د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دپښتون په پاکه وینه تجارت ته ګورۍ/ او دوحشي ښکیلاګرو دی وحشت ته ګورۍ

و.افغان
03.07.2007

http://www.benawa.com/kandahar.php?id=12749

دولسي وګړووژنه اودافغان چارواكو بې تفاوتي

په دې ورستيو كې به داسي ورځ كمه وي چي دافغانستان له يوې نه يوې سيمي څخه دي دولسي وګړو دمرګ ژوبلي خبر ترخبري رسنيو پوري نه رسيږي .
زه چي خپله دافغانستان په سويل كې ديوه خپلواك خبريال په توګه دنده ترسره كوم په دې باور يم چي خبري رسنيو دولسي وګړو دمرګ ژوبلي لسمه برخه هم نده نشر كړې خوپه دې هم باور لرم چي حكومتي چارواكي دهرورځي په ملكي تلفاتو خبر دي .
دهلمند په سنګين اوګرشك ولسواليو كې كه سړى وگرځي نوښايي ولاړې ودانۍ كمي وويني زه خپله څه موده وړاندي په دغو ولسواليو كې وگرځيدم خو داسي سړى مي ونه موند چي په دغه دو ولسواليو كې يي پيداكړم اوخبري ورسره وكړ م .
دسنګين ولسوالۍ په ساروان كلا سيمه كې مي ترډېرو هڅو وروسته د اسي انسانان وليدل چي دهلمند په سوزنده ګرمۍ كې ناست وه چې په ورځو ورځو يي نه داوبو يو غړپ كړي وو ډوډۍ اوخواړه خو لا پرځاي پريږده ، دهغو پښتنو خوندو پرحال هم ژاړه راغله چي خپل ټيكري يي دسر سايوان كړي وه او له ګرمۍ څخه يي ځان پرژغورۍ .
اوداسي كسان هم كم نه وه چي له كورنۍ څخه دي يي دسوله ساتو ځواكونو په بمباريو كې ګڼ غړي په شهادت نه ورسيدلي .
په هرحال داخو زموږ چارواكي نه مني اووايي چي ګواكي په ټوله سيمه كې خيري خيريت دي او خلك په ډاډمنه فضا كې ژوندكوي .
زموږ افغان چارواكي په دې شرميږي اودادسي خبرونو داوريدلو زغم نه لري ځكه ددوي ګټي په خطركې دي او خارجي ځواكونه بيا پيسې نه وركوي او ورڅخه خوابدي كيږي .
افسوس دداسي افغانانو پرحال چي ولس يي دپرديو په سرو لمبو كې سوځول كيږي اودوي كه څه هم په خبر دي خوبياهم ځان پرې ناخبره بولي .
ښه مي ياددي چي دسنګين ولسوالۍ دهغو خلكو سره يوځاي ولاړ وم كوم چي خپلي كورنۍ يي دامريكايي ځواكونو له وحشت اوظلم څخه وبيابانو نو ته رارايستلي وې او ټوله شتمني يي دنړيوالو ځواكونو دبمباريو خوراك شوې وه دهلمند يوه لوړپوړي چارواكي ته مي تليفون وكړ چي تاسو واياست چي ګواكي ټول خلك په امن كې ژوند تيروي اوس خو موږ په خپلو سترگو وليدل چي زرګونه كورنۍ ستاسو دملګرو دوحشت څخه ياوژل شوي اوياهم په مياشتو مياشتو پربيابانونو اودښتونو پرتې دي ؟
دنوموړي ځواب داوو چي ګواكي خبريالان اوخبري رسنۍ غواړي دخلكو اعمتاد پرحكومت كم كوي اوخلك دحكومت پرضد پاڅون ته و هڅوي .
ډيرى چارواكي دولسي وګړو په وژنه اوكړونه باالكل ځان ناخبره بولي اوډيرى نور افغان چارواكي بيا وايي چي دغسي پوښتني زموږ څخه مه كوي ځكه چي بيا خارجيان له موږ څخه خفه كيږي .
اوس نوسړى به ارمان نه كولاي چي خارجي ځواكونه دافغان چارواكو دومره په كيسه كې واي .
يوه خبرچي غواړم دلته يي رانقل كړم ، يو وخت ديوه ولايت والي چي نوم اخيستل ښه نه دي په كابل كې راته تليفون وكړ اوراته يي وويل كه تاسو زما سره له كابل څخه وخپل ولايت ځي نو زه نن ځم اوتاسو به هم په الوتكه كې له ځان سره بوځم ددې پرځاي چي تاسو په موټر كې ځۍ خداي مكړه له كوم خطر سره مخ نشي ، ماهم ورته ښۀ كړه اوپرټاكلي وخت دهغه كور ته ورغلم ، كله چي له والي صاحب سره دكابل هوايي ډګر ته ولاړم نو يو برتانوي افسر وويل چي دشپې پر اته نيمي بجي به پرواز وشي كله چي دشپې اته نيمي بجې شوي بيا يي ويل چي زموږ الوتكه خرابه ده دشپې پريولس بجي پرواز كيږي بالااخره دشپې پريو لس بجي راته وويل شول چي سبا ماښام ته پرواز وځنډيدۍ .
والي صاحب ورته وويل چي نور نو موږ خپل كورته ځو تاسو كه موږ ته يو موټر راكړي ترڅو موږ تركور پوري پكي ولاړ شوو .
يوه بهرني افسر وويل چي ياره موږ خوتاسو ته موټر نشو دركولاي ځكه ستاسي كور دكابل ښار په ناامنه سيمه كې دۍ .
وروسته نو موږ اووالي صاحب نيمه شپه ترځنګانه پوري په واورو كې را روان شوو او ترڅوساعتونو مزل وهلو وروسته مو دهغه كورته ځان ورساوه .
كله چي مي ديوه لوي ولايت والي په داسي حالت كې وليد نو په خداي زړه مي ورباندي وسوځيدۍ اوهغه خبره راته ثابته شوه چي ګواكي نړيوال ځواكونه دافغان چارواكو په خوله پياز هم نه ميدوي اوخپلي خوښي ته گوري .
ولسمشر كرزى هم دخارجيان تركلك فشار لاندي دي تاسي وگورۍ يولس ورځي وړاندي چي دهلمند په ګرشك ولسوالۍ كې دناټو په بمباريو كې لسګونه ولسي وګړي ووژل شول ولسمشر كرزي پرخارجيانو باندي په غوصه شو اودهغوي عملياتو ته يي بې باكانه لفظ استمعال كړي ، كله چي داځل نړيوالو ځواكونو ترهغه دوه چنده ملكي وګړي ووژل دى هم پټه خوله شو اوهيڅ يي ونه ويل ، ځكه كه يي چيري داځل څه ويلي واي نو خوله به يي روغه نه واي وړې .
دهلمند يوه چارواكي چي څه موده وړاندي خپله نوې دنده پيلول اعلان وكړ چي زه به هميشه رشتيا وايم اوخارجيان چي هرڅه كوي دهغوي په اړه به خبري رسنيو ته معلومات وركوم ، خونن چي مي ټليفون ورته وكړ راته وويل چي ياره تاسي هم عجيبه انسانان ياست سړى نه پريږدۍ اخر ددغو خارجيانو خوا راڅخه بدوۍ .

