نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
هغه ټاپی چی اوس يي دکی جی بي، او دسپاه ایران، ګوډاګیان پر پښتنو لګوي، ولولۍ.
و.افغان
03.07.2007
دښاغلی سپین ګو لیکنه :
http://www.tolafghan.com/elamia/khabarthia.php?id=7189
شوتل به ته راوړې او يارانه به زه کوم!
سپين ګوی:
هرپښتون داتراخه ريښتيا په پټوسترګومني،چې پښتون ډېربدبخته اوبيخي بې اتفاقه قوم دی.هغه قوم دی،چې هيڅکله هم په خپل مشرپسې ندي درېدلي اودخپل پښتون مشرپرتله يې پردي ژبي مشران غوره بللي دي.
که کوم خوله ور اوژبه ورپښتون پدې قحط الرجال زمانه کې پيداشوی،هغه بياداغيارواويا هم دلاشعورو پښتنوله لاسه وهل شويدی. په بېلابېلونومونو،نومول شوی اوهان دکفرفتوې پرې ورکړل شويدي.
له اغيارواوپاړسيوان زاتوپښتنوسره،دريښتينوپښتنوستونزه اوسنۍ نده،بلکې ژورې ريښې لري.ريښې يې موږ په خپل فوکلوريک تاريخ کې هم موندلای شو.داستونزې هغه وخت ډېرې شوي،چې کله پښتنودخپلوحقونوغوښتنه کړېده.
له همدغه ويښتابه راهسې مودسرسړي پريوه اوبل نامه ياد شوي،په ډېرې بخښنې سره دڅوپښتنونومونه يادوم چې داغيارو له لاسه په سپکوسپوروياد شويدي.
اميرعبدالرحـمن خان چې کله له ستمګروهېوادوالونه وطن ازادکړنو هغه ته يې (کله منارساز) ووايه.همدغسې غازي نادارخان ته(غدار)،سردارمحمدهاشم خان ته( جلاد)،لوی استاد حبيبي ته(جعلکار)،ګل محمد خان مومندباباته(مکار)، داوودخان ته (ديوانه)، سردار نعيم خان ته( کر)،غلام محمد فرهادته (...)،انورالحق احدي ته(...)،اشرف غني احمد زي ته( ...)،حنيف اتمرته(..)،ملاعمرآخندته (کور)،روستار تره کي ته (...)،ښاغلي سيستاني ته( ...)، ولي محمد نوري ته(...)،ډاکتر عزيز(...)،حبيب الله غمخورته(...) ويل شويدي.
په يادوشويوکسانو کې داسې کسان هم شته چې پرپښتواوپښتنويې هيڅ احسان ندی کړی،خوله اصله پښتانه دي اوپه همدغې ګناه دوی هم په تورلسټ کې راغلي دي.
[color=white:e9f70d893a]دطالبانوله پرځېدوسره سم دپښتنومشرانواو ژبورودوهلواوټکولولپاره څلورټاپې جوړې شوې،اوله دالقاعدې ټاپه.دوهمه دطالب ټاپه.درېيمه دای.ايس.ای. ټاپه او څلورمه دحزب اسلامي ټاپه.خدای پاک دې په افغانستان کې سړی له دې ټاپوساتي!که نه پاکېدل يې خورا ګران دي.[/color:e9f70d893a]
داځل اغيارو(ډاکټر فاروق وردګ اواصف ننګ...) دخپلودسيسوموخه ګرځولې ده. اصف ننګ يوه تکړه ليکوال دی اودخپل حق ددفاع لپاره يې ډېره مبارزه کړېده.دافغانستانيانوپرخلاف يې جهاد کړیدی اودهغوی په مخکې لکه سپردرېدلی دی.نوپرهمدې اساس دغوافغانستانيانوته خدای ورکړه او چې اوس ورته اي. ايس ای نه وا يي نوبيا کله داسې موقع په لاس ورتلای شي؟
همداشان فاروق وردګ يوه،ملي پښتنه څېره ده اودښاغلي کرزي کلک ملاتړدی،نو اياافغانستانيان پردې خوښ دي،چې دپښتون ملاتړاوامسادې پښتون وي؟دهغوی خوفطري ارزو داده چې دارګ ياران دې دوی وي اوشوتلو پنډونه دې ورته پښتانه راوړي!
