د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

واحد نظري د ملي راډيو تلويزيون ريس وټاکل شو

ghafar
10.07.2007

[color=blue:dc3f27c9f8]واحد نظري د ملي راډيو تلويزيون ريس وټاکل شو[/color:dc3f27c9f8]

ډاکټر واحد نظري د افغانستان يو له برياليو فلم جوړونکو او ډايريکټرانو څخه گڼل کيږي
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ډاکټر واحد نظري د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون د لوى ريس په توګه ټاکلى دى .
د دغه وزارت له خوا په خپرې شوې يوې خبر پاڼې کې ٥٥ کلن ښاغلى نظري وتلى افغان فلم جوړوونکى بلل شوى دى.

ښاغلي نظري په دې وروستيو کې د شمشاد خصوصي تلويزيون د خپرونو د ريس په توگه کار کاوۀ .

د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون پخواني ريس نجيب روشن څو مياشتې وړاندې تر هغه وروسته استعفى ورکړه چې د دۀ په وينا د کار شرايط ورته محدود شول .

داسې اټکل کيدۀ چې نوى ريس به ژر تر ژره وټاکل شي خو دا چې ولې په دومره ځنډ نوى ريس ټاکل شوى تر اوسه د اطلاعاتو کلتور د وزارت له خوا څه نه دي ويل شوي .

ډاکټر واحد نظري په کندهار کې زيږيدلى او زده کړې ېې د کندهار په احمدشاهي ، د کابل د ميرويس نيکه په منځني ښوونځي او د رحمان بابا په ليسه کې سرته رسولې دي .

ښاغلي نظري له بلغاريا څخه دکتورا اخيستې او له ملي تلويزيون او افغان فلم سره يې ډير کلونه کار کړى دى .

ښاغلي نظري د افغان فلم د ريس ، دهنرمندانود ټولنې او دسينما د انجمن د ريس په توگه هم کار کړى دى او د کابل پوهنتون د هنرونود پوهنځي د استاد په توگه يې هم دنده تر سره کړې ده .

واحد نظري د کونډې زوى په نامۀ مشهور تلويزيوني سيريال د ډايريکټر په توگه خورا ډير شهرت موندلى . دغه راز دوى د (( لحظه ها )) او ارمان فلمونه جوړکړي دي.
ښاغلى نظري په پښتو او دري ژبو طنزونه او دسينما سناريوگانې هم ليکي دي . د اطلاعاتو کلتور وزارت وايي ښاغلى نظرى لومړنى افغان دايرکتر دى چې د سينما په يوۀ نړيوال فستيوال کې يې د قضايه هييت رول لوبولى دى . د المان د دايرکترانو د ټولنې غړيتوب هم لري .


pattang
10.07.2007

نو ستا يې پرې څه ؟ ته وايې چې پښتو به ملي ژبه کړي؟
ته وايې چې داشغالګرواوددې چټل رژيم پر ضد به پرو پاګنده وکړي ؟
[color=darkred:3f1d0adcbe]نظري ظاهراً پاک وو خو اوس یې ځان چټل کړ [/color:3f1d0adcbe]
او بس نور به څه نه وايم٠


larghonay1
11.07.2007

نظري صيب ته دې څوكۍ مبارك وي خو كه په ياد مو وي نظري صيب له اريانا ټي وي څخه هم په دې ويستل شوى ؤ چې په اريانا ټي وي كې يې كار بريالى نه ؤ
هغوى د دې په خاطر نيولى ؤ چې ګنې په تلويزيون كې به څه ادلون بدلون راوړلي او بڼه به يې لاښۀ كړي او بله دا چې دى پښتون دى او اريانا ټي وي د بيات دى چې هغه يو پاړسيوان شيعه دى نو هغوى ويل دى به د پښتو او پاړسي څه ناڅه انډول برابر كړي خو د ده ټولې وړاندې شوې طرحې پاړسي وې. د پښتو له پاره يې په اريانا ټي وي كې هيڅ طرحه نه درلوده نو هغوى وويل پاړسي ته خو مونږ پخپله هم كار كولى شو نو ځكه يې له ده سره قرارداد تازه نه كړو او ځواب يې وركړو.


pattang
11.07.2007

کورد ودان لرغونيه ، ما پټه ساتلې وه تا روښانه کړه٠ نظري دې دپښتو په چرت کې
ندی هغه ما په ډېرو مجلسو کې ليدلی دی٠ هغه داسې خواص لري لکه اوبه ، په هر جسم کې د هغه شکل نيسي ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more