نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دهم جنس پرستۍ عوامل څه دی
salam
06.07.2007
دډیرو ورځو نه می دا سوا ل په ذهن کی دی چی د هم جنس پرستۍ عوامل څه دی
او په کومو ټولنو کې هم جنس پرستی زیاته وی.او ایا دی ته صرف ګناه ویلو باندی
مسله حل کیږی کنه ددی عوامل لټول پکاردی .
زما په خیال په پابندو ټولنو کې ددی ډیر امکانات وی . او دا صرف تر سړو تر
حده محدود نهء وی بلکې په ښځو هم تر سړو زیات اثر انداز کیږی.په مغرب کې
هم هم جنس پرستی په هغه خلکو کې زیاته وی دچا روزګار چې دفوځ یا کلیسا
سره تړلی وی.بیا په دغه تناظر کې چې مو نږ خپلو ټولنو ته ګورو نو هم دغه
عوامل پکی جوت ښکاری.
تاسو په دی حواله څه نظر لرۍ
جواب
و.افغان
06.07.2007
په لنډ ډول به څو اسبابو ته اشاره وکړم:
لمړۍ سبب: دایمان او دیني پرهیزګارۍ کمزورتیا.
دوهم سبب: دمور او پلار له خوا بچو ته غلطه تربیه کول، کومه تربیه چی یا په جنسي شذوذ ولاړه وي، او یا په داسی محرومیت ولاړه وي، چی دسړو او دښځو تر منځ د روا روابطو مخه په کی ونیول شي.
دریم سبب: ګمراه، او فاسق ملګري.
څلورم سبب: ګنده فیلمونه، او ګنده عکسونه.
پنځم سبب: په پټ عادت (لاس استعمالول، یا دیته ورته) آموخته کیدل.
شپږم سبب: ددواړو جنسونو دغوښتنوغورځول، لکه د مالي خرچو څخه دهغوي محرومول، کومو ته چی هغوي ضرورت لري.
اووم سبب: دمور او پلار د څارنی کمزوري.
اتم سبب: دخپلو بچیو جنسي تربیه له پامه غورځول، هغه داسی چی هغوي ته ددغسی جنسي شذوذ ضرورنه بیان نه شي، او هغوي تری ونه ویرول شي.
ځینو نورو دعلم نفس علماوو څه نور اسباب هم ذکر کړي،
خو مهمه خبره داده: چی دغه ټول اسباب مسلمان ددغی ګناه دمسؤولیت په غاړه اخیستنی څخه نه معاف کوي،
او ځمونږ مبارک او مبین دین اسلام، ددغه کار دمخنیوي لپاره ډیر لارښوونی کړي، چی یوه له دغو لارښوونو څخه دپيغمبر صلی الله علیه وسلم دا حدیث دۍ، چی فرمايي: ((سړی دی دسړي عورت ته نه ګوري، او ښځه دی دښځی عورت ته نه ګوري، او سړی دسړي او ښځه دی ښځی سره په یوه جامه کی ځان نه یوځاي کوي)).
salam
07.07.2007
کوشان صیب تر دی حده ستاسو خبره منم چې ځنی خلک پیدایشی نه نر وی او نه
ښځه او دا فطری امر ګرځی چې هغه هم جنس پرست وی .خو دماحول نه متاثر شوی
هم جنس پرستی زما په خیال نفسیاتی بیماری ده .په دی حقله مونږ دفرایډ نه تر یو
څه حده رهنمایی اخستی شو خو دډیرو خبرو سره ئ اختلاف کیدایشی.
که چرته مونږ هم جنس پرستی کلهم فطری امر وګڼو نو ددی مطلب دا را اوځی چې
مونږ نر اوښځی تقسیموو.چې په نتیجه کې ئ بقا ی نسل چې فطری امر دی نظر انداز کوو.
ساپی صیب چې کوم مثالونه وړاندی کړی ددی په نتیجه کې هم جنس پرستی زیاتیدی شی کمیدی نه شی.
زما په خیال یو ه بله وجه داهم کیدی شی چې په تعلیمی ادارو کې زمونږ سره
دجنس په حواله دابتدا نه هیڅ تعلیم نه ورکول کیږی .او دجنسی لا علمۍ له کبله
دا سی واقعات مخی ته راځی چې مونږ ورته جنسی تیری ویلی شو .
رښتینی
07.07.2007
ولا په دي ليكنه نظر ښكاره كول زما له سويي پورته خبره ده
او بل بايد په هره موضوع كي هرڅوك خپل نظر هم ښكاره نكړي
هرڅوك بايد دخپل اختصاص په برخه كي خبري وكړي
دلته يواځي دي ټكي دي ليكني ته وهڅولم چي كوشان صيب ته
افرين ووايم او هغه ځكه چي كه څه هم ده ټول ژوند په لويديځ
كي تير كړي دي خو بيا هم دخپلي ټولني له ډيرو دقيقو مسائلو نه
خبر دي
[code:1:5777048934]زمونږ په ټولنه کې داسې رواج دی چې يواځې مفعول ته په بده سترګه ليدل
کېږي او فاعل په خپل کار افتخار کوي ، ځکه هغه وايي د پلانکي سړي
سر راڅخه ټيټ دی [/code:1:5777048934].
او شاغلي ساپي صيب ته دومره وايم چي ګومان كوم ته به هم ددي
موضوع په اړه هراړ خيز مالومات نه لري كيدي شي يواځي داخلاقي
ښوونوپه رڼا كي به ليږ او ډير مالومات لري نور نو بايد دا موضوع
خپلو متخصصينو ته پريږدو
په مينه
salam
09.07.2007
کوشان صیب هم جنس پرستی صرف دجنسی عمل تر حده محدوده ولی نشو دشاعرۍ
نه واخله تر مذهبی تعلیماتو پوری د هم جنس پرستۍ ځائ په ځائ انځور پیش کوی