د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په افغانستان کې دګوندونو دقانون ........

صالحزی
27.10.2003

[

په افغانستان کې د ګوندونو قانون اودهغه پايلې

په تيره اونۍ کې په کابل کې دښاغلي کرزي لخوا دګوندونو قانون توشيح ،او په رسمي جريده کې خپور شو چې په افغانستان کې اوس نافذ او د اجرا وړ دی.نوموړی قانون د1343 لمريز کال د اساسي قانون د 32 مادې په رڼا کې جوړ او د هيواد ټولو سياسي ډلو ته دفعاليت ورکوي.د 1343 لمريز کال د اساسي قانون په32 ماده کې راغلي دي.

: دافغانستان وګړي حق لري چې دقانون د حکم سره سم سياسي ګوندونه جوړ کړي،خو په دي شرط چې:

:1/ دګوندونو هدف،فعاليت او هغه مفکورې چې دګوندنوتشکيلات پري بنا شويوي،ددي اساسي قانون د ارزښتونو سره تناقض ونلري.

2/ دګوندونو تشکيلات او مالي درکونه په ډاګه وي.هغه ګوند چې دقانون په حکم برابر جوړشوی وي، دقانوني موجباتو او سترې محکمې له حکمه پرته ړنګيدی نشي.

نوموړي دګوندونو قانون په داسي حالاتو کې په هيواد کې جاري کيږي چې زموږد ټولني سياسي،نظامي ګوندونه او بهيرونه(جريانات) د 25 کلني کورني جګړي ترخه تجربه تر شاه کړه،او تر اوسه هم ديوي سمې او سالمې سياسي مبارزې جوګه نه ښکاري.که چيرې لږ وړاندي نظر واچوو،او دديموکراسي لسيږې ته ځير شو ،نو په دغه لسيزه کې هم هيڅ يو سياسي ګوند که ښې لاسي ووکه کيڼ لاسې او يانور ملې ډلي او ټپلې ،يو هم په رسمي توګه په دولت کې ثبت او راجستر نه وو.او د ګوندونو دقانون په نامه سره هم ددولت لخوا دکاغذ په مخ څه نه وو. په همدغه دديموکرسي په لسيزه کې او له هغې څخه وروسته هم نوموړو ګوندنو او سياسي کړيو ونشو کاولاي چې د سياسي مبارزې او دهيواد د ادارې اوکړو و ړو لپاره ګډه ژبه او دمنلو وړ دريځ پيداکړي.تر ډيره نوموړي ګوندونه د افغاني ټولنې د پيژندګلوی او له درک څخه ورځ په ورځ لرې کيدل،او برعکس د بهرنۍ نړۍاو يو شمير هيوادونو د هغه بدلونونو اوسياسې اوښتونونو دومره خواخوګي او پلويان شول، چې نورد دوي لپاره ملې او وطني شعارونو کومه مانا او مفهوم نه درلوده .هرڅه يې په نړيوال(انترناسوناليزم )او (امت اسلامي) کې ليدل،اود نړيوال سياسې نظام لپاره دهري قربانې لپاره حاضر او اماده وو.ولو که دخپل ټاټوبي او نوروسياسي ډلود لمينځه وړلو او دکورنۍ جګړې په قيمت وو. هر هغه څوک به چې د ملي روحيې خاوند وو ،ددوی(ښي اړخه اوکيڼ اړخه) لپاره دمنلو وړ نه وو.په داسې حال کې چې زموږبې وزله ټولنې په اقتصادي ،فرهنګي، او ټولنيزو ستونځو کې لاس او پيښې وهلې،نوموړي ګوندونو د قدرت د تر لاسه کولو لپاره په اردو او نورو نظامې ادارو کې دخپلې ډلې لپاره نظاميان رابلل، او دخپلو سياسي موخو لپاره يې ورنه کار اخيسته اود نظامي لاري دواک غوښتونکي وو.او دوخت سياسي نظام هم له دي څخه بې خبره وو،چې په هيواد کې څه روان دي.اودهمغه دوخت نظام هم پدې بريالی نشو چې دموجودو ګوندونو لپاره ،اويا دټولنې لپاره داسې يو جوړښت رامينځ ته کړي چې د ټولنې ډيره برخه د خپل سرنوشت په ټاکلو کي شريکه وي.

