د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اسلام، ښځه، تعليم، اوپاچاهي


طالب جان
29.10.2003

[color=blue:54f2df1751]بسم الله الرحمن الرحيم [/color:54f2df1751]
کله چي الله تعالي حضرت ادم عليه السلام پيداکړ نو جنت يي دهغه کور وګر ځاوه مګر دجنت له شنو باغونو او رنګا رنګ ښکلاؤ سره سره الله تعالي دادم عليه السلام په زړه کي ديوه بل نعمت دورکړي احساس په زړه کي ور واچاوه دانعمت دانسانانو مور حضرت حوا عليها السلام وه کله چي الله تعالي ادم عليه السلام ته حوا انا دجوړې په څيرورکړه نو دادم عليه السلام زړه تسکين سترګي يي ډکي او زړه يي يخ شو او دجنت دټولو نعمتونو په حقيقي ښکلا وپوهيدو دټولو نعمتونو په اخير کي دحوا انا پيدايښت دوه ماناوي لري لمړی دا چي پاک رب نړۍ ته وښيي چي ښځه ددنياتر ټولو نعمتونو لوي نعمت اودانسانانو دتسکين او ارام يوه خورا خوږه ذريعه ده دوهم داچي نړۍ پدي وپوهيږي چي ښځه دانساني تمدن دجوړښت محور او دژوندانه دباغ يو ښايسته او نازک ګل دی .
ټولنه له ښځي سره هر اړخيز تړاو لري ښځه دميړه لپاره تسکين ، داولاد لپاره مربي اودانساني جامعې لپاره لوي ضرورت دی .
په اسلام کي دښځي او نر په حقوقو کي هيڅ فرق نه ليدل کيږي لکه څنګه چي ټولنه له نر او ښځي څخه جوړيږي نو دټولني دجوړښت په بنسټ دښځي او نر دکار دائره جلاجلا ده همدا راز په ټولنه کي ددوي مسؤليتونه هم متعين دي کچيري نر دخپلو مسؤليتونو ځيني برخه په ښځه ورواچوي او ياښځه داسي وکړي نو داسلام له نظره دا تيری بلل کيږي .
دنر او ښځي په اړه په قرانکريم کي ويل شوي : (( الرجال قوامون علي النساء بما فضل الله بعضهم علي بعض وبما انفقوا من اموالهم )) النسا ء ايت ٣٤ ټوک ٥
ژباړه !نارينه په ښځينه و باندي حاکم دي له دي سببه چي الله تعالي ځينو ((نرو)) ته په ځينو نورو (( ښځو )) باندي (( قدرتي )) بر تري ورکړيده (( اوبل لدي سببه )) چي سړو خپل مالونه په ښځو مصرف کړيدي .
ياني دښځي نفقه په ميړه ، دمور نفقه په اوﻻد ، دلورنفقه په پلار فرض کړل شوه پدي ډول ښځي دنفقې پيداکولو له هر ډول ستونزو څخه په کور کي په ارام وساتل شوې له بله پلوه له الهي عادﻻنه قانون سره سم ښځو ته دنفقې په بدله کي نارينه وته قدرتي حاکميت ورکړل شو پدي ډول نر او ښځي ته دګيلې کولو هيڅ ګنجا يش پاتي نشو .
په اسلام کي دنرو او ښځو حقوق يو شان دي . نرو ته خداي پاک دخپل استعداد مطابق حقوق ورکړي دي او ښځو ته يي دخپل نرقدرتي خداي جل جلا له قوي پيدا کړې ځکه نو دسختو او مشکل ترينو کارونو پړه دده په غا ړه ور اچول شويده او د ښځي دکار حدود ددي دخلقي کمزوري په بنسټ فقط تر کوره محدود دي او بس . دهمد ي قدرتي توپير له کبله خداي پاک رسالت ، نبوت ، امامت کبري ، امامت صغري ، دديني شعائرو قيام لکه اذان ، اقامت ، خطبه او تکبيرات تشريق دنارينه و ځانګړتياوي ګر ځولي دي .
دښځو دقدرتي کمزوري په اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي : دښځو عقل او دين دواړه نا مکمل دي ځکه چي ددوو ښځو شاهدي د يوه سړي له شاهدي سره برابره د ه دا يي دعقل دکمزوري دليل دی همداراز ښځي ته په مياشت کي يووار حيض ورځي په هغو شپو ورځو کي ښځي دلمانځه ، تلاوت اونورو عباداتو له په ځاي راوړلو څخه معذوري وي نو دا يي ددين دکمزوري دليل شو .
پوښتنه : دلته ځيني کسان دا پوښتنه کوي چي ددوو ښځو شاهدې ولې ديوه سړي سره برابره ده حال دا چي دواړه انسانان دي ؟؟؟؟
ځواب : ددي پوښتني ځواب خداي پاک په همدي ايت کي ذکر کړی چي په لنډډول يي موږ بيانوو دخدايي قدرتي کمزوري په بنسټ ښځه هير جنه ده واقعه يي ډير ژر له ياده وځي نو په شاهدي کي ځکه دوه ښځي ضروري دي چي که واقعه ديوې هېره نو دوهمه به يي وريادوي دلته هم شاهدي په اصل کي يوه ښځه وايي دوهمه ښځه دهيري په وخت داصلي واقعې دوريادولو لپاره ور سره ځي .
[color=indigo:54f2df1751]په اسلامي شريعت کي دښځي دکار دايره فقط ترکوره پوري محدوده ده او بس [/color:54f2df1751].
لکه چي مخکي مو وويل چي ټولنه له نر اوښځي نه جوړيږي اونر قدرتي قوي اوښځه کمزوري پيداشويده نو له همدې کبله ښځي ته دکور دکارونو اوداوﻻدد تربيي دنده ور سپارل شويده ((ديادوني وړده چي که چيري ښځي په کورکي نارينه نه درلودل اوواړه اولادونه ورله غاړي وو نوبيا شريعت ښځي ته له کوره دباندي داوﻻد دنفقې دبرابرولو لپاره دکار اجازه ورکوي خو کوښښ به داکوي چي تر ماښام له مخه بايد کورته راشي اوشپه له خپله کوره دباندي تيره نکړي ))او نر يي پدي مکلف کړی چي له کوره دباندي کارونه او دښځي دنفقې برابرولو پوره پوره انتظامات وکړي لاندي موږ هغه دﻻيل ذکرکوو په کومو کي چي ښځي ته په کورکي داوسېدلو حکم شوېدې .
