقتلون، وعدا علیه حقا فی التوارة والانجیل والقرآن، ومن أوفی بعهده من الله فاستبشروا ببیعکم الذي بایعتم به، وذلک هو الفوز العظیم))
ژباړه: بیشکه چی الله پیرودلی (آخیستلی) دی له مؤمنینو څخه نفسونه د دوي، او مالونه د دوي، (چی خپل ځآن او مال په جهاد کی ښندي او قربانوي)، په عوض ددی چی بیشکه شته (په بدل د دغه جهاد) دوي ته جنت،
(دغه پیرودل) په دی شان دي، چی جنګونه کوي دوي په لاره د الله کی، نو (کله) وژني دا مؤمنان دا (کفار)، او (کله دکفارو له لوری دا مسلمان) وژلی شي، دغه مؤمنان وعده ده، په دغه (الله) باندی وعده حقه په توراة کی، او په انجیل کی، او په قرآن کی،
او څوک دی ښه وفا کوونکۍ په وعدی خپلی سره له الله څخه، (بلکه هیڅوک نشته) نو خوشاله اوسۍ تاسی (اۍ مؤمنانو) په بیع ستاسی باندی هغه چه معامله کړی ده تاسی له الله سره په هغی، او دغه (بیعه او شرا) هم دغه بری دی ډیر لوي.
محترمه وروره: دا آیت دهغه مؤمنانو باره کی چی خپل ځان دالله جل جلاله په لار کی په ډیر ازرانه خرڅوي، او دالله جل جلاله رضا اخلي، او ددغه مؤمن جزا به جنت وي.
افغانزاده
18.07.2007
محترم
اسلام علیکم
امابعد څرنګه چی ماتاسومبارک حضورته پورتنی ایات شریف ان الله اشتری الخ
درته تحریرکړی وه خوتاسوپه اعلی درجه جواب ویلی وه
خویوه برخه سوال داده چی په بیع اوشرعاکی خوتسلیم دمبیعی یوشرط ده
نومونږته خودجنت تسلیم نده راغلي اونه مونږدهغه مثل اعمال هم ندی ورته تسلیم
کړی داڅه ځواب لری
و.افغان
18.07.2007
[quote:0bf29cb88f="افغانزاده"]محترم
اسلام علیکم
امابعد څرنګه چی ماتاسومبارک حضورته پورتنی ایات شریف ان الله اشتری الخ
درته تحریرکړی وه خوتاسوپه اعلی درجه جواب ویلی وه
خویوه برخه سوال داده چی په بیع اوشرعاکی خوتسلیم دمبیعی یوشرط ده
نومونږته خودجنت تسلیم نده راغلي اونه مونږدهغه مثل اعمال هم ندی ورته تسلیم
کړی داڅه ځواب لری[/quote:0bf29cb88f]
محترم او دقدر وړ افغانزاده وروره!
ډیر یو ښه سوال مو کړۍ، او ځواب يي ډیر لنډ دی،
الله جل جلاله دشرا کلمه استعمال کړی، او دغه استعمال بیخي پر ځای دی، موخه دعربی ژبی له نګاه نه،
لمړۍ راځو دیته چی مونږ ته خو دجنت نه دی تر لاسه شوی، نو څنګه دا بیعه یا شراء وشمیرل شي؟؟
محترما! په شرعي فقه کی بیع او شرا څو قسمه ده، په ځیني اقسامو دمبیع موجودیت او عینی وخت کی تسلیمیدي مشروطه نه وي، لکه د سلم بیعه، او په ټولو فقهی کتابونو کی دسلم بیعی لپاره بابونه ځانګړی کړی شوي،
دسلم بیع کی اخیستونکی پیسی مخکی ورکوي، خو مبیع يي وروسته لاس ته ورځي، او دا بیعه غالبا دباغونو او دیته ورته څیزونو کی استعمالیږي، دغه بیعه په باور ولاړه وي،
او څنګه چی الله جل جلاله تر هر چا اصدق دی، نورو څه يي مقایسه نشي کیدلاي، نو ضرورا او بغیر له شکه دهغه ټولی وعدی رښتیا دي.
