نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کلتور: چې په موږ کې یې نښې نښانې نشته!
ashna
04.07.2007
لوموړی خو د کلتور کلیمه ورته وایو او که لغات او که کوم وین مین ورته ووایو چې نه زمونږ د ژبې سره سمون خوري او نه زمونږ سره او نه زموږ د ژبې ټکی دی او د دې نه هم نه یو خبر چې دا ټکی د کومې راغلی دی او زمونږ کومو دښمانان دا ټکی زمونږ د لا شرم لپاره په مونږ راتپلی دی ځکه چې نښې نښانې خو یې په مونږ کې نشته .
کلتور : چې موږ ورسره بلد نه یو اوکه ورسره بلد هم شو او یا یو نو موږ ترې نفرت کوو .
کلتور: کلتوري څانګې ځانته یو نظام لري خو موږ د کلتور هرې څانګې سره الله په اماني کړې ده نو د نظام خبره خو یې بېخي بېځای ده.
کلتور : د ژوند سر لوړۍ ته وایي او موږ لګیا یو ټیټ سری ژوند تېروو .
کلتور: په خپلو کارنامو او کړو وړو باندې د ویاړ نوم دی خو دم ګړۍ زموږ کارنامه نشته نو ویاړ به په څه شو.
کلتور: انځورګرۍ ته وایي خو زموږ په هېواد کې داسې کوم ځای نشته او نه پخوا و چې د انځورګري وروزي او مسلکي انځوري نندارتون ته ورډالۍ کړي خو اوس چې نندارتوموږ نه لرو نو د انځورګرۍ اړتیا د کومه شوه .
کلتور : فلسفه ده خو زموږ په ښونځواو پوهنتونونو کې په فلسفې پسې دروازې تړلې شوي دي ځکه چې فلسفه پوه په پوهنتون کې نشته نو فلسفه د کومه شوه .
کلتور: په خپله ژبه ، ادب او په خپلو علومو باندې د اعتماد او د باور نوم دی خو موږ لا تراوسه پدې نه پوهېږو چې موږ کومه ژبه او کوم ادب نړۍ ته ښکاره کړو ځکه چې زموږ خپله نه په علومو باور شته او نه په ژبه او نه په ادب .
کلتور : دحُسن ، ښکلا ، رنګونو ، سرودونو ، نغمو ، وږمو ، هنر، سرو او سپینو ، او د ښایستونو نوم دی خو زموږ په ټولنه کې دغه فضلیات الحمدالله نشته ژوند مو دادی شېخانو سره تېرېږي او مرګ به هم داسې مرګ وي کوم شېخ مېخ به مو سر ته ناست وي او د دغه مسلکونو خاوندانو نه کرکه کو نو ورته ښونیز او روزنیز ځایونه جوړ ول خو همغه خبره ده چې څوک یې په کلي کې نپرېږدي او دی وایي چې آس مې د ملک صېب کره وتړئ .
کلتور : په خپلو اتلانو او غازیانو شهیدانو باندې د ویاړ نوم دی خو موږ نه پوهېږو چې کوم اتل غازي او شهید ولمانځو ؟
کلتور : د عالِم او د ادیب نوم دی موږ که عالِم او ادیب لرو خو بیا د هغه لیکنې نشته
کلتور: د فن او تعمیر نوم دی خو زمونږ حال دا دی چې .........
[color=blue:f9c372dce8]ودان کارۍ سړي مو نشته
د وران کارۍ لپاره شل د روپۍ دینه[/color:f9c372dce8]
ميونداشنا