((وقرن في بيوتکن وﻻ تبرجن تبرج الجاهلية الاولي )) الاحزاب ايت ٣٣ ټوک ٢١
ژباړه ! په خپلو کورونو کي په قرار واوسيږۍ او دجاهليت دزمانې دسينګار په څير ځانونه مه سينګاروۍ .
ښځوته په کور کي دکيناستلو لپاره تر دې هم بل صريح دليل پيدا کيداي شي ؟؟؟
ددي ايت شريف تشريح بيا په حديث شريف کي پدي ډول راغلي ده . ((والمرأة راعية علي اهل بيت زوجها وولده وهي مسؤلة عنهم ))صحيح بخاري کتاب الاحکام حديث ٧١٣٨
ژباړه !اوښځه دخپل ميړه دکور په اوسيدونکو او دهغه په اوﻻد نګرانه دده او همدا ښځه ددوي ذمه داره ده . له دي حديث شريف څخه په ډاګه شوه چي له اسلامي نقطۀ نظره دښځي ذمه داري دکور دنظام ساتنه ، داوﻻد تربيت اودنورو کورني امورو انتظام او انسجام دی له کوره دباندي کومه ذمه داري ښځي ته نده سپارل شوي .
همداراز په بل حديث کي راځي : ((المرأة عورة فاذاخرجت استشرفها الشيطان )) جامع الترمذي ابواب النکاح حديث لمبر ١١٨٣ .ژباړه ! ښځه يو پټ شې دې کله چي دا له کوره څخه ووځي نو شيطان ددي څارنه کوي .له همدي کبله دښځي لپاره کور غوره دی تر څو دشيطان له څارني خلاصه او له هر ډول فتنې څخه په امن کي وي دلته دا خبر ديادولو وړده چي له دا سي احاديثو څخه په استفادې سره ځيني کسان دښځو په حق کي سختي کوي او حتي چي دټولو خرابيوريښه يي بولي (( لکه څنګه چي زموږ ځينو وروڼو اوخويندو په خپلوليکنو کي ددي پړه په ملايانو وراچولي ده )) ريښتيا هم په حقيقت کي دايو ډيرناوړه رجحان دي چي زموږ په ټولنه کي ځيني کسان ښځه دټولو خرابيو سر بولي ځما په اند داله تعصب اوتنګ نظري څخه ډک تمايل دې اوترخپله وسه بايد دداسي خلکو حوصله شکني وشي او له هري لاري بايد کوښښ وشي چي داسي خلکوته دقران او حديث په رڼاکي حقايق بيان شي ترڅو داخلک دښځو په حقوقو پوه او له دي ډول ناوړي نظريي څخه ﻻس په سر شي دداسي اياتونو اوحديثونو هيڅکله دا معني نه ده چي ګواکي ښځه نو دټولو خرابيو سرده بلکه ددي معني داده چي: وروڼو ...لکه څنګه چي ټولو ته معلومه ده چي دانساني ټولني په جوړښت کي ښځي ته ډير ضرورت ليدل کيږي نو کله چي ښځه دباندي ووځي نو دضرورت په بنسټ دټولني دوګړو پام ددي خواته کيږي پدي ډول دنر او ښځي دواړو په ذهن کي فاسد خياﻻت او ناوړه تصورات رامنځ ته کيږي دلته شيطان عليه اللعنة له موقع څخه په استفادې سره نر او ښځه په ګناه اخته کوي اودا خو ټولو مسلمانو ورونو ته معلومه ده چي داسلامي ټولني په جوړښت کي ښځه فعاله ونډه لري نو ﻻزما دښځي نيک اخلاق ټولنه نيک خويه اودښځي بد اخلاق ټولنه فاسده وي په ټولنه کي دښځي دزيات رول درلودلو په بنسټ اسلام دښځي اخلاقو ته زياته پاملرنه کوي . له همدي کبله هغه ډير اسلامي شعاير او احکام چي له کوره دباندي ادا کيږي له ښځي څخه ساقط شويدي
لکه د جمعې لمونځ چي په ايتونو او احاديثو کي يي ډير فضيلت راغلې دی او نارينه و ته پکي دګډون کولو تا ئېد شوېدې مګر له ښځي څخه دجمعې لمونځ ساقط دی رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي (( الجمعة حق واجب علي کل مسلم في جما عة اﻻ اربعة عبد مملوک اوامرأة او صبي او مريض )) سنن ابو داود باب الجمعة للمملوک والمرأة حديث لمبر ١٠٦٧ .ژباړه ! د جمعې لمونځ په جمعه ادا کول په هر مسلمان وا جب دې پرته له څلورو کسانو مريي ، ښځه ، هلک او مريض . سره له ډيره فضيلته په ښځه دجمعې لمونځ وا جب ندې بلکه دا لله تعالي له عادﻻنه نظام سره سم ښځه چي په کور کي کوم لمونځ کوي پاک رب دي ته دکور په لمانځه همدو مره ثواب ورکوي لکه نر ته چي د جمعي په لمانځه ورکو ل کيږي .
همداراز نرو ته دجنازې ترشا دتللو امر شوېدې مګر حضرت ام عطيه رضي الله عنها فرما يي چي ! ((نهينا عن اتباع الجنا ئز ))صحيح بخاري ١ ټوک ١٧٠ مخ .ژباړه ! موږ دجنازو تر شا له تللو څخه منع کړل شوي يو .
همداراز اسلامي شريعت ښځي ته دتنها سفر کولو اجازه نه ورکوي اووايي چي کچيري ښځي د (( شرعي سفر )) اراده وکړه نو بايد چي له دې سره يو محرم لکه پلار ،ورور ، ميړه يا هم ځوم موجود وي که محرم نه و نو په سفر تلل ندي ورته روا حتي که په ښځه حج هم فرض شو او محرم يي نه وو نو دحج سفر هم نه ده ورته روا هو په اخير کي به دحج بدل وصيت ضرور کوي .
همدا راز په ښځو باندي په(( جمه ))يا جمعه لمونځ هم واجب نه دی او په کور کي دښځي تنها لمونځ دمسجد تر جماعت يا جمعي ډير ثواب لري .
پوښتنه :درسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي خو به ښځي دشپې لخوا دلمانځه داداکولو لپاره مسجد ته تلی ؟؟؟
ځواب !که څه هم هغوي به دشپې لخوا مسجد ته تلې مګر رسول الله صلي الله عليه وسلم بيا هم دهغوي په اړه فرمايلي ((و بيوتهن خير لهن )) ابو داود کتاب الصلوة باب خروج النساة الي المساجد حديث ٥٦٧ .
