نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دلال جومات
Anonymous
04.07.2007
دټول افغان له لومړی مخ څخه!!!!
پاکستاني چارواکيو په اسلام اباد کې دلال جومات دمشر خطيب مولانا عبدالعزيز دنيول کېدو خبر ورکړی. دامنيتي چارواکيو په وينا مولانا يې په داسې حال کې نيولی چې بورقه ( چادري) يې په سر کړې وه اود ښځمنو طالبانو په يوه ډله کې يې له جوماته دبهر وتلو هڅه کوله.
دلال جومات يوتن وياند له رسنيو سره په خبر کې دخپل مشر نيول کېدل تائيد کړي خو دايې نه دي ويلي چې نور به دوی تسليم شي او که به دکوم بل کس په مشرۍ مقابله کوي.
ديوبل خبر له مخې دمولانا بل ورور اود مدرسې او جومات مرستيال خطيب غازي عبدالرشيد هم له جوماته وتلی او دا نده څرګنده چې چېرته به تللی وي.
دی ته وايی مسلمانی ، نارينتوب، دښځو په څادريو کښی تښتی٠
ولی له اسلامه ځان نه جارکوی؟؟؟؟؟
دنوروبچو پسی بمان تړی او جنت تۀ ليږی ، او خپله ځان نه ښځی جوړوی٠
دخدای پار دۍ، څومره ځوانان ددی شيطانانو په خبرو غوليدلی٠!!!!!!!
مسلمان
Anonymous
04.07.2007
او بس ېرا چې مخ ئې ورتورکي په غړا کې ئې هډوکي واچی او په خره ئې چپه سپور کي جي، نو هله به سم خوند وکي جی، دا د ٠٠٠ زوی د جومات نيولو سره ؟ ان جی؟
Anonymous
05.07.2007
پرون يو ملا ويل چې څوک ږيره کلوي نو د قيامت په ورځ به له ښځو سره په صف کې پاڅي. ورته مې ويل دله ګانو تاسو خو لا د اوس نه په بورقو کې په تښتېدو پېل وکړ. قيامت کې خو به بيا ګورو. وايي چې ملا عبدالعزيز د لال جومات مشر له ځانه سره يو ښځينه پرس (بټوه) هم لرله چې د شونډو سرخي او د نوکانو رنګ پکې و. خلکو ته وايي په شونډو سرخي او په نوکانو رنګ لګول حرام دي او په خپله يې په جومات کې ساتي. وروسته لا ګوره چې د لال جومات نه به خداى خبر نور څه څه راوځي؟ سيکسي فلمونه، هندوستاني ډرامې او څه بلا بتر. ډېر ښه شريعت يې راوستو!!!
بععععضې په برقو كې لاړل
Anonymous
05.07.2007
يه پښتنو وروڼو مونږ او تاسو خو اوس د عبدالعزيز ملا په اړه بعضې ښه وايو او بعضې بد خو د انګرېز د روزل شوي حكومت د هر كار پايلې ته به ګورئ چې له همدې مكر او چل څخه څومره ګټه اخلي.
هر حكومت د خپلو سياسي موخو له پاره ځينې قرباني وركوي دا هم د پاكستاني حكومت يو چال دى او غواړي ټر په پر پټ كړي او وښيي چې دوى له ټيرورسټانو سره نه دي تړلي كه تړلي واى نو په پلازمېنه اسلام اباد كې به داسې نه پېښېده.
