نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ددوی هډوکي خاورې شول خومندې يې لا اوس هم انتظا ر باسي
pattang
06.07.2007
کابل: لوی ډله ایز قبر وموندل شو
افغان پولیسو په ډاګه کړي چي هغوي په کابل کي یوبل لوی ډله ایز قبر موندلی.
جنرال علي شاه پکتیاوال چي دکورنیوچارو دجنايي جرمونو سره دمبارزې دبرخي مشردی وايي چي څو ورځي وړاندي له روسيې نه راغلي یوه پنځه اویاکلن سپین ږيري دوي ته دغه قبر وروښود.دغه کس هغه مهال په پوځ کي دډریور دنده لرله اوپه ګڼو ډله ایزوقبرونو يی خاوري اړولي دي.
دغه قبرچي کابل ښارته څیرمه په یوه لوی پوځي بارک کي پروت دي په لسګونو خوني لري چي په سلګونو بیګناه اففانانومړي پکې پراته دي.
وژل شوي کسان یاخوپه مړدکیو ويشتل شوي اویايی هم په خوله کي خرڅوړي ورمنډل شويدي.ګومان کيږي وژل شوي خلک ټول پخواني مجاهدين دي چي هغه مهال يی داشفالګروشورویانو اودهغوي دتالي څټوپرضد سپيڅلي جګړه مخ په وړاندي بيوله.
دالومړی ځل ندی چي په افغانستان کي دغه ډول ډله ایز قبرونه موندل کيږي.
واردمخه هم په پل چرخي اوبدخشان کي دپخوانیومجاهدینو ډله ایز قبرونه رابرسیره شوي وو.
دکورنۍ جګړې پرمهال هم ښکیلو خواوو په زرګونو بېګناه افغانان په یوه اوبل تور ژوندي ترخاورو لاندي کړيدي.دکابل په لویدیځ کي دحزب وحدت دډلي ترڅآرني لاندي دزرګونو افغانانو ډله ایزقبرونه، دشمالي ټلوالي له لوري په مزار اودښت لیلاکي په دلسګونو زرو طالبانو ډله ایز قبرونه يی ښې بېلګي دي.
که څه هم واردمخه دبشري حقونو پالونکو ادارو دغو قبرونو ته په اشاره سره دبې پرې پلټنو غوښتنه کړي وه خو دولت ددغو جنګي ډلو دفشارله امله تردې دمه پرپلټنو ندی توانیدلی.
عنايت الله کاکړ
=================================================0000
د ډله ايزو قبرونو د موندني لړۍ روانه ده
د پوليسو چارواكو يو ځل بيا د كابل ښار په شمالي دښت چمتلي كي د يوه ډله ايز قبر د موندني خبر وركړ.
د كابل په امنيه قومنداني كي له جنايي جرمونو سره د مبارزې رئيس جنرال علي شاه پكتياوال وايي نن يې په ياد سوي دښت كي څو قبرونه نور هم موندلي دي.
جنرال پكتياوال چي نن يې سيمي ته ځيني خبريالان هم بېولي وه، د ملي پوځ سرتېرو ورته د خاورو د سپړني اجازه ورنكړه.
د پوځ چارواكي وايي جنرال پكتياوال يې ځكه كار ته نه دئ پرې ايښئ چي كميسيون امر ورته كړى دئ، چي د دوى بې اجازې دي چاته د كيندني اجازه نه وركوي.
نيژدې لس ورځي دمخه د چمتلي په دښت كي يو په بل پسې ډله ايز قبرونه وموندل سوه، چي وروسته يې په اړه ولسمشر حامد كرزي د يوه كميسون د جوړېدو پرېكړه وكړه.
ولسمشر كمېسون ته امر كړئ چي د قبرونو او مړو په اړه څېړنه وكړي چي كله، څنګه او د چا له خوا وژل سوي دي؟
خو ډېرى افغانان په دې ګومان دي چي دغه كسان دي په افغانستان كي د كمونستانو د واكمنۍ پر مهال وژل سوي وي.
په افغانستان كي د ډله ايزو قبرونو د موندني لړۍ د طالبانو د واكمنۍ راهيسي روانه ده.
كابو ۹ كاله دمخه طالبانو د كندهار ښار په شمالي سيمه ميان كوه كي يو ډله ايز قبر وموندئ چي په لسګونو مړي پكښي پراته وه، هغه وخت د مړيو له نښو نښانو څخه داسي ښكارېده چي په قبر كي پراته كسان دي كمونستانو په حكومت كي وژل سوي وي.
دغه راز نور ډله ايز قبرونه په بدخشان، ننګرهار، لوګر او ځينو نورو ولايتونو كي هم موندل سوي دي.