نو څرنګه چی هغه شهید سره دجنت وعده کړی، نو ورکوي به يي
الله فرمايي: ومن اصدق من الله قیلا.
ومن احسن من الله قیلا
دوهمه خبره: مونږ هغسی اعمال نه دي تیار کړي، ؟؟؟
ستاسی دا خبره پر ځای ده، خو دیته مو پام وي، چی دجنت موجبات ډیر زیات دي، ځانته شهادت د جنت موجب نه دی، کوم ته چی آیت کی اشاره شویده، بلکه نور اعمال هم شته چی دجنت موجب کیدلاي شي.
نو که هر څوک دجنت موجب اعمال تر سره کړي، دجنت مستحق ګرځي،
او که اعمال يي دجنت موجب نه وي، خو په عقیده مسلمان وي، نو دهغه کار به الله ته سپارو، الله جل جلاله به هغه حساب کوي، که خوښه او رضا يي وه، نو وبه يي بخښي، او که رضايي نه وي، نو دوزخ ته به لاړ شي، تر څو له خپلو ګناهونو پاک شي، بیا به جنت ته راوستل شی.
ورور مو: ساپی.
ګلامخان
21.07.2007
محترم دقدروړورورمولوی صاحب !
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
محترما:- دپورتنی ایات نه اخیری مطلب داده جی له دی ایات نه فدایی حملی ثبوت کیدلای شی اوکنه ؟
اوکه دغه مذکورایات دفدایی حملی مثبت نوی نوبیابه کوم ایات یاحدیث وی چی
دفدایی حملی مثبت ووګرزی توضیح مطلب ده
په خورادرنښت
موضوع
و.افغان
21.07.2007
[quote:bee2249c3f="ګلامخان"]محترم دقدروړورورمولوی صاحب !
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
محترما:- دپورتنی ایات نه اخیری مطلب داده جی له دی ایات نه فدایی حملی ثبوت کیدلای شی اوکنه ؟
اوکه دغه مذکورایات دفدایی حملی مثبت نوی نوبیابه کوم ایات یاحدیث وی چی
دفدایی حملی مثبت ووګرزی توضیح مطلب ده
په خورادرنښت[/quote:bee2249c3f]
محترم، او دقدر وړ وررو ګلامخان صاحب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
محترما! له دی آیت څخه داستشهادي عملیاتو لپاره اســــتـدلال سخت بریښي، ځکه دیته ورته مسئلو کی دصحابه کرامو اختلاف راغلی وو، نو که په دی آیت استدلال کیداي شو، نو صحابه وو به پری په هغه پیښو کی اســـتــدلال کړی وو، کومو کی چی به یو صحابي دزرګونو کسانو لرونکی دښمن ډله کی ځان ورواچاوه، او دهغه خلاصون او نجات به یوه سلنه ۱٪ هم نه پوره کوله.
دغه رنګ حالت له استشهادي عملیاتو سره مقارب دی نه مماثل.
باقی په دی مسئله اوس هم علماء اختلاف لري، څوک يی اجازه ورکوي، او څوک يي نه، او که څوک يي اجازه ورکوي، نو هغه هم په ډیرو لویو قیدونو سره،
خو دا اوس چی کوم ډیر ځانمرګي بریدونه کیږي، فکر نه کوم چی داستشهادي عملیاتو جواز ورکونکي علما يي هم جایز وبولي، ځکه چی دغه بریدونه په ډیره بیباکۍ تر سره کیږي، اهداف يي غلط وي، او بی ګناه خلک په کی وژل کيږي.
او دی مسئلی باره یوه ورور تفصیلی لیکنه کړیده، که تاسی هغه وګورۍ نو ښه به وي.
لینک يي دادی:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2935