پايله

دپښتو يو متل دي چي وايي داوړۍ نه شړۍ كيږي زه په دې باور يم كه چيري زموږ مشران او ددې مظلوم ولس واكمنان دخارجيانو تردغومره فشار لاندي وي چي دهغوي په مخ كې خبره نشي كولاي دا هېواد لكه څومره چي خراب دي تردغه به هم ډير خراب شي خو جوړ به يي څوك ونه ويني او كه چيري زموږ چارواكي دخپلو شخصي ګټو په خاطر خپل هېوادوال په پرديو وژني نوهغه ورځ به ليري نه وي چي دغه مظلوم ولس به راولاړشي او دخپلو واكمنانو غاړې ته به لاس واچوي .

طارق نورزى


جواب

و.افغان
03.07.2007

د ناټو په ډزو ۲ لارويان مړه او ۶ ټپيان سوه

نن غرمه د كندهار ښار له حضرت جي بابا سيمي څخه تر كابل دوراهي پوري د ناټو ځواكونو په ډزو ۲ كسه مړه او ۶ نور ټپيان سول.

د پېښي علت تر اوسه معلوم نه دئ، خو معمولاً دغسي پېښي هغه وخت رامنځته كېږي چي د ناټو پر ځواكونو كوم بريد وسي.

د نقيب الله په نوم يوه كس بېنوا ويبپاڼي ته خپل د سترګو ليدلى حال داسي بيان كړ:

((زه د خپل كارځاى مخته ولاړ وم چي ډزي مي تر غوږ سوې، سړك ته مي سر را ايسته كړ د امريكايانو موټران روان وه او پر يوه كرولا موټر يې ټكان وكړه، كرولا د سړك پر غاړه لښتي ته ولوېده او موټروان يې ټپي سو، امريكايان چي تر هغوى تېر سوه دوه نور كسان يې هم وويشتل چي يو يې ځاى پر ځاى شهيد سو او بل يې ټپي كړ)).

د كندهار د پنځمي امنيتي حوزې يوه پوليس افسر چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي دغه پېښه تائېد كړه، خو د مرګ ژوبلي په اړه يې له مالوماتو ډډه وكړه.

مستيري غمى چي په دغه پېښه كي زخمي سوى و او د كندهار په البلال شخصي روغتون كي تر تداوي لاندي و بېنوا ويبپاڼي ته وويل، چي له نانوايي څخه يې ډوډۍ رانيوله چي د ناټو تر بريد لاندي راغئ.

تر دې وړاندي هم په كندهار كي د ناټو ځواكونو په ډزو خلك مړه سوي او ټپيان سوي دي، چي وروستۍ او د پام وړ هغې يې څو مياشتي دمخه د كندهار په حضرت جي بابا كي تر يوه ځانمرګي بريد وروسته رامنځته سوه چي له امله يې ۱۱ كسه ټپيان او ۳ تنه مړه سول.

بايد وويل سي چي دا لومړى ځل دئ چي د ناټو پوځيان بېله دې چي كوم بريد ورباندي سوى وي په دومره شمېر كسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

عمر واحديار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more