په افغانستان كي د ۱۳۵۷ لمريز كال د غوايي تر كودتا وروسته كمونستانو په زرګونو سياسي مخالفين چي د افغاني ټولني عالمان، روڼاندي، روحانيون، خانان، ملكان او عام وګړي وه له خپلو كورونو څخه ايستلي چي نيژدې دېرش كاله وروسته يې هم د مرګ و ژوند درك نسته.
چارواكي وايي ښايي دا به هغه كسان وي چي د كمونستانو د واكمنۍ پر وخت د دولت د مخالفينو په نامه له كورونو ايستل سوي او بيا په ډله ايز ډول وژل سوي وي.
د يادوني وړ ده د تېرو درو لسيزو په جريان كي افغاني حكومتونو تل خپل مخالفين په ډله ايز ډول وژلي دي.
په ۱۹۹۶ كال د شبرغان په دښت ليلى كي د جنرال ملك او دوستم له خوا د زرګونو طالبانو وژنه، وروسته د باميان په يكاولنګ كي د طالبانو له خوا د هزاره ګانو وژني او ورپسې په ۲۰۰۱ كال په كندوز او مزار شريف كي د شمالي ټلوالي له خوا د زرګونو طالبانو وژني دا وښوده چي په جنګي ډلو كي لا اوس هم د ډله ايزو وژنو دود رواج دئ.
عمر واحديار
lawangin
07.07.2007
ولې انډيوا لان چوپه خوله ناست دي ??
لکه چې خپله يې دا کار کړی وي ?
داڅکه وايم چې دا خو يو ډېر وحشي کار شوي ايا عاملين يې محاکمه نشي ?
جواب
و.افغان
08.07.2007
[quote:10aabe9e32="lawangin"]ولې انډيوا لان چوپه خوله ناست دي ??
لکه چې خپله يې دا کار کړی وي ?
داڅکه وايم چې دا خو يو ډېر وحشي کار شوي ايا عاملين يې محاکمه نشي ?[/quote:10aabe9e32]
ګرانه لونګینه وروره! خبره دی بیخي صحي ده، اګر چی نا امیده کیدل ښه نه دي، خو کله کله مو زړه ته نا امیدۍ ناندرۍ غوږي،
اوسني حالت ته حیران شو، چی دغه جنایتکاران څنګه او دچا په لاس محاکمه شي،
که اوسنۍ حکومت دۍ، هغه هم ددغو جنایتکارانو حمایت کوي، په شمول دکرزی صاحب، دقوماندان جرآت او څاروندوال آخرنۍ واقعه يي ښه بیلګه ده،
که نړیوال حقوقي سازمانونو ته دامید سترګی وغړوو، نو هغوي هم دامریکا دنفوذ لاندی دي، په مستقیم څیر او یا غیر مستقیم څیر.
حقیقت خو دادی، چی دغو سازمانونو ته په بشپړه توګه معلومات شته، او ددغو جنایتکارانو په باره کی پوره وثائقی اسناد لري، خو چی کله به يي محکمی ته کش کوي، ؟؟؟
هغه وخت به یي کش کوي، چی کله امریکا په دغه کار کی خپل شخصي مفاد وګوري.
نو کیس به تیار وي، او دخپلو ګټو خوندي کولو لپاره به يي استعمال کړي.
خو فکر نه کوم، که دغه آخرنۍ حالت هم منځ ته راشي، ځکه چی دامریکی دشتون تقویه یو په دی کی ده، چی دغه جنایتکاران پیاوړي کړي، او دولس څټونه پری نور هم مات کړي، ځکه چی ددغو ښکیلاګرو ویره له همدی با شهامته ولس څخه ده.
ځمونږ امید او بروسه دالله جل جلاله څخه وروسته په دغه پاک ولس ده، چی په خپل زور او ځبر خپل تلف شوي حقوق لا س ته راوړي، او هیڅکله دپردیو غلامانو ته لاس په سلام نشي، ځکه چی تاریخ ثابته کړی، چی دغو ښکیلاګرو هیڅکله ځمونږ وطن ته بغیر له تباهۍ او بربادۍ بل څه له ځانه سره نه دي راوړي.
larghonay1
08.07.2007
كه ژوندى واى ژوندى نه شو رانه تللى
چې قاتل مې نن مغرور پر مزار تېر شو
د دوى قاتلين اوس ټول په متحده جبهه كې راټول دي او كه چا خوله وخوځوله نو همداسې ډله ايزو قبرونو كې به يې واچوي. كه مړ يې نه كړي نو د ملالۍ جويا غوندې خو به يې له پارلمانه وشړي.