كه ستاسو ياد وي په افغانستان كې د طالب واكمنۍ په وروستيو كې له مولانا صوفي محمد سره په لمنو لمنو پاك زړي او سپېڅلي بېچاره طالبان د پاكستان له جوماتونو او مدرسو څخه په دې موخه راغلي وو چې دلته د شر او فساد لمن ورټوله كړي خو هغه وخت چې طالبان په تېښته شول نومعلومه شوه چې پاكستاني مزدورو ملايانو د هغو بې وزلو اوسپين زړو طالبانو د سپېڅلو احساساتو څخه ناوړه ګټه اخيستې وه او په خپلو مكرجنو او غولوونكو تقريرونو يې په جذبو راوستي وو چې د افغانستان په شمالي ولايتونو كې نااشنا او نابلده طالبان په ميدان پاتې شول او پاكستاني حكومت له كندوز څخه د خپل راز او نياز كسان په الوتكو كې بوتلل او ساده طالبان يې د ټلوالې منګولو ته وركړل.
اوس هم پاكستان په ډېره لږه قربانۍ كولى شي له امريكې او متحدينو څخه يې ستره ګټه تر لاسه كړي .
خو زه په دې وېرېږم چې په سره جومات كې هغه ساده طالبان چې ووژل شول او ځينې يې خپل ضد نيولي هغه افغانان نه وي. ځكه پاكستانۍ مدرسې خو هسې هم په افغانانو ډكې دي او بې ځايه وژنو ته خو خداى همدوى پيدا كړي دي.
لرغونى لاروى
Re: بععععضې په برقو كې لاړل
Anonymous
05.07.2007
[quote:431081a023="Anonymous"] .
خو زه په دې وېرېږم چې په سره جومات كې هغه ساده طالبان چې ووژل شول او ځينې يې خپل ضد نيولي هغه افغانان نه وي. ځكه پاكستانۍ مدرسې خو هسې هم په افغانانو ډكې دي او بې ځايه وژنو ته خو خداى همدوى پيدا كړي دي.[/quote:431081a023]
که داسې وي، نو بېا پښتنو له پکار دي چې له خپلې سادهګئ راووځي او هوښېاران شي، او د اسلاميستی تشدد extremism څخه خپل حساب کتاب بيل کړی، ځکه دا لاره ګټه نلری، هم به بوره هم بدنامه پاتې کيږي سره٠
زيد
جواب
Anonymous
05.07.2007
ورونو:
دا داسلام او دپښتنو بدنامولو لپاره یو بل چل دی، اسلام اباد تر ی ښه لویه ګټه پورته کوي،
او زه په یقین سره وایم، چی دغه عبدالعزیز دآی اس آی غټ ایجنټ دی،
ما دیوی پښتنی جلکۍ مرکه واوریدله،چی دغه مدرسه کی يي سبق ویلو، هغی وویل: چی ځمونږ مولانا وايي: ځما مټ په پټانانو قوي دي،
دلته يي دمرګ خولی ته پښتانه مخکي کړي،
او آخوا له سواته هم پښتنو ځان مرګ ته رارسولۍ وو،
دغه پنجاپۍ دووس دی ځانته پنجاپیان وګوري، بیا دی دحکومت په ضد عملیات وکړي، دغه دووس له بیخه د آی اس آی ایجنټ دۍ،
او دپرویز خاص سړۍ دي، تاسی ته به دا جوته شي، او وګورۍ چی څه به کیږي، دوي خپله حکومت دی کارته وهڅول، دا دپاکستان هغه منافقانه سیاسیت دۍ، چی په دنیا کي يي سارۍ نه لیدل کیږي.
والله که داسلام راوستو دا طریقه وي، او نه اسلام داسی طریقي ته شرعیت ورکوي، اسلام خپل اصول لري، په دغه طریقه نه اسلام منځ ته راتلاي شي، او نه به راشي، خو دا دآی اس آی یوه ډرامه ده.
درويش
07.07.2007
معلومه شوه چې ملايان او جهاديان پردي بچي وژني او پخپله په راحته کې مزې کوي او په سخته کې له چادرۍ کار اخلي. دوى تل همداسې کړي دي. د لال جومات د دوو ترهګرو ملايانو پلار د ضياء الحق (لعنة الله عليه) خاص مريد او اجنټ و.