په هرصورت اصلي خبره پدي ځای کېد ه چی زموږ ټولني نيږدې دری لسيزي دکورنۍ جګړې په ترس کې هم ډيرې ناخوالې د سوسياليزم تر نامه او داسلام تر نامه لاندې دنوموړو ګوندونو او تنظيمونوله لاسه وزغملې، او اوس هم ورسره لاس او ګريوان دي .تر څو داسې يو نظام ته لاره هواره شي چې دغه نظام په لمړي ګام کې ملي وي بيا سياسي! او دټولني سياسي بهيرونه او ګوندونه ديو ملي سياسې جوړښت لپاره مټې راونغاړي ،نه دسياسي نظامې هلوځلو او منډو ترړو لپاره.کوم دګوندونو قانون چې اوس په هيواد که جاري اود تطبيق وړ دي، په دوهم فصل کې داسې راغلی:

دګوندونو دقانون په شيږمه ماده کې لولو:سياسي ګوندونه نشی کاولاي چې لاندني فعاليتونه تر سره کړي:

1 . اهدافی را تعقيب نمايند که مناقض اساسات دين مقدس اسلام باشد.

2 . از قوه يا خشونت استفاده نمايند ، با قوه تهديد نمايند يا استفاده از قوه را تبليغ نمايند.

3 . تعصب قومی يا نژادی يا لسانی يا مذهبی را تحريک نمايند.

4 . عمدا نظم و امنيت عامه را برهم زده و خطر مشهود را در برا بر حقوق و آزادی های افراد ايجاد نمايد.

5 . داشتن تشکيلات نظامی يا تبانی با نيرو های قوای مسلح.

6 . تمويل از منابع خارجی .

که چيري پورتني د شپږمې مادې بندو ته ځير شو ،نو له ورايه ښکاري چې اوسنې جهادي تنظيمونه او نظامي ډلې که وغواړي دقانون سره سم ځان اعيار کړي نو بايد خپل پخواني ټول تشکيلات لغوه او له سره د داسي ګوندونو بنددبست وکړي چې دټولنې دغوښتنو اوقانوني معيارونو سره برابروي.چې داکار زما په اند په اوسنيو حالاتو کې او دهمدغه ګوندونود تير تاريخ په پام کې نيولو سره ناشونی ښکاري.ځکه چی په نوموړو ډلو ټپلو کې ددي وړتيا او استعداد نه تر سترګو کيږي چې دوي دې د هيواد دملي ګټو په خاطر خپل نظامي تشکيلات په سياسي او ملې تشکيلاتو باندي بدل کړي.خو دا هم با يد له پامه ونه غورځوو چې که دوي وغواړي او که نه دوخت او زمانې او دبهرنۍ نړۍ غوښتنه هم داده اوبس.او دهيواد دننه ټول پټه خوله ډيرښت(اکثريت خاموش)هم داسې ګوندونواو سياسي بهيرونوته سترګې په لار دي چې دقانون سره سم سياسي منډې ترړې دهيواد د ادارې لپاره تر سره کړي.او ټول ګوندونه خپل مشروعيت د خلکو درايو په واسط تر لاسه کړي نه د توپ، ټوپک او زور زياتي له لارې.په دې هيله چې ټولو سياسې ډلو ته پرته له کوم سياسي توپير د فعاليت اجازه ورکړل شې او داحق به دملت سره وي چې څوک به وکاولاشې دملت رايې تر لاسه کړي ،پخواني د حزب ديموکراتيک غړي،پخواني او اوسني مجاهدين ، دملي ګوندونو پلويان او که د طالبانو دتحريک غړي .دا هغه خبره ده چې لږ وخت او زمان ته اړتيا لري. د تل پاته سولې په هيله!

صالحزی
[/b][/i][/u][/quote][/code][/list][/list][/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more