د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

چټليستان او دهغه فا حشه ګيري٠

pattang
10.07.2007

مسلمانانو ورو ڼو سلام عليکم !
دسره جومات دشهيدانو په سرو او مړيو پيکاليستان بيا خپل امريکائي بادرانو
ته دخپل ځان وفاداري څرګنده کړه ، خو په حقيقت کې پر دې شهيدانو امريکايان
غلطوي او دهر شهيد په سر به ئي په ميلونو ډالر اخستي وي٠
دوی اوس خپله پرو پاګنده داسې کوي چې په جومات کې د القاعده غړي او نور
ترورستان اوسيدل ، ٠٠٠٠ شرېعت يې غوښت .......٠
ايا د پاکستان ISI له دې حاله څخه او جوماته څخه پخوا خبر نوو? ښه خبر وو
خودتجارت وخت ته يې کتل چې قيمت يې جګ شي .
زما په ګمان هغوی چې د isi سره يو ځای کار کوي ، ټول په پا کستان کې ارامه
ژوند کوي او هغه څوک چې مخالفت ور سره کوي ،هغه به يا ګوانتانا مو څي
او يابه مري چې په دواړو حالاتو کې پاکستان پيسې پرې اخلي٠
چې ژوندی مسال ئی ملا ضعيف دی :
ملا ضعيف بې ګناه ګوانتانامو ته لاړ خو ملا عبدالرحمن په حيات اباد کې په
سره کرو لا موټر کې چکرې وهي اوداسې نور مسالونه هم ډېر دې خوزه به يې
لنډه کړم٠
مرګ په پاکستان او دهغه په چټلو جنايتکارو اخلاقو٠


shokoor
10.07.2007

[quote:9b1b8b53b9]دسره جومات دشهيدانو په سرو او مړيو پيکاليستان بيا خپل امريکائي بادرانو
ته دخپل ځان وفاداري څرګنده کړه ، خو په حقيقت کې پر دې شهيدانو امريکايان
غلطوي او دهر شهيد په سر به ئي په ميلونو ډالر اخستي وي٠
دوی اوس خپله پرو پاګنده داسې کوي چې په جومات کې د القاعده غړي او نور
ترورستان اوسيدل ، ٠٠٠٠ شرېعت يې غوښت .......٠
ايا د پاکستان ISI له دې حاله څخه او جوماته څخه پخوا خبر نوو? ښه خبر وو
خودتجارت وخت ته يې کتل چې قيمت يې جګ شي .
زما په ګمان هغوی چې د isi سره يو ځای کار کوي ، ټول په پا کستان کې ارامه
ژوند کوي او هغه څوک چې مخالفت ور سره کوي ،هغه به يا ګوانتانا مو څي
او يابه مري چې په دواړو حالاتو کې پاکستان پيسې پرې اخلي٠
چې ژوندی مسال ئی ملا ضعيف دی :
ملا ضعيف بې ګناه ګوانتانامو ته لاړ خو ملا عبدالرحمن په حيات اباد کې په
سره کرو لا موټر کې چکرې وهي اوداسې نور مسالونه هم ډېر دې خوزه به يې
لنډه کړم٠
مرګ په پاکستان او دهغه په چټلو جنايتکارو اخلاقو٠[/quote:9b1b8b53b9]
پاکستان او دهغه ISI ته د محترم پتنګ بد ویل د ښاغلي لرغوني لیکنه را په یاد کړه، چې دکامران میر هزار په هکله یې کړې وه. هغه هم د ګټې ترلاسه کولو لپاره د ایران د آخوندانو حکومت ته بد ویل، حال دا چې نوموړی د ایران د استخباراتو ګمارل شوﺉ سړی دی.
اوریدلي به مو وي چې وایي مه کوه پر چا، چې و به شی پر تا ! پاکستان خو پخپلو مدرسو کې ډېر تروریستان وروزل او زمونږ پاک خاورې ته یې د خرابکاریو لپاره ولېږدول. اوس نو داسې چې په قرآن شریف کې راغلي، چې انمالاعمالو بالنیات، د پاکستان حکومت او د هغه روزل شوي تروریستان دواړه د خپلو اعمالو نتیجه ویني.
پاک الله دې دوی او د هغو نوکران چې ز مونږ د ملک پر تباهی یې ملا تړلې ده ، پخپل غضب ککړ کړي. آمین یا رب العالمین