که څوک په سر کې د غنم د دانې قدر عقل لري نو چيرې به هم په ملايانو نور باور ونه کا.
درويش
08.07.2007
فساد د چادرې لاندې دى او په چادرې کې نورې ډېرې کانې شته لکه د ټول افغان په لومړي مخ ليکنه کې چې څرګندونه شوې ده.
[quote:2fc5cc6b79]ما چې به کله کله د جمعې په خطبه او نورو ځايونو کې له ملايانو د چادرۍ دا بحث ډېر زيات اورېده او دوى به په دې ډېر زيات زور ورکاوه نو کله کله به مې شک راغى چې دې چادرۍ کې کومه ځانګړې خبره شته، خو په هغه ځانګړې خبره دادى اوس پوه شوم چې دا چادري خو ډېر د کار شى دى، که سړى غل وي که ډاکو، ترهګر وي که ورانکارى، ښځه وي که نرښځى، ډم وي که ملا... د چادرۍ لاندې په پرده کې وي[/quote:2fc5cc6b79]
http://www.tolafghan.com/elamia/khabarthia.php?id=7243
Anonymous
17.07.2007
هدايت الله هدايت
۱۵ جولای ۲۰۰۷
دپاکستان اسلامي دلالان اودلال مسجد خونړی انجام
«مــــه کــوه پــــه مـــا چــــې و بـــه ســـي پــه تــــا! »
دپاکستان د کودتايي او پوځي نظامو ځنځير او د تير و دېرشو کلونو خونړی بهير چې د جولای ۱۹۷۷ څخه را شروع کيږي چې دا لړۍ زموږ په هيواد کې يوه شومه ځانګړتيا لري، د سږ کال د جولای دغه روانه مياشت دپاکستان د خونخواره پوځي ډيکټاټور جنرال ضياء الحق د پوځي کودتا ددېرشمي کليزي سره سمون خوري . ددې کليزي د غميزي درد، زموږ د هيواد په اړه ددغه جلاد جنرال انساني ضداو اسلامي ضد کارنامې زموږ د هيوادوالو په زړو او خاطرو کې ددغه شياد جنرال سره د کرکې، نفرت او ښراوو په اظهار سره لمانځل کيږي . دا په دې خاطر چې زموږ مظلوم خو سرلوړي ولس د سر په سترګو وليدله چې څرنګه ددې شوم جنرال لاسپوڅو او جيره خواره مزدورانو د هغه په ښوونه زموږ په هيواد کې و هغه څه ته لاره هواره کړه څو دغه نامرده جنرال و کولای سوه دخپل شوم آرمان و تحقق ته چې «کابل بايد و سوځي» و هغه ته ځان ورسوي . زموږ ولس وليدله چې دغه ظالم جنرال څه رنګه د خپلو ګوډاګيانو په لاس زموږ دوطن زړه په کنډواله واړاوه، زموږ دولس ويني ئې و بهولې او دهغه په بيه ئې ځان اټومي ځواک وګرځاوه .
دېرش کاله تير سوه چې دغه دريا او شطنت کوږ بار زموږ په هيواد کې د ورانيو اوبرباديو کارنامې تر سره کوي، خو دا چې وائې کوږ بار تر منزل نه رسي نو نن دادئ همدغه کوږ تخريبي بار خپل لوری بيرته وهغي خواته کږ وي چې دهغې خوانه را بارسوی وو . نن دادئ دهمدې مفسد او شياد ډيکټاټور چنګوټيان ددغه اسلامي دلالانو لخوا، دلال مسجد په وسله واله او خونړۍ ډرامه کې د خپلو سوداګرانو پر ضد ځان را ښکاره کوي او خپله د ورانکارۍ اصلي څهره د نړۍ والو ونندارې ته راباسي چې قضاوت ورباندي وکړي . دغه اسلامي دلالان په واقعيت کې د هماغه جنرال ضياالحق د فاشيستي او بنسټپالني کړنلاري شوم ميراث دی چې نن ئې ټول پاکستان په پوځي مدرسوباندي بدل کړی او د « اسلام په خطر کې دی» تر شعار لاندي يې زموږ د هيواد په ورانۍ کې هيټلري نقش لوبولی دئ . نن چې ددې دلالانوتوري کارنامې تر سترګو تيريږي نو که ديوې خوا يې په خپل واقعي شيطنت سره و پاکستان ته د ډالرو کانټينرونه او د وسلو کاروانونه را مات کړه ، که ددغه بدشګونه جنرال ميراث زموږ ښکلی او سوله دوسته هيواد افغانستان را وران کړی او د خاورو خاکه کړ ، خو په نتيجه کې ئې اوس دادئ هماغه اور چې همدغه نامسلمانه جنرالانو زموږ په وطن کې بل کړی وو اوس يې لمبې د خپل کور و لمني ته هم را رسېدلې دي .
