نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
وازروا بيا وازروا
Anonymous
05.07.2007
څه موده وړاندې مې د افغان ملت ګوند ته ((غير سياسي ګوند)) ليكلي وو . زما موخه دا نه وه چې زه ګواكې دافغان ملت ګوند سپكاوى وكړم. ما ويل كه چېرته زما ليكنه كوم داسې كس ولولي چې په ګوند كې ښه اغېز لري ګوندې په خپله سسته پسته پاليسۍ كې څه ادلون بدلون راولي. كله چې خبر شوم چې نوموړى ګوند دګوند جرګه (كنګره) رابولي نو زړه مې ښه شو ماوې لكه چې د سلطان محمود پاچا دا لټان خداى راويښ كړل نو ډېر خوشاله وم . خو كله چې مې د دوى د غوندې پايله واورېده چې نو ومې ويل (ماموته بيا دې موته). په تېره بيا د دې ګوند د نوي او زاړه رييس خبرې.
افغان ملت ګوند د دريځ (سټيج) پر سر د ولسمشر كرزي غټټټټټټټټټټټ عكس لګولى ؤ . لومړى خو دا چې دا د يو ازاد او ناتړلي ګوند غونډه وه نو د كرزي د عكس تر سيوري لاندې جوړول يې څه اړتيا وه؟
يانې زما د خبرو موخه دا نه ده چې يو ګوند دې د حكومت دښمن وي خو رقيب يې خامخا وي او كه رقابت ونه لري نو ګوند جوړول څه مانا؟ خو د حكومت طرفداري دې كوي كنه؟
بله دا چې په غونډه كې د ګډونوالو احساسات دومره ملي او پياوړي وو چې د غونډې له هرې ګوښې او منځ نه تاوده او ملي شعارونه له ګرمو ولولوسره دومره ډېر وركول كېدل چې حتى حتى حتى د ملي راډيو ټلويزيون قادر نطاق قلاتوال يې هم څنډې ته كړې ؤ. قلاتوال هغه نطاق دى چې كه څوك يې فاتحې ته وبولي هم عشقي او شهواني شعرونه وايي او دومره ډېر يې ياد كړي چې حساب يې نشته. خو د غونډې ګډونوال دې خېر يوسي چې غونډه يې د عشقي شعرونو پر ځاى په ملي شعارونو توده ساتلې وه او دومره ډېر وو چې څو څو څو ځلې دوه او درې شعار وركوونكي سره ټكر شول. يانې غونډه له لاندې نه ډېره ګرمه او ملي وه خو [color=orange:d5b5af5685][size=18:d5b5af5685]د دريځ پر سر احدي داسې ښويې خبرې كولې لكه د احدي صيب خپل مخ. [/size:d5b5af5685][/color:d5b5af5685]
احدي په يوه اوږده وينا كې ايله د كرزي دحكومت په پنځكلنه دوره رڼا واچوله او داغونډه داسې معلومېده لكه د افغان ملت غونډه چې هډو وي نه، بلكې د كرزي صيب د پنځكلنې دورې د ستايلو او راپور وركونې غونډه وي.
احدي د كرزي او حكومت له ستايلو پرته بله هيڅ نوې خبر نه درلوده او نه يې خپلو زړو ګونديانو ته كوم پيغام لاره. يوازې د حكومت ستاينې او ځنې پستې مستې مشورې وې او بس.
نو ما ويل د خداى انصاف دارو چې داسې وه خو د حكومت په ملاتړ به مو يوه اعلاميه ګۍ غوندې خپره كړې وه نو دومره لګښت او د خپلكو ستړيا ته څه اړتيا وه. نو ځكه خو مې له غوسې نه د ځان سره وويل (( وازروا بيا وازروا)).
pattang
05.07.2007
لرغونيه ښه ده چې را مالوم شوې ، څوموده کيږي چې ورک وې، زړه مې غمګين وو، ماويل چې پنجيانو کوم اخطار نوي درکړی ? ( په افغانستان کې هرڅه امکان لري ).
خدای د خوار مکړه چټي دوخت د ضايع کړی ،دا خلک مخ کې هم دادم خان لټان وو
خو بېکاره زنچو اوس د اشغالګرو ځيره خواره ترې جوړ کړل ، ماخو مخ کې دانوم
ورکړې ( افغان نالت ګوند ) . د تابع اور ياضي ښکل يې داسې دی :
افغان ملت := SDPA
[color=darkred:9ecc7e1246]( افغان نالت ، افغان زيلت ) <= : (زنچو، احدي ) SDPA [/color:9ecc7e1246]
Anonymous
05.07.2007
پتنګ صيب ژوندى اوسې چې زمونږ غم درسره دى وروره د ژوند چارو يوڅه ډېر بوخت كړى وم چې نړيجال ته مې ډېر لاس رسى نه و نو ځكه له سكرين نه ليرې شوى وم نور چا اخطار نه دى راكړى . د افغان ملت باره كې به زه دا هم ووايم چې يو تاريخ تېر يا په اصطلاح ( اكسپير) ګوند دى ځكه چې ما په هغه غونډه كې هيڅ ځوان ونه ليدو ټول زاړه وو خو پياوړي او ملي احساسات يې درلودل له بده مرغه چې احدي صيب د خپلې وزارتي څوكۍ د ساتلو له پاره استعمال كړل.
Anonymous
05.07.2007
ياره لاروهونکيه داد [color=red:5f14c08964] وازروابياوازروا[/color:5f14c08964] په مانادپوه نه شوم ،لږساده اوپه پښتويي ترجمه کړه چه مطلب ترې حاصل شي ،ټول خوتاغوندې اديبان نه دي .
larghonay1
08.07.2007
جنګي او كوڅه ډب خو د سپيو نومونه دي. جنګي مونږ خروړي سپي ته وايو او كوڅه ډب هغه ته وايو چې جنګ نه كوي نو دا د جنګي ياكوڅه ډب په نامه مېلمه چې كومې ليكنې كوي دا يوازې د دوى كورنى عادت دى نور څوك يې نه خوښوي بايد د خپل مور پلار خويندو وروڼو او بيچانو سره خپلې دغه خبرې وكړي فكر نه كوم چې په دې بحث فورم كې د چا سره د ده ځواب وي.
پر ده بايد د دې فورم لارې بندې شي ځكه چې دى خو خروړى دى مېلمانه به وداړي.