جواب

و.افغان
11.07.2007

[quote="shokoor"][quote:a472162339]اوریدلي به مو وي چې وایي مه کوه پر چا، چې و به شی پر تا ! پاکستان خو پخپلو مدرسو کې ډېر تروریستان وروزل او زمونږ پاک خاورې ته یې د خرابکاریو لپاره ولېږدول. اوس نو داسې چې په قرآن شریف کې راغلي، چې انمالاعمالو بالنیات، د پاکستان حکومت او د هغه روزل شوي تروریستان دواړه د خپلو اعمالو نتیجه ویني.
پاک الله دې دوی او د هغو نوکران چې ز مونږ د ملک پر تباهی یې ملا تړلې ده ، پخپل غضب ککړ کړي. آمین یا رب العالمین[/quote:a472162339]

شكور جانه!! زه لاړه شه، اول قرآن زده کړه، بیا په قرآن حوالی ورکوه،

تاسی چی کومه خبره ذکر کړی (انما الاعمال بالنیات) دا حدیث دۍ، او نه قرآن
هیله ده، چی په قرآن او حدیث منځ کی فرق وکړی، او هغه وخت په قرآن حواله ورکړي، کله چی ته تری ښه متیقن يي، ځکه دا خو دالله جل جلاله کلام دۍ:

بله دا واوره! دا خو حقیقت لکه څرنګه چی پتنګ صاحب بیان کړی، چی آي اس آی ته خپل ګټی او مفادات مهم دي، اسلام آباد ته خپلی عینکی مهمي دي، هغوي همدغسی حالت غوښته، او له حقیقت څخه هیڅ نه ده لری، چی دغه مدرسه کی دغه شان روزنه دهمدوي په لاس شوي وي، ددی لپاره چی یو ښه ګټور سنډا تری جوړ شي، او ښه په اوچته بیه يي په امریکایانو وپلوري.

آیا دپاکستان دڅارګرۍ اداره داسلام آباد په زړه کی ددغه مدرسی له داخل څخه مخکی خبره نه وه، چی څه په کی روان دي، څه کیږي، څوک ټریننګ کوي، ؟؟؟ او دچا په لاس ټریننګ کيږي، او دچا لپاره ټریننګ کیږي؟؟؟؟؟؟!!!

خو ځمونږ دخپل هیواد دولسواکۍ څخه دفاع دا معنا نه لري، چی مونږ دی بل چا پوری تړلی اوسو، لکه څرنګه چی خلقیان کی جی بی پوری تړلی دي، هزاره او اوسنۍ کرغیړنه جبهه ایرانستان پوری تړلی دي، او نور ځیني ورانکاری دپاکستان دآی اس آی لپاره کار کوي.

ولسواکی دهر ملت حق دی، په هره شرعه کی، په هر قانون کی، او مونږ خپله ولسواکي غواړو، ځمونږ دی مظلوم ولس ته هیڅکله یو پردي هم دخیر سوغات نه دی راوړی، او نه به يي راوړي، او نه مونږ ددغه خیر طمعه له چا لرو، ځمونږ یواځینې سترګی دخپل ملت یووالي ته دي، او دبهرنیو لاسونو لنډولو ته دي.