پاکستاني جنرالانو هغه څه چې کرلي وه اوس ئې دادی حاصل رېبي !
پاکستان نن دادئ د هماغه روزل سوي بنسټپالانو لخوا چې پر هغوی ئې د اسلام په نامه دلالي کوله ددوی پر خپله غاړه ئې چاړه را ايستلې ده او د همدوی پر ضد د جهاد اعلان کوي . دغه هيواد اوس د جنرال ضياء د شوم ميراث په هغه څا او کوهي کې ځان ويني چې د خپلو نړۍ واله حاميانو په ملاتړ ئې لاد پخوا څخه دافغانانو په هيواد کې و افغانانو ته کيندلی وو. اوس دغه دوه مخي پنجاپيان او دغه پوځي ډيکټاټوران دهغه څه انتظار باسي چې زموږ رڼا ورځ ئې راته توره شپه کړې وه . هغه بنسټپاله کړۍ چې دپاکستان پوځي جنرالانو د هغوی په ملاتړ کودتاوي کولې، داسلام په نامه ئې خپلي مارشالاوي ساتلې ، د امريکا د متحده ايالاتو او نړۍ والي ټولني څخه ئې ډالرونه او وسلې را ټولولې اود خپل مسلمان ګاونډ تاريخي هيواد افغانستان پر ضد ئې د شر ، مرگ او ورانۍ ماموريت اجرا کاوه ، لانجې ئې راته زېږولې، دسوله دوسته هيواد هند د ثبات د خراپولو بندوبستونه ئې کول، اوس دادی هغه څه چې کرلي ئې وه حاصل ئې رېبي . د پاکستان پلورل سوي نامرده جنرالان چې دافغان ربړېدلي ولس ته ئې ددريو لسيزي په اوږدو کې داسلام په نامه د سر په کاسه کې اوبه ورکړې ، لا اوس ئې هم زړه ندی يخ سوی او زموږ دهيواد د بې ثباتۍ په خاطر په خپلو سيمو کې خپلي ټروریستي شبکې او دهغوی د روزني ځالي، دطالبي ورانکاريو مدرسې فعاله ساتي او د تخريبي فعاليت ځای ئې بيا د افغان ولس سيمي ټاکي ترڅو زموږ په درنه خاوره کي د شر او فتنې ماموريت اجرا ء کړي او په دې توګه خيال وکړي بيا هم د نړۍ والي ټولني څخه ميليارډونه ډالر را ټول کړي . زموږ د علم او معرفت مکتبونه ورباندي وسوځوی،زموږ زامن، زموږ د پوهي او روښنايی مشعلداران راته په داروځړوي او سرونه يې ور پري کړي، عام ولسونه مو ګروګان ونيسي او دمحشر ورځ راته جوړه کړي او په دې توګه زموږ د پېړيو په اسلامي او تاريخي سر لوړي او قهرمان هيواد افغانستان کې خپل د القاعدې يا پنجاپي او ياوهابي اسلام خوبونه راته پلي کړي .