ژباړه !او ددوي کورونه ددوې ((ښځو ))لپاره غوره دي له دې حديث شريف څخه واضحه شوه چي درسول الله صلي الله عليه وسلم هم دښځو په اړه په کور کي لمونځ ادا کول خوښ وو حضرت عايشې رضي الله عنها چي د رسول الله له وفات څخه وروسته دښځو په اړه دزمانی تغير وليد نو ويي فرمايل چي که رسول الله صلي الله عليه وسلم د زمانی دا حاﻻت ليدلي واي نو مسجد ته به يي دښځو په راتګ په ډاګه بنديز لګولی وو داخو دمسلمانانو دمور حضرت عايشې صديقې رضي الله تعالي عنها زمانه وه نو او س زموږ او ستاسي په زمانه څه فکر کوۍ ؟؟؟؟؟
همدا راز په ښځو جهاد هم ندې فرض په حديث کي راځي چي ((ليس علي النساء غزوة وﻻ جمعة وﻻ تشيع جناز ة )) مجمع الزوائد ٢ټوک ١٧٠ مخ .ژباړه !په ښځو باندي جهاد ، جمعه او دجنازو تر شا تلل فرض ندي . لکه څنګه چي په ښځو جهاد فرض نه دی له همدي کبله رسول الله صلي الله عليه وسلم د غنيمت په مال کي دوي ته ټاکلي برخه نده ټاکلي .
پوښتنه : کله چي په ښځو جهاد نه و فرض نو رسول الله صلي الله عليه و سلم به دوي ولي له ځانه سره جهادته بوتلی ؟؟؟
ځواب : درسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي په جهاد کي د ښځو دګډون دا مانا نه ده چي ګواکي په دوي جهاد فرض وو بلکه دا دهغوي غوښتنه وه چي په غزا کي دزخمي مجاهدينو زخمونه درمل کړي نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به دوي غزاګانو ته ځکه بيودې په دي اړه حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه فرمايلي چي ((وقد کان يغزو بهن فيداوين الجرحي و يحذين من الغنيمة واما بسهم فلم يضرب لهن )) صحيح مسلم کتاب الجهاد باب النسا ء الغازيات حديث لمبر ٤٤٤٨ . ژباړه !رسول الله صلي الله عليه وسلم به ښځي جهاد ته بيولې اوهغوي به ټپيان درمل کول او له غنيمت مال څخه به يي هغوي ته دانعام په ډول څه شی ورکول مګر ددوي لپاره په غنيمت کي ټاکلي برخه نه وه مقرره شوي نن سبا هم که کومه ښځه وغواړي چي دثواب دګټلو لپاره دجهاد ګرم سنګر نور هم په خپلو پاکو وينو ګرم کړي نو دا روا دي او ډير دثواب کاردې .
په جمع لمونځ ، جهاد اونورعبادتونه ډير اجر اوثواب لري مګر لکه څنګه چي پدي ټولو کي له کور څخه وتنه ﻻزمي خبره وه نو ځکه له ښځو څخه ددي شيانو په ځاي راوړل ساقط شويدي همداراز له دي ټولو اياتونو او احاديثو څخه معلومه شوه چي ښځه بايد تل په خپل کور کي واو سيږې .
نن سبا چي غربي خنزيرانو دښځو دازدي يا له نارينه وسره دمساوات کومي تش په نامه ناري شروع کړي مونږ مسلمانان بايد پدي هيڅکله ونه غوليږو دا چيغي په ظاهره ډيري غوړي معلوميږي مګر په حقيقت کي يي له ښځو څخه دخرڅلاو تجارتي مال جوړکړی د څو ډالرو په مقابل کي يي دښځو عزتونه تر پښو ﻻندي کړي اود کور با عفته ښځي يي په هوټلونو ،تلويزونونو ،هوايي ډګرونو او نورو بازارونو کي د حيوان صفته انساني درند ګانو په منګلو کي ور کړيدي او په ټولنه کي يي دښځو حيا ، شرف ، وقار اوعزت تار تار کړې او په حقيقت کي يي له ښځو نه ازادي سلب کړي او دغلامي او له شرمه ډک ژوند په تيرولو يي مجبوري کړي .
ددي څه تازه بيلگه دښاغلي حامد جان كرزي صاحب دحكومت هغه پريكړه ده چي دفلپاين په پلازمينه منيلا كي يي په راتلونكي مياشت كي دنړي دښکلا دملكي دټاكلو دمسابقي لپاره يوه ځوانه افغانه انجلي ويدا صمدزۍ هلته واستوله.تاسي ټولو وروڼو او خوندو ښايي هغه عكسونه دنيټ پر مخ او ياهم په محلي مطبوعاتو كي كتلي وي.باور وكړي چي زه دلته ددغي موضوع په نفس ياداّوري باندي شرميږم مگر څه وكړم د خپلي ادعا دثبوت لپاره مجبوريم چي يو څه خپل وجدان قانع كړم. زموږ ددغي درني پاڼي يوي ګډون كونكي خور خاټول هم ددي عكس لپاره لينك وركړيدي افغانان وروڼه بايددعبرت اخستلو لپاره يووار دا عکسونه وګوري ترڅو زموږ مسلمان پر دين وطن او ناموس باندي مين وروڼه او خوندي دښاغلي كرزي صاحب له دغه "اسلامي!!!" او "افغاني" اقدام نه په ښه ډول با خبره شي. كه څه هم دكرزي صاحب دسياسي ژوند په پاڼه باندي نوري ډيري داسي كارنامي ثبت دي چي زموږ تاريخ به يي هيڅكله هم له ياده ونه باسي.مگر د ويدا جاني بربنډول او په لوڅ لغړ حالت كي منيلا ته استول يو داسي جرم دي چي هيڅوك يي هم نه شي بښلاي.دا يو داسي لوي جرم دي چي يو څوك كه دښاغلي كرزي صاحب سكه ورور هم وي او يا دازادي او ډيموكراسۍ هر څومره ليواله او عاشق هم وي وبه يي نه زغمي.