larghonay1
11.07.2007

سلامونه!
وروڼو اورېدلي به مو وي چې وايي (ړوند په خپله خونه ښه پوهېږي نه بينا د بل په خونه ) د پاكستان جاسوسي شبكې، فوج عوام او حكومت ټول د پاكستان دي او خامخا به د پاكستان له پاره كار كوي. دا خو يوازې افغانستان دى چې نه يې په كابينه كې دوه وزيران په يوه خله دي، نه په پارلمان كې او نه هم په فوج او نه يې ګوندونه. ټولو ته له ملي ګټو شخصي او د بادارانو ګټې مهمې دي.
اخر تاسو د پاكستان د آى ايس آى ، حكومت او فوج څخه څه تمه لرله چې د دوى په پلازمېنه هم مخالفينو ته د وراني او سرغړونې اجازه وركړي؟
زما له دې ليكنې دا موخه نه ده چې د سره جومات په وژنو خوشال يم، خو هر څوك خپله ګټه او تاوان پېژني. د پاكستان حكومت ترهر چا په خپله ګټه او تاوان ښه پوه دى او د دوى په اصطلاح ښه سياسي كهلاړيان دي .
وهاج صيب ليكلي:
(بله دا واوره! دا خو حقیقت لکه څرنګه چی پتنګ صاحب بیان کړی، چی آي اس آی ته خپل ګټی او مفادات مهم دي، اسلام آباد ته خپلی عینکی مهمي دي، هغوي همدغسی حالت غوښته، او له حقیقت څخه هیڅ نه ده لری، چی دغه مدرسه کی دغه شان روزنه دهمدوي په لاس شوي وي، ددی لپاره چی یو ښه ګټور سنډا تری جوړ شي، او ښه په اوچته بیه يي په امریکایانو وپلوري.)
خو خلاصه دې كړه نو څوك چې دومره بې عقل وي چې يو حكومت يې د سنډا غوندې څروي او روزي نو انجام به يې څه وي؟
ايا سنډا له كار اوحلالولو بله لاره لري؟
ولې يو څوك د چا سنډا شي؟
وروڼو زما ډېر زړه پرې بد دى او هغه د الفت صيب خبره (زړه يې مه بوله تور كاڼى د صحرا دى - په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي)
خو اخر تر څو به مسلمانان د خلكو سنډاګان وي؟
تر څو به بش، مشرف او نور سياسي لوبغاړي كله په اسامه سواره وي، كله به په ملاعمر سواره وي او كله به په نورو؟
ايا د سورلۍ له پاره يوازې همدا مسلمانان دي او د سورلۍ ځاى يوازې افغانستان دى؟
او بله دا چې له دې پېښې سره يوه كيسه راياده شوه وايي: يو پاچا زمرى ساتلى ؤ او داسې يې روزلى ؤ چې د ده په امر به يې خلك داړل او وژل. اخر د پاچا دښمنان تمام شول خو دا چې زمرى يې داسې روزلى ؤ چې بې له داړلو او وژلو يې وخت نه تېرېدو نو اخر يې پاچا ته وويل : كه څوك راونه ښيې چې ويې داړم نو تا به وداړم. پاچا خپل هوښيار وزير ته وويل چې څه وكړم؟
وزير يې ورته وويل : د سپي لكۍ وركړه او ورته ووايه چې دا سمه كړه؟
زمرى به ټوله ورځ د سپي په لكۍ بوخت ؤ خو هغه به يې چې هر څومره سمه كړه ، نو چې كله به يې كېښوده، بېرته به كږه شوه.
زما په نظر هر مسلمان چې د نورو روزل شوى زمرى شي نو باداران يې بايد د وژلو پر ځاى د سپي لكۍ وركړي چې سمه يې كړي كنه نو خپله بادار به وداړي.
په پاى كې وايم د سره جومات وژل شوي دې الله وبښي او نورو مسلمانان ته دې الله عقل وركړي چې د چا لاسپوڅي نه شي او نور دې خداى له داسې انجام څخه وساتي.
امين
ستاسو لاروى


shokoor
11.07.2007

[quote:1e89d402a2]شكور جانه!! زه لاړه شه، اول قرآن زده کړه، بیا په قرآن حوالی ورکوه،

تاسی چی کومه خبره ذکر کړی (انما الاعمال بالنیات) دا حدیث دۍ، او نه قرآن
هیله ده، چی په قرآن او حدیث منځ کی فرق وکړی، او هغه وخت په قرآن حواله ورکړي، کله چی ته تری ښه متیقن يي، ځکه دا خو دالله جل جلاله کلام دۍ[/quote:1e89d402a2]
وهاج ساپی وروره ، له لار ښونې څخه دې ډېره ډېره مننه ، کور دې ودان او عمر دې ډېر شه ګرانه.
ستا خبره پر ځای ده، څوک چې په یوه کسب و نه پوهېږي نو باید چې موضوع مسلکی کسانو ته پرېږدي. په همدې پاڼې کې مونږ وینو چې ځینې دوستان که څه هم د طبیعی علومو زده کړه یې کړې ده، خو په اصطلاح هر کاره دي. ما کولای شول ووایم: د خپل عمل دلارې مل ! زه درته قول در کوم چې نور به هېڅکله آیت او حدیث را نقل نه کړم!
د یادولو وړ خبره دا ده چې همدا د عامو مسلمانانو تقدیر دﺉ، که په دینی مسایلو یې زده کړه نه وي کړې ، دآیت او حدیث توپیر نشی کولای . ما کله هم اوریدلي دي، چې ځینې افغان مسلمان د عربی سندرو په اوریدو یې هم سرونه ښورولي، چې خدای دې مکړي د قرآن تلاوت دﺉ!
[quote:1e89d402a2] دا خو حقیقت لکه څرنګه چی پتنګ صاحب بیان کړی، چی آي اس آی ته خپل ګټی او مفادات مهم دي، اسلام آباد ته خپلی عینکی مهمي دي، هغوي همدغسی حالت غوښته، او له حقیقت څخه هیڅ نه ده لری، چی دغه مدرسه کی دغه شان روزنه دهمدوي په لاس شوي وي، ددی لپاره چی یو ښه ګټور سنډا تری جوړ شي، او ښه په اوچته بیه يي په امریکایانو وپلوري.[/quote:1e89d402a2]
زه هم دا حقیقت نه ردوم، د تعجب وړ ده، چې محترم پتنګ دا خبره کوي! ځکه هغه ویني، چې د ISI روزل شوي ورانکاران هره ورځ زمونږ پر ولس ځانی او مالی تاوانونه اوړوي او زمونږ ورور پتنګ ورته لاسونه پړقوي.
[quote:1e89d402a2]چټليستان او دهغه فا حشه ګيري٠[/quote:1e89d402a2]
که حقیقت ومنوو، یوه مسلمان ولس ته دغسې خطاب کول سم کار ندﺉ. دا یواځې دچټلو خلکو هېواد نه دﺉ! په اصل کې مونږ د پاکستان له حکومتونو څخه شکایت لروو، چې ټول یې دکتاتوری حکومتونه وو او د پاکستان ولس هغو په آزادو ټولټاکنو کې ندي ټاکلي.
پاک الله دې هغه کسان چې ز مونږ د ملک پر تباهی یې ملا تړلې ده ، پخپل غضب ککړ کړي.