دا ننۍ پاکستان چې د اسلام په نامه د يوه غير طبيعي سکېچ پر اساس دانګرېزانو په ډيکټې سره جوړ سو اوس دډېرو کتونکو په اند دخپل بې وخته پيدايښت د شپېته کلنۍ په درشل کې د خپل زوال و شېلې ته د ارتاو ننداره کوي . پرون که دغه هيواد دپردو د غوښتنو د ترسره کولو دپاره لږ تر لږه د سلو کالو دپاره ئې ماموريت درلود او د سيمي پر راتلونکي باندي ئې دهغوی په ښوونه خپله خونړی سوداګري چلوله، خو پنجاپي جنرالانو بيا دهغه راهيسي د برچې او پوځي کودتاګانو په زور دولس ټول ډيموکراټيک اصول هم تر پښو لاندي کول . په دې مارشالاوو او پوځي ډيکټاټوريوکې داده څه ناڅه نيمه پېړۍ تېره سوه چې ددې هيواد پوځي او د استخباراتي شبکو د سيمي پر ولسونو باندي خپل ولسي ضد کارنامې تر سره کوي او سياسي دوکانونه ئې ور باندي پرانيستي دي . خو دا دوکانونه نور خريداران نلري ! په سيمه کې چې کوم د ډراماټيکو بدلونو بهير را روان د نو په دې بهير کې ددغه هيوادد مفتنه جنرالانو او سياسي مداريان موټان نور خلاص سوي او د هغوی د مخو څخه د شيطنت او دوه مخۍ پردې ايسته سوي دي . دغه شراندازه مفسدين او په سيمه کې د کړکېچ دغه دوه مخي سوداګران نور نسي کولای د برچې په زور او دپوځي مارشالاوو په سايه کې پر خپل ولس باندي بابائې وکړي او داسلام په نامه د هغوی پر سر مېچن و چلوي . ددې بد شګونه هيواد ګاونډيان هم نور په داسي موقعيت کې ندي چې د دغه فتنه ګره پنجاپي واکدارانو فتنې دي د پخوا پشان و زغمي او دهغوی ننداره دي وکړي .
رشتيا هم خو داسي ادعا کيږي چې په معاصر تاريخ کې هغه څه چې موږ ئې د جهاد په نامه وينو نو دا پروسه خو پر افغانستان باندي د شوروي اتحاد د يرغل نه را وروسته شروع سوه . په هغه وخت کې امريکا د شوروي اتحاد د ځپولو په خاطر د بن لاډن او د هغه و انډيوالانو ته بلنه ورکړه چې داسلام په نامه د افغانستان په مسئله کې را مخته سي او د هغوی ملا دي وتړي . کله چې بن لاډن او دهغه ډله وافغانستان ته راغلل او د اسلامي مجاهدينو په نامه ئې د اشغالګرو شورويانو سره ځانونه لاس او ګرېوان کړه نو په هغه وخت کې امريکا په دې خبره خپل سر نه خلاصاوه چې هغوی خپل تر ټولو لوی دښمن پخپله غېږ کې روزي . نن چې ټوله نړۍ پردې خبره سلا دي چې بن لاډن او د القاعدې ډله د پاکستان په آی ايس آی کې پټ او فعاله تحرکات لري خو امريکا او لوېديځه نړۍ پر هغه باندي سترګي پټوي اود هغه د ځپلو دپاره اقدام نکوي . پاکستان چې بې له شکه نن د ټروريسټانو د تربېې او روزولو نړۍ وال مرکز ګرځېدلی دئ دپوځي کلنۍ بودجه ئې د ۲۳ ميليارډه ډالرو نه اوړي، اټومي وسله هم لري په ټوله سيمه کې د بې ثباتۍ په ډير خطرناکه مرکز باندي اوښتی دئ . دا چې نن لا دا هم ويل کيږي چې دالقاعدې آسيايې مرکز د پاکستان په آی ايس آی کې ځان ځای کړی دئ نو دا هم د ټروريزم سره د مبارزې په پروسه کې د ډيري پاملرني وړ خبره ده ! .