Anonymous
04.07.2007
وهاجه ، ته په جعل کښې ډير تکړه يې. تا په واضح ډول نه دی ليکلی، چې دا ستا خبرې دی او که د له کوم بل ځايه را نقل کړې:
[quote:861c2135c6] همداشان فاروق وردګ يوه،ملي پښتنه څېره ده اودښاغلي کرزي کلک ملاتړدی،نو اياافغانستانيان پردې خوښ دي،چې دپښتون ملاتړاوامسادې پښتون وي؟دهغوی خوفطري ارزو داده چې دارګ ياران دې دوی وي اوشوتلو پنډونه دې ورته پښتانه راوړي[/quote:861c2135c6]
که دا ستا وی، نو مانا داچې ته د کرزی په دفاع کښې ولاړ يې او که څنګه؟
که له کرزی نه دفاع کوی، نو دا له امريکايانو سره همکاری نه ده؟
او که ترې دفاع نه کوې، نو دا ليکنه د ولې دلته راوړې ده؟
زه خو په تا شک لرم چې ته د سعودی عربو د کلتوری او دينی لارې په افغانستان کښې د يهودو، امريکايانو او انګليسانو له پاره د کار کولو دنده لرې.
آيا همداسې نه ده؟
جواب
و.افغان
04.07.2007
[quote:b2ed805b5b="Anonymous"]وهاجه ، ته په جعل کښې ډير تکړه يې. تا په واضح ډول نه دی ليکلی، چې دا ستا خبرې دی او که د له کوم بل ځايه را نقل کړې:
[quote:b2ed805b5b] همداشان فاروق وردګ يوه،ملي پښتنه څېره ده اودښاغلي کرزي کلک ملاتړدی،نو اياافغانستانيان پردې خوښ دي،چې دپښتون ملاتړاوامسادې پښتون وي؟دهغوی خوفطري ارزو داده چې دارګ ياران دې دوی وي اوشوتلو پنډونه دې ورته پښتانه راوړي[/quote:b2ed805b5b]
که دا ستا وی، نو مانا داچې ته د کرزی په دفاع کښې ولاړ يې او که څنګه؟
که له کرزی نه دفاع کوی، نو دا له امريکايانو سره همکاری نه ده؟
او که ترې دفاع نه کوې، نو دا ليکنه د ولې دلته راوړې ده؟
زه خو په تا شک لرم چې ته د سعودی عربو د کلتوری او دينی لارې په افغانستان کښې د يهودو، امريکايانو او انګليسانو له پاره د کار کولو دنده لرې.
آيا همداسې نه ده؟[/quote:b2ed805b5b]
بخښنه غواړم!
که لږ دی له سترګو پرده اوچته کړي، نو پورته به وویني، چی دغه مقاله دسپین ګوي صاحب ده، چی له کابل څخه يي ټول افغان ته رالیږلی، او ما ورسره لینک هم پیوست کړۍ.
Anonymous
04.07.2007
دا خو ښه ده چې دا مقاله ستا نه ده، خو دا راته ووايه چې دا تا د څه له پاره دلتهخ رانقل کړې؟
آيا له مضمون سره یې موافق نه يې؟
معمول خو داسې ده چې سړئ هغه مقالې دلته رانقلوی، چې ورسره موافقت لری.
ددې اصل پر اساس تا ددې مقالې په رانقلولو سره د امريکایی او صليبی عسکرو له پاره د سعودی له مځکې نه خپل خدمت نه دی کړی؟
ته چې هر څومره ځان په مختلفو نقابونو کښې ونغاړې، له ورايه بريښی چې ته د امريکايی او يهودی کفارو ظالمانو اخيستل شوی خدمتګار يې او که نه دا مقاله دې سهوا دلته رانقل کړې ده؟
Anonymous
04.07.2007
له هاجوج ما جوج څخه اوس لاره ورکه د ه ، دی ئې او س هم پر ميخ او هم پر نال ټکوی. دی د سعودېانو په چوپړ کې د پښتنو د دلا اغواکولو په موخه ، پښتني وطنپالنه او و وهابي جګړه ماره اسلاميزم چې متضادې پديد ې دي سره خلطول غواړي ، په دې جال کې پتنګ غوندې عناصر راګير شوي خو دوی به نور کبان پکې و نه نيسي!!!!
چې ترې پړت شي، بيا ئې د خلقي - پرچمي کيسه را واخلي،