11.07.2007

ورونو موضوع مو ډیره ښه شنلې، هر یو دبل ګډونوال اندڅار بشپړ کړی دی ، د ساري په توګه که شکور خان پر ځای لیکي چې [quote:3d704033a3]د تعجب وړ ده، چې محترم پتنګ دا خبره کوي! ځکه هغه ویني، چې د ISI روزل شوي ورانکاران هره ورځ زمونږ ولس ته ځانی او مالی تاوانونه اړوي او زمونږ ورور پتنګ ورته لاسونه پړقوي. [/quote:3d704033a3] نو د شکور خان لاندې جمله هم یو څه غور ته اړمنه بریښئ :
[quote:3d704033a3]که حقیقت ومنوو، یوه مسلمان ولس ته دغسې خطاب کول سم کار ندﺉ. دا یواځې دچټلو خلکو هېواد نه دﺉ! په اصل کې مونږ د پاکستان له حکومتونو څخه شکایت لروو، چې ټول یې دکتاتوری حکومتونه وو او د پاکستان ولس هغو په آزادو ټولټاکنو کې ندي ټاکلي. [/quote:3d704033a3]
د غور وړ یی وروستۍ برخه (په اصل کې مونږ د پاکستان له حکومتونو څخه شکایت لروو، چې [color=white:3d704033a3]ټول یې دکتاتوری حکومتونه وو او د پاکستان ولس هغو په آزادو ټولټاکنو کې ندي ټاکلي[/color:3d704033a3]) ده:
ذوالفقار علي بوتو او حکومت یې پئه ټاکنو کې ګټلې او دموکرات بلل کېدل خو د داود خان پر ضد اخوانیان بوتو راپورته کړل. همدا رنګه لومړی د یحیی خان د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه بهوتو د بنګلادش دخلکو په ځپئلو کې ډیر ظالمانه رول ولوباوئه . او د لویدیځوالو دیموکراسي خو هر چاته څرګنده ده چې پارلمانونو یې هیڅکله د هیواد پئه بهرنیوچارو کې د استعماري سیاست مخنیوی نه دی کړی .
نو : ولسواکي پئه بهرنيو چارو کې تئل ملي سیاست چلوي ، کوم چې یواځې پئه ملي ګټو ولاړ وي نئه پئه بئل شي .
د پاکستان ملي سیاست ، له دیکتاتورۍ څخه تر دموکراسظ او و بهرنې سیاست پورې ټول د پنجابیانو له خوا ټاکل کیږي ، نو که هر څومره مسلمانان هم وي او شي،
د افغانستان ، پئه تیره بیا پښتنو پئه وړاندې یې سیاست هماغه یوشان دی چې د پښتنو برخلیک ړنګول او بربادول غواړي او دا کار هم پخپئله د طالب پئه څیر پښتنو په مټ کوي .
هو، دا درسره منم چې .
[quote:3d704033a3] پاک الله دې هغه کسان چې [/quote:3d704033a3] لکه طالبان دپاکستان له پاره [quote:3d704033a3]ز مونږ د ملک پر تباهی بسې یې ملا تړلې ده ، پخپل غضب ککړ کړي.
[/quote:3d704033a3] آمین ! که څه هم سیاسي ادلون بدلون په دعا او خیرا نه کیږي او يه سیمییز او نړیوال ډګر کې د ملي واکمنیو د لوبغاړو پورې اړه لري . په درنښت او سلامونو!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more