د طالبانو او القاعدې ډلي چې د پردويو جنايت کاره غړي دي داسلامي اصولو نه اصلاً آګاهي نلري هغوی بس دغه کمال زده دی چې د پاکستاني جرنيلانو په ښوونه د خدای دبنده ګانو سرونه پرې کړي او په داسي وحشت سره د اسلام څهره و نړۍ والو ته وښئي . نن که په لندن کې وي که په واشنګټن کې، که په بالي کې وي که په ډيلي کې، که په موسی قلعه کې وي که په ګلاسکو کې که په نوزاد کې وي که په کشمير کې په دې ټولو ټروريسټي حملوکې د پاکستان د آی ايس آی مذهبي او بنسټپاله ډلي او شبکې همدغه چې په لال مسجد کې ئې سنګر نيولی وولاس لري . دغه شبکې ديوه سره پخپله د واشنګټن ادارې جوړي کړي وې، هغوی ئې روزلي او پر پښو ئې درولي وه . پرون ئې د مجاهد په نامه ګمارله، ووارانکاريو او بې ثباتيو ته ئې هڅول ،په ډالرو او وسلو ئې سمبالول او "داسلام په خطر کې دی" شعار ونه ئې ورته جوړول تر څو د همدې وسلې په وسيله د خپل حريف شوروي اتحاد پر ضد ئې وکاروي . وروسته ئې بيا د همدې جوړ سوي مسلمانانو او مجاهدينو د چور او فساد دډلو د له مينځه وړلو لپاره د همدې پاکستان په مرسته دهمدې مسجدو او مدرسو څخه د طالبانو شبکه فعاله کړه ،اکمالاتي تجهيزات يې ور پياوړي او هدف ته ئې قومانده کړه پخپله ئي واکمنه کړل . کله چې هغوی د القاعدې په منګولو کې را ګير سوه او پښه ئې د سپټامبر د يولسمي پيښي ته راکش او خبره ځيني غړکه سوه نو د خپلو بي ۵۲ بمباريو په زور ئې طالبان تار ومار او زموږ په هيواد کې ئې ملي ضد دشمال د ائيتلاف مافيایی د مخدره موادو اداره په کابل کې را ته جوړه کړه .
خو اوس داده بيا دغه سناريو په بل رنګ تکراريږي .
پاکستان همدغه د مدرسو خپل روزل سوي طالبان د افغانانوپه نامه خو په واقعيت کې پاکستان خپل ټروريسټي بنسټ پالان را ميدان ته کوي او پدې وسيله ئې هم پر مېخ وهي او هم پر نال . ددې پروسې وروستی ليکه خو د ورايه مالوميږي چې خبره چيري ده او پاېله به ئې کومي خواته درومي . ددې پوځي کودتاګانو د غلامۍ حلقه چې نن د جنرال مشرف و غاړي ته لوېدلې ده ، دا اته کاله کيږي چې د پاکستان بيمار هيواد او دهغه ادارې مهار يې پر پخواني فرمول باندي چې هره ورځ ئې د کړکېچ و خوا ته ټيل وهي ځپله دوه مخي د خپلو اسلافو په ځير و ميدان ته را باسي . نن ډېر په دې باور دي چې په سيمه کې د پاکستاني جرنيلانو د پرون دمداري ګری سياست نور نسي چلېدلای . پرهغه بنسټپالانو باندي چې داسلام پاک او سوله دوسته دين او نوم ئې د ټروريزم او شیطنت سره برابر کړی وو پر هغوباندي نور نسي کېدلای تجارت وسي او خپل ملي ضد او غير ډيموکراټيک پوځي دولتونه ور باندي وساتي .