زه حيران دي ته يم چي كرزي صاحب خپله ميرمن دارگ دلوړو ډبرينو ديوالونو ترشا ساتلي ده او دنيوزويک ښځينه خبريالانو ته يي هم له هغي سره دليدلو اجازه نه ده وركړي مگر ويدا صمد زيي چي ديوي محلي ورځپاڼي په اّند دكرزي په حكومت كي ديوه وزير خورځه ده نه يواځي داچي لوڅه لغړه او بي لباسه كړه بلكه مانيلا ته يي هم ورواستوله ترڅو هلته انگريزان او دنړي له ګوټ ګوټ نه راغلي جنسي ليونيان يي په خپلو لاسونو دبدن د مختلفو غړو اندازه وگوري . استغفر الله موږنه پوهيږو چي زموږ دډيموكراسي او ازادي طرفدار وروڼه او خوندي به دغه حالت څنگه تعبيروي؟ په ډيموكراسي كي خو كله ناكله دغسي ترخي پيښي هم رامنځته كيږي او دانسان خپل ناموس هم ترخطر او ګواښ لاندي راځي. له دي پرته په كابل كي په سلگونو نوري فاحشه خاني پرانستلي شويدي.دكابل دنوي ښار په سيمه كي دچينايانو فاحشه خانه له هيچا هم پټه نه ده. په رډ براّلا ډول باندي دزنا او لواطت لپاره لاري اواريږي. او دا هرڅه دښاغلي كرزي تر پزه لاندي ترسره كيږي.
يو چا خبره راته كوله چي دكابل دپيداگوژي په انستيتوت كي دوو استازانو يوه بله ښځينه استازه رانيولي وه او غوښتل يي چي له هغي سره ناروا جنسي عمل ترسره كړي.او داهرڅه دتفريح په ګړۍكي ترسره كيدل.نورو استازانو چي دا حالت ليدلي نو غوښتل يي چي دوي سره منع كړي مگر هغوي په ډيره بي شرمي سره ورته وويل چي وروڼو تاسي په موږ باندي څه كار لرۍ؟ ((مايان ميخواهيم ديموکراسي رادرعمل تطبيق کنيم )) موږ غواړو چي ډيموكراسي په عمل كي پياده كړو!!!
نو اوس تاسي په خپله قضاوت وكړۍ چي زموږ هيواد څومره په تيزي سره دكفر او ضلالت ديوي لويي كندي خواته ور روان دي.
گرانو او محترمو وروڼو او خويندو! په ايمان سره وواياست چي اّيا تاسي په دغه أول حالت خوښ ياست؟
گومان كوم چي ستاسي ټولو ځواب به (( نه )) وي. په دي صورت كي زما قضاوت دادي چي تاسي مطلقاً غربي ټيپه ډيموكراسي او امريكايي نظام او په تيره بيا دښاغلي كرزي اداره نه غواړي.
راځۍ چي داسلام لپاره سره "هو" كړو او دكفر لپاره "نه" او "هيڅكله نه"

[color=blue:54f2df1751]دښځوزده كړه داسلام له نظره [/color:54f2df1751]
په اسلام کي داسلامي احکامو دزده کړي اوداوﻻد دښې اسلامي روزني لپاره نه يواځي دا چي دښځو تعليم ته اجازه ورکړل شوي بلکه دنارينه په څير په ښځه هم تعليم فرض ګڼل شوېدی . په حديث شريف کي راځي چي (( العلم فريضة علي کل مسلم ومسلمة )) تعليم په نارينه او ښځينه مسلمان باندي فرض دی . همداراز دښځو داسلامي تعليم دلاسته راوړلو لپاره يو دليل دا هم دې چي دصحا به و کرامو ميرمني به ام المؤمنين حضرت عايشي رضي الله عنها او رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دشرعي مسايلو او دنورو هغو مسايلو چي تر ښځو پوري اړه لري دپوښتني لپاره راتلې . البته دښځو دتعليم لپاره هم اسلامي شريعت يو څو شرطونه لري
اول : کچيري دښځي تعليم په کور کي ترسره شي دا به غوره وي مګر که له کوره دباندي دمدرسې انتظام وي نو په هغه صورت کي ښځه بايد مکمله پرده وکړي او بيا بايد ووځي په ايت شريف کي راځي (( قل لازواجک وبناتک ونسا ء المؤ منين يد نين عليهن من جلا بيبهن )) الاحزاب ايت ٥٩ ټوک ٢٢ .
ژ باړه : ووايه (( اې رسول الله )) خپلو ښځو ته دي او لوڼو ته دي اود ((نورو )) مسلمانانو ښځوته چي ځوړند دي کړي په ځانونو خپلو باندي څادرونه خپل .
له ايت شريف څخه په ډاګه شوه چي که ښځي دڅه عذر پر بنسټ له کوره دباندي وځي نو ښايي چي ځانونه په خپلو څادرونو يا چادريو يا حجا بونو كي ونغاړي اوپه ښه ډول يي پټ کړي تر څو ونه پيژندل شي . په بل ايت کي دامهات المؤ منين په اړه الله تعالي فرمايلي چي : (( و اذا سأ لتموهن شيأ فسأ لوهن من وراء حجاب )) الاحزاب ٥٣ ايت ٢٢ ټوک .ژباړه : او کله چي تاسي له دوي څخه څه پوښتنه کوۍ نو نو دا پوښتنه دپردې ترشا کوۍ . دلته هم په ايت کي دپردي امر شوی .
يوه بله شرعي مسأله ده چي دښځي غږ هم عورت (( پټ شی )) دې نو ځکه که څوک ميلمه کورته راشي او نارينه په کور کي نه وي نو ښځه دي هغه طبعي اوقدرتي نرم غږ په درانده غږ بدلوي اوپه سخته او له غوسي ډكه لهجه دي له ميلمه سره داړتيا سره سمي خبري کوي . نوله دي ټولو څخه معلومه شوه چي له کوره دباندي دتعليم په وخت بايد ښځه ډير له احتياط څخه کار واخلي اودا ټول شرعي امور په ځاي کړي .
دوهم : غر بيانو نن سبا دښځو اونرو دمساوات په نامه دښځو اونرو ګډ تعليم رواج کړې له همدې کبله په غرب کي داخلاقي جرايمو زياتي پيښي په تعليمي مراکزو کي کيږي أن تردي چي په مکتبونو کي متعلمينو ته جنسي معلومات ورکول کيږي په دې ډول لويديځ ښوونځي دزناو خوندي مرکزونه ګڼل کيږي دوولس کلني وړې نجوني چي دا يي دهوس اوځواني شپې وي دحيوان صفته انساني درندګانو دناوړه جنسي خواهشاتو ښکار کيږي پدي ډول هغه دډيري کم عمرۍ په وخت د مورتوب د درانه بار په اوچتولو مجبوري کيږي ايا دا انصاف دي ؟؟؟ ايا دا ازادي ده؟؟؟ ايا دا مساوات دي ؟؟؟ لعنت دي وي پداسي ټولنه او دا ډول مساوات او ازادۍ باندي!!!