و.افغان
10.07.2007
حیران زه دیته یم، چی له دی وروسته به څنګه ځمونږ ولس په کرزي صاحب، او کرزي خیلو هیواد ملو باور وکړي،
دا کوم انصاف دی، چی د زرګونو کسانو قاتلین، او بین المللی جنایتکاران په لوړو چوکیو ناست دي، او ډیر زیات يي دکرزي صاحب خاص مشاورین بلل کیږي، دهغوي درناوۍ کیږي، هیڅ ورته نه ویل کیږي، محکمي ته نه کش کیږي، بلکه څوک دپوښتنی حق ځنی هم نه لري، جویا غریبه يي دانصاف غوښتنی په وجهی له پارلمان څخه وویستله،
او نن ننګ صاحب په یوه مطبوعاتي غلطۍ سره په غیر قانوني توګه دامنیت ملي له خوا نیول کیږي،
آیا دکرزي صاحب زور یواځي په دی پښتنو رسیږي، چی دۍ هم دی پښتنو ته په سر ګوذار ورکوي، او ټلواله خو ما یادوه، دهغوي دغه ایمان دی، چی پښتون ووژني، ختم يي کړي، هیڅ نوعه تقدم ته يي پرینږدي.
آیا دکرزي صاحب آبرو ټلوالی ته بیخي حلاله ده، اود پښتنو لخوا پری انتقاد هم حرام او هم يي صاحب دسختی اود غیر قانونی جزا وړ دۍ؟؟؟؟
دا کوم منطق کیداي شي.؟؟؟؟؟؟
نو حیران شم، چی څه ووایم؟؟؟؟؟
داود فايز
12.07.2007
و وروڼو
سلامونه او شي چاري
په ستركو كي مو او شكي وچي شوي ، قلمونه مو له كاره لويدلي په چا وژاړو
په هغو وژاړو چي كلونه پي تير شوي او كه په دا اوسني وير وژاړو
كمونستانو ته ښيرا وكړو او كه اوسنيو ديمو كراتانو ته چي موږ يي په خوشحالي استقبال وكړو او كه مجاهدين نه وژاړو چي د مجاهدو به نامه هغه كارونه وكړل چي كمونستان ورته حيران شول
او كه دستميانو نه وژاړو چي تر شلو زرو نه زيات تنكي ځوانان يي تر خاورو لاندي كړل
دا زموږ تقدير دي زموږ وطنپال نيول كيږي ځوريږي وژل كيږي او يا له ملكه شړل كيږي
موږ شه نه يو او يا موږ شه يو نړي بده چي موږ به الوتكو او شوبلو باندي ولي او قتلوي مو او به آخر كي يوه بښنه غواړي او موږ به كاليو كه له خوشحالي نه نه ځاييږو چي دا دي بښنه يي وغوښته
الله دي په مونږ ورحميږي او د پردو له لاسه مو خلاص كا او د وطنپالي او دينداري احساس به مونږ كي ژوندي كړي
او اكبر خان را پيدا كړي چي يو ځل بيا د مګناټن لمسي دتوري تر تيغ تير كړي
وايي
آميـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــن
يا رب العالمين
Anonymous
20.07.2007
[quote="أبو عمر الأفغآ]و وروڼو
سلامونه او شي چاري
په ستركو كي مو او شكي وچي شوي ، قلمونه مو له كاره لويدلي په چا وژاړو
په هغو وژاړو چي كلونه پي تير شوي او كه په دا اوسني وير وژاړو
كمونستانو ته ښيرا وكړو او كه اوسنيو ديمو كراتانو ته چي موږ يي په خوشحالي استقبال وكړو او كه مجاهدين نه وژاړو چي د مجاهدو به نامه هغه كارونه وكړل چي كمونستان ورته حيران شول
او كه دستميانو نه وژاړو چي تر شلو زرو نه زيات تنكي ځوانان يي تر خاورو لاندي كړل
دا زموږ تقدير دي زموږ وطنپال نيول كيږي ځوريږي وژل كيږي او يا له ملكه شړل كيږي
موږ شه نه يو او يا موږ شه يو نړي بده چي موږ به الوتكو او شوبلو باندي ولي او قتلوي مو او به آخر كي يوه بښنه غواړي او موږ به كاليو كه له خوشحالي نه نه ځاييږو چي دا دي بښنه يي وغوښته
الله دي په مونږ ورحميږي او د پردو له لاسه مو خلاص كا او د وطنپالي او دينداري احساس به مونږ كي ژوندي كړي
او اكبر خان را پيدا كړي چي يو ځل بيا د مګناټن لمسي دتوري تر تيغ تير كړي
وايي
آميـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــن
يا رب العالمين[/quote]
ياره چې دغه عربی دې پکې نه وی ګډه کړې، نو ما به هم درسره يو ځای ژړلی وی، خو اوس ، چې عربی بازی وګورم نو بيا مې له دغسې پښتو هم خوا اوړی، رښتيا وايم
توره باز