دلال مسجد سياسي ډرامه چې خونړۍ انجام ئې و موند په دغه مسجد کې لا دپخوا څخه د آی ايس آی نازولي تربيه کېدل او داسي لا هم ويل کېدله چې ددغه مسجد اداره په افغانستان کې د آی ايس آی د شراچوني يوه شعبه وه چې د شر او فساد مزدوران يې د وژني لپاره و ګانډ هيواد افغانستان ته لېږله، ښائې ددې مسجد د ډرامې زور واخيستنه به دالقاعدې د ټروريسټانو نوې نخشه وه چې غوښتله يې د پاکستان په استخباراتي دستګاه کې يوه اسلامي جذبه را وپاروي او هغه بيا د ځان په ګټه د ټروريستي کارنامو په زياتېدو سره هم په افغانستان کې او هم د پاکستان په دننه کې وکاروي . په هر حال ددې سياسي مداريانو تر شا هره پروژه چې وه، وه به، دغه سناريو چې هري ډلي جوړه کړېوه دادي پر خپل ځای وي خو کوم څه چې جوته کيږي هغه په دې ډرامه کې دپاکستان د اوسني نظام د پټو او ښکاره مداريانود لاس درلودني منصوبه وه چې دامريکايانو سره ئې د کشت او مات دلوبي په نامه کې پر مخ بوتله . هغوی بس خپلي د فتنې نخشې پلي کړې . خوپه دې ماجرا کې هغه د په اصطلاح جهاد او دجګړې ماهيت چې د ضياالحق د توري دورې د سره څخه را پيل سوی وو هغه به همداسي ددې هيواد د تلپاتي شوم ميراث په توګه پاتي او په همدې نامه به دتروريستانو د جوړولو فابريکې به ورباندي فعاله ساتل کيږي .
ددې خبري يادونه ضرور ده چې دغه اوسنۍ نسل شاهد دئ چې ددې هيواد پخوانی وژل سوی ډيکټاټور جنرال ضيا الحق په څومره چنګيزي بې رحمۍ سره د متحده ايالاتو په ملاتړ سره سر واخيست او زموږ دهيواد د ورانۍ په خاطرئې د ځوانانو د خود جوشه کړيو مقاومت او پاڅون دسازماندهی او وسله وال کېدل ئې په لاس کې ونيول . د اسلامي جهاد تر نامه لاندي ئې د افغانستان د دولت په مقابل کې چې د شوروي پو ځيانو په مستقيم ملاتړ مينځته راغلی وو د مقاومت جبهه ئې په خپله ګټه فعاله او ګرمه کړله . ضیالحق ددې کار په عوض کې وکولای سوه چې دداسي يوه تروریستي کمپاين په را شروع کېدو سره د امريکا سخاوتمندانه په ميليارډو ډالر، پرېمانه پوځي او اقتصادي مرستي تر لاسه کړي . په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله د جمهوري رياست په دوران کې چې د پاکستانه سره ئې د ملګرو ملتو په مينځګړيتوب د ژينو قراداد امضا کړ او دشوروي عسکر زموږ دهيواده څخه ووتل نو دغه دبنسټپالني پروژه بايد تړل سوې وای . په هغه وخت کې دغه خبره په ډاګه ويل کېدله چې دغه د بنسټپالني نغارې او مدرسې چې د پاکستان په پوځي دولتي سيسټم کې ژوري ريښې لري هغه ته بايد د پای ټکی ورکړل سي کنه نو دا داسي اور دی چې پاکستان ئې هم په لمبوکې سوځېدلای سي . دژوند تجربو او ددې سيمي ډراماټيکه پر مختياوو دا واقعيت وښود چې په سيمه کې د کړکېچ منبع چيري پرته وه او پاکستان هغه وکوم لوري ته کشوله .