نو ددغه ډول فحشا او اخلاقي فساد د مخنيوي په مقصد اسلام يواځي يو اصل موږ ته راښودلي دي او هغه داچي په اسلامي ټولنه كي دنامحرمه ښځي او نارينه ګډ ژوند او زده كړه له څيلمي حرامه ده او دهغي دجواز لپاره دانسانانو له خوا وړاندي كيدونكي ټول عقلي دلايل دقراني لارښونو په وړاندي هيڅ ارزښت نلري.

دريم: لومړي بايد ښځي ته داسلامي علومو زده كړه وركړل شي.وروسته كه چيري په عصري علومو كي دداسي فن تعليم وركول شي چي هغه يواځي ترښځو پوري اړه ولري نو ددي څه اجازه هم په اسلامي شريعت كي وركول شويده. دساري په ډول دطب علم.لكه چي تاسي ټولو ته بهتره معلومه ده چي ښځينه ډيري داسي ناروغۍلري چي نارينه ډاكترانو ته يي په خلاص مټ نه شي بيانولاي او يواځي ښځينه ډاكتراني كولاي شي چي هغه ورنه واوري ځكه نو كه ښځه دطب زده كړه وكړي ښه به وي.همداراز ځيني نوري داسي برخي هم شته چي ښځينه كولاي شي چي په هغي كي زده كړي ترلاسه كړي.مگر پاتي شوي نوري زده کړي لكه پيلوټي، انجينري او نور نو لكه چي دطبيعي جوړښت له مخي يواځي په نارينه وو پوري ځانګړي دي ځكه نو ښځينه وو ته په هغي كي دكاركولو هيڅ اړتيا نشته.
اوس نو دلته دا خبره هم دپام وړ ارزښت تر لاسه كوي چي طالبانو نو ولي له دغو ټولو شرعي رخصتونو سره سره دښځو په زده كړه باندي مطلق بنديز لگولي وو؟
ددي پوښتني ځواب ډير ساده دي او هغه داچي موږ بايد دښځو دزده كړي او په دفترونو او ادارو كي دهغوي دكار ترمنځ فرق وكړو.طالبانو هيڅكله هم دښځو په زده كړه مطلق بنديز نه وو لگولي بلكه هغوي يواځي ښځي له دولتي او شخصي دفترونو او دوايرو نه كورونو ته استولي وي مگر له هغه سره يي هغوي ته خپل مياشتني حقوق په خپل وخت تاديه كول.متاسفانه دښځو په زده كړه باندي د بنديز خبره لويديځي ميډيا دومره په زور او شور تبليغ كوله چي دهغي په ټس كي دطالبانو د ويونكو ټول هغه سپيناوي او وضاحتونه هم گردجن شوي وو.موږ افغانانو هم هغه دچا خبره دخپل غوږ دكتلو پر ځاي په سپي پسي منډه اخستي وه او دمتعصبو غربي او يهودي رسنيو خبري او تبليغات مو په پټو سترگو منلي وو.كله چي په وروستيو وختونو كي داقتصادي اصلاحاتو په مټه د طالبانو اسلامي امارت يو څه پيسګۍ لاسته راوړي نو سم له لاسه يي دكابل په ښار او دهيواد په ځينو نورو ولايتونو كي دښځينه وو دزده كړي پروسه په كارواچوله او دكابل دمكروريانو په سيمه كي يي يوه لويه ښځينه ښوونځي جوړه كړه چي شپږو سوو انجونو زده كړه پكي كوله.دطالبانو چارواكو څو څوځله دغربي ميډيا نمايندگان پر دغو ښوونځيو گرځولي دي.مگر دزماني گردش وگوري چي نن دهماغي ښوونځي مديره په پيښور كي مهاجره ده او دښاغلي كرزي صاحب اداري ته له طالبانو سره دهمكاري په جرم مطلوبه هم ده.
[color=red:54f2df1751]دښځي پاچاهي له اسلامي نقطۀ نظره [/color:54f2df1751]
دښځي دپاچاهي مسأله داسلامي امت په تاريخ کي يوه متفق عليه مسأله ده اوددي مسألې دبداهت اوروڼوالي له کبله هيڅ ليکلو ياويلو ته ضرورت نشته همداراز دا حقيقت هم په خپل ځاي کره او ثابت دی چي دښځي اونر جسماني جوړښت ، عملي صلاحيت ، قوت اودائرۀ کار مختلف دي يوکوچنی هلک هم پدي ښه پوهيږي چي که په مساجدوکي دامامت مسأله ده که دجنګي ميدانونو سفرونه اويا هم دهېواد دپاچاهي خبره نودا ټول کارونه په اسلام کي نر ته سپارل شوي اويواځي هغه يي په ښه ډول سرته رسوﻻي شي مګرداکارونه ښځو ته سپارل دهغوي دقدرتي کمزوري په بنياد پر هغوي ظلم او تېری دی .دلته موږ درې شرعي دﻻيل ذکر کوو چي دښځي دپاچا هي په نارواوالي صريح دﻻيل دي
اول : قرأني اياتونه .
تردي له مخه چي موږ دسورة احزاب کوم اياتونه ذکر کړل له هغوي څخه معلومه شوه چي شرعا سړی په ښځه حاکم دی او ښځه محکومه ده خو که اوس موږه راوﻻړ شو او ښځه حاکمه کړو نو دا د قرأ ني ايت خلاف کار دی ځکه چي دهغو ايتونو له مخي دښځي حکمراني ناروا ده همداراز په قرأنکريم کي راځي چي (( وللرجال عليهن درجة )) البقره ٢٢٨ ايت ٢ټوک
ژباړه : او شته دسړو لپاره دښځو(( په مقابل کي)) فضيلت .
له دي ايت څخه په ډاګه شوه چي سړي په ښځو غوره دي نو ځکه هم امامت کبرا دسړو حق دی نه دښځو . اوس که ښځي راوﻻړي شي اودامامت غوښتنه وکړي نو دا غوښتنه ناروا او دسړو په حق باندي دګونډې وهلو په معنا دي ځکه چي په ايت کي راځي چي :
(( وﻻ تتمنوا ما فضل الله به بعضکم علي بعض )) النساء ٣٢ايت ٥ټوک .
ژباړه : تاسي دهغه څه غوښتنه مه کوۍ دکومو په وسيله چي ځينو ستاسو ((نارينه ؤ ته )) په ځيني نورو (( ښځينه ؤ )) باندي بهتري او ((برتري )) ورکړيده .
معلومه شوه چي خداي تعالي نر دځينو ځانګړتيا وپه بنسټ دامارت په څير ځينونورودرنو کارونو ته غوره کړيدی نو ځکه ښځه شرعا حق نلري چي ددي په اړه د ولي او څنګه پوښتنه وکړي اويا دنارينه په حق دخپلي خيټي داچولو کو ښښ وکړي .
دوهم : احاديث رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي :
(( لن يفلح قوم ولو امرهم امرأ ة )) صحيح بخاري کتاب المغازي حديث لمبر ٧٠٩٩ .
ژ باړه : هغه قوم به هيڅکله کاميابي ونه مومي کومو چي دخپلو معاملاتو ذمه ښځي ته ور وسپارله . لږ وړاندي پدي حديث کي دا صراحت شته چي کله چي دايران خلکو خپله حکمرانه ښځه وګرځوله نو رسو ل الله صلي الله عليه وسلم دا ارشاد وفرمايه دا حديث شريف دښځي دپاچاهي په نارواوالي ښکاره دليل دی .
همداراز په بل حديث شريف کي راځي :
(( اذا کانت امراءکم خيارکم واغنيا ءکم سمحا ءکم وامورکم شوري بينکم فظهر الارض خير لکم من بطنها واذاکانت امرا ءکم شرارکم واغنيا ءکم بخلاءکم وامورکم الي نسا ءکم فبطن الارض خير لکم من ظهرها )) جامع الترمذي ابواب الفتن ٥٢ مخ ٢ټوک .
ژباړه : کله چي ستاسي اميران ښه خلک وي او ستاسي شتمن سخيان وي او ستاسي معاملات د خپل منځي شورا په ترڅ کي ترسره کيږي نو دځمکي سر تاسي ته دځمکي تر تل (( بيخ)) غوره دی اوکه ستاسي اميران بدخلک وي او ستاسي شتمن بخيلان وي او ستاسي معاملات ښځو ته سپارل شويوي نو بيا دځمکي تل تاسي ته دځمکي تر سر غوره دی .
دا حديث خو دښځودحکمراني د عدم جواز په اړه دومره صريح دليل دی چي هيڅ تشريح ته ضرورت نلري لنډ مطلب يي دادی چي انسان ته دښځي تر پاچاهي منلو مرګ بهتر دی .
له حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم يو لښکر چيري دغزا لپاره ليږلی وو له هغه ځايه څخه يوه تن مجاهد د فتحي زيرې راوړ رسول الله چي دا زيرې واوريدو نو لمړی يي دشکر سجده ادا کړه اوبيا يي له پيغام راوړونکي څخه د غزا تفصيلات وپوښتل د تفصيل بيانولو په ترڅ کي نوموړي مجاهد وويل چي : (( وکانت تليهم امرأة )) ياني زموږ ددښمن پاچا يوه ښځه وه پدي ځاي کي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي (( هلکت الرجال حين اطاعت النساء )) ژباړه : کله چي نرو دښځو پاچاهي يا حکمراني ومنله او فرمانبرداري يي وکړه نو دوي تباه او برباد شو .دا واقعه مستدرک حاکم په ٢٩١ مخ ٤ټوک کي په کتاب الادب باب سجد ة الشکر کي ليکلي ده لدي حديث څخه څرګنده شوه چي دښځي پاچاهي دقوم او مليت لپاره هلاکت تباهي او بربادي ده .
پدي اړه خورا ډير احاديث موجوددي مګر موږ فقط د دليل نيولو لپاره په همدې احاديثو بسنه کوو.
دريم (( اجماع )) دقرانکريم او مبارکو احاديثو دذکر شوو ټولو دﻻيلو په رڼاکي د څوارلسمي پيړۍ په هر پيړ کي دامت مسلمه پدي باندي اجماع شويده چي په اسلام کي دحکومت کولو ذمه داري ښځي ته سپارل ناروا دي او په کومه خبره باندي دامت اجماع د شريعت يو مستقل دليل دی په پورتنۍ مسأله کي داجماع دثبوت لپاره موږ ﻻندي اقتباسات ذکر کوو .
علامه ابن حزم چي د اجماعي مسايلو د څيړني لپاره کوم کتاب ليکلی پدي کتاب کي هغه ليکي : (( واتفقوا علي ان الامامة لا تجوز لامرأة )) مراتب الاجماع لابن حزم ١٢٦ مخ . ژباړه : ټول علما پدي متفق دي چي دحکومت پاچاهي کول دښځي لپاره ناروا دي . شيخ الاسلام علامه ابن تيميه رحمه الله چي دابن حزم رحمه الله په نوموړي کتاب کوم نقد (( نيوکه )) کړيدی او ځيني هغه مسائل يي ذکر کړيدي کومو ته چي علامه ابن حزم اجماعي ويلي دي مګر دابن تيميه په نزد په هغو ځينو مسائلو کي اوس هم اختلاف موجود دی پدي ګوت نيونه کي علامه ابن تيميه دښځو دپاچاهي په مسأله کي په علامه ابن حزم هيڅ نيوکه نده کړي له دي څخه معلومه شوه چي پدي مسأله کي علامه ابن تيميه رحمه الله هم داجماع قائل دی .
امام الحرمين علامه جويني رحمه الله چي په خپل وتلي کتاب (( غياث الامم )) کي د حکومت دمشري لپاره دامير کوم صفات بيان کړي دي په هغه کي يي ليکلي دي چي (( ومن الصفات اللازمة المعتبرة : الذکورة والحرية وتحيزة العقل والبلوغ )) غياث الامم ٨٢ مخ مطبوعه قطر ،
ژباړه : د حکومت دامير لپاره چي کوم ﻻزمي او معتبر صفات دي هغه: (( نارينه توب ))، ازادي ، عقل اوبلوغ دي .
علامه قلقشندي رحمه الله چي دادب وانشاء اود تاريخ وسياست امام ګڼل کيږي هغه په خپل کتاب کي چي داسلامي سياست داصولو په اړه يي ليکلی کاږي : (( الاول الذکورة ..... والمعني في ذلک ان الامامﻻيستغني عن الاختلاط با الرجال والمشاورة معهم في الامور وامرأة ممنوعة من ذالک ولأ ن المرأة ناقصة في امر نفسها حتي ﻻتملک النکاح فلا تجعل اليها الوﻻ ية علي غيرها )) .
ژباړه :د(( حکومت داميرلپاره)) لمړی شرط نارينه توب دی او ددي حکم حکمت دادی چي دحکومت مشر له سړو سره اختلاط او په اړونده مسايلو له هغوي سره مشورې کوي او ښځه لدي شيانو څخه منعي ده همدا راز دښځي په خپل ځان وﻻيت ډير کمزوری دی ان تردې چي هغه په نکاح کي وليه نشي ګرځيدﻻې نو له همدې کبله په نورو باندي هم دهغې وﻻيت نه چليږي .
امام بغوي رحمه الله چي دپنځمي پيړۍ وتلی مفسر ، محدث او فقيه دی هغه فرمايي :
(( اتفقوا علي ان المرأ ة ﻻ تصلح ان تکون اماما لان الامام يحتاج الي الخروج لا قامة امرالجهاد واقيام بامور المسلمين وامرأة عورة ﻻ تصلح للبروز )) شرح السنة ٧٧مخ ١٠ ټوک باب کراهية تولية نساء مطبوع بيروت .ژباړه : ټول امت پدې متفق دی چي ښځه دحکومت سربراه نشي جوړيدﻻي ځکه چي امام دجهاد اودمسلمانانو دنورو کارونو داصلاح لپاره دباندي وځي او ښځه يو پټ شی دی دهغي په عامه مجمع کي ښکاريدل ناروا دي .
قاضي ابوبکر ابن العربي رحمه الله د حضرت ابو بکره رحمه الله دحديث له بيانولو وروسته فرمايي (( وهذا نص في ان المرأة ﻻتکون خليفة وﻻ خلاف فيه )) احکام القران لابن العربي سورة النمل .ژ باړه : اودا ((مخکي بيان شوی حديث )) پدي باندي نص دی چي ښځه خليفه نشي جوړيداې او پدي کي هيڅ اختلاف نشته .
نوموړي مفسر علامه قرطبي رحمه الله په خپل وتلي تفسير کي دابن العربي رحمه الله پورتنی اقتباس ذکر کړی اود هغه تائيد يي کړی او يلي يي دي چي پدې مسأله کي دعلماو تر منځ هيڅ اختلاف نشته . تفسير قرطبي ١٨٣ مخ ١٣ ټوک سورة النمل . د ښځودپاچاهي په مسأله کي امام غزالي رحمه الله فرمايي : (( الرابع الذکورية فلا تنعقد الامامة لامرأة وان اتصفت بجميع خصال الکمال وصفات الاستقلال )) فضائح باطنية للغزالي ١٨٠ مخ مأ خوذ من عبدالله الدميجي (( الامامة العظمي )) ٢٤٥ مخ . ژباړه : دسربراهي څلورم شرط نارينه والی دی له همدې کبله دښځي امامت جائز ندی که څه هم په هغي کي د ازادي او کمال ټول صفات موجود وي .
دعقايدو او کلام نزدې ټول کتابونه دامامت او سياست له احکامو څخه بحث کوي پدي ټولو کتابونو کي دامامت په شرطونو کي دامام لپاره د ذکوريت يا نارينه توب شرط د يوه اجتماعي شرط په توګه ذکر شوېدی . پدې اړه وتلي عالم علامه سعد الدين التفتازاني رحمه الله ليکي !(( يشترط في الامام ان يکون مکلفا ، حرا ، ذکرا ، عدﻻ )) شرح المقاصد مخ٢٧٧ ټوک ٢ .
ژباړه : دحکومتي مشر لپاره شرط دادې چي هغه به عاقل ، بالغ ، ازاد ، نارينه او عادل به وي .
دفقهاو ، محدثينو او داسلامي سياست دعالمانو دا يو څو اقتباسات موږ دبيلګي په توګه ذکر کړل تر څو زموږ ګرانو روڼو او با عفته خويندو ته دا څرګنده شي چي د حکو مت دمشر لپاره نارينه توب يو مهم شرط دی او دا چي ښځه هيڅکله پاچاهي نشي کوﻻي او پدي مسأله کي هيڅ اختلاف نشته .
ددي مسألې په پاي کي به موږ داوسنۍ زمانې د ځينو هغو څيړونکو چي داسلامي سياست په نامه يي کتابونه ليکلي يو څو اقوال راواخلو تر څو ﻻروښانه شي چي هغوي ټول پدي متفق دي چي دښځي دپاچاهي په نارواتوب باندي د امت اجماع ده .
پدي اړه ډاکتر محمد منير عجلاني ليکي : (( ﻻنعرف بين المسلمين من اجاز خلافة المرأة فا الاجماع في هذه القضية تام لم يشذ عنه احد )) عبقرية الاسلام في اصول الحکم ٧٠ مخ مطبوعه دارالنفا ئس بيروت ١٤٠٥.
ژباړه : موږ ته په مسلمانانو کي هيڅ داسي عالم ندی معلوم چي هغه دي د ښځي پاچاهي روا بللي وي له همدي کبله پدي مسأله کي اجماع ده اوددي اجماع په خلاف هيڅ يو شاذ او نادر قول هم وجود نلري .
ډاکتر محمد ضياء الدين الريس داسلام دسياسي احکامو په اړه ډير زيات تحقيق کړې او خورا لوي کتاب يي ليکلی هغه ليکي چي :
(( اذا کان قدوقع بينهم خلاف فيما يتعلق با القضاء فلم يرو عنهم خلاف فيما يتعلق با الا مامة بل الکل متفق علي انه ﻻيجوز ان يليها امرأة )) النظريات الاسلامية السياسية ٢٩٤ مخ مطبوعه دار التراث القاهره ١٩٧٦ . ژباړه :که څه هم دفقهاو په منځ کي دښځي د قضا په اړه اختلاف شته (( چي ايا ښځه قاضيه جوړيداي شي که نه )) ليکن د ښځي دپاچاهي په اړه هيڅ اختلاف نه ليدل کيږي بلکه ټول پدي سره متفق دي چي ښځي ته دحکومت واګي په ﻻس کي ورکول ناروا دي .
ډاکتر ابراهيم يوسف عجو پدي اړه ليکي : (( مما اجمعت عليه الامة علي ان المرأة ﻻ يجوز لها ان تلي رياسة الدولة )) تعليق تهذيب الرياسة وترتيب السياسة للقلعي ٨٢ مخ
ژباړه : پدې خبره ټول امت متفق دې چي ښځي ته دکوم رياست پاچاهي ورکول ناروادي
عبدالله بن عمر بن سليمان الدميجي ليکي : (( من شروط الامام ان يکون ذکرا وﻻخلاف في ذلک بين العلما )) الامامةالعظمي عند اهل السنة ٢٤٣ مخ .ژباړه :دحکومت د چلونکي په شرطونو کي دا خبره ګډه ده چي نارينه به وي اود علماؤ په منځ کي پدې خبره کي هيڅ اختلاف نشته .
داوسنۍ زمانې وتلي مفسر علامه محمد امين الشنقيطي رحمه الله په خپل تفسير اضواءالبيان في تفسيرالقرأن بالقرأن ٦٥ مخ اول ټوک کي همدا پورتني الفاظ ليکلي او ددي خبري پخلی يي کړی چي په پورتنۍ مسأله کي د علماو تر منځ هيڅ اختلاف نه ليدل کيږي .

[color=blue:54f2df1751]د ملکه بلقيس پيښه [/color:54f2df1751]
زموږ په زمانه کي ځيني په اصطلاح روڼ اندي او ازاد نظره طبقه دښځو دپاچاهي دروا بللو لپاره د ملکه بلقيس دپاچاهي حواله ورکوي اووايي چي بلقيس پاچا وه نو اوس هم دښځو پاچاهي روا ده مګر دا يوه جاهلانه ويناده ځکه چي دبلقيس په اړه هدهدحضرت سليمان عليه السلام ته پدي ټکو خبر ورکړ چي : (( وجدتها وقومها يسجدون للشمس من دون الله )) سورة النمل ٢٤ ايت ١٩ ټوک .
ژباړه : ما دا بلقيس اوددي قوم پداسي حالت کي پيداکړل چي دوي له خدايه ماسيوا لمر ته سجدې کولې . لدي څخه معلومه شوه چي بلقيس ﻻ هغه وخت مسلمانه نه وه ا و دلمر عبادت به يي کاوو نو نو ديوې لمر پرستي ښځي په کړو سره څنګه يو مو حد مسلمان استدﻻل نيسي ايا دا حما قت ندې ؟؟؟
دوهم داچي دبلقيس له پاچاهي څخه موږ هغه وخت دليل نيوﻻي شواي کچيري حضرت سليمان عليه السلام ددي فرمان برداري کړي واي او ددي پاچاهي يي په ځان منلي واي حال دا چي سليمان عليه السلام ددي بر عکس کار کړې وو او بلقيس ته يي په زغرده ويلي وو چي بايد د سليمان عليه السلام حکومت ته د تسليمي سر ټيټ کاندي د سليمان عليه السلا دهغه خط په اړه چي بلقيس ته يي ور ليږلې و په قرانکريم کي راغلي چي (( اﻻ تعلوا علي وأ توني مسلمين )) النمل ايت ٣١ ټوک ١٩ .
ژباړه : تاسي (( بلقيس او قوم يي )) ځما په مقابل کي سر مه جګوۍ او ځما فرمانبردار واو سيږۍ . لدي ايت شريف څخه په ډاګه شوه چي سليمان عليه السلام په دوي خپله حکمراني مسلطوله نه دا چي دبلقيس حکومت يي پر ځان مانه په همدې توګه نه يواځي داچي سليمان عليه السلام دبلقيس حکومت تسليم نه کړ بلکه هغه يي دخپل حکم تابعداران وګرځول پدي واقعه کي هيڅ داسي نښه نشته چي سليمان عليه السلام دي د بلقيس حکومت روا بللې وي او يا دې هغه تسليم کړې وي . کچيري بالفرض والمحال داسي څه شوي هم وي نو زموږ دخوږ نبي ددواړو جهانو سردار حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم (( ځما مور او پلار دي تر ده قربان شي )) دشريعت په راتلو سره پخواني ټول شريعتونه منسوخ شو نو دپخوانيو شريعتونوکوم کاراوس زموږ لپاره دليل نشي ګرځيداي پداسي حال کي چي دهغه کار په خلاف زموږ په شريعت کي صريح نصوص او اقوال مو جوددي .
دا ده دښځو دخلافت يا پاچاهي په اړه داسلامي شريعت کړنلاره خداي جل جلا له دي وکړي چي ځما دغه نيمګړي ليکنه به د ټول افغان د ښايسته ويب پاڼي محترموجوړونکو او ددي ويبپاڼي نورو درنو کارکونکو وروڼو او خويندو ته دتسلي او تشفي وړ وګرځي . واخر دعوانا ان الحمد لله رب العلمين


ډاکتر وطنمل
01.11.2003

[color=blue:ad1f8612f1]سبحان الله ، الحمد ل الله ! ، دروند او منلی وروره طالب جانه ! ماشأ الله ، دخدای (ج) رحمت دې وي پر تاسو ، څومره ښکلی او بشپړمضمون مو کښلی دی . زه مننه کوم او تاسو ته د خپلو سلامونواو نيکو هيلو له وړاندې کولو څخه وروسته هيلمن يم چې ستاسو ليکنې به د ډيرو لوستونکو تنده په دغه موضوع کې ماته کړي وي ، او ډير درانه لوستونکي به ستاسو د ليکنې په رڼا کې خپل نظر بيان کړي او پوښتنې به مطرح کړي .
و من الله التوفيق .! [/color:ad1f8612f1]



طالب جان
02.11.2003

ډيره محترمه مکرمه او عزتمنه وروره (( وطنمل )) صيب . السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسي څخه ډيره مننه کوم چي ځما ليکنه موکتلي ده . له ټولو وروڼو څخه هيله من يم چي داليکنه په تنقيدي نظر وګوري زه پدې اړه د اسلامي شريعت په رڼاکي هر ډول پوښتني ځواب ته چمتو يم .انشا ءالله



ع کريم حليمي
16.01.2004

ګررانو ليکوالو سلام
دښځو د حکومت دومره اوږدی ليکنی دی زما يی دغه جواب په کار دی ٠ چې دا ګونا کبيره ده که کچنی ګونا ده
که کبيره ګوناه ده دلائل ئی وليکۍ ٠ زه وايم چه کچنی ګوناه ده
ډير خلګ بريتونه لری ٠ دغه هم ګوناه ده٠
خلګ ږيری تراشوی دغه هم ګوناه ده
بخاری کی حديث دحديث درجه روايتی وای د مشريکانومخالف وکی بريتونه ووهی او ږيره پريږدی
اوقبضه دصحابی الفاظ دی نو اوس خو ډير لویملايان په دغه کوچنی ګوناه اخته دی ٠
که ښځه يوه کچنی ګوناه وکی نوتاسو اسمان رانړوی ٠ خواهش کوم چه کچنی جوابونه وليکی ٠
پرکوچنی ګوناه دوام په کبيره بدل کيږی ٠
او که تاسو خپلی (ملايی )تيره کوی نوبيا صحح ده دمځکی پر مخ بی ګوناه انسان نسه
که ښځی کچنۍ ګونا وکړه کافر نشده
زموږ دحيات ټول حساب دګوناه / سواب باندی ولاړدی ٠
وماعلينا الاالبلغ ٠ او بعضی ملايان امامت په پيسو کوی دوی هم نصحت ته ضرورت لری ٠
بسمه تعالی اتأمرون الناس بالبر وتنسون انفسکم و انتم تتلون الکتب أفلاتعقلون


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more