نن هم جنرال پرويز مشرف هماغه نقش خوپه ډير شيطاني مهارت او نوې بڼه سره د نوو شرايطو په چوکاټ کې لوبوي . هغه نه «د اسلام په خطر کې دی» تر شعار لاندي بلکه د ټرور پر ضد د امريکا د جګړې په پر مخ بېولو کې د يوه کليدي عضو په حيث خپل د ريا او تذوير نقش لوبول غواړي . هغه د خپل هر درواغ او رشتياحرکت په عوض کې د واشنګټنه څخه په ميليارډو ډالر لاسته راوړل غواړي . پرون که ضياء الحق د جهاديانو په روزلو او تروريستي اعمالو په تر سره کولو باندي د ځان د موقعيت په ټينګېدو کې د امريکا او لوېديځي نړۍ څخه په ميليارډو ډالر لاسته راوړل ، خو نن بيا مشرف د هماغه جهادي، طالبي او اسلامي ډلو د ځپلو په خاطر د ميليارډو ډالرو په تر لاسه کولو کې په پاکستان کې د لال مسجد غوندي پروژې هم جوړوي او بيائې ځپي ا وعده ورکوي چې ګني دواشنګټن و ليبرالي ارزشوته به غاړه ږدي! . خو په باطن کې چې کومه لوبه نوموړي راشروع کړېده هغه په واقعيت کې د خپل پوځي قدرت ساتنه ده . په پاکستان کې چې د پوځي کودتاګانو او پوځي جنرالانو په ډيکټه ډيموکراټيک پرنسپونه تر پښو لاندي کيږي نود جورج بوش اداره دداسي پوځي دولتو د ټينګېدو پر سر په ميليارډو ډالر سرمايه ګذاري کوي چې هغه بيادډيموکراسۍ سره په تضاد کې ويني. دلته دډيموکراسۍ اصول نه بلکه دهر چا لخوا چې د امريکا ګټي تأميني سي هغه ته ډيموکراټيک دولتونه ويل کيږي . تر هغه چې په پاکستان کې د حکومت واک د پوځيانو په لاس کې وي په دې هيواد کې به د ډيموکراټيکو عام پرنسيپونو تطبيق په ابهام کې پاتي وي او ولس به د طالبي مدرسو په ګرو کې را ښکېل وي . د پاکستان وروستی د تشدد ظاهري ګام چې دلال مسجد په وړاندي واخيستل سو دابه په پاکستاني کې د طالبانو د بنسټپالني سره د پای ټکی نه وي. ډېر څېړونکې په دې باور دي چې پاکستان د خپل دوه مخي سياست په وجه و جدي کورني بحران ته ځان ټېل واهه او د خپلوناروا، دوه مخي او فتنه ګرانه عملنامو پاېله به ضرورويني .
پای
Anonymous
17.07.2007
هدايته وروره پخيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر!
دادی څومره پړپړه ليکلی، دچا پلاربۀ ولولی٠
داسی لنډ ليکه چی
دغه ننی ضالم سياسی ملايان دنورو بچو ته دجنت ويزی ورکوی او
استشهــــــــــــــــــــــــــــــــاد تۀ هڅوی، خوخپله بيا جنت ته نه ځی، لک دښځو
چادری کښی ځان پټوی٠ دوی چی په دا حجاب پسی کلک نښتی دی علت
همدا راوخوت چی په تنګڅه کښی داسی دنــــــــرانو په شان يی واغوندی او
دجنت نه پی راوګرځی٠
خدايدی دوی له دی نه زيات وشرموی، چی انشاالله شرميږی به، ځکه دوی
دخدای پاک دحق دين څخه ناحقه ګټه اخلی٠
په درناوی
سرور
Anonymous
17.07.2007
هدايت صيب،
مشرف دپاکستان د منافعو دپاره نړيوالې تولې ته ګوري اوخپل سياست هماغسي بدلوي. چې يي منافق بولې او که وطن پرست! خوراشه دازموږ جاهيل جهادسالاران وګوره